افغانستان د ټولو ګډ کور او ګور دی؛ په سیاسي اختلافونو دې نه ورانېږي!!
د وطن د مور فلسفه، د نیابتي جګړو تاریخي عبرت او د ملي وجدان مسئولیت
د ملتونو په تاریخ کې ځینې ارزښتونه د زمانې له بدلون، د حکومتونو له سقوط او د سیاسي ایدیولوژیو له زوال سره نه بدلېږي. وطن له دغو ارزښتونو څخه دی. وطن یوازې د غرونو، سیندونو، دښتو او جغرافیایي پولو نوم نه دی؛ وطن د انسان د هویت ریښه، د خاطرو زانګو، د نسلونو ګډ میراث او د راتلونکي پر وړاندې یو ژور اخلاقي مسئولیت دی.
انسان کولای شي له یوه حکومت سره اختلاف ولري، د یوې سیاسي ډلې مخالف وي او د یوه نظام د اصلاح یا بدلون غوښتنه وکړي؛ خو دا اختلاف باید هېڅکله له خپلې خاورې او ولس سره په دښمنۍ بدل نه شي. ځکه حکومت د وطن مالک نه، بلکې د هغه د ادارې مسئول دی؛ او سیاسي مخالف د وطن دښمن نه، بلکې د همدې وطن یو بل بچی دی چې د خپل هېواد د راتلونکي په اړه متفاوت فکر لري.
وطن د مور حیثیت لري. مور که ناروغه شي، اولاد یې د ناروغۍ له امله کور نه ورانوي، بلکې د درملنې هڅه یې کوي. همداسې، د یوه نظام نیمګړتیاوې د وطن د ویجاړولو دلیل نه شي کېدای، لکه څنګه چې د وطن پالنې ادعا د واکمنو د تېروتنو د توجیه وسیله نه شي ګرځېدای.
د ملي شعور بنسټ په همدې توپیر کې نغښتی دی. هغه څوک چې د حکومت مخالفت د وطن له مخالفت سره ګډوي، د خپل تاریخي مسئولیت یوه مهمه برخه له پامه غورځوي. همدارنګه، هغه واکمن چې هر انتقاد د دښمنۍ او هر مخالفت ته د خیانت په سترګه ګوري، د ملي تفاهم او ټولنیز باور بنسټونه کمزوري کوي.
افغانستان د همدې دوو افراطونو ترمنځ د عقلانیت، عدالت او ملي مسئولیت یوې داسې لارې ته اړتیا لري چې پکې د حکومت نقد مشروع وي، د ولس غوښتنې واورېدل شي او د سیاسي اختلافونو د حل لپاره د جګړې پر ځای د تفاهم او مدني مشارکت زمینه برابره شي.
دا یوازې یوه غوښتنه نه ده. د افغانستان معاصر تاریخ ښيي چې کله د سیاسي اختلاف او ملي دښمنۍ ترمنځ کرښه ورکه شي، د کورنیو شخړو دروازې د بهرنیو لاسوهنو پر مخ هم پرانیستل کېږي. له همدې ځایه د وطن پالنې بحث د تاریخ له یوې ترخې تجربې سره نښلي.
د تاریخ ترخه تجربه او د نیابتي جګړو د تکرار اندېښنه
د افغانستان د وروستیو پنځو لسیزو تاریخ د سیمهییزو او نړیوالو قدرتونو د متضادو ګټو، بهرنیو مداخلو او کورنیو جګړو له دردناکو تجربو ډک دی. د سړې جګړې له رقابتونو نیولې، د شوروي تر پوځي مداخلې، کورنیو جګړو، د سپټمبر له یوولسمې وروسته نړیوال حضور او د ۲۰۲۱ کال تر سیاسي بدلون پورې، افغانانو د داسې شخړو دروند قیمت پرې کړی چې په رامنځته کېدو او دوام کې یې بهرنیو قدرتونو هم مهم رول درلود.
