نړیوال بانک: د پاکستان بهرنی پور په تېره لسیزه کې نږدې دوه برابره شوی او ۱۳۵ میلیارد ډالرو ته رسېدلی

25

د نړیوال بانک د «نړیوال پور ۲۰۲۶» راپور له مخې، د پاکستان بهرنی پور په تېرو لسو کلونو کې نږدې دوه برابره شوی او په ۲۰۲۵ کال کې ۱۳۵.۱ میلیارد ډالرو ته رسېدلی دی. دغه پور په ۲۰۱۵ کال کې ۶۸.۷ میلیارد ډالر و.

د راپور له مخې، د پاکستان بهرنی پور په ۲۰۲۴ کال کې ۱۲۹.۹ میلیارد ډالر و، چې په ۲۰۲۵ کال کې یې شاوخوا څلور سلنه زیاتوالی موندلی دی. دا زیاتوالی ښيي چې پاکستان د خپلو مالي اړتیاوو د پوره کولو لپاره پر بهرنیو پورونو لا ډېر متکي شوی دی.

د پاکستان له ټول بهرني پور څخه ۱۰۷.۰۸ میلیارد ډالر د دولت او د دولت په تضمین اخیستل شوي پورونه دي، په داسې حال کې چې د خصوصي سکتور هغه پورونه چې دولتي تضمین نه لري، ۱۷.۵۸ میلیارد ډالرو ته رسېږي. همدارنګه، د دغه هېواد لنډمهاله بهرنی پور ۱۰.۴۵ میلیارد ډالر ښودل شوی دی.

د دولتي او دولت په تضمین اخیستل شویو پورونو په برخه کې، څو اړخیزې مالي ادارې د ۵۶.۸۳ میلیارد ډالرو په لرلو سره تر ټولو لوی پور ورکوونکي دي، ورپسې بېلابېل هېوادونه د ۴۲.۴۳ میلیارد ډالرو په ارزښت د پورونو په ورکولو دویم ځای لري.

چین لا هم د پاکستان تر ټولو لوی پور ورکوونکی هېواد دی، چې پاکستان ورته شاوخوا ۲۲.۴ میلیارد ډالر پوروړی دی. دغه هېواد همدارنګه نړیوال بانک ته شاوخوا ۱۹.۲ میلیارد ډالر او د اسیا پراختیايي بانک ته ۱۶.۸۳ میلیارد ډالر پور لري.

راپور د نویو پورونو د سود او بېرته ورکړې په شرایطو کې هم د پام وړ توپیر په ګوته کړی دی.

په ۲۰۲۵ کال کې د رسمي پور ورکوونکو له لوري د ژمنه شویو نویو پورونو د سود منځنۍ کچه ۳.۶ سلنه وه، چې د بېرته ورکړې منځنۍ موده یې ۱۶ کاله او د اصل پور د ورکړې د پیل لپاره یې څلور کاله مهلت درلود.

خو د خصوصي پور ورکوونکو د نویو پورونو د سود منځنۍ کچه ۸.۶ سلنه وه، چې د بېرته ورکړې موده یې یوازې درې کاله او د اصل پور د ورکړې د پیل مهلت یې یو کال و. دغه توپیر څرګندوي چې له خصوصي سرچینو پور اخیستل د پاکستان لپاره نسبتاً ګران او د بېرته ورکړې شرایط یې سخت دي.

د نړیوال بانک د راپور له مخې، په ۲۰۲۵ کال کې د پاکستان د بهرني پور او ناخالص ملي عاید تناسب ۳۴ سلنې ته رسېدلی و، په داسې حال کې چې د بهرنیو پورونو د بېرته ورکړې لګښتونه د دغه هېواد د صادراتو د عوایدو ۳۳ سلنې ته رسېدل.

دا وضعیت د پاکستان پر اقتصاد مالي فشار زیاتوي، د پراختیايي پروژو لپاره د بودیجې امکانات محدودوي او دغه هېواد د نړیوالو اقتصادي بدلونونو پر وړاندې لا زیانمنوي.

راپور زیاتوي چې چین په ۲۰۲۵ کال کې د پاکستان د شاوخوا دوه میلیارد ډالرو پورونو د بېرته ورکړې موده وغځوله، چې له دغه هېواد سره یې د لنډمهالي مالي فشار په کمولو کې مرسته وکړه.

په همدې کال کې نړیوال وجهي صندوق هم د خپلو دوو مالي پروګرامونو، د غځول شوي صندوق اسانتیا او د مقاومت او پایښت اسانتیا، له لارې پاکستان ته ۲.۳ میلیارد ډالر نوې مالي مرسته برابره کړه.

د نړیوال بانک د معلوماتو له مخې، د بهرنیو پورونو زیاتوالی یوازې په پاکستان پورې محدود نه دی، بلکې د منځني ختیځ، شمالي افریقا، افغانستان او پاکستان په سیمه کې هم د بهرني پور او ناخالص ملي عاید تناسب له ۲۶.۷ سلنې څخه ۲۹.۴ سلنې ته لوړ شوی دی.

د راپور له مخې، دا د نړیوال بانک د سیمه‌ییزو ډلو په پرتله تر ټولو لوی کلنی زیاتوالی دی، چې په ټوله سیمه کې د پورونو د بار د زیاتېدو او د اقتصادي فشارونو د پراخېدو څرګندونه کوي.

Our Pashto-Dari Website

  Donate Here

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320