بدخشان او پښتانه؛ د یوې لرغونې اوسېدنې هېر شوی روایت
له احمدشاه بابا تر معاصرو دورو؛ د بدخشان د پښتنو تاریخي رول، سیاسي ونډه او هغه اسناد چې برېتانویانو، روسانو او نورو بهرنیو څېړونکو ثبت کړي دي.

*** لنډه یادونه:
په دې وروستیو کې ځینې، تنګنظره، ستمي سیاسي او قومي کړۍ دا ادعا کوي چې ګواکي پښتانه د بدخشان «غیربومي» اوسېدونکي دي او یوازې په وروستیو دوو یا درېیو پېړیو کې دې ولایت ته ورغلي دي.
دا تشه او د دروغو ادعا نه یوازې له تاریخي اسنادو سره سمون نه لري، بلکې د افغان، برېتانوي، روسي او نورو بهرنیو څېړونکو له ګڼو اثارو سره هم په ټکر کې ده.
دې نېمګړې لیکنه کې هڅه کو، چې د تاریخي اسنادو، برېتانوي، روسي، امریکایي او افغاني کره سرچینو پر بنسټ وښيو، چې پښتانه په بدخشان کې د څو لسیزو یا څو پېړیو مېلمانه نه، بلکې د دې سیمې اصلي لرغوني او د سیاسي، پوځي او اداري تاریخ یوه مهمه برخه پاتې شوي دي، د تاریخ ارزونه باید د اسنادو پر بنسټ وشي، نه د معاصرو سیاسي پوچو او دروغو افراطي تبلیغاتو پر اساس.
*** پیل
بدخشان د افغانستان له هغو تاریخي سیمو څخه دی چې د جغرافیایي موقعیت له امله تل د سیمهییزو او نړۍوالو قدرتونو د پام مرکز پاتې شوی دی. دا سیمه د واخان، پامیر لوړو څوکو، د امو سیند د حوزې او د چین، منځنۍ اسیا او هند ترمنځ د تاریخي لارو له امله یوازې یو ولایت نه و؛ بلکې د څو امپراتوریو د سیالۍ او ستراتیژیکو محاسبو مهم مرکز ګڼل کېده، له همدې امله د نولسمې او شلمې پېړۍ په اوږدو کې برېتانوي، روسي او وروسته امریکایي څېړونکو، پوځیانو او جغرافیهپوهانو د بدخشان، واخان او پامیر په اړه سلګونه کتابونه، نقشې، استخباراتي راپورونه او علمي مقالې ولیکلې، ځکه دوی باور درلود چې د دې سیمې کنټرول د ټولې منځنۍ اسیا د ځواک انډول اغېزمنولای شي.
خو د دې پراخو څېړنو ترڅنګ، د بدخشان د یوه مهم تاریخي اړخ په اړه نسبتاً لږ بحث شوی؛ هغه په دې ولایت کې د پښتنو تاریخي لرغونی حضور، سیاسي رول او د افغانستان د دولت په استازیتوب د هغوی ونډه ده.
په وروستیو کلونو کې ځینو لیکوالو هڅه کړې چې پښتانه د بدخشان «وروستي مېشت شوي» یا «غیربومي» وګړي وګڼي، حال دا چې د برېتانوي، روسي او افغاني تاریخي سرچینو یوه مهمه برخه ښيي چې د بدخشان په بېلابېلو سیمو کې د پښتنو حضور یوازې د وروستیو دوو یا درېیو پېړیو موضوع نه ده، بلکې ریښې یې تر دې ډېرې ژورې دي.
همدارنګه، د افغانستان د بېلابېلو سلطنتونو پر مهال ګڼو پښتنو شاهانو، واليانو، پوځي قوماندانانو او دولتي چارواکو د بدخشان د ساتنې، ادارې او د شمال ختیځو سرحدونو د ټینګښت لپاره مهم رول لوبولی دی.
دلته موږ نه غواړو د بدخشان عمومي تاریخ بیان کړو؛ بلکې هڅه کو چې د لومړنیو تاریخي سرچینو، برېتانوي سفرنامو، روسي جغرافیایي راپورونو، د افغانستان د دولت رسمي اسنادو او معاصرو علمي څېړنو پر بنسټ هغه تاریخي برخه وڅېړو، چې تر ډېره د پام وړ نه ده ګرځېدلې.
