ګرانو دوستانو ! نن دې چرسو او دې بعضو هیوادوالو په خبرو دې ملنګې د بوټي په باره کې یو سی معلومات درته برابر کړی ده ، هیله ده څه خوښ مو شي ، او د دې خراب بوټي له زیانو څخه هم خبر شئ ، او دا ستاسو او دا لیکنه .
پر ذهن باندې بدې اغیزې
د انسان په ادراک ، رنګ او غږ کې تغیرات ، د انسان پر ذهن بدې اغیزې ، د انسان اشتها زیاتوی په سترګو کې سوروالی راولي ، ګنسوالی او نه پام خپل چاپیریال ته ، د زړه زربان زیات وي او په څنګ کې اندیښنه را منځ ته کیدل، انسان ته تنده پیدا کیدل ، د خولې وچیدل او د خولې په کونجو کې قف پیدا کیدل دي
د انسان حافظه ته لنډ او اوږد مهاله زیانونه
د لنډ وخت لپاره زیان :
باید پوه شو څه انسان ته د چرسو څکول او يا يې خوړل په کوم مقدار زیان رسوی .
یعنې د انسان جسمي وضعيت او روغتيايي حالت کې دغه بدلونونه راولي ، په وزن کې ، د انسان په خُلق او خوی کې ، د انسان صبر او حوصله کې یعنې دې چرس په مقدار کې توپير لری .
د چرسو د څکولو نه څو دقيقی وروسته يې تاثير را بر سره کيږی او تاثير له ۲ نه تر ۴ ساعتو پورې دوام لری .
کلڅه چرس خوړل کيږي او په معده کې په کراره هضم کيږي ، نو په دې لحاظ اثرات يې هم اوږد مهاله دي ، معمولا بعد له مصرف څخه يې انسان دې ارامی او راحتې احساس کوي ، او په دغه وخت کې د درک او احساس حس يې لږ څه زيات کيږي ، رنګونه ورته واضيح او روښان ښکاريږي ، غږونه داسې آوری لکه څه له لیرې ځای څوک ورسره غږيږي .
په هر حال په ادراک او حسي ادراکو کې توپير راځي په خصوص په لیدلو او اوریدلو کې تغیرات راځي ، اشتها يې زيات کیږي مخصوصا خواږو خوړو ته .
بیا هم دې لنډ وخت زیانونه څخه دا دي
د سترګو سوروالی ، لکه څه خوب په راغلی وي ، د زړه ضربانو زیاتیدل ، د خولې او ستونی وچوالی ، د سترګې د نینګګ لویوالي ، په موقت شکل په حافظه او فکري تمرکز کې نا انډول کیدل ، توپیر په وخت او زمان کې ، اندیښنه پیداکیدل ، ژور خپګان ، هيجان ، ډير تحریک کیدل ، بد خُلق کیدل ، بی قراري ، ډيرې خبرې کول ، بې ځايه خندیدل ، بې احساس کیدل ، تغیر دې شکل د ځای او وخت ، تغیر د تګ په وخت کې یعنې غیر نورمال شکل تګ ، ډاریدل بالخصوص لږ زیات مصرف کیدلو کې .
معمولي دوز ( مقدار یې ) د چرسو یعنې مقدار يې موټر چلول یعنې دریوري ته خطر پیښ وي ، له همدې لپاره هغه موټر چلونکي څه چرس وهي هغو ته موټر چلول ډير خطرناکه او دې انسانانو په ژوند لوبه کول دي .
اوږد اثرات او زیان یې په بدن کې :
علمي څیړونو ښودلې ده څه د چرسو مصرف کول په ځوانانو او لویانو کې مختلف اثرات راولي ، دې مثال په توګه دا لاندې اثرات .
له لاس ورکولو د انګیزې او علاقې ، خطر رسول حافظه او فکري تمرکز ته ، دې موټر چلولو نه وړتيا ، ښکته راتلل د بدن دفآعي ځواک دې میکروبي ناروغیو په برابر کې ، خپل ځان هیرول ، په بدن کې انرژي له لاسه ورکول ، هغه کسان څه تل له دغه خراب بوټي څخه څه استفاده کوي تل په خطر دې مزمنو ناروغیو لکه برانشیت ، د سږو سرطان ، جنسي کمزورتیا او نور مختلف دې سږو ناروغيو په مقابل کې زر مخامخ کيږي .
د چرسو سګریت او یا چلم څکول ډير ګواښ تنفسي جهاز ته پيښوي ، ځکه د چرسو دود دوه ځلې زیات او دوه ځلې قوي له عادی سګریتو څخه ده .
نو له همدې کبله د چرسو په دود کې د سرطان د عامل مواد ډير ځلې نظر له عادی سګریتو څخه شته .
علمي مطالعاتو او څیړونو ښودلې ده ، هغه مورګانې څه دې میندوارې په وخت کې چرس او یا ماری جوانا وهي ، واقعا ماشوم د مور په نس او پس له پيدا کیدو له ډیرو بدو خطرو سره مخامخ کيږي ، دې مثال په توګه ماشوم په صحیح توګه رشد نه کوي ، بعد له پیدا کیدلو یې مغزي او فکري رشد هم نه کوي او واقعا یو مظلوم ماشوم نړۍ ته راځی ، او دې ټولنې بار کیږي ، نو په دې لحاظ له ټولو هیوادوالو څخه هيله کوم څه له دې مردار بوټي څخه استفاده ونکړئ ، ځکه په اسلام کې هم نا روا ء ده او روغتیا ته هم مضر ده ، یو عامیانه متل لرو څه وایې چرسي سړی نه سړی ، نو ستاسو باید تل خپل روغتیا ته مو پام وکړي .
Comments are closed.