په دې اوږده تاریخي بهیر کې نظامونه بدل شول، سیاسي ائتلافونه جوړ او ړنګ شول، نړیوال شعارونه وزېږېدل او هېر شول؛ خو د جګړې اصلي بار د افغان ولس پر اوږو پاتې شو. د هرې جګړې له پای ته رسېدو وروسته د قدرتونو ستراتیژۍ بدلې شوې، خو د افغانانو په کورونو کې د وژل شویو عزیزانو تش ځایونه پاتې شول.
د تاریخ تر ټولو تریخ درس دا دی چې کله د یوه ملت داخلي اختلافونه د بهرنیو قدرتونو د ستراتیژیکو محاسبو تابع شي، جګړه یې د نورو د نفوذ وسیله او قرباني یې خپل ولس ګرځي.
په دې وروستیو کې د واشنګټن او اسلاماباد ترمنځ د یوې احتمالي هوکړې په اړه ادعاوې مطرح شوې دي چې ګواکې له مخې به یې د افغانستان د پخواني نظام یو شمېر پوځیان پاکستان ته انتقال، تجهیز او د یوې نوې نیابتي جګړې لپاره وروزل شي. د دغو ادعاوو د تأیید لپاره په دې لیکنه کې خپلواک او معتبر شواهد زما سره نشته، یوازې ادعاوې او ټولنیزو رسنیو خبرونه دي؛ له همدې امله باید د ثابت حقیقت په توګه ونه ګڼل شي. خو د افغانستان تاریخي تجربې ایجابوي چې د هر ډول احتمالي نیابتي جګړې خطر په جدي او مسئولانه توګه وڅېړل شي.
د پاکستان د امنیتي او استخباراتي بنسټونو د سیمهییزو سیاستونو په اړه د تېرو لسیزو تاریخي تجربې او څېړنې د افغانستان په کورنیو شخړو کې د بهرني نفوذ مسئله لا مهمه کوي. د افغان وسلهوالو ډلو ملاتړ، د سیمهییز نفوذ هڅې او د افغانستان په سیاسي معادلو کې مداخلې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اوږدمهالې بېباورۍ له مهمو عواملو څخه پاتې شوې دي.
د افغانستان او پاکستان ترمنځ اوسني امنیتي تورونه او تبلیغاتي تقابل هم د سیمې د ثبات لپاره د اندېښنې وړ دي. د افغانستان په اړه هر ډول امنیتي ادعا باید د کره شواهدو پر بنسټ وارزول شي، نه د سیاسي تبلیغاتو او متقابلو تورونو له لارې.
افغانستان باید د هېڅ هېواد لپاره د ګواښ سرچینه نه وي او نه باید د بل هېواد د امنیتي اندېښنو په پلمه د سیاسي فشار یا نیابتي رقابتونو میدان وګرځول شي. د سیمې راتلونکی د متقابل احترام، اقتصادي اتصال، سوداګرۍ او د هېوادونو د ملي حاکمیت په درناوي کې نغښتی دی.
خو د دې ټولو بحثونو تر شا یوه مهمه پوښتنه پرته ده: ایا افغانان به یو ځل بیا د خپلو سیاسي اختلافونو د حل لپاره د بهرنیو قدرتونو ستراتیژیکو نقشو ته مخه کړي، که د خپل تاریخ له دردناکو تجربو څخه به د ملي عقلانیت لار ومومي؟
د یوه ملت حقیقي عظمت په دې کې نه دی چې د نورو په جګړو کې څومره بریاوې ترلاسه کوي، بلکې په دې کې دی چې خپل ولس د نورو له جګړو څومره خوندي ساتلی شي.
د دې پوښتنې ځواب یوازې په سیاسي اعلامیو کې نه موندل کېږي. د جګړې د بیا تکرار د خطر د درک لپاره باید د هغو افغانانو ژوند ته هم وکتل شي چې د تېرو سیاسي بدلونونو له امله یې کورونه پرېښي او نن له امنیتي، اقتصادي او انساني ستونزو سره مخ دي.
