عطا نور ولې دې ورځو کې «کوڅهډبي» ادبیات کاروي؟
د «جګړهمارۍ ویاړ» بلخ کې اوږده زورواکي، د ځمکو غصب، ملیشې او له حسابورکولو تېښته
عطا نور یو ځل بیا د افغانستان سیاسي صحنې ته د راګرځېدو هڅه کړې؛ خو دا ځل یې د سیاسي استدلال پر ځای داسې ژبه کارولې چې د ده د تېرې بدنامې سیاسي او پوځي مخینې په اړه یې ډېرې زړې پوښتنې تازه کړې دي.
د جمعیت دغه ناوړه پخواني قوماندان او د بلخ اوږدمهاله مخکیني والي په خپل وروستي بیان کې نه یوازې د زورواکۍ خپله درنه سابقه د ویاړ وړ بللې، بلکې په ښکاره یې ویلي دي «من به جنگسالار بودنم افتخار میکنم و از آن شرمی ندارم.»
نوموړي همداراز ادعا کړې چې د افغانستان د جمهوریت په جوړېدو او د هېواد په «ازادولو» کې د ده او د ده د ملګرو قربانیو د کرزي او نورو چارواکو د واکمنېدو زمینه برابره کړه.
خو د معلم عطا د دې توند بیان تر شا اصلي پوښتنه دا ده چې ولې یو پخوانی زورواکی او جګړهمار، چې د کلونو لپاره یې په بلخ کې پراخ سیاسي، امنیتي، مافیايي او اقتصادي نفوذ درلود، نن دومره په غوسه او تنده ژبه خبرې کوي؟
په دې لنډه او نیمګړې لیکنه کې د هغه د جګړهمارۍ او زورواکۍ پر سابقه، په بلخ کې د ځمکو او دولتي جایدادونو د غصب پر تورونو، د ده له نوم او نږدې کړیو سره د تړلو ملکیتونو پر ادعاوو، د برمته کولو، غلاو، د سیمهییزو وسلهوالو ډلو او بشري حقونو پر مسئلو، د پښتنو پر وړاندې د هغه د دورې پر ځینو جنجالي مواردو او د «جمهوریت» په اړه د ده پر سیاسي دعوو لنډه کتنه کوو؛ څو دا روښانه شي چې د عطا نور د نن ورځې غوسه یوازې سیاسي اعتراض دی، که د هغه د پخواني واک، نفوذ او شتمنۍ د له لاسه ورکولو اندېښنه هم پکې شامله ده.
خو پیل کې اساسي پوښتنه دا ده؛ ایا د کورنۍ جګړې په کلونو کې زورواکي او مافیايي وسلهوال زور انسان ته دا حق ورکوي، چې وروسته ځان د هېواد د سیاسي مشرۍ او واک مستحق وبولي؟
که داسې وي، نو د هغو زرګونو کورنیو حساب به څوک ورکوي چې د تنظیمي جګړو، زورواکۍ، غصب، برمتهکولو او وژنو قرباني شوې؟

*** له «اشرارۍ» تر «جنرالسالارۍ»
معلم عطا خپله سیاسي کیسه له دولسم ټولګي وروسته له سنګر څخه پیلوي؛ وايي له یوه عادي مجاهد «اشرارۍ» څخه سرګروپ، قوماندان، د زون تر مسؤلیت او بیا تر سترجنرالۍ پورې ورسېد.
خو کله چې نوموړی وايي « زه په جګړهمارۍ ویاړم»، نو طبیعي ده چې ورسره دا پوښتنه هم مطرح شي؛ د کومې جګړهمارۍ؟ هغه چې د وطن د بربادۍ په موخه پیل شوه، که هغه چې وروسته د تنظیمي خرمستۍ او سیمهییزې زورواکۍ بڼه یې غوره کړه؟
د بشري حقونو د څار سازمان د عطا نور د سیمهییزو وسلهوالو شبکو، سیاسي فشارونو، اختطافونو او وژنو په اړه کره مستندې موندنې خپرې کړې دي، د دې راپورونو له مخې، عطا په شمال کې د جمعیت له بدنامو قوماندانانو څخه و او وروسته په بلخ کې د واک له تر ټولو مهمو څېرو څخه شو.
