د افغانستان په معاصر تاریخ کې د یوه داسې مرموز کس نوم پروت دی، چې ځینې ورسره د اتل لقب تړي او ځینې ورسره د افغانستان ناپلئون؛ احمدشاه مسعود چې دوه مخیزه سکه ګڼل کېږي له یوې خوایې په ظاهره د ملي یووالي خبرې کړي؛ خو له بلې خوایې د پښتنو په اړه داسې پالیسي اختیار کړې وه چې غوښتل یې د افغانستان دا اکثریت قوم له هر څه محروم کړي.
د مسعود د شخصیت تر ټولو مهمه پوښتنه همدا ده؛ ایا مسعود یوازې یو پوځي قوماندان و چې د خپل وخت له نورو ډلو سره یې د واک جګړه کوله، که د ده په سیاسي فکر او عملي سیاست کې د پښتنو د تاریخي او سیاسي موقعیت د کمزوري کولو یوه ځانګړې پروژه هم موجوده وه؟
د دې پوښتنې لپاره باید د هغه ویناوې، د ده د سیاسي فکر ژبه، د ده پوځي ائتلافونه، د کابل کورنۍ جګړې، د هغه د ځواکونو کړنې او نړۍوالو بشري حقونو راپورونه ټول یو ځای وکتل شي.
په ځانګړي ډول، په وروستیو کلونو کې د پښتو ژبې او پښتنو پر وړاندې په ټولنیزو رسنیو، سیاسي بحثونو او ځینو رسنیزو او ناروغو کړیو کې د کرکې، سپکاوي او تحقیر هغه ژبه چې بیا راڅرګندېږي، چې یو وخت مسعود د پښتنو پر وړاندې کاروله دا د مسعود د سیاسي میراث له بحثه جلا نه شي ګڼل کېدای؛ ځکه د نوموړي یو شمېر پلویان او فکري لارویان لا هم د هغه سیاسي روایتونه تکراروي او د قومي واک، پښتني سیاسي تاریخ او پښتو ژبې په اړه هماغه زاړه دریځونه په نوې ژبه وړاندې کوي.
له همدې امله، د مسعود میراث یوازې په دې نه ارزول کېږي چې هغه په کومه جګړه کې څومره بریالی و یا په کومه سیمه کې یې څومره پوځي نفوذ درلود؛ بلکې پوښتنه دا هم ده چې هغه کوم فکري او قومي روایتونه په میراث پرېښودل او نن یې څوک او څنګه پالي؟
دا لنډه لیکنه د همدې پوښتنې د ځواب هڅه ده؛ ایا د مسعود تر «تش ملي اتل» تصویر شاته داسې قومي میراث هم پروت دی چې د هغه ځینې اوسني لارویان یې لا هم ژوندي ساتي؟
د دې ترڅنګ چې د پښتنوندښمنۍ په اړه د مسعود کرکجنې محرمې او پټې څرګندونې سلګونو ته رسېږي؛ خو دلته په لنډه توګه د نوموړي د قومي فکر او عملي میراث د مستندې محاسبې یوه وړه هڅه راخلو.
*** د پښتنو په اړه د سپکاوي تر ټولو ښکاره وینا
د مسعود د پښتونضدیت او دښمنۍ په اړه تر ټولو ډېر تکرارېدونکی سند یوه ثبت شوې وینا ده چې د هغه د تدریسي خبرو په توګه خپره شوې ده.
په دې ویډیو کې، چې بېلابېلو افغان لیکوالانو بیا خپره کړې، مسعود د افغانستان د قومونو د تاریخي جوړښت په اړه خبرې کوي او د پښتنو په اړه داسې تعبیر کاروي چې د پښتنو لرغونې تاریخي او تمدني سابقه تر پوښتنې لاندې راولي.
نوموړی په دې وینا کې وايي چې پښتنو «دوه درې سوه کاله وړاندې» نه تمدن، نه فرهنګ او نه مدنیت لرل او وروسته یې په افغانستان کې «کورنی حکومت» او «قبیلوي حکومت» جوړ کړ.
