د ملګرو ملتونو د یونسکو او یونیسف ادارو په یوه ګډ راپور کې ویل شوي، چې په افغانستان کې د نجونو له زدهکړو د محرومیت ترڅنګ، د هلکانو په زدهکړو کې هم د ګډون کچه مخ پر کمېدو ده.
په دغه راپور کې، چې «په ۲۰۲۶ کال کې په افغانستان کې د زدهکړو وضعیت» تر سرلیک لاندې خپور شوی، راغلي چې د هلکانو د منځنیو او ثانوي زدهکړو په کچو کې د ناخالص نوملیکنې کچه راټیټه شوې ده.
د راپور له مخې، اټکل کېږي چې د لومړنیو زدهکړو په عمر کې ۵۳ سلنه ماشومان، د منځنیو زدهکړو په عمر کې ۶۷ سلنه تنکي ځوانان او د ثانوي زدهکړو په عمر کې ۷۹ سلنه ځوانان لا هم له رسمي او عامه زدهکړو بېبرخې دي.
راپور زیاتوي، چې د ثانوي زدهکړو په دوره کې د نوملیکنې کمښت ډېر شدید دی. د پانګونې اوږدمهاله کمښت، په بېلابېلو مضمونونو کې د وړ ښوونکو نشتوالی او د ښوونیزو زیربناوو او سرچینو کمښت هغه عوامل دي، چې د هلکانو لپاره یې د ثانوي زدهکړو کیفیت او جذابیت محدود کړی دی.
د راپور له مخې، له لسم تر دولسم ټولګیو پورې د نوملیکنه شویو هلکانو شمېر په ۲۰۲۳ کال کې له شاوخوا ۷۵۰ زرو څخه په ۲۰۲۴ کال کې ۷۰۰ زرو او په ۲۰۲۵ کال کې ۶۶۰ زرو ته راکم شوی دی؛ په داسې حال کې چې نجونې لا هم په بشپړه توګه له زدهکړو محرومې دي.
د یونسکو او یونیسف په راپور کې راغلي، چې د هلکانو د ثانوي زدهکړو د ناخالص نوملیکنې کچه په ۲۰۲۳ کال کې ۴۸.۵ سلنه وه، چې په ۲۰۲۴ کال کې ۴۴.۱ سلنې او په ۲۰۲۵ کال کې ۴۰ سلنې ته راټیټه شوې ده.
د راپور له مخې، دا کمښت ځکه ځانګړی اهمیت لري، چې ثانوي زدهکړې لوړو زدهکړو، مسلکي زدهکړو او کارموندنې ته د لاسرسي له مهمو لارو څخه دي.
د ملګرو ملتونو د دغو ادارو په راپور کې ټینګار شوی، چې په ټوله کې د منځنیو او ثانوي زدهکړو نظام له دوو تړلو ننګونو سره مخ دی: له زدهکړو د نجونو د محرومیت دوام او د هلکانو د ګډون کمېدل.
راپور زیاتوي، چې د نجونو لپاره زدهکړو ته د لاسرسي بېرته برابرول، له ښوونکو د ظرفیت لوړولو، د ښوونیزو زیربناوو د پیاوړتیا او د هلکانو د زدهکړو د دوام لپاره د مناسبو شرایطو له برابرولو سره یوځای، د لومړنیو زدهکړو څخه لوړو پړاوونو ته د زدهکړو د بهیر، د مهارتونو د پراختیا او کارموندنې د فرصتونو د ساتلو لپاره حیاتي ارزښت لري.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320