نو د مسئلې اصل دا نه دی چې عطا ځان «جګړهمار» بولي که نه؟؛ خبره دا ده چې جګړهمارۍ باید د ویاړ عنوان وي که د شرم او د حسابورکولو موضوع؟
*** د بلخ «دروغجن امنیت» او د زورواکۍ پوښتنې
د بشري حقونو د څار په راپورونو کې د معلم عطا تر نفوذ لاندې د سیمهییزو وسلهوالو مافیايي شبکو او د هغوی د بشري حقونو د سرغړونو په اړه کره معلومات ورکړل شوي دي.
د راپورونو له مخې، د هغه له نفوذ سره تړلو ځینو وسلهوالو او امنیتي مافیايي قوماندانانو د برمته کولو، وژنو او نورو جرمونو په اړه بېشمېره تورونه لرل.
دا د عطا نور د ټولو جرمونو بشپړ شمېر نه دی؛ خو دومره مستند راپورونه او اسناد شته چې د هغه د تېرې ناوړه سابقې په اړه جدي پوښتنې راپورته کوي.
*** د مزار پخوانۍ سینما او د دولتي ځمکو پوښتنې
د مزارشریف د پخوانۍ سینما د ملکیت په اړه هم له کلونو راهیسې راپورونه خپرېږي.
کره اسناد ښيي، چې د مزار پخوانۍ سینما دولتي ځمکه، چې بلخ دروازې ته څېرمه موقعیت لري، عطا نور د خپل حاکمیت په دوره کې غصب کړې وه او وروسته یې په یو بل کس خرڅه کړه.
ویل کېږي اوسنی حکومت غواړي همدا ځمکه بېرته دولتي اعلان کړي، چې ورسره د عطا غوسه هم زیاته شوې.
*** د خالد بن ولید ښارګوټی او نور ملکیتونه
د خالد بن ولید ښارګوټي په اړه هم پخوانیو راپورونو کې د دولتي ځمکو د وېش او ملکیتونو په اړه کره ادعاوې شوې دي.
همداراز په ځینو پخوانیو راپورونو کې د « نور بزنس سنټر، باختر مارکېټ، د تیلو پمپونو، استوګنیزو پروژو، شفاخانو» او نورو سوداګریزو مرکزونو نومونه د عطا نور او د هغه د نږدې کسانو له شتمنیو سره تړل شوي دي.
ویل کېږي عطا نور دې ځمکو ته جعلي ۲۵۰ قبالې جوړې کړي تر څو راتلونکي کې یې شخصي ثابتې کړي.
*** د بشري حقونو نقض؛ تر ټولو درنه برخه
د معلم عطا په اړه تر ټولو جدي بحث یوازې ځمکې او سوداګري نه ده؛ بلکې د بشري حقونو مسئله ده.
د بشري حقونو د څار سازمان په خپلو راپورونو کې د هغه د سیمهییز نفوذ، وسلهوالو مافیايي شبکو او د هغوی د سرغړونو په اړه مستند معلومات خپاره کړي دي.
په تېرو کلونو کې د عطا نور د واک پر مهال د وژنو، اختطافونو، غلاو، زورواکۍ او سیاسي فشارونو په اړه هم ګڼ اسناد خپاره شوې دي.
له همدې امله که عطا نور بیا د افغانستان په سیاسي راتلونکي کې د بیا رول خوب ویني، تر ټولو لومړی باید د خپل تېر بدنامه وخت په اړه د خلکو پوښتنو ته سیاسي، قانوني او روښانه ځواب ووایي.
*** شمال کې د پښتنو قومي مشرانو وژنې او د ځينو ملاتړ
د عطا نور د سیاسي نفوذ یوه عجیبه برخه دا هم وه، چې په بلخ او شمال کې د نورو قومونو په ګډون ځینې تش په نامه داسې پښتانه هم وو چې نوموړی یې «اتل» او استاد باله او ملاتړ یې ترې کاوه.