*** بدخشان کې د پښتنو تاریخي حضور
د نولسمې پېړۍ تر پایه د «لوی بدخشان» مفهوم یوازې د ننني بدخشان ولایت نه و؛ بلکې کندوز، تخار، خاناباد، رستاق، درواز، شغنان، واخان او د امو دواړو غاړو ګڼې سیمې یې رانغاړلې، په همدې پراخه جغرافیه کې پښتانه د بېلابېلو قبایلو په بڼه له پېړیو راهیسې مېشت وو او د افغانستان د سلطنتونو د پوځي، اداري او سوداګریزو جوړښتونو مهمه برخه ګڼل کېدل.
په افغاني تاریخي اسنادو کې د بدخشان په پوځي او اداري چارو کې د پښتنو ونډه له احمدشاه بابا مخکې او بیا وروسته په پرلهپسې ډول لیدل کېږي، د دراني، بارکزي او محمدزايي دولتونو پر مهال د شمال ختیځو ولایتونو ساتنه د مرکزي دولت لپاره ځانګړی اهمیت درلود، ځکه له یوې خوا د بخارا او وروسته د روسیې نفوذ موجود و، او له بلې خوا د چین او کاشغر له لوري د سیمې امنیتي وضعیت تل د پام وړ و.
همدا اړتیا سبب شوه چې ګڼ پښتانه پوځي قوماندانان، والیان او دولتي مأمورین په بدخشان او شاوخوا سیمو کې د دولت استازیتوب وکړي؛ خو دا باید د دې معنا ونه ګڼل شي چې د سیمې ټول پښتانه له همدې دورې سره ورغلي وو.
تاریخي اسناد ښيي چې د ځایي پښتنو حضور له دې وړاندې له پېړیو راهیسې موجود و، او د دولت اداري ټاکنې د همدې ټولنیز واقعیت پر بنسټ ترسره کېدې.
برېتانوي، روسي او افغاني لومړنیو اسنادو مجموعه دا انځور وړاندې کوي چې پښتانه د بدخشان د تاریخي او ټولنیز جوړښت یوه پخوانۍ او اصلي برخه وه، که څه هم د وخت په تېرېدو سره یې شمېر، جغرافیه او اداري ونډې یې بدلون موندلی دی.
دا اسناد ښيي چې د پښتنو رول یوازې د نفوسي حضور تر کچې محدود نه و، بلکې هغوی د افغانستان د دولت، د شمالي سرحدونو د امنیت او د سیمې د سیاسي ثبات په ساتنه کې هم مهم ځای درلود؛ هغه رول چې په راتلونکو برخو کې به د احمدشاه بابا څخه د ظاهرشاه تر دورې پورې په لنډه توګه وڅېړل شي.

*** د نړۍوالو قدرتونو په اسنادو کې د بدخشان پښتانه
انګریزي افسر او جغرافیهپوه «سر ټامس هولډیچ» چې د ۱۸۹۳م کال د ډیورنډ فرضي کرښې کمېسیون او وروسته د افغانستان د شمالي پولو د څېړنو له مهمو غړو څخه و، په خپلو اثارو کې لیکي چې د بدخشان په ډېرو سیمو کې پښتني قبیلې له ډېر پخوا مېشتې وې او د افغانستان د دولت له پوځي او اداري جوړښت سره یې نږدې اړیکې لرلې.
هولډیچ د دغو سیمو پښتانه یوازې «نوې کډوالۍ» نه بولي، بلکې هغوی د افغانستان د شمالي دفاعي کمربند مهم عنصر او د دې سیمو تاریخي اوسېدونکي ګڼي.
همدارنګه انګریزي ډاکټر او ختیځپوه « هنري والټر بېلیو» چې د افغانستان د قومونو او ژبو په اړه یې مهم اثار لیکلي، د بدخشان په ډېری سیمو کې د پښتنو یادونه کوي او څرګندوي چې د دغو قبایلو ډېری کورنۍ د اوږدې مودې راهیسې د سیمې د اقتصادي او پوځي ژوند برخه وې. بیلیو په ځانګړي ډول د غلجیو، یوسفزیو او ځینو نورو پښتني ټبرونو حضور یادوي.
د برېتانوي هند د استخباراتي سروې مشهور افسر «چارلس میکګرېګور » چې د ۱۸۷۰مو کلونو په اوږدو کې یې د افغانستان او منځنۍ اسیا په اړه پراخ معلومات راټول کړل، په خپلو راپورونو کې لیکي چې د بدخشان او په شاوخوا کې یې مېشت پښتانه د افغانستان د دولت د وفادارو ځواکونو مهمه برخه ګڼل کېدل او د شمالي سرحدونو په ساتنه کې یې تر ټولو قومونو ډېره عملي ونډه لرله.
