(سهار چې لمر د افق له غېږې سر راپورته کړي، د سرو زرو وړانګې یې د ځمکې پر مخ د ژوند نوې هیلې وشیندي؛ ګلونه موسکا وکړي، مرغان د مینې سندرې ووایي او طبیعت د ښکلا په رنګونو کې ډوب شي.)
پورته لیکنه د مصنوعي ځیرکتیا په یوه اپلېکېشن لیکل شوې ده کټ مټ لکه د انساني لیک په څېر، یا یو لیکوال چې لغتونه په خوارۍ غونډ کړي او په لیکلي ډول یو څه ترې جوړ کړي. د مصنوعي ځيرکتیا د لیکلو د ځواک چې څومره خلکو ته د لیکلو په برخه کې کارونه آسانه کړي دي په همغه اندازه یې ستونزې زېږولې دي.
د یوې ادارې کارکوونکي ته کېدای شي اړتیا نه وي چې د ادارې د اړتیاوو پوره کېدو لپاره دې لویو ارګانوونو ته په پېشهناد لیکلو وخت تېر کړي، په ساده ډول خپلې اړتیاوې لیکلي، د مربوطه ادارې نوم لیکي او په مصنوعي ځيرکتیا پورې اړوند اپلېکېشن ته یې پورته کوي تر څو ترې یو رسمي غوښتنلیک جوړ کړي، او په پای کې منظم غوښتنلیک تر لاسه کوي.
یا د ښوونځي یو زده کوونکی د خپلې کورنۍ دندې د بشپړولو لپاره اړ نه دی چې لسکونه کتابونه ولټوي، په مصنوعي ځيرکتیا سمبال اپلېکېشنونو څخه غوښتنه کوي او ځواب تر لاسه کوي.
دا او دې ته ورته لیکنې حتی که لویې هم وي، په مصنوعي ځيرکتیا سمبال سافټوییرونو لیکل کېدای شي، خو دا هغه څه دي چې د لیکنو ماهیت تر تاثیر لاندې نشي راوستلای او موږ له دې ډول اپلېکېشنونو څخه هغه ډول تمه چې له قلم له خاوندانو لرو، نشو درلودلای.
مصنوعي ځیرکتیا څه ډول لیکنه تر سره کوي؟
هر هغه څه چې آنلاین پلټفارمونو ته په لیکلي ډول داخلیږي، د مربوطه ادارې په ډېټا مرکزونو کې ذخیره کیږي. دا معلومات زرګونه تېرابایټ پورې رسیږي چې پکې ساینسي، علمي، ادبي او ډول ډول لیکنې موجودې وي. په مصنوعي ځيرکتیا سمبال سافټویر او ماشینونه د سرچ انجن یعني د لټون د ماشین په څېر کار کوي، او د ښه لټون لپاره ورته بېلابېلې ځانګړتیاوې ورکړل شوې وي تر څو کاروونکي ته په سم ډول ځواب ورکړي.
کله چې موږ د یو څه په اړه د لیکنې غوښتنه ترې وکړو، نوموړی اپلېکېشن د معلوماتو په هغه ذخیرو کې لټون کوي له کومو سره چې تړل شوی دی، دا چې په هره ذخیره کې زرګونه بایټ لیکنې دي نو زموږ د غوښتنې اړوند لیکنې له ثانیې په لږ وخت کې پیدا کوي او هغه ته په کتو سره موږ ته ځواب راکوي او یو څه لیکي، په دې معنی چې له بېلابېلو نمونو موږ ته یوه لیکنه برابروي.
دا ساده پروسه د هرې لیکنې لپاره تر سره کیږي، که چېرې د ډېټا په مرکز کې زموږ د پوښتنې اړوند د کومې لیکنې نمونه پیدا نه شي نو بیا د نه ځواب ورکوي. په اصل کې مصنوعي ځيرکتیا ځواب راټولوي او هغه عامه نظریه چې مصنوعي ځیرکتیا ځواب جوړوي ناسمه ثابتیږي.
