د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، واشنګټن ایران سره خبرې نه‌کوي

35

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، واشنګټن ایران سره خبرې نه‌کوي او ډېر ژر به یو څه پېښ شي.

د راپورونو پراساس، ټرمپ د جنوبي کارولاینا ایالت له یوې غونډې څخه د بېرته راستنېدو پر مهال خبریالانو ته وویل: «نه، زما په اند موږ خبرې نه‌کوو. موږ به ډېر ژر په هره بڼه له یوه حالت سره مخ شو.»

هغه زیاته کړه: «ډېر خلک فکر کوي چې دا به د ټاکنو وروسته وي او موږ به وګورو چې څه پېښېږي.»

ټرمپ تر دې مخکې هم ویلي وو، امریکا کولی شي همدا اوس له ایران سره خپله جګړه پایته ورسوي، خو غواړي ډاډ ترلاسه کړي چې د جګړې پایله به د اوږدې مودې لپاره دوام وکړي.

ټرمپ ادعا کړې چې امریکا ایران په پوځي او مالي برخو کې مات کړی او زیاته کړې، تهران به «هېڅکله اټومي وسلې ترلاسه نه کړي.»

د ټرمپ څرګندونې داسې مهال دي چې نیویارک ټایمز ورځپاڼې د امریکايي چارواکو په حواله راپور ورکړی چې د امریکا او اسراییل پوځ د امریکا له منځ‌مهاله ټاکنو ترسره کېدو وروسته، پر ایران د بیا بریدونو پلانونه چمتو کړي دي.

#سلام‌وطندار

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320