له بلې خوا، روسي ختیځپوه « واسیلي بارتولد» چې د منځنۍ اسیا د تاریخ له تر ټولو معتبرو څېړونکو څخه شمېرل کېږي، د بدخشان د قومي جوړښت په اړه لیکي چې دا سیمه د تاریخ په اوږدو کې د بېلابېلو قومونو ګډ کور و. د هغه په اند، پښتانه د بدخشان د لرغوني او معاصر تاریخ یوه پېژندل شوې برخه وه او د افغانستان له مرکزي دولت سره یې نږدې سیاسي اړیکې لرلې.
د «ایرانیکا دائرةالمعارف» د «بدخشان» علمي مقاله هم د همدې حقیقت ملاتړ کوي، په دې مقاله کې راغلي چې د بدخشان قومي جوړښت تل متنوع و او د تاجکانو ترڅنګ اوزبیکان، قرغزیان، پامیریان او پښتانه هم د سیمې د نفوس برخه جوړوي. مقاله پښتانه د سیمې د ټولنیز او اصلي جوړښت یو پېژندل شوی عنصر بولي، نه داسې ډله چې یوازې په معاصر وخت کې راپیدا شوې وي.
*** د تاریخي سرچېنو له مخې په بدخشان کې د پښتنو سیمې
د نولسمې او شلمې پېړۍ د برېتانوي، روسي او افغاني جغرافیایي او سیاسي راپورونو له مخې، پښتانه د بدخشان د تاریخي قومي جوړښت یوه مهمه برخه وه او د ولایت په بېلابېلو سیمو کې یې استوګنه لرله.
په ځانګړي ډول د بدخشان مرکزي سیمې فیضاباد، ارګو، کشم، تېشکان، بهارک او جرم ولسوالۍ د هغو سیمو له ډلې یادې شوې دي چې پهکې د پښتنو کورنۍ او قبیلې له اوږدې مودې راهیسې مېشتې وې او لا هم مېشتې دي؛ خو ځینو کورنیو د وخت په تېرېدو او د ځينو واکمنیو د تبعیضي او دوهګوني چلند له امله خپله مورنۍ ژبه او د اوسېدو ځایونه له لاسه ورکړې، همداراز ځينو پښتنو بیا د چاپېریال او ټولنیز ګډ ژوند تر اغېز لاندې د سیمې نورې ژبې، په ځانګړي ډول دري، خپله کړې ده.
د برېتانوي لیکوال هنري والټر بېلیو، چارلس مېکګرېګور او د ایرانیکا د علمي دایرةالمعارف لیکنې په بېلابېلو ځایونو کې د بدخشان د قومي جوړښت د بیان پر مهال د پښتنو شتون یادوي او هغوی د سیمې د تاریخي ټولنیز جوړښت برخه ګڼي، نه یوازې د وروستیو لسیزو کډوال.
همدا راز « د افغانستان تاریخي او سیاسي جغرافیایي قاموس» د بدخشان د قومي او اداري جوړښت په بیان کې د پښتنو استوګنه په څرګند ډول د «کولِ شیوا» او د «شیوا» د سیند ترمنځ ثبتوي.
*** ګذر افغاني؛ د فیضاباد د پښتنو تاریخي او ټولنیز مرکز
ګذر افغاني د فیضاباد ښار له تر ټولو پخوانیو او پېژندل شویو سیمو څخه ده چې د بدخشان د پښتنو د اوسېدنې له مهمو مرکزونو ګڼل کېږي.
د دې سیمې ډېری اوسېدونکي پښتني ریښې لري، که څه هم د وخت په تېرېدو او د چاپېریال د اغېزو له امله یې ډېرو خپله مورنۍ ژبه هېره کړې؛ خو د قومي هویت، دودونو، کورنیو اړیکو او ټولنیزو رواجونو ډېری ځانګړنې یې تر اوسه ژوندۍ پاتې دي.
ګذر افغاني د فیضاباد د ښاري ودې، سوداګرۍ او مدني ژوند له مهمو برخو څخه شمېرل کېږي، د دې سیمې ګڼو کورنیو د معاصر بدخشان په اداري، سوداګریز، علمي، ښوونیز او سیاسي ژوند کې فعاله ونډه لرلې او له همدې امله دا سیمه د ښار له اغېزناکو ټولنیزو مرکزونو څخه ګڼل کېږي.
د بدخشان د معاصر تاریخ په اوږدو کې د ګذر افغاني له پښتني کورنیو څخه دولتي چارواکي، سوداګر، ښوونکي، دیني عالمان، روڼ اندي او د مدني ټولنې فعالان راټوکېدلي، چې د ولایت په اقتصادي او فرهنګي پرمختګ کې یې د پام وړ رول لوبولی دی.