پخواني نظامیان او د وطن بېکوره بچیان
د افغانستان د وروستیو سیاسي تحولاتو یوه دردناکه پایله د پخوانیو نظامیانو، امنیتي کارکوونکو، مسلکي کادرونو او ګڼو نورو افغانانو کډوالي ده. ډېری یې د امنیتي اندېښنو، اقتصادي ستونزو، سیاسي بېباورۍ او د راتلونکي د ناڅرګند برخلیک له امله له خپل وطنه وتلي دي.
نن د همدې خاورې ډېر بچیان په پاکستان، ایران او نورو هېوادونو کې د اقامت له ستونزو، اقتصادي محرومیت، د نیولو او جبري ایستلو له وېرې او د سبا ورځې له نامعلوم برخلیک سره مخ دي. هغه انسانان چې یو وخت یې په خپل وطن کې کور، دنده او ټولنیز مقام درلود، اوس یې ځینې په پردیو هېوادونو کې د ژوند د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره له سختو ستونزو سره مبارزه کوي.
تر دې لویه انساني تراژیدي به څه وي چې یو انسان په خپل وطن کې د امنیت ډاډ ونه لري او په پردي وطن کې هم د آرام ژوند فرصت ونه مومي؟ د یوه انسان لپاره تر دې سخته شېبه کومه ده چې د خپل کور د لیدلو ارمان ولري، خو د راستنېدو جرئت ونه کړي؟
وطن خو د مور غېږه ده؛ او د مور غېږه باید د خپلو ټولو بچیانو لپاره د امن ځای وي، نه یوازې د هغو لپاره چې د واکمنو له سیاسي فکر سره موافق وي.
د افغانستان پخواني نظامیان یوازې د یوه تېر نظام پوځي پرسونل نه وو. هغوی د همدې وطن بچیان، د هېواد د معاصر تاریخ برخه او د افغانستان د انساني او مسلکي پانګې یوه مهمه برخه دي. د هغوی زدهکړې، نظامي تجربې او تخنیکي مهارتونه باید د ملي بیارغونې، ټولنیز ثبات او سولهییز راتلونکي په خدمت کې وکارول شي.
د نظام بدلون باید د یوه انسان د ملي هویت، انساني کرامت او له وطن سره د تړاو د پای معنا ونه لري. خو له همدې حقیقت سره د پخوانیو نظامیانو پر وړاندې یو ژور تاریخي مسئولیت هم ولاړ دی.
هغوی باید د خپل وطن د وروستیو پنځو لسیزو تجربې په ژوره توګه وارزوي او درک کړي چې د بهرنیو قدرتونو ستراتیژیکې ګټې تل د افغانستان له ملي مصالحو سره یو شان نه وي.
ملي شعور یوازې دا نه دی چې انسان د وطن په نوم وسله پورته کړي؛ حقیقي ملي شعور دا دی چې وپوهېږي، وسله یې د چا د ګټو لپاره کارول کېږي او د جګړې قیمت یې څوک پرې کوي.
هغه افغان چې د خپل وطن د راتلونکي لپاره اندېښنه لري، باید د هرې داسې طرحې انساني، سیاسي او تاریخي پایلې وسنجوي چې افغانستان د یوې بلې وسلهوالې شخړې پر لور بیولای شي.
د تېرو جګړو تجربو څرګنده کړې چې وسلهوالې منازعې، که هر څومره په جذابو سیاسي شعارونو توجیه شي، د انساني تلفاتو، اقتصادي ویجاړۍ، ټولنیزو وېشونو او د بهرني نفوذ د پراختیا خطرونه له ځان سره لري.
د وطن د دفاع تر ټولو لوړه مرتبه تل په جګړه کې نه څرګندېږي؛ کله ناکله د یوې بلې جګړې له تکرار څخه د وطن ژغورل تر هرې پوځي بریا ستر ملي خدمت وي.
