که زه پوی په ټـول اسرار د زمانه شــم
نو به هله په عالــــم کې فـــــرزانه شــم
که دعلم او حکمت نه یو څـه زده کــړم
نو په پوهـــه به د علم خــــــزانه شــــم
یو ارمـان د ارمــانــونـــو نه می دا دی
چې ګلزار کښي ســتا د حسن ترانه شم
چی صورت دی کله راشی تصــور ته
هغــه دم شمه بیــــخوده مستانه شـــــــم
په خورو ورو زلفانو کې ځــای راکړه
چې د حسن په شعـــلو دي پروانه شــم
زه یو ګل یــم رژیدو ته نژدې شــــوی
پریږده ستا چې په لمن دانه وانه شــــم
ځم ســاقي له لاســـه اخلمه جــامــونه
یو شیبه چې می له ځـــانه بیــګانه شم
درد و غم به د دنیا هم پسي هــیر کړم
که قبول د خــپل صنم او جـــانانه شـم
دي مالت کښی د هیڅ چا قدر نه کیږي
ځمه چـیري چې د ښـکلو دُردانه شــم
تواضع به د ســاقي هــومره زه وکړم
چې قبول دا ســتا د در او آســتانه شـم
Our Pashto-Dari Website

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320