فلشمن له یادښتونو څخه/ پنځلسم لړ

همایون دوست

55
پرنګی پوځ د لوی تباهی پیل.
… د تیرې غوڼډې پسې په بله غوڼډه کې، که څه ام ایلفنسټون په افغانستان کې د پاتیکیدو په مبهمو او مهلکو عواقبو باندې، په ډیرې عاجزانه او غمجنې لهجې کره او اوږده تبصره وکړه، بیا یې د خپلو مخالفینو د اخلال او مزاحمت له ویرې، په ډیرې معصومانه انداز کې خپل لاسونه په خپله غیږ کې ټینګ ونیول، خو د قاطع امر صادرولو جرئت یې نه‌کاوه چې، شیلټن پاڅید او په ستوغ نظامي لحن یې په پوځیانو باندې امر وکړ چې، «… دا ناروغه، نالایقه او بې ارادې قومندان استعفاء ته اړ باسئ او زما د لارښودنې لاندې امرونو ته غاړه کیږدئ، که نه نو ټول به تباه شئ، …» د هغه په حق د افسوس خبره دا وه چې، د بی بی مهرو غونډۍ د محاربوي رزم په مهال، هغه د بل هر سرلښکری په پرتله دوه او درې برابر زیات تلفات ورکړي ؤ، مګر په کارنامو کې یې بری نه لرده او بل هغه په ټولنیز اړیکو کې ام د ګستاخ او بې ادب حرکتونو له کبله د چا نه خوښیده، … نو ځکه یې په امر چا غوږ وه نه ګراوه او هغه خړې سترګې بیرته کیښناست … ( نا ویلې دې پاتې نه وی چې شیلټن د افغان- انګلیس د جنګ نه ورسته د کلکتې په یوې اختصاصی محکمې کې، د ایلفنسټون د نه درناوی او د امرونو څخه د سرغړوني په جرم د ژوند تر ورستنې کال پورې په زندان کې تیر کړل).
ورپسې ایلفنسټون د نظر مخالف افسرانو په سر کې پوټینګر ولاړ ؤ، چې هغه د هوښیاری او پوهې په راغه کې د برنز په سویه ځیرک او تجربه کار افسر ګڼل کیده… هغه استدلال کاوه چې، «… له یوې خوا د دې ساړه ژمي په اقلیمي ناخوالو شرایطو کې د پوځي تجهیزاتو د دروند سامان انتقال، هغه ام د سلګونو ښځو او ماشومانو په ملتیا او د غرونو په دې کږو وږو پیچمو او لارو باندې، کوم اسانه او شونی کار نه دی؛ له بلې خوا د امنیت اساسې او حیاتي مسله ده چې زموږ د ژوند پائښت ورسره نیغ داسې ګنډه شوی، چې په یوې وړې غلطۍ ښایې موږ هیڅکله بیا هند په خپلو سترګو وه نه ګورو، فلهذا بهتره ده چې د دې پیچلي ستونځې ټول اړخونه په ژور دقت سره مطالعه او بیا اقدام وکړو. … اوس فرض کړو که موږ خپله درنده وسله نیمه برخه تخریب او بله برخه اکبر خان ته وسپارو او هغه حتی زړه له کومي وغواړي چې د واپسې په لاره کې مو یاغیان په عذاب نه کړي، داسې ژمنه که څومره ریښتنی لا وی، زما په نظره په هغې باور او تکیه کول به زموږ د سوچه لیونتوب او د بیعقلي اخري حد ځکه وی چې په عینې شان، هغه نه غوښتل چې سفیر (مکناټن) دې ووژل شي او نه هغه مړ مکناټن ته اړتیا ته لروده،… هغه ښایې نوموړی سفر په نهایت کې د یو څه مودی پاره د ځان سره برمټه کړی وای، لاکن په عمل کې مونږ ګورو چې هغه ووژل شو او د همدې بیلګې په تجربې ډیر احتمال شته چې، هغه زموږ د امنیت په تامینولو کې ام پاتې راشي … او دغو خڼډونو ته په کتو سره ویلې شم چې د کابل نه تګ ته زړه ښه کولو مانا، پخپله په لوی لاس ځان وژنه ده او معقوله به وي چې موږ ژمې په بالاحصار کې پاتې شوو…. ،» … .په هغې ورځ د مخالفو افسرانو بې نتیجې بحث تر هغه وخت پورې اوږد شو چې بالاخره ستړي شول او کشالې د حل پاره خبره رای اچونې ته ورسیده، … او څنګه چې اکثریتو افسرانو په کابل کې، د ژمي تېرولو حوصله نه درلوده، هغوې د ایلفنسټون په ګټه خپله رایه وه کاروله.‌…