خو د دغو افغانانو د راتلونکي په اړه یوازې له هغوی څخه د ملي مسئولیت غوښتنه بسنه نه کوي. که له پخوانیو نظامیانو او مهاجرو افغانانو تمه کېږي چې خپل هېواد د پردیو له رقابتونو لرې وساتي، نو په مقابل کې باید د خوندي ژوند، عزت او بېرته راستنېدو واقعي فرصتونه هم ورته برابر شي. همدلته د فردي مسئولیت بحث د حاکمیت له تاریخي مسئولیت سره تړل کېږي.
د اوسني نظام تاریخي مسئولیت؛ ملي ثبات د ولس له رضایت څخه پیلېږي
د افغانستان د راتلونکي په اړه مسئولیت یوازې د نظام پر مخالفانو نه دی. اوسني واکمن هم د هېواد د ثبات، ملي یووالي او ټولنیز عدالت په وړاندې دروند تاریخي مسئولیت لري.
د سیاسي مشارکت محدودیتونه، د ښځو او نجونو د زدهکړو او کار پر وړاندې خنډونه، اقتصادي ستونزې، د مدني آزادیو محدودیتونه او د ټولنې د بېلابېلو قشرونو مشروع غوښتنې هغه مسئلې دي چې جدي، مسئولانه او عملي حل ته اړتیا لري.
د یوه نظام حقیقي ځواک یوازې د واک په تمرکز کې نه دی؛ بلکې د خلکو په باور، عدالت، مشروعیت او د ولس په رضایت کې نغښتی دی.
تاریخ ښيي چې هغه سیاسي نظامونه چې د خلکو مشروع غوښتنې نه اوري، د ولس او حاکمیت ترمنځ د بېباورۍ واټن پراخوي. دغه واټن بیا د داخلي کړکېچونو او بهرنیو لاسوهنو لپاره مساعد شرایط رامنځته کولای شي.
د افغانستان اوسني واکمن باید د خلکو غوښتنو ته د ملي امنیت او سیاسي ثبات د یوې بنسټیزې اړتیا په سترګه وګوري، نه یوازې د سیاسي فشار په توګه.
د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې باید د افغان نجونو او پېغلو پر مخ پرانیستل شي. د یوې ټولنې د نیمايي نفوس له زدهکړو محرومول د هېواد علمي، اقتصادي او ټولنیز ظرفیت کمزوری کوي. هغه وطن چې د خپلو لوڼو د علم څراغونه مړه ساتي، د خپل راتلونکي د روښانتیا یوه ستره سرچینه له لاسه ورکوي.
همدارنګه، کار باید اهل کار ته وسپارل شي. دولتي مسئولیتونه باید د مسلکي وړتیا، صداقت، عدالت او خدمت پر بنسټ ووېشل شي، نه یوازې د سیاسي یا فکري نږدېوالي له مخې.
د افغانستان د ټولو قومونو، سیمو او ټولنیزو قشرونو وړ اشخاص باید د هېواد د ادارې، اقتصادي پرمختګ او ملي بیارغونې په چارو کې د ګډون عادلانه فرصتونه ولري.
افغانستان دومره انساني او اقتصادي ظرفیت نه لري چې د خپلو بچیانو پوهه، تجربه او استعداد د سیاسي اختلافونو له امله ضایع کړي.
د خلکو د مشروع غوښتنو منل د نظام کمزوري نه ده؛ بلکې د سیاسي عقلانیت او مسئولانه حکومتولۍ څرګندونه ده.
هغه نظام چې د خپل ولس غږ اوري، د بهرنیو لاسوهنو د توجیه فرصتونه محدودوي؛ خو هغه نظام چې د خلکو د نارضایتۍ عوامل بېځوابه پرېږدي، په ناپامۍ سره د داخلي کړکېچونو او بهرني نفوذ د پراختیا خطر زیاتوي.
له همدې امله، د افغانستان د ملي امنیت یوه مهمه برخه باید د ولس د رضایت، ټولنیز عدالت او سیاسي تفاهم پر بنسټ ولاړه وي.