نن هم ګذر افغاني د فیضاباد د هغو تاریخي سیمو له ډلې ده چې د بدخشان د پښتنو د اوږدمهاله حضور، ښاري ژوند او ټولنیز نفوذ څرګند استازیتوب کوي.
*** په بدخشان کې د پښتنو اوسنی اټکلي شمېر
د افغانستان د قومي جوړښت په اړه د رسمي سرشمېرنو د نشتوالي له امله د بدخشان د پښتنو دقیق شمېر معلوم نه دی؛ خو د بېلابېلو نړۍوالو او څېړنیزو سرچینو د اټکل له مخې، د بدخشان پښتانه د دې ولایت د نفوس شاوخوا ۱۵–۲۰ سلنه جوړوي.
*** د لویې لوبې پر مهال؛ د بدخشان د پښتنو ستراتیژیک رول
د نولسمې پېړۍ په دویمه نیمایي کې، کله چې د برېتانوي هند او تزاري روسیې ترمنځ د منځنۍ اسیا د نفوذ لپاره سیالي پیل شوه، بدخشان، واخان او پامیر د نړۍ د دوو سترو امپراتوریو د سیاسي رقابت په مرکز بدل شول، انګرېزانو دې سیالۍ ته وروسته د «لویې لوبې» نوم ورکړ.
په دې پړاو کې د افغانستان لپاره تر ټولو مهمه پوښتنه دا وه چې څنګه به د هېواد شمال ختیځ سرحدونه خوندي پاتې شي. همدلته د بدخشان د پښتنو رول له یوه قومي بحث څخه د ملي امنیت تر موضوع واوښت.

*** تاریخي حقیقت او د بدخشان د پښتنو د هویت مسئله
د بدخشان د پښتنو د تاریخي حضور په اړه د شته معتبرو اسنادو ارزونه یوه روښانه پایله وړاندې کوي؛ پښتانه د بدخشان د ټولنیز، سیاسي او پوځي تاریخ یوه پخوانۍ او مستنده برخه ده، که د برېتانوي، روسي، افغان او معاصرو علمي سرچینو روایتونه سره پرتله شي، نو په یوه مهم اصل کې نږدې ټول سره همغږي دي؛ هغه دا چې د بدخشان قومي جوړښت تل متنوع و او پښتانه یې له پخوانیو تاریخي عناصرو څخه ګڼل کېدل.
*** په سیاسي او پوځي تحولاتو کې د بدخشان د پښتنو رول
بدخشان کې مېشتو پښتنو او د افغانستان مرکزي دولت، چې مشري یې د پښتنو پاچاهانو او امیرانو په لاس کې وه، هڅه وکړه لږ تر لږه واخان او د امو جنوبي «سویل» غاړه د افغانستان برخه وساتي، که دا هڅې نه وای، د روسیې د پرمختګ په رڼا کې امکان درلود چې د ننني بدخشان لویه برخه او حتی ټول بدخشان هم د افغانستان له قلمرو جلا شوې وای.
*** له احمدشاه بابا تر ظاهرشاه پورې؛ بدخشان کې د پښتنو رول
د معاصر افغانستان له بنسټ اېښودو سره، بدخشان د هېواد د شمال ختیځ مهم ستراتیژیک ولایت وګرځېد. د احمدشاه بابا، تیمورشاه، زمان شاه، امیر دوست محمد خان، امیر شېرعلي خان، امیر عبدالرحمن خان، امیر حبیب الله خان، غازي امان الله خان، محمد نادرشاه او ظاهرشاه د واکمنیو پر مهال د بدخشان د امنیت، ادارې او د شمال ختیځ د پولو د ټینګښت لپاره د پښتنو پوځي او اداري حضور دوام درلود.
تاریخي سرچینې ښيي چې د دغو واکمنیو په بېلابېلو دورو کې د بدخشان مېشتو پښتنو پوځیانو، دولتي چارواکو او سیمهییزو مشرانو د بدخشان د افغانستان له مرکزي دولت سره د نښلولو، د واخان او امو د سرحدونو د ساتنې او د بهرنیو ګواښونو پر وړاندې مهم رول ادا کړی دی.
میر غلام محمد غبار، مونټسټوارټ الفینسټون، الکساندر برنز، هنري راولینسون، چارلس مېکګرېګور او سر ټامس هولډیچ هم په خپلو لیکنو کې د بدخشان د ستراتیژیک اهمیت او د افغانستان د مرکزي دولت د حضور یادونه کړې، چې په هغه کې د پښتنو پوځي او اداري ونډه څرګنده ده.
