هغه ورځ چې افغانستان په ملګرو ملتونو کې پاکستان ته تاریخي «نه» وویل
د ۱۹۴۷ کال د اګست په ۱۴مه د پاکستان له جوړېدو وروسته، د افغانستان او پاکستان د اړیکو په تاریخ کې یو داسې فصل پیل شو، چې اغېزې یې تر نن ورځې پاتې دي.
یوازې څو اوونۍ وروسته، کله چې پاکستان د ملګرو ملتونو د غړیتوب غوښتنه وکړه، افغانستان د نړۍ یوازینی هېواد شو چې د دغه نوي مصنوعي او کړکېچن دولت د غړیتوب پر وړاندې یې مخالفه رأیه ورکړه.
دا رایه یوازې یوه عادي ډیپلوماتیکه پرېکړه نه وه؛ بلکې د برېټانوي هند د وېش، د پښتنو سیمو د راتلونکي، د افغانستان جبري ډول جلا شوې خاورې او د دولتونو د حقوقي ځایناستۍ په اړه د یوه ژور سیاسي او حقوقي اختلاف څرګندونه وه.
د ملګرو ملتونو د رسمي اسنادو، د افغانستان د استازي «حسین عزیز» د وینا، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د تاریخي اسنادو او د هغه وخت د نړۍوالو رسنیو د راپورونو له مخې، د افغانستان اصلي استدلال دا و چې د برېټانوي هند له پای ته رسېدو وروسته باید د پښتونخوا او قبایلي سیمو خلکو ته دا فرصت ورکړل شوی وای، چې د خپل سیاسي راتلونکي په اړه خپله پرېکړه وکړي. په مقابل کې، پاکستان ځان د برېټانوي هند قانوني وارث باله او استدلال یې کاوه چې پخواني حقوق او کرښې باید نوي پاکستان ته انتقال شي.
له همدې اختلافه افغانستان په ۱۹۴۷ کال کې د پاکستان د غړیتوب پر وړاندې یوازینۍ مخالفه رأیه ورکړه، که څه هم پاکستان د نړۍوال اکثریت په ملاتړ د ملګرو ملتونو غړی شو؛ خو د افغانستان دغه دریځ د دواړو هېوادونو د راتلونکو اړیکو لپاره یو مهم تاریخي بنسټ وګرځېد.
پاکستان له جوړېدو یوازې څو اوونۍ وروسته د ملګرو ملتونو د غړیتوب غوښتنه وکړه.
د ۱۹۴۷م کال د اګست په ۲۱مه د امنیت شورا د پاکستان غړیتوب په اتفاق رأیو تصویب کړ او موضوع یې عمومي اسامبلې ته ولېږله.
*** دویم: د ۱۹۴۷ د سپتمبر ۳۰مه
دا هغه ورځ ده چې افغانستان د نړۍ یوازینی هېواد شو چې د پاکستان د غړیتوب پر وړاندې یې منفي رأیه ورکړه.
د ملګرو ملتونو د رسمي رأیو له ثبت سره سم:
۱ـ موافق: ۵۳ هېوادونه
۲ـ مخالف: یواځې افغانستان
۳ـ ممتنع: هېڅ نه
دا معلومات د ملګرو ملتونو په رسمي رأیې ثبت کې موجود دي.
*** د افغانستان استدلال دا و چې:
د برېتانوي هند د وېش پر مهال د پښتنو لپاره یوازې دوه انتخابونه ورکړل شول:
۱- هند
۲ – پاکستان
خو درېیم انتخاب، یعنې خپلواک پښتونستان یا خپلواک سیاسي حیثیت او برخلیک موجود نه و.
دغه دریځ وروسته افغانستان په ملګرو ملتونو کې څو ځله بیا هم تکرار کړ.
د افغانستان حقوقي استدلال
د افغانستان حکومت درې اساسي حقوقي دلیلونه وړاندې کول.
۱ـ پاکستان نوی جوړ شوی دولت و
افغانستان استدلال کاوه، چې پاکستان د برېتانوي هند مستقیم حقوقي وارث نه دی، بلکې نوی دولت دی.
له همدې امله ټول پخواني تړونونه په اتومات ډول پاکستان ته نه انتقالېږي.
په همدې اړه د ملګرو ملتونو د سرمنشي د حقوقي دفتر مشورتي نظر هم مهم دی.