د احمد شاه مسعود د پښتوندښمنۍ بحث یوازې په یوې ویډیو یا یوې منسوبې وینا نه محدودېږي، د هغه د سیاسي فکر په اړه خپرو شویو یو شمېر مقالو، مرکو، لیکنو او تاریخي روایتونو کې داسې جملې او تحلیلونه شته چې د پښتنو د سیاسي واک، تاریخي حضور او ټولنیز جوړښت په اړه د هغه د لیدلوري پوښتنه لا جدي کوي.
*** د پښتنو حاکمیت پر وړاندې له سپکې ژبې کار اخیستل
یوه بله جمله چې مسعود ته په خپرو شویو کره سرچینو کې منسوبه ده، دا ده:
« در افغانستان قدرت در دو سه صدسال گذشته قبیلوی، فامیلی و ظالمانه بوده و حالا مردم مسلح هستند و ما هرگز نمیخواهیم مانند گذشته آن را قبول کنیم.»
دا جمله په لومړي نظر کې د «قبیلوي او کورني» واک پر وړاندې سیاسي اعتراض ښکاري؛ خو اصلي پوښتنه دا ده، ایا د «قبیلوي واک» نقد یوازې د یوه سیاسي نظام نقد و، که په هغه کې د افغانستان د پښتني سیاسي تاریخ عمومي انکار او سپکاوی هم نغښتی و؟
*** مسعود: «پښتانه له تمدنه لرې وو»
په هغه ثبت شوې وینا کې چې پورته یادونه وشوه، مسعود د افغانستان د قومونو تاریخي حضور په یوه داسې ترتیب بیانوي چې تاجکان د سیمې «اصلي» اوسېدونکي معرفي کېږي، د اوزبکانو لپاره د تاریخي دورو یادونه کېږي او وروسته په سپکه ژبه پښتانه د جنوب له سیمو څخه د راټوکېدلي قوم په توګه انځورېږي.
همداراز د احمد شاه مسعود د پښتونضدیت په اړه د میر عبدالرحیم عزیز په کتاب «مسعود کی بود؟ عملیات خیانت متداوم؛ ۱۹۷۵–۲۰۰۱» کې راغلي دي.
د کتاب یو بشپړ څپرکی په ځانګړي ډول «اوج نفرت قومی احمد شاه مسعود» نومول شوی دی.
ښاغلی عزیز په دې برخه کې استدلال کوي چې مسعود د پښتنو واک د خپل سیاسي پرمختګ پر وړاندې خنډ باله او له همدې امله یې د پښتنو پر وړاندې ژوره کرکه لرله، هغه لیکي چې د ده په ادعا، دا نفرت هم «فردي» و او هم «ټولنیز».
ښاغلی میر عبدالرحیم عزیز همدا راز په خپل کتاب کې وايي، د شورای نظار یوه غړي چې تندر نومېده ویلي و، چې مسعود خپلو کسانو ته ویل:
« به من آنزمان تبریک بگوئید که وقتی شما دروازه ها را تک تک کنید از پشت دروازه صدای نشنوید که بگوید: څوک یی؟»
*** له پښتنو څخه د مسعود دوامداره کرکه
د ۱۹۹۲م کال معاصرو نړۍوالو راپورونو په ښکاره توګه له مسعود څخه د پښتنو بېباوري ثبت کړې ده.
واشنګټن پوسټ لیکلي چې مسعود، چې د تاجک اقلیت له قوم څخه و، د کابل د واک تر ټولو ځواکمن پوځي شخصیت شو او د پښتنو په یوه برخه کې دا اندېښنه موجوده وه چې د نوي قدرت په جوړښت کې به د دوی ونډه کمه شي.
یعنې مسعود د واک په هماغه لومړیو ورځو کې د قوم او واک مسئله د کابل په سیاسي فضا کې رامنځ ته کړه.
*** «دویمه سقاوي»؛ د مسعود له لوري د پښتني مخالفت یوه مهمه سرچینه
سمسور افغان په «دویمه سقاوي» کې د ۱۹۹۲–۱۹۹۶م دوره د یوه سخت قومي؛ سیاسي نقد له زاویې څېړي.
په دې کتاب کې مسعود، رباني او د هغوی حکومت د ۱۹۹۲م کال له سیاسي بدلون سره تړل کېږي او د کابل د جګړو، قومي سیاست او د پښتنو د سیاسي موقعیت د کمزورۍ په اړه پراخ نقد وړاندې کوي.
