کېدای شي تاسو لیدلي وي چې ځینې کسان چې په شکرې ناروغۍ (Diabetes mellitus) اخته وي، اضافي وزن یا چاغښت (Obesity) لري؛ په داسې حال کې چې ځینې نور د شکرې ناروغان ډېر ډنګر وي.
ایا د شکرې ناروغي یوازې د چاغو کسانو ناروغي ده؟
نه!
دشکرې ناروغي یوه واحده ناروغي نه ده چې یوازې یو علت ولري؛ بلکې د شکرې ناروغۍ ډول، په بدن کې د انسولین (Insulin) کچه، د انسولین پر وړاندې مقاومت (Insulin resistance)، تغذیه، جنتیک (Genetics) او د ناروغۍ پړاو ټول کولای شي د بدن پر وزن اغېز وکړي.
• ولې د دویم ډول د شکرې ناروغۍ (Type 2 Diabetes mellitus) ډېر ناروغان چاغ وي؟
په دویم ډول د شکرې ناروغۍ کې معمولاً د بدن حجرې د انسولین پر وړاندې مقاومت پیدا کوي؛ یعنې انسولین په بدن کې موجود وي، خو اغېز یې په کافي اندازه نه وي.
په دې حالت کې بدن د جبران لپاره د انسولین د تولید اندازه زیاتوي.
انسولین (Insulin) هغه هارمون دی چې د انرژۍ په ذخیره کولو کې مهم رول لري. انسولین کولای شي حجرو ته د ګلوکوز (Glucose) د داخلېدو او د انرژۍ د شحمي نسج (Adipose tissue) په بڼه د ذخیره کېدو بهیر زیات کړي.
له بلې خوا، د بدن له اړتیا څخه د زیاتې انرژۍ مصرف، د فزیکي فعالیت کموالی (Physical inactivity)، جنتیکي عوامل (Genetic factors) او د بدن د میتابولیزم اختلالات (Metabolic disorders) هم کولای شي په بدن کې د غوړو د زیاتېدو سبب شي.
له همدې امله، اضافي وزن (Overweight) او چاغښت (Obesity) د دویم ډول دشکرې ناروغۍ له مهمو خطر فکتورونو (Risk factors) څخه دي.
خو دا معنا نه لري چې هر چاغ کس به حتماً په شکرې ناروغۍ اخته کېږي، او یا دا چې هر ډنګر کس به له شکرې ناروغۍ څخه خوندي وي.
• نو ولې ځینې د شکرې ناروغان ډنګر کېږي؟
دلته یو ډېر مهم ټکی شته.
په شکرې ناروغۍ کې، په ځانګړي ډول هغه وخت چې په بدن کې کافي انسولین موجود نه وي، ګلوکوز نه شي کولای په ښه توګه د بدن ډېرو حجرو ته داخل شي.
سره له دې چې په وینه کې د ګلوکوز اندازه لوړه وي، حجرې نه شي کولای له هغه څخه په مؤثره توګه د انرژۍ لپاره استفاده وکړي.
په دې حالت کې بدن د انرژۍ د برابرولو لپاره د خپلو غوړو زېرمو (Fat stores) او د عضلاتو د پروټین (Protein) له تجزیې او مصرف څخه کار اخلي.
د دې په پایله کې کېدای شي ناروغ لاندې نښې پیدا کړي:
- د وزن کمېدل (Weight loss)
- کمزوري او ستړیا (Weakness and fatigue)
- شدیده تنده (Polydipsia)
- ډېر ادرار کول (Polyuria)
- زیاته لوږه (Polyphagia)
دا د وزن کمېدل په لومړي ډول دشکرې ناروغۍ (Type 1 Diabetes mellitus) کې ډېر څرګند کېدای شي؛ خو په دویم ډول شکرې ناروغۍ (Type 2 Diabetes mellitus) کې هم، په ځانګړي ډول کله چې ناروغي په شدیده توګه کنټرول نه وي، رامنځته کېدای شي.
• ډنګروالی د دې معنا نه لري چې انسان د شکرې ناروغي نه لري
ځینې کسان چې نورمال وزن (Normal weight) لري، یا حتی ډنګر وي، بیا هم کېدای شي په دویم ډول د شکرې ناروغۍ (Type 2 Diabetes mellitus) اخته وي.
په ځینو نفوسي ډلو، په ځانګړي ډول د آسیایي وګړو (Asian populations) په منځ کې، د میتابولیک اختلالاتو (Metabolic disorders) خطر کېدای شي حتی د بدن د وزن شاخص (Body Mass Index – BMI) په ټیټه کچه کې هم زیات وي.
همدارنګه، ځینې ډنګر کسان د انسولین د تولید د کمېدو (Reduced insulin production)، د پانقراس/لوزالمعدې ناروغیو (Pancreatic diseases)، د داخلي افرازاتو د غدو ناروغیو (Endocrine disorders) یا د شکرې ناروغۍ د ځینو ځانګړو ډولونو له امله د وینې د شکر (Blood glucose) له زیاتوالي سره مخ کېدای شي.
لنډه پایله :
نو د شکرې ناروغي یوازې د چاغو کسانو ناروغي نه ده. چاغښت د دویم ډول د شکرې ناروغۍ مهم خطر فکتور دی، خو ډنګر کسان هم د شکرې ناروغي لرلای شي. که په بدن کې انسولین کافي نه وي یا خپل نورمال اغېز ونه کړي، وینه کې ګلوکوز لوړېږي او بدن د انرژۍ لپاره د غوړو او عضلاتو له زیرمو څخه استفاده کوي؛ له همدې امله ناروغ وزن له لاسه ورکولای شي.