له کوره تللي پردیس لالي ته

هاجره حرکت

37

موږ  د یو ګلبوټي څانګې او ګلونه

هره څانګه کې څو رنګه او رنګونه

د دونیا ناخوالو لرې تل بې نیاز وو

ها خوږې شیبې اوس بیا راپنځوومه

په تیاره او په رڼا دې یادومه

هر سبا  لیمې ستا  یاد کې  غړومه

پر هر لور دې د ژوندون بڼ شه خیرازه

لار کې پاتې هر یو منډ دې ښکلوومه

زما سترګې اوس په هغه لور غړیږي

 په کې پټ دې د پښو منډ تت ښکاریږي

لا د تن په خوشبویې دې ژوندۍ پایم

ګل پر پاڼو  عطرو بنګ دې بویومه

روح له تنه مې وتلو چې ته تللې

پر اسمان د زړه مې وریځې خوریدلې

له هسک ښکته زمکې پورته په هوا وم

غږ ښکالو دې  له شپیلۍ راټولوومه

خوږ  ټاټوبی مې ویجاړ دی بې لتا

سیلۍ سوزي چاپیریال تنګ او بې ساه

د دیوانو تور لاسونه را اوږده دي

د ژغورنې ګودرونه سموومه

پر زر خیزه خاوره پروت راته ښامار دی

له هر لور مو سټولو ته روان دي

په چوپړ کې د پردو دې خپل هیر کړی

را ستنیږه دا سفر نور لنډومه

پرکالۍ درانه لیمڅي لاندې ویده یوو

د خیالونو ستورو ستورو کې پراته یوو

پاڅولو په جټکه کې یو لټون ته

یون چټک لکه بریښنا را ښورومه

زموږ انګلیسي ویبپاڼه: 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.