د افغانستان اقتصادي وضعیت څنګه ښه کولی شو

لیک: استاد تاج محمد تمکین

54

اقتصادپوهان پوهیږي چې ټول اقتصادي وضعیتونه یو حال کې نه وي یا په بله توګه د مختلفو سیمو او هیوادونو اقتصادي وضعیت سره تفاوت لری، که یو هیواد کې مثبت اقتصادي خوځښتونه وجود لري بل هیواد کې ممکن منفي اقتصادي خوځښتونه وجود ولري، که یوه سیمه کې د خلکو اقتصادي  وضعیت ورځ تر بلې پرمختیايي لور ته ځي بله سیمه کې ممکن د وګړو اقتصادي وضعیت بدتر حالت کې قرار ولري، مطلق یو حالت باره کې نه څوک قضاوت کولی شي او نه هم یو حالت کې اقتصادونه تلپاتې وي. د یاده دې پاتې نه وي چې تولیدي عواملو د موجودیت له کبله هم سیمې او د هیوادونو اقتصادونه فرق کوي، په یو هیواد کې پانګه زیاته وي په بل هیواد کې ښايي د کار قوه زیاته وي، په یوه سیمه کې ممکن معدنونه، زراعتي امکانات او همدا شان د اوبو پریماني وي په بله سیمه کې ممکن دا حالت منفي وضعیت کې قرار ولري. اقتصادي رکود، اقتصادي پرمختګ، اقتصادي رونق او همدا شان اقتصادي ناورین یا بحران ټولې یو بل سره په اقتصاد کې تړلې خبرې دي. د یادونې وړ ده چې سیاسي بدلونونه، تکنالوژیکي بدلونونه، موسمي بدلونونه، اقتصادي وضعیتونه، د ګاونډي هیوادونو اقتصادي حالات او تر څنګ یې جنګي ستونزې ټول هغه څه ده چې د اقتصادي وضعیتونو په وقوع کې خپل رول لري. افغانستان هم اوسمهال داسې یو حالت کې قرار لري چې اقتصادي ستونزې پکې د خلکو تر ډیره بریده زیاتې دي او خلک یې له ګڼ شمیر ستونزو سره لاس او ګریوان دي، دا لیکنه هم ددې موخې لپاره شوې ده چې څنګه کولی شو د افغانستان اوسنی اقتصادي ناورین له منځه ولاړ شي او اقتصادي پرمختیا رامنځته تر څو د  عامه خلکو ګڼ شمیر ستونزې حل شي.عموماَ هیوادونه د اقتصادي ناورینونو څخه د خلاصون او یا هم د اقتصادي ناورینونو د حل په پار دوه ډوله تګلارو نه کار اخلي چې یو یې وقایوي تګلارې دي چې موخه یې د اقتصادي ناورین د راتګ څخه مخکې د حل لارو او تګلارو درلودل دي او بل ډول یې معالجوي  اقتصادي تګلارې  دي چې کله بحران پیښ شي نو د بحران د حل په موخه حل لارې پکې پیشنهادیږي، همدا رنګه د معقولو پولي سیاستونو چې پکې خصوصي سکتور ته د بانکونو د لارې د کاروباري پورونو زمینه برابره شي هم مثمره تګلاره ده او همداشان د کاروباونو د هڅونکې مالي تګلارې شتون هم د اقتصادي مسایلو د حل لپاره ګټوره تمامیږي. په ترتیب سره لاندې وړاندیزونه کیږي تر څو عملي او د هیواد د ملي اقتصاد ستونزې او د خلکو اقتصادي وضعیت شي.

۱- سياسي ثبات راوستل او امنيت غښتلی کول: د اقتصادي پرمختګ او له شته بحرانه د وتو لپاره لومړنی اساسي کار د سياسي ثبات راوستل او امنيت غښتلي کول دي. ځکه د امنيتي ستونزو شتون اقتصادي چارې (توليد، صادرات، ترانزيت…)، بهرني پانګه اچونه، د اقتصادي پاليسيو پلي کول او د اصلاحاتو راوستل ټکني کوي. د غښتلي امنيت د شتون لپاره په کوردننه د هر وګړي الکترونيکي پېژندنه اړينه ده. د سياسي ثبات او غښتلي امنيت په شتون کې به اقتصادي فعاليتونو ته لار پرانيستل شي، بهرني پانګونه به راجذب شي، او په کور دننه به يو ښه کاروباري چاپيريال رامنځته شي.

۲ـ د انساني قوې پرمختګ ته کار ويل: د بشري قوې غښتلې کول په اقتصادي پرمختګ کې اساسي رول لري. د نارينه او ښځينه و په تعليم، روزنه، دوه کلن لنډ روزنيز مسلکي پروګرامونو، د مهارتونو په لوړولو پانګونه د کاري قوې د غښتلي کولو لاره ده. د غښتلې کاري قوې په لرلو سره په کور دننه پروډکټيوټي زياتيږي، نوښت ته لاره هواريږي، او د بهرنيانو توجو د پانګونې لپاره راجذبيږي.