د ولس او حاکمیت ترمنځ د باور د بیا رغولو یوه مهمه عملي ازموینه د هغو افغانانو برخلیک دی چې له هېواده بهر ژوند کوي. د ملي پخلاینې ارزښت هغه مهال څرګندېږي چې په ورځني ژوند کې د امنیت، حقونو او راستنېدو په واقعي فرصتونو بدل شي.
د مهاجرینو خوندي راستنېدل؛ د ملي پخلاینې عملي ازموینه
د افغانستان د اوسنیو واکمنو یو مهم مسئولیت دا دی چې د ټولو مهاجرو افغانانو، په ځانګړي ډول د پخوانیو نظامیانو، امنیتي کارکوونکو، مسلکي شخصیتونو او زیانمنو کورنیو لپاره د خوندي، باعزته او داوطلبانه راستنېدو شرایط برابر کړي.
دا مسئولیت یوازې په عمومي بخښنې، سیاسي اعلامیو او شفاهي ډاډونو نه ادا کېږي. د باور د بیا رغولو لپاره د شخصي امنیت معتبر تضمینونه، د خپلسرو نیونو او انتقامي چلند مخنیوی، د شکایتونو د خپلواکې څېړنې میکانیزمونه، د کور او ملکیت د حقونو خوندیتوب، د کار فرصتونه او د ټولنیز ادغام عملي پروګرامونه اړین دي.
انسان هغه مهال خپل وطن ته په ډاډ راستنېږي چې باور ولري هلته یې ژوند خوندي، عزت یې محفوظ او راتلونکی یې د وېرې پر ځای له هیلې سره تړلی دی.
د کډوالو اوږدمهاله بېسرنوشتي یوازې یوه بشري ستونزه نه ده؛ دا د افغانستان د انساني پانګې، اقتصادي پرمختګ او ملي امنیت مسئله هم ده.
هغه انسانان چې په پردیو هېوادونو کې له بېوزلۍ، بېسرنوشتی او امنیتي اندېښنو سره مخ وي، د استثمار او احتمالي ناوړه استفادې له خطرونو سره هم مخ کېدای شي. د دغو خطرونو د کمولو لپاره اړینه ده چې افغانستان د خپلو وګړو لپاره د امنیت، عدالت او عزتمند ژوند په یوه باوري کور بدل شي.
د بهرنیو استخباراتي شبکو د احتمالي ناوړه استفادې د مخنیوي لپاره یوازې امنیتي تدابیر بسنه نه کوي؛ تر ټولو اغېزمنه دفاع د افغانانو د مجبوریتونو کمول، د هغوی د مشروع غوښتنو منل او له خپل وطن سره د باور اړیکې بیا رغول دي.
له همدې امله، د مهاجرینو د راستنېدو، ملي پخلاینې او ټولنیز ادغام لپاره باید یو هر اړخیز، عملي او د ارزونې وړ ملي پلان جوړ شي؛ داسې پلان چې د ټولو افغانانو انساني کرامت، قانوني خوندیتوب، مسلکي وړتیا او د سیاسي اختلاف حق پکې خوندي وي.
د راستنېدو بهیر باید له نړیوالو بشري اصولو سره سم، داوطلبانه، خوندي او باعزته وي. هېڅوک باید د امنیتي خطرونو له ارزونې او معتبرو تضمینونو پرته راستنېدو ته اړ نه کړل شي.
خو د مهاجرینو راستنېدل یوازې د کورنیو تګلارو مسئله نه ده. د افغانستان له ګاونډیانو سره اړیکې، د کډوالو وضعیت او سیمهییز امنیت هم پر دې بهیر مستقیم اغېز لري. له همدې امله، د داخلي پخلاینې ترڅنګ د سیمهییز سیاست واقعیتونه هم باید په پام کې ونیول شي.
د پاکستان ستراتیژیک سیاست او د افغانستان ملي مصلحت
د افغانستان او پاکستان اړیکې د جغرافیې، تاریخ، اقتصاد، کډوالۍ او امنیت له پلوه ژورې او پېچلې دي. د تېرو پنځو لسیزو په اوږدو کې د پاکستان د امنیتي سیاستونو په اړه یوه مهمه نیوکه دا پاتې شوې چې د افغانستان داخلي اختلافونه د سیمهییز نفوذ او ستراتیژیکو موخو لپاره کارول شوي دي، چې تیر پنځوس کلونه یې ښکاره ثبوت دی.