له همدې امله، بدخشان د دراني دورې له پیل څخه د ظاهرشاه تر واکمنۍ پورې د افغانستان د شمال ختیځ د دفاع او ادارې یوه مهمه برخه پاتې شوه او پښتنو په دې بهیر کې فعاله ونډه لرله.
*** د پښتنو ونډه یوازې واکمني نه وه، بلکې د دولت استازیتوب و
د لومړنیو برېتانوي سرچینو، لکه د «هولدیچ، چارلس مېکګرېګور» ، «بلو»، «یېټ» او «کرزون» لیکنې ښيي چې د بدخشان په اداري او پوځي جوړښت کې د پښتنو ونډه یوازې د قومي حضور په معنا نه وه، بلکې هغوی د افغانستان د مرکزي دولت د حاکمیت، د شمال ختیځو پولو د ساتنې او د سیمهییزو یاغي ځواکونو د مهارولو مهمه برخه وه.
له همدې امله، د بدخشان د معاصر تاریخ څېړنه پرته له دې چې د پښتنو د دولت جوړونې رول ته پام وشي، نیمګړې پاتې کېږي، د افغانستان د معاصر دولت له بنسټ ایښودلو څخه تر شلمې پېړۍ پورې، بدخشان د هغو سیمو له ډلې و چې د پښتنو افغان پاچاهانو او د هغوی د اداري او پوځي سیاستونو له لارې یې د کابل له مرکزي دولت سره اړیکه ټینګه پاتې شوه.
*** د بدخشان اوسنۍ جغرافیې په نړۍواله کچه ساتلو او د تثبیت لپاره چا مهم رول درلود؟
په دې برخه کې د بدخشان نورو قومونو ترڅنګ په همدې ولایت کې د مېشتو لرغونو پښتنو، د افغانستان د مرکزي واک، پوځ، بهرني سیاست او دولت جوړونې په تاریخ کې تر ټولو ډېر مهم رول درلود.
**** پایله
بدخشان یوازې د یوې قومي ډلې جغرافیه نه ده؛ بلکې د افغانستان د ګډ تاریخي جوړښت یوه برخه ده، د دې سیمې د تاریخ د سم درک لپاره باید د ټولو قومونو حضور، ونډه او تاریخي اړیکې په متوازن ډول وڅېړل شي.
تاریخي اسناد ښيي چې د بدخشان په سیاسي، پوځي، لرغونې اوسېدنې او اداري تاریخ کې د پښتنو ونډه ژوره او دوامداره ده. له دراني دولت څخه تر معاصر افغانستان پورې، پښتانه د دې ولایت د دولتدارۍ، سرحدي دفاع، لرغونې اوسېدنې او ملي یووالي برخه پاتې شوي دي.
له همدې امله د بدخشان د تاریخ هره علمي څېړنه هغه مهال بشپړېدای شي، چې د سیمې د ټولو تاریخي قومونو ونډه، په ځانګړي ډول د پښتنو تاریخي حضور او د دولت جوړونې رول، د مستندو سرچینو پر بنسټ او له سیاسي تعصب پرته وارزول شي
د مهمو نړۍوالو سرچینو څو بېلګې:
۱. جان ووډ – د امو سیند د سرچینې سفر (Journey to the Source of the River Oxus)
۲. هنري والټر بېلیو – د افغانستان قومونه (The Races of Afghanistan)
۳. جورج ناتانیل کرزن – پرشیا او د فارس پوښتنه (Persia and the Persian Question)
۴. چارلس اېډورډ یېټ – شمالي افغانستان (Northern Afghanistan)
۵. اولاف کېرو – پټهانان (The Pathans)
۶. د ایرانیکا دائرةالمعارف – بدخشان
۷. لوډوېګ اډامېک – د افغانستان تاریخي او سیاسي جغرافیه
۸. V. V. Barthold – Turkestan Down to the Mongol Invasion
۹. ـ Louis Dupree – Afghanistan
۱۰. افغانستان د احصایې او معلوماتو ملي اداره (د نفوسو او اداري جغرافیې اړوند اسناد)
۱۱ـ اډامېک، لوډوېګ ډبلیو. د افغانستان تاریخي او سیاسي جغرافیایي قاموس، لومړی ټوک؛ بدخشان ولایت او د افغانستان شمال ختیځ- ګراز، اتریش- اکاډمیشې دروک او فرلاګزانشتالت، ۱۹۷۲
پای
زموږ انګلیسي ویبپاڼه:
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.