۳- د زېربناو په پرمختګ باندې کار کول: په زېربنايي پروژو باندې پانګونه (ترانسپورتي لارې لکه د اورګاډي پټلۍ، غټو ګاډو لارو..، د انرژۍ په سيستم، مخابراتي سکتور ) له اقتصادي بحرانه د راوتو لپاره اساسات ګڼل کيږي. د دا ډول پروژو پر مخ وړل د کار نوي فرصتونه رامنځ ته کوي، سيمه ايز نښلون، د سوداګرۍ پرمختګ او ترانزيت ته په کوردننه او د سيمي هيوادونو تر مينځ لاره هواروي. په ځانګړي ډول د صنعت د ودې لپاره د انرژۍ ضرورتونه په لنډ مهال کې له ګاونډيو هېوادونو او په اوږدمهال کې  (public-private partnership) PPPموډل پر اساس  چې پکې حکومت او خصوصي سکتور دواړه ونډه لري د برېښنا بندونو جوړول.

۴- اقتصاد څو اړخيزه کول: دا سمه ده چې د افغانستان اقتصاد تر ډېره په زراعت تکيه دی. د زراعت سکتور د پرمختګ تر څنګ د صنعتي سکتور، خدماتي سکتور، معلوماتي ټکنالوژۍ سکتور ته وده ورکول له بحرانه وتو کې رغنده ونډه لرلای شي. په دې لړ کې، خصوصي سکتور ته لازمه توجو بايد له پامه ونه غورځول شي، کاروباري چاپيريال کې بايد کاغذپراني، اوږده پروسېجرونه تر نهايي حده اسانه شي. خصوصي سکتور سره د مرستو په لړ کې هغوي ته د مالياتو معاف کېدل، تمويل او ټکنالوژۍ ته لاسرسی مهم دي. د دې تر څنګ که اقتصادي زونونو پرمختګ ته توجو وشي، لا به ښه وي. په هر زون کې صنعتي پارکونه جوړ شي. که هر زون د يوه ځانګړې کټګورۍ د توليد لپاره مشخص شي، د توليدي چارو په پرمخ بېولو کې به زياته اسانتيا راشي. د بېلګې په ډول ختيځ لوري ته اقتصادي زون د الکترونيکي توکو يا د غذايي توکو د توليد لپاره ځانګړي شي. د دې فايده به دا وي چې خام مواد او دې ته ورته نورو اړتياو لاسرسی به نسبتا اسانه وي، ځکه ځآی يې مشخص دی.

۵- د مالي سکتور پياوړی کول: د مالي سکتور (بانکونو، مايکرو فاينانس ادارو او نورو مالي ادارو…) ظرفيت او ثبات لوړول. تادياتي سيستم کې تر نهايي حده پورې بايد کوښښ وشي چې څومره ژر کېدای شي ډيجيټلايز شي. په دې اواخرو کې د اف پی کارت او نورو دې ته ورته کارونو د رامنځ ته کولو لپاره د حکومت قدرداني کول پکار دي، خو له دې وراخوا لا هم زيات کار ته اړتيا ده. مونږ د مسلمان هېواد په حيث د اسلامي مالي نظام څخه تر ډېره استفاده کولای شو څو کروندګرو ته د تمويل او د معاصرې ټکنالوژۍ وسايلو سرچينې په ډېره اسانۍ ومومو. اسلامي بانکداري ته وده په دې لړ کې بايد په هيڅ صورت له پامه ونه غورځول شي.

۶- د پانګونې جذب او تشويق او د سوداګرۍ د پرمختګ لپاره هلې ځلې: د پانګونې لپاره جذاب چاپېريال کولای شي چې په کوردننه او له بهره مستقيمه پانګه راجذبه کړي. د دې موخې د لاسته راوړلو لپاره پکار ده چې د شته قوانيو، اصولو او تګلارو پلي کېدل اسانه او په عام و خاص ټولو پلي شي، د پانګونې لپاره تشويقي جنبې رامنځ ته شي (لکه له مالياتو يو کلنه او دوکلنه معافي…)، د ملکيت د حقوقو خونديتوب تضمين شي، او د سوداګرو لپاره د جوازونو، نورو دولتي اسنادو په پروسېجرونو کې اساني راوستل. د ګران هېواد د ګاونډيانو سره د سوداګري راکرو ورکړو توافقات امضا کول او پلي کول.