د غوڼډې په پای کې الفنسټن، پوټینګر ته سپارښتنه وکړه چې مکناټن د ځای ناستي په حیث د افغانانو سره جوړجاړۍ ته کیښنې، چې اصلي موخه یې د هغوی مصروف ساتنه وه، تر څو په چوڼۍ باندې برید او نوې سرخوږي جوړ نه کړي او موږ په سړه سینه تیښتې ته تیاری ونیسو …
پورته یادونه وشوه چې ایلفنسټون د مرستیالی دنده زما غاړه وه او کله چې مې د هغې زاوی څخه، د افغانستان سیاسي حالاتو او زموږ اکمالاتي ستونځو ته وکتل، … ژر مې درک کړه چې موږ د مرګوني لومې په جال کې‌ ښکیل شوی یاستو او زړه کې مې کلک هوډ وکړ چې په هر چل او هنر که وي، فلشمن باید سلامت هند ته ورسیږي. … د ډیرو اندیښنو او چورتونو نه ورسته داسې فکر مې سر کې وټوکید چې زه باید داسې یو ګروپ جوړ کړم، چې هر وخت یې خوښه وی او په ځانګړی توګه کله چې پوځ د تباهۍ شیبې رالنډی شي، نو په ازادانه بڼه، له هغه جلا په خپل خطر جلال آباد ته روان شم. … دې پلان د عملي کولو پاره ما لومړی خورد ضابط هډسن هغه چې مغولۍ ته زما د سفر ملګري ؤ وموند، هغه که څه ام ساده مګر اعتباری سړي ؤ . ما له هغه وغوښتل چې ماته لس- دولس داسې ټکړه کسان رامعرفي کړه چې، د ځانګړی سیار ځواک په صفت زمونږ د کاروان څارنه او ساتنه وکړي…
بیا مې ایلفنسټون ته ام تشریح کړه چې، موږ یو داسې ځانګړي پیغام رسونکي واحد ته اړتیا لرو چې زمونږ د مارش په جریان کې، د سیاری سپرې ګزمې په څیر، د کاروان د مخ او شا برخي اړیکې په دوامداره توګه ټینګې او په ضمن کې کشفې راپورونه په ځنځیري بڼې سره تبادله کړي،… او تاسو ماته اجازه راکړئ چې دا خدمت زه ترسره کړم،… هغه په پیل دا ډیره خطرناکه سرښندنه وګڼله لاکن لږه شیبه ورسته نرم شو او زه یې لا تشویق کړم او د میکائیل (ع) نه یې زما امن وغوښت. …
ما ام د خپل موقف نه په ګټه پورته کولو کې صرفه وه نه کړه د اړتیا وړ په توکو مې، خپل لاسونه، جیبونه او خورجین تر خولی پورې ډک کړل، …
همدا مهال چې موږ کډه ټولوله په عینې زمان د پوټینګر او اکبرخان تر منځ د مذاکراتو لړۍ روانه وه او پیل کې د سردار اساسي غوښتنې دا وی چې:
۱:- بریتانویان دې سمدستې خپله خزانه او توپخانه افغانانو ته وسپاري…
۲:- یو شمیر بریتانوي متاهل افسران دې د خپلو کورنیو سره، زما د پلار (د دوست محمد خان) او د کورنۍ نور غړې یې چې په هند کې اسیران دی تر راستنیدو پورې، په کابل کې د یرغمل په توګه پاتې شي.
۳:- د کابل نه د بریتانوي پوځ د حرکت سره همهماله دې، د جنرال سیل ځواکونه جلال اباد، د هند په مقصد تخلیه کړي، …
په دې کې انګلیسې پلاوی د ښځو او ماشومانو په یرغمل پریښودلو باندې اعتراض لرده، چې ورسته دا معضله د یو شمیر مجرد افسرانو جمع د ټپیانو او د دوو ډاکټرانو په بدلون مطرح شوه او اکبرخان ام د دې وړاندیز سره رضایت وښود، خو کله چې خبره نهایې پریکرې ته نیږدی شوه، زموږ ځواکونو د ۱۸۴۲ کال د جنوري په ۶مه، د واورین سهار په ۹ بجو، په ناڅاپې مانور سره د کابل چوڼۍ، جلال اباد د انګلیسي ګارنیزون په هدف تخلیه کړه او موږ لا دوه- درې میله (۴-۵ کیلومتر) مزل نه ؤ کړي، … خبر شوو چې د چوڼۍ څخه زموږ د وتلو سره هممهاله، یوه ډله وسلوال چوڼۍ ته ننوتلي او دننه په چوڼۍ کې یې د کاروان د شاتنې برخې ساتونکې وژلې او په ضروري توکو تیار بار شوي، ګڼشمیر اوښان او کچرې یې ورنه غنمت کړي دې …

 

د فلشمن له یادښتونو څخه/ څوارلسم لړ

زموږ انګلیسي ویبپاڼه: 

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.