په هغه نظر کې راغلي: « پاکستان نوی دولت دی؛ هند د پخواني دولت دوام ګڼل کېږي؛ پاکستان باید د نوي دولت په توګه د ملګرو ملتونو غړیتوب وغواړي».
دغه حقوقي نظر وروسته افغانستان د خپلو استدلالونو د ملاتړ لپاره هم یاداوه.
افغانستان ویل؛ د ډيورنډ فرضي کرښې لنډ مهاله پرېکړه د افغانستان او برېتانوي هند ترمنځ وه.
کله چې برېتانوي هند پای ته ورسېد، نو یاد لنډ مهاله تړون هم د اعتبار وړ نه ګڼل کېږي، چې باید له سره وڅېړل شي.
پاکستان بیا ویل؛ موږ د برېتانوي هند قانوني وارث یو؛ نو کرښې هم هماغه پاتې کېږي.
همدا اختلاف تر نن ورځې دوام لري.
ځکه ټول افغانان په دې باور دي، چې د ډیورنډ فرضي کرښه او د انګریزانو نورې راښکل شوې کرښې د استعمار د پای ته له رسېدو سره سم له منځه لاړې، هغه کرښې چې د استعماري شرایطو له مخې راښکل شوې وې او اوس هیڅ د اعتبار وړ نه ګڼل کېږي.
۳- د پښتنو د برخلیک ټاکلو حق
افغانستان ویل؛ د پښتونخوا خلکو ته باید درې انتخابونه ورکړل شوي وای:
هند
پاکستان
خپلواک پښتونستان
خو په ۱۹۴۷م کال ټولپوښتنه کې درېیم انتخاب نه و.
پاکستان بیا د چل او فریب له مخې استدلال کاوه چې ټولپوښتنه د برېتانوي پلان له مخې ترسره شوې او اکثریت ګډونوالو پاکستان ته رأیه ورکړه.
خو افغانستان دغه ټولپوښتنه نیمګړې او غیرعادلانه وبلله، ځکه د خپلواک پښتونستان انتخاب پکې نه و.
*** د افغانستان د استازي تاریخي اعتراض:
د افغانستان استازي حسین عزیز د رأیې له پیل مخکې د غونډې له رئیس څخه وغوښتل چې د یمن او پاکستان د غړیتوب په اړه جلا رأیه واخیستل شي، ځکه د افغانستان دریځ د دواړو هېوادونو په اړه یو شان نه و.
*** د هغه رسمي ثبت شوې وینا داسې ده:
« موږ په اوسنیو شرایطو کې نه شو کولای پاکستان ته رأیه ورکړو، ځکه موږ شمال لوېدیځه سیمه د پاکستان برخه نه شو منلای، تر هغه چې د دغې سیمې خلکو ته، له هر ډول فشار او نفوذ پرته، دا فرصت نه وي ورکړل شوی چې خپله پرېکړه وکړي؛ ایا خپلواک پاتې کېږي او که د پاکستان برخه کېږي».”
دا جمله د ملګرو ملتونو د غونډې په اصلي متن کې ثبت ده او د افغانستان د منفي رایې تر ټولو مهم تاریخي سند ګڼل کېږي.
په ۱۹۵۰ مو او ۱۹۶۰ مو کلونو کې افغانستان خپل حقوقي استدلال د ملګرو ملتونو د حقوقي اسنادو په لړۍ کې هم ثبت کړ، په هغه سند کې راغلي:
«پاکستان یو نوی دولت دی، نه د برېتانوي هند حقوقي دوام؛ له همدې امله افغانستان استدلال کاوه چې د برېتانوي هند تړونونه په اوتومات ډول پاکستان ته نه لېږدېږي.»
*** د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه وروسته عام شوي سند کې داسې راغلي:
«افغانستان د دې پر بنسټ چې د پښتنو ټولپوښتنه عادلانه نه وه، د پاکستان د ملګرو ملتونو غړیتوب پر ضد رأیه ورکړه، او د ملګرو ملتونو یوازینی مخالف غړی و.»
*** ولې د افغانستان رایې د پاکستان غړیتوب ونه دراوه؟
د ملګرو ملتونو د منشور د ۴ مادې له مخې، د نوي غړي د منلو لپاره د امنیت شورا سپارښتنه او د عمومي اسامبلې اکثریت مهم و.