څه ډول کولای شو د مصنوعي ځیرکتیا په واسطه د لیکل شوو لیکنو او ریښتینو لیکنو تر منځ توپیر وکړو؟
د مصنوعي ځیرکتیا له نورو نیمګړتیاوو سره سره د خلاقیت د قوې د نشتوالي لویه نیمګړتیا لري، په دې معنی چې څه نوی نشي جوړولای بلکې موجوده نمونو ته په پام سره یو څه د موږ لپاره ترتیب کوي. له نورو لیکنو آخوا د ادبیاتو په برخه کې بیا په مصنوعي ځیرکتیا لیکل شوې لیکنې د پام وړ نیمګړتیاوې لري. اوس مهال په ډیجیټلي ډېټا سنټرونو کې په پرېمانه اندازه ادبي محتوا لرو خو بیا هم د مصنوعی ځیرکتیا لیکنه نیمګړې وي، لوی لامل یې د احساس نه شتون دی او ادبیات له احساساتو او عواطفو زېږېدلي دي.
په لومړي کرښه کې موږ وینو چې د سرو زرو د وړانګو ناسم ترکیب منځ ته راغلی دی. په ادبي اصطلاحاتو کې لمرینې وړانګې، زرینې وړانګې، د زرو په ځېر وړانګې لرو خو د سرو زرو وړانګې ترکیب تر ډېره نه کاروو ځکه چې هغه احساس نه لیږدوي کوم چې مخاطب یې له ادبي آثارو تمه لري.
بل دا چې د ځمکې پر مخ د نوي ژوند هیلې وشیندي، ګلونه موسکا وکړي د ترکیب جمله بندي سمه نه ده. که پر ځای یې لیکل شوي وای چې د ځمکې پر مخ د نوي ژوند هیلې د ګلونو په څېر وشیندي او موسکا وکړي نو بیا به مو د جملې اصالت درلودلای وای او محتوا په سمه رسېدلې وه.
که موږ د ( د سرو زرو وړانګې + یې د ځمکې پر مخ د نوي ژوند هیلې وشیندي، ګلونه موسکا وکړي)، جمله د محتوا له نظره تېروو نو پکې د انجماد او ژوندیو شیانو اړیکه منځ ته راغلې چې د ادبیاتو له روح سره په ټکر کې ده، ځکه چې ښه اړیکه هغه وخت منځ ته راځي چې عناصر سره مشابه وي.
په پارسي کې متل دی چې ( آدم به آدم نمی رسد، کوه به کوه می رسد)، نو پایله اخلو چې په ادبي آثارو کې باید د طبیعت د تړون لپاره له ورته عناصرو کار واخلو او د معنی د اړیکې لپاره له مشابه عناصرو. په پورته دوه جملې چې ناسم ترکیب یې منځ ته راغلی د طبیعت اړیکه یې د معنی د اړیکې پر ځای کارولې ده.
کله چې د مصنوعي ځيرکتیا او ادبي لیک خبره راځي نو داسې ډېرې باریکۍ دي چې مصنوعي ځیرکتیا پکې د لیکوال د ځای ناستي کېدو له سیالۍ پاتې کوي او د لیکوال ګوتو ته یې مجبوروي.
په مصنوعي ځیرکتیا سمبال ماشینونه او اپلېکېشنونه به تل هغه لیکنو ته په کتو محتوا برابروي کومې چې د کارونکو له خوا آنلاین پلاټ فارمونو ته داخلیږي، هېڅکله به داسې څه ونه لیکي چې له انساني فکر پورته وي. تر ټولو اړینه دا ده چې انساني حواس د پېړیو په تېرېدو توپیر کوي چې همهال ور سره ادبیات، ټولنیز علوم خپل لوری بدلوي او یو ځل بیا اړتیا ده چې دا معلومات ماشینونو او کمپیوټري نړۍ ته داخل شي
Our Pashto-Dari Website

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320