د افغانستان د بېلابېلو وسلهوالو جریانونو ملاتړ، د نیابتي نفوذ شبکې او د افغان سیاست په داخلي معادلو کې مداخله د دې تاریخي بحث مهم اړخونه دي.
خو د افغانستان راتلونکی باید یوازې د ګاونډیانو د سیاستونو په غندلو تعریف نه شي. افغانان هم اړتیا لري چې د خپلو داخلي اختلافونو د سولهییز حل لپاره داسې ملي میکانیزمونه رامنځته کړي چې بهرني قدرتونه ونه شي کولای له دغو اختلافونو د نفوذ وسیلې جوړې کړي.
پردی هغه مهال د یوه ملت په برخلیک کې زیات نفوذ پیدا کوي چې د هغه ملت د بچیانو ترمنځ د باور، عدالت او تفاهم پلونه کمزوري شي.
د بهرنیو لاسوهنو پر وړاندې تر ټولو اغېزمن ملي ځواب یوازې شعار نه دی؛ بلکې د داسې افغانستان جوړول دي چې وګړي یې د خپل سیاسي راتلونکي په ټاکلو کې ځان شریک احساس کړي.
افغانستان او پاکستان دواړه د سولې، اقتصادي اتصال، سوداګرۍ او سیمهییز ثبات له پراختیا ګټه اخیستلای شي. خو دا اړیکې باید د متقابل احترام، د ملي حاکمیت د درناوي او د یو بل په کورنیو چارو کې د نه لاسوهنې پر بنسټ تنظیم شي.
له همدې ځایه د افغانستان د ملي استقلال مفهوم هم پراخېږي. ځکه خپلواکي یوازې له بهرنیو لاسوهنو څخه د خاورې ساتل نه دي؛ بلکې د داسې داخلي سیاسي او ټولنیز بنسټ جوړول هم دي چې د هېواد برخلیک د پردیو له غوښتنو مستقل وساتي.
ملي استقلال؛ د سرحدونو له ساتنې ورهاخوا د ارادې خپلواکي
په فلسفي لحاظ، استقلال یوازې د جغرافیایي سرحدونو ساتنه او د بهرنیو پوځونو نشتوالی نه دی. حقیقي استقلال هغه مهال بشپړېږي چې د یوه ملت سیاسي تصمیمونه د هغه د خلکو د مشروع غوښتنو، ملي ګټو او خپلواک فکر پر بنسټ ونیول شي.
هغه ملت چې خپل برخلیک د نورو د ستراتیژیکو اړتیاوو له زاویې تعریفوي، د خپل سیاسي استقلال له جوهره لرې کېږي.
ملي شعور یوازې له وطن سره عاطفي مینه نه ده؛ ملي شعور هغه سیاسي بصیرت دی چې انسان ته د خپل وطن د دایمي مصالحو او د بهرنیو قدرتونو د موقتي غوښتنو ترمنځ د توپیر توان ورکوي.
افغانستان باید د سیمهییزو سیالیو له یوې زیانمنې جغرافیې څخه د اقتصادي اتصال، سوداګرۍ، علم، ترانزیټ او سیمهییز تفاهم پر محور بدل شي.
دا بدلون یوازې د بهرني سیاست په اصلاح نه رامنځته کېږي؛ بلکې د داخلي عدالت، ملي مشارکت، ټولنیز باور او مسئولانه حکومتولۍ غوښتنه هم کوي.
د افغانستان لپاره دوامداره ثبات هغه مهال د ترلاسه کېدو وړ دی چې سیاسي اختلاف د دښمنۍ مترادف ونه ګڼل شي، د خلکو مشروع غوښتنې واورېدل شي او د ملي حاکمیت دفاع د ټول ملت ګډ مسئولیت وګرځي.
