یوناما په بامیانو کې د ملګرو ملتونو پر یوه کارکوونکي د برید راپورونه تایید کړل
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی پلاوي (یوناما) په بامیانو ولایت کې د دغه سازمان پر یوه کارکوونکي د برید راپورونه تایید کړي دي.
د یوناما یوه ویاند ویلي، چې دې سازمان د چهارشنبې په ورځ د خپل یوه کارکوونکي په تړاو د یوې امنیتي پېښې راپور ترلاسه کړی او په اړه یې د معلوماتو راټولولو بهیر روان دی.
د دغه ویاند په وینا، د ملګرو ملتونو کارکوونکی په دې پېښه کې زیانمن شوی نه دی. یوناما تر اوسه د پېښې په اړه نور جزئیات نه دي خپاره کړي.
د خپرو شویو راپورونو له مخې، د یوناما د بامیان دفتر د امنیتي مسوول کریم کریمي موټر د چهارشنبې په ورځ د دغه ولایت په مرکز کې تر ډزو لاندې راغلی دی. راپورونه ښيي، چې نوموړي ته په دې برید کې زیان نه دی اوښتی.
دا پېښه څو ورځې وروسته له هغې رامنځته شوې، چې د افغانستان د ملي مقاومت جبهې او د افغانستان د ازادۍ جبهې د ملګرو ملتونو په ګډون پر ډیپلوماتیکو استازولیو او نړیوالو بنسټونو د احتمالي سازمانیافته بریدونو په اړه خبرداری ورکړی و.
دغو دوو جبهې ادعا کړې وه، چې د طالبانو له امنیتي جوړښتونو سره تړلي ځینې کسان ښايي له افراطي شبکو او بهرنیو کړیو سره د نړیوالو بنسټونو پر ضد د بریدونو په پلانولو کې همغږي ولري. دوی همداراز ادعا کړې وه، چې د احتمالي بریدونو عاملان ښايي د خپل هویت د پټولو لپاره د داعش نوم یا له ګمراه کوونکو نومونو څخه کار واخلي.
تر دغو خبرداریو مخکې، د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د افغانستان د ملي مقاومت جبهې د څلورو غړو د نیولو خبر ورکړی و او ویلي یې وو، چې دغو کسانو د یوناما پر دفتر د برید پلان هم درلود.
خو د افغانستان د ملي مقاومت جبهې د خپلو غړو نیول کېدل رد کړي او د طالبانو ادعاوې یې دسیسه او تبلیغات بللي وو. دغې جبهې همداراز ادعا کړې وه، چې طالبان د دا ډول ادعاوو په مطرح کولو سره پر بهرنیو بنسټونو د بریدونو لپاره زمینه برابروي.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320