د افغانستان د بشري حقونو په چارو کې د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنټ له اروپايي ټولنې او نورو هېوادونو غوښتي، چې افغانان هغو خطرناکو شرایطو ته بېرته ونه لېږي چې له ګواښ سره مخ کېږي. هغه ټینګار کړی، چې په داسې حالاتو کې د افغانانو بېرته ستنول د بشري حقونو له نړیوالو ژمنو سره په ټکر کې دي.
بېنټ د جمعې په ورځ، د لړم په لومړۍ نېټه، پر اېکس ټولنیزه شبکه لیکلي، چې اروپايي ټولنه او نور هېوادونه باید افغانان خطرناکو شرایطو ته بېرته ونه لېږي او د «جبري نه ستنولو» اصل ته درناوی وکړي.
هغه له طالبانو سره د اړیکو د عادي کولو په اړه هم خبرداری ورکړی او ټینګار یې کړی، چې له دې ډلې سره هر ډول اړیکې عادي کول یا مشروعیت ورکول باید د بشري حقونو په وضعیت کې له څرګندو او عملي پرمختګونو سره مشروط وي.
د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي له طالب پلاوو سره د لیدنو، په ځانګړي ډول په بروکسل کې د ترسره شویو غونډو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده. د هغه په وینا، که څه هم دا ډول لیدنې د «تخنیکي» خبرو اترو په نوم ترسره کېږي، خو ښايي د بشري حقونو، په ځانګړي ډول د جنسیت پر بنسټ د ځورونې او ځپنې، د پراخو سرغړونو د عادي کېدو لامل شي.
بېنټ همداراز ویلي، چې ملګري ملتونه په دې اړه خپلو رسمي لیکونو ته د اروپايي ټولنې او د ځینو غړو هېوادونو د ځوابونو په تمه دي.
دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي، چې افغانستان ته د افغان پناهغوښتونکو د بېرته ستنولو او له طالبانو سره د اروپايي هېوادونو د تعامل څرنګوالی لا هم د افغانستان له مهمو بشري حقونو او سیاسي موضوعاتو څخه دي.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320