۷- په کور دننه په توليدي (صنعت) سکتور کې د ټکنالوژۍ د چټک پرمختګ او له نړېوالو کمپنيو له تجاربو او پوهې څخه د استفادې په موخه د ارزښت په نړېوال ځنځير (Global Value Chain) کې ګډون کول. نن ورځ ډېری هېوادونه له نورو د ټکنالوژۍ د چټک واردولو او د نورو له مهاروتونو د چټکې استفادې په موخه همدغه ستراتيژي کاروي. دا په دې معنی چې اوس مونږ اړ نه يو څو په کامله توګه يو جنس توليد کړو او بيا يې نړېوال بازار ته واستوو. تر خپلې وسې او تر کومه حده چې په کومو نيمه نهايي شوو اجناسو کې مونږ نسبي مزيت لرو هماغه بايد چې نورو هېوادونو ته د همدې ځنځير له لارې صادر کړو. ښه نمونه او مثال يې نن ورځ چين او هندوستان دي. د ځنځير پيل په اسمبلي باندې کيږي او پای يې د جنس په ډيزاين کولو باندې کيږي. د بېلګې په توګه د راتلونکي لپاره که نور څه نه کيږي، يوازې له ليتيمو څخه د موبايلونو، موټرو، الکترونکي وسايلو د بطريو لپاره مونږ لازمه توجو وکړو او د الکترونيکي موټرو يا موبايلونو د جوړولو په ځنځير کې مونږ خپله برخه (ارزښت چې د بطريو صادرول دي) وساتو. په نړېواله کچه په مختلفو برخو کې د دا ډول ځنځيرونو ساتل او ځان ورګډول پرته له شکه چې د اقتصادي پرمختګ او له بحرانه د وتلو لپاره پيل دی.

۸- سياحت ته کار کول: نن ورځ ډېری هېوادونه له سياحت څخه په ميلونونو ډالر عوايد تر لاسه کوي. مونږ د هېواد په ګوټ ګوټ کې غرنيزي شنې ساحې، طبيعي روانې اوبه … لرو، يوازې لږه پانګونه پکار ده څو نړېوال سياحين راجذب کړو او له دې لارې هم د خصوصي سکتور او هم د حکومت عوايد زيات کړو. د بېلګې په توګه نورستان، ننګرهار خوګياڼي سپين غر لمن…

۹- ډيجيټالايزيشن ته کار کول: الکترونيکي تذکيرې وېشلو لپاره سهوليتونه برابرول. د عامه خدماتو په وړاندې کولو کې د سهوليتونو د ايجاد په موخه له معاصرې ټکنالوژۍ (لکه د اپلکېشن جوړولو، سافټوير…) څخه کار اخيستل. برېښنايي حکومتولۍ ته کار وشي. د دې په واسطه به په کارونو کې چټکتیا او شفافيت مينځ ته راشي. مثلا د ماليې د راټولولو پر مهال شفافيت او دې ته ورته نور…

۱۰- د افغانستان اوسني اقتصادي و     ضعیت ته په کتو چې وګړي یې د اقتصادي ناورین سره مخامخ دي او مرستو ته اړتیا لري باید د ګاونډیو هیوادونو څخه په استفادې او یا هم ممکن صورت کې کابل کې یو نړیوال کومکي کنفرانس یا international donor conference  جوړ شي او په ډیره ساده ژبه نړیوالو کومکي هیوادونو استازو ته د افغانستان د عاجلو مرستو د اړتیا وړ نقاط باید په ډاګه شي او د کومکونو غوښتنه ترې وشي، نړیوال به د اړتیاوو د پوهیدو سره افغانستان سره ممکن زیاته مرسته وکړي او د فقر او د خلکو اقتصادي ستونزو د حل لپاره دا کار اړین دی.

۱۱- د افغانستان په هره ولسوالئ کې چې حرفوي زده کړو برنامې زیاتې شي او خام مواد ورته حکومت برابر کړي لکه مثلا قالین بافي، نجاري تولیدات، خامک دوزئ وغیره برخو کې ورته اړتیا وړ مواد حکومت چمتو کړي او د کار مقابل کې ګمارل وشو کسانو ته مزد ورکړل شي او محصولات بهرینو هیوادونو باندې وپلورل شي نو له حده زیات دا کار مثمر تمامیږي که په هره حرفوي فابریکه کې حد اقل ۵۰۰ نفره هم د هرې ولسوالئ کار وکړي نو د زرګونو کورنیو لپاره د عاید منبع پیدا کیږي او ورسره ملی اقتصاد هم تقویه کیږي.

۱۲- په لنډ مهاله توګه باید ښاروالئ روزمره مزد فعالیتونه باید زیات کړي له دې کار سره به زرګونه کسانو ته د ورځنیو مزدونو مقابل کې د کار زمینه برابره شي.

اخځلیکونه:

 

زموږ انګلیسي ویبپاڼه: 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320