ډنډ د تاریخ په اوږدو کښي د لویو لویو دولتونو د پایښت زانګو

عبدالحکیم فیضان

5

ډنډ ولسوالي د کندهار ولایت د ستراتیژیک او اساسي موقعیت له اړخه خورا مهمه او غني ولسوالي ده. دا ولسوالي نه یوازي دا چي د زیات نفوذ له اړخه؛ بلکي د پرېمانه اوبو، ښه زراعت، مالدارۍ، تجارت او علمي کچي د لوړتیا له امله ډېر حساب پر کېږي.
د شفاهي لاس پر لاس سوو روایاتو پر بنسټ ډنډ ولسوالۍ ته دا نوم په دې خاطر کارېږي، چي دلته په پخوا وختونو کي ډېري اوبه موجودي وې. پخوانیو دولتونو به عموما” هغو سیمو ته ځانونه رسول، چي هلته به د دوی لپاره د اوبو او سرسبزۍ محیط برابرېدئ. ډنډ پخوا د افغانستان د ورېښمو د حمل او نقل د مهمو لارو څخه وه، چي د ترانزیټ او تجارت مسیر ئې د هند د ښکاپور سره وصلېدئ. په دا ولسوالي کي ۱۷۵ کلي پراته دي، چي بېلابیل قومونه ژوند پکښي کوي. د فیصدۍ د رویه ۶۰سلنه لوی بارک(بارکزي، اڅکزي، محمدزي، بیانزي، بادیزي او…)، ۲۰سلنه پوپلزي، ۱۰سلنه الکوزي او ۱۰سلنه نور مختلیف اقوام؛ لکه سیدان، تاجکان، بلوڅان، کاکړان، ترین، نورزي او … په دې ولسوالي کي اوسېږي. ددې ولسوالي حدوداد ۶۲۰کیلو متر مربع دي، چي شمال ته ئې کندهار ښار، لوېدیځ ته ئې پنجوائي، جنوب ته ئې ریګستان او ختیځ ته ئې تختپول ولسوالۍ پرتې دي.
ډنډ ولسوالي یوه تاریخي او فرهنګي ولسوالي ده، چي په خپله غېږه کښي ئې ډېر مشهوره عالمان، غښتلي مشران، اتلان، صوفیان او د ادب د لمن ستوري روزلي او لوی کړي دي. ددې ولسوالۍ څخه د ګرګین لښکري پر ملا ماتي سوې، د هوتکو د واکمنۍ لمن تر اصفهانه ورسېدل، د یو ملي_جرګې له برکته د اوسني افغانستان بنسټ کښېښول سو او د همدا ځایه د دُوراني امپراتورۍ د غځېدو وړانګي خپرې سوې.
په دې ولسوالي کي ډېر مشهوره تاریخي ځایونه او زیارتونه شتون لري؛ لکه ميا نور محمد صاحب، شیرين جان پير، شهزاده اغا، شېرسرخ، پیر سبز، شين غزی اصحابي، صابر شاه ملنګ، خواجه علي بابا، اخوند صاحب، مست اغا، ابراهیم خليفه بابا او د ذاکر شریف مشهوره زيارتونه دي. تاریخي ځایونه ئې زوړ ښار، نارنج ماڼۍ، نادر آباد کلا او د حاجي جمال خان نیکه مقبره ده. د ډنډ اوسېدونکي د تعلیم په برخه کي هم ډېري لاسته راوړني لري، اکثره خلک ئې تعلیم یافته دي او خپل اولادونه هم د ډېرو لیرو لیرو سیمو څخه ښوونځیو او مدرسو ته استوي. د زراعت په برخه کي هم تر چا کم نه دي، کلني حاصلات ئې غنم، وربشي، جواري، ماش، ريحان، سبزيجات، انګور، آنار، خټکي او هندواڼې دي.

یادونه: د تصوف، علم او ادب ستوري میرزا عبدالحنان بارکزی او شمس الدین کاکړ هم ددې ولسوالۍ څخه دي.
دوهمه_یادونه: د افغانستان د واکمنانو له ډلي څخه حامد کرزی هم د ډنډ څخه دئ؛ مګر د ډنډ خلک ورڅخه په تېر شل کاله کي د خدمت هیڅ ښه خاطره نه لري.
دریمه_یادونه: دې ولسوالۍ ته په تېر جمهوریت کي د ماسټرۍ تقریبا” ۱۲۰ بورسونه راغلل، خو حق ئې په پنجشېریانو وخوړل سو. همداسي لیسانس بورسونه هم په یو او بل کونج کي ورک سول.

عبدالحکیم فیضان
کندهار، ډنډ، سبزیکار
۱۴۰۳/اسد/۸ ـــــ دوشنبه

زموږ انګلیسي ویبپاڼه: 

ځپلی وطن او ښاغلي مخونه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320