خو پوښتنه باید له همدې کسانو وشي؛ عطا نور بلخ کې پښتنو ته څه وکړل؟ د پښتنو څومره قومي مشران یې ووژل؟ د هغوی سیمې یې په قصدي توګه څومره له پرمختګ او عادلانه دولتي خدمتونو څخه محرومې کړې؟
اوس که یو څوک د قومي یا ژبني تړاو له امله د یوه زورواکي ټولې کړنې سپینوي، دا د عدالت او تاریخ دواړو سره جفا ده.
په همدې لړ کې په بلخ کې د ستر ویاړلي پښتون «وزیر محمد ګل مومند» د څلورلارې د پرانیستې د مخنیوي موضوع هم د یادونې وړ ده، چې بیا په شمال کې د قومي مشر ښاغلي «جمعه خان همدرد» او په پخوانۍ ولسي جرګه کې د بلخ د خلکو استازي «ګلالرحمن همدرد» او ځینو نورو پښتنو د هڅو له لارې د هغې د پرانیستلو زمینه برابره او په ډېر ویاړ سره پرانیستل شوه.
*** عطا نور او د «جمهوریت» سیاسي حافظه
عطا نور په خپل وروستي بیان کې حامد کرزي ته وايي چې کرزی باید له دوی مننه وکړي، ځکه دوی د مقاومت او قربانۍ له لارې د هغه د ولسمشر کېدو زمینه برابره کړه.
دا ډول ماشومانه منطق یوه بله ستونزه راولاړوي؛ ایا ناوړه وسلهواله سابقه انسان ته دا حق ورکوي چې ځان د دولت له قانون څخه پورته وبولي؟
که د افغانستان د دولت بنسټ قانون وي، نو هېڅ زورواکی، تنظیم، سیاستوال او پخوانی جنګسالار باید د خپلو تېرو ورانیو، د اشرارۍ یا تش مقاومت په نوم له حسابورکولو معاف نه وي.
***پایله؛ معلم عطا ولې غوسه دی؟
ځواب یې ښايي د هغه په سیاسي بیانونو کې نه، بلکې د هغه په اوسني وضعیت کې ولټول شي.
هغه زور، هغه سیاسي نفوذ، هغه پراخ مافیايي اقتصادي واک، هغه غلاوې، او هغه شاهانه ژوند چې عطا نور د جمهوریت په کلونو کې تجربه کاوه؛ خو نن له جدي پوښتنو او پراخو ننګونو سره مخ دی، هغه دولتي جایدادونه چې د ده له نوم او نفوذ سره تړل شوي، اوس د دولتي ځمکو د بېرته اخیستلو له بحث سره مخ دي؛ هغه ناوړه سیاسي واک چې ده د کلونو لپاره درلود، نور پخوانی ځای نه لري.
له همدې امله د معلم عطا غوسه یوازې د طالبانو پر سیاستونو د اعتراض غوسه نه ښکاري؛ د دې غوسې یوه برخه ښايي د هغه د پخواني واک، غصب شویو جایدادونو، دروغجن سیاسي نفوذ او شاهانه ژوند د له لاسه ورکولو له وېرې هم سرچینه اخلي.
خو افغانستان نور د ناوړه اشرارو او زورواکو د شخصي جزیرو او سلطنتونو هېواد نه شي پاتې کېدای، افغانان او تاریخ به یوه ورځ له عطا نور او د ده له ټولو همنسلو زورواکو څخه پوښتي، چې تاسو ولې د پاکستان په خوښه وطن ویجاړ کړ؟ څنګه مو دولتي واک او شتمني چور کړه؟ د چا په وینه مو سیاست وکړ؟ او د چا په ځمکه مو جایدادونه او قصرونه اباد کړل؟ او وطن ته مو څه وکړل؟
پای
زموږ انګلیسي ویبپاڼه:
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.