*** پایله
د مسعود خپرې شوې ویناوې، د پښتنو د تاریخي او سیاسي موقعیت په اړه د هغه د فکر روایتونه، د ۱۹۹۲م کال د قدرت جوړښت، د کابل جګړې او د هغه د ځواکونو په اړه نړۍوال بشري حقونو راپورونه، ټول د دې پوښتنې د مطرح کولو زمینه برابروي چې د مسعود د سیاسي میراث قومي اړخ تر کومه حده د پښتنو پر وړاندې د دښمنۍ له مفکورې سره تړاو لري.
او شاید تر ټولو مهمه پوښتنه دا وي؛ که نن د پښتنو او پښتو ژبې پر وړاندې د کرکې او تحقیر ژبه د مسعود د میراث له نوم سره تړل کېږي؛ نو ایا د هغه د اتلولۍ افسانه باید د دې میراث له نقد پرته ومنل شي؟
او که له دې ټولو سره سره نن هم ځینې پښتانه ځانونه د مسعود لارویان، یا یې د فکر ملاتړي او یا هم د ده نمایشي ستاینې کوي، دا به د نورو پښتنو پر وړاندې لویه بېانصافي وي.
*** مهمې سرچینې
۱. میر عبدالرحیم عزیز – «مسعود کی بود؟ عملیات خیانت متداوم؛ ۱۹۷۵–۲۰۰۱»
۲. پولاد افغان – «احمد شاه مسعود او روسان؛ وسله، نشهيي توکي او قیمتي ډبرې»
۲۱۵ مخه؛ د روسي او نورو سرچینو، اسنادو، عکسونو او د مسعود د اړیکو پراخ بحث لري.
۳. سمسور افغان – «دویمه سقاوي»
لومړی چاپ ۱۹۹۸ او دویم چاپ ۲۰۰۱؛ دویم چاپ ۴۱۴ مخه. دا د مسعود او رباني د دورې له مهمو پښتني انتقادي اثارو څخه دی.
۴– جنرال رحمتالله ساپی – مسعود وپېژنئ « ملي اتل که ملي خاین»
۵ـ د مسعود هغه منسوبه ويډیويي وینا چې د پښتنو د «دوه درې سوه کلونو» د تمدني سابقې په اړه ده
د وینا متن په څو دري سرچینو کې خپور شوی؛ یوه سرچینه وايي چې په ۲۹ دقیقې غږیز کلپ کې له ۱۳مې دقیقې پیل کېږي.
۶.ـ Human Rights Watch – Afghanistan: Blood-Stained Hand
د افشار عملیاتو، د مسعود د قوماندانانو نقش، ملکي وژنې، تښتونې، شکنجې او لوټ په اړه له تر ټولو مهمو نړیوالو اسنادو څخه دی.
Human Rights Watch – Blood-Stained Hands
۷ـ Human Rights Watch – Beware of Unsavory Afghan Allies
د ۲۰۰۱م راپور کې د مسعود د ځواکونو د کابل د جګړو، لوټ، جنسي تاوتریخوالي او وژنو یادونه شوې ده.
د Human Rights Watch راپور
۸. واشنګټن پوسټ – د ۱۹۹۲م کابل راپورونه
د مسعود، دوستم، حکمتیار، قومي وېش او د پښتنو د سیاسي بېباورۍ د هغه وخت معاصرې سرچینې.
The Lion of Panjshir – Washington Post
۹ ـ Cambridge University Press – The Peacebuilding Puzzle
د ۱۹۹۰مو کلونو د جګړې د قومي کېدو، مسعود ـ دوستم ـ حکمتیار د سیمهییزو قدرتونو او د ائتلافونو د بدلېدو علمي تحلیل.
Cambridge – From Violent Conflict to Elite Settlement
۱۰. د «تراژيدي روشنفکر تاجیک» مقاله
د مسعود د «قبیلوي، فامیلي او ظالمانه» واک په اړه منسوبه جمله او د هغه د قومي فکر اړوند نور بحثونه.




پای
په بروکسل کې له «شیکاګو ټریبیون» سره د «ثریا طرزي» د ژوند لومړۍ مطبوعاتي مرکه؛ ۱۹۲۸ کال
زموږ انګلیسي ویبپاڼه:
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.