پاکستان مخکې له دې د امنیت شورا سپارښتنه ترلاسه کړې وه؛ نو د افغانستان یوازینۍ مخالفه رأیې د غړیتوب د مخنیوي لپاره بسنه نه کوله.
*** ایا بل هېواد هم اعتراض کړی و؟
هو د ارجنټاین حقوقي اعتراض
یوه لږ پېژندل شوې موضوع دا ده چې له افغانستان پرته، ارجنټاین هم د پاکستان پر وړاندې یو حقوقي بحث راپورته کړ.
*** ارجنټاین پوښتنه وکړه:
ایا پاکستان د برېتانوي هند دوام دی که یو نوی دولت؟
دا بحث دومره مهم شو چې د عمومي اسامبلې رئیس یې شپږمې کمېټې ته واستاوه، او یو شمېر مهم اسناد همدې موضوع ته ځانګړي شول. دا بحث د افغانستان له اعتراض سره مستقیم تړاو نه درلود؛ خو د پاکستان د نړۍوال حقوقي وضعیت د ارزونې برخه وګرځېد.
ولې افغانستان وروسته خپله منفي رأیه بېرته واخیسته؟
د ملګرو ملتونو د کالني راپور له مخې، د عمومي اسامبلې په ۹۶مه غونډه کې د افغانستان استازي اعلان وکړ چې خپله منفي رایه بېرته اخلي.
د ډېری تاریخپوهانو په اند، دا د دې لپاره و چې، افغانستان نه غوښتل له نوي ګاونډي سره بشپړه نړۍواله دښمني رامنځته کړي.
د اسلامي هېوادونو فشار پر افغانستان ډېر و.
د ډیپلوماتیکو اړیکو د ساتلو هڅه کېده.
خو د رایې بېرته اخیستل د افغانستان له لورري د ډیورنډ فرضي کرښې او د پښتونخوا، قبایلي سیمو او د افغانستان جلا شوې ځمکې د دریځ د بدلون معنا نه لرله؛ د ډیورنډ او پښتونستان په اړه اختلافات پاتې شول چې تراوسه دوام لري.
د ۱۹۴۷ کال د سپټمبر په ۳۰مه د افغانستان منفي رایې د پاکستان د ملګرو ملتونو غړیتوب مخه ونه نیوله؛ خو د افغانستان د معاصر ډیپلوماتیک تاریخ له مهمو پرېکړو څخه وشمېرل شوه. دغه رایه د دې څرګندونه وه چې کابل د برېټانوي هند تر وېش وروسته د پښتنو د برخلیک ټاکلو، د ډیورنډ فرضي کرښې د حقوقي وضعیت، په جبري توګه جلا شوې افغان خاورې او د پاکستان د دولت د حقوقي ځایناستۍ په اړه جدي اعتراض درلود.
که څه هم افغانستان وروسته خپله منفي رأیه بېرته واخیسته؛ خو د دې رایې تر شا حقوقي او سیاسي دلایل بدل نه شول او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اوږدمهاله اختلاف د بنسټ په توګه پاتې شول.
د ملګرو ملتونو رسمي اسناد هم ښيي چې د افغانستان دا اعتراض د هغو سیمو د راتلونکي او حقوقي وضعیت له څرنګوالي سره تړاو درلود چې کابل یې د برخلیک د عادلانه ټاکلو غوښتنه کوله.
۱. ملګري ملتونه – د ۹۲مې غونډې رسمي جلسه (A/PV.92)
۲. ملګري ملتونه – د ۹۶مې غونډې رسمي جلسه (A/PV.96)
۳. د ملګرو ملتونو پرېکړهلیک108(II)
۴. د امنیت شورا رسمي اسناد (S/PV.186)
۵. Yearbook of the United Nations (1947–1948
۶. د شپږمې کمېټې حقوقي اسناد
۷. United Nations Legal Series (State Succession)
۸. FRUS 1947 – U.S. Department of State
۹. U.S. State Department FOIA Archive
پای
لیکنه او راټولونه: نجیب پاڅون
د پاکستان زېږون؛ تصادف که د بریټانوي استعمار ستراتیژیک پلان؟ (۱۹۴۰–۱۹۴۷)
زموږ انګلیسي ویبپاڼه:
![]()
Comments are closed.