په دې توګه د وطن پالنې فلسفه، د تاریخ تجربې، د مهاجرینو برخلیک، د حکومت مسئولیت او د سیمهییز سیاست اړتیاوې ټول په یوه اساسي حقیقت کې سره راټولېږي: د افغانستان راتلونکی باید د افغانانو د ګډې ارادې او ملي مصالحو پر بنسټ جوړ شي.
وروستۍ خبره؛ وطن تر هر نظام، ډلې او سیاسي اختلاف لوی دی
افغانستان نور د یوې بلې تحمیلي جګړې، د یوه بل نسل د قربانۍ او د یوې بلې تاریخي ویجاړۍ د زغملو توان نه لري.
د تېرو پنځو لسیزو تر ټولو ستر درس دا دی چې د افغان په لاس د افغان وژل، که د هر شعار، هرې ایدیولوژۍ او هر بهرني ملاتړ تر سیوري لاندې وي، د افغانستان د ملي ستونزو دوامداره حل نه شي کېدای.
د اوسني نظام مسئولیت دی چې د عدالت، مشروع مشارکت، د زدهکړو د حق، مسلکي حکومتولۍ او د مهاجرینو د خوندي راستنېدو له لارې د ملي ثبات بنسټونه پیاوړي کړي. د سیاسي مخالفانو مسئولیت دی چې د خپلو مشروع غوښتنو لپاره سولهییزې لارې غوره کړي او د وطن راتلونکی د بهرنیو رقابتونو تابع نه کړي.
حکومتونه بدلېږي، سیاسي مشران راځي او ځي، نړیوال ائتلافونه جوړېږي او ړنګېږي؛ خو افغانستان د خپلو ټولو بچیانو ګډ وطن پاتې کېږي.
له نظام سره اختلاف حق دی، خو د وطن ویجاړول د اختلاف مشروع لار نه ده. د حکومت نقد د ملي شعور برخه ده، خو د ولس د ژوند او راتلونکي قرباني کول د هېڅ سیاسي هدف لپاره د توجیه وړ نه دي.
وطن د مور حیثیت لري. د مور د زخمونو درملنه په عقل، عدالت، تفاهم او مسئولیت کېږي، نه د هغې د کور په ورانولو او د بچیانو په یو بل وژلو.
د افغانستان ستره تاریخي بریا به دا نه وي چې یوه سیاسي ډله پر بلې برلاسې شي؛ بلکې دا به وي چې افغانان د خپلو اختلافونو باوجود د خپل ګډ وطن د بقا، استقلال او ابادۍ لپاره د تفاهم پر یوه ملي اصل سره راټول شي.
وطن د یوه حکومت میراث نه دی، د یوې ډلې ملکیت نه دی او د یوه نسل شخصي حق نه دی؛ وطن د تېرو نسلونو امانت، د اوسني نسل مسئولیت او د راتلونکو نسلونو حق دی.
د تاریخ په محکمه کې به د واکمنۍ د کلونو شمېر دومره ارزښت ونه لري، لکه د هغو انسانانو ژوند، عزت او راتلونکی چې د واکمنۍ پر مهال خوندي شوي یا زیانمن شوي وي.
افغانستان زموږ ګډه مور ده؛ د هغې د یوه بچي جلاوطني د وطن یوه تشه، د یوې لور له زدهکړو محرومیت د ملت یو تاوان او د یوه افغان وژل کېدل د ټولې ټولنې یو زخم دی.
نو د وطن د زخمونو د رغولو وخت دی، نه د نویو زخمونو د جوړولو. د خپلو بچیانو لپاره د وطن دروازې پرانیزئ، د افغان پېغلو لپاره د علم څراغونه بل کړئ، کار اهل کار ته وسپارئ، د ولس مشروع غوښتنې واورئ او د ټولو افغانانو لپاره د عزتمند ژوند او خوندي راستنېدو زمینه برابره کړئ.
افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور او ګډ ګور دی؛ خپل وطن ښکلی کړئ، نور یې مه ورانوئ!
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
