د کي جي بي جاسوس ناول
لیکوال : ادریس ساحل ساپی
نصرت الله نصرت
افغانستان؛ د جاسوسۍ له تاریخه تر ملي امنیت پورې
د KGB دا پخواني شوروي اتحاد نوم وو یوه پټه استخباراتي شبکه چي په پټو عملیاتو، خارجي، داخلي، او آن افغانستان کي یي هم نفوذ درلودلی او آن لري یي!.
خو صرف نوم به یې بدل وې. زموږ هیواد تل دپردو دسیسو ښکار سوی وجه یې زموږ حاکیمان، مشران دي چي دیوڅو ډالرو په مقابل کي خپل جهاد، میړانه افغانیت، اسلامیت او هرڅه ځیني هېرسي فقط دخپل شخصي ذوق ځواک سي.
د افغانستان تاریخ ته په کتلو سره ویلای سو چي دلته ډیري استخباراتي شبکي، د نظامونو تر څار لاندي تیر سوي او نن هم موږ شاهدان یو چي دا ډول شبکي دلته موجودي دي په مخفي ډول سي آی ای
ځانته نفوذ لري، روسي استخبارات FSBاو SVR
را د هند استخبارات، آی ایس آی پاکستان … او ګڼ نور…، افغانستان ورته د استخباراتي شبکو جال ښکاري او وجه یې موږ او تاسو یو.
زموږ مشران دجهاد تر چتر لاندي، د قومي ثبات تر چتر لاندي له هغو سره همکاري کوو او خاصتاً د ډالرو پیسو په ځواک داهرڅه کوو ولي …؟
کي جي بي جاسوس ناول کي مي ولوستل چي یو کس د البرټ په نوم د KGB استاذی دلته را غوښتل کیږي دروسي سفارت ته بیا دامریکا د سي آی ای نفر وژني زموږ دښوونځي استاد کیږي بل تن دروغتون کارمند خو که دلته نظام او کورني استخباراتي سیسټم موجود وای دا به هېڅکله نول تر سره سوي.
البرټ شاګردانو ته د جهاد وایي دا دیو هیواد لپاره ډیره د شرم کمزورۍ خبره ده چي پردی روسي جاسوس زموږ په ښوونځي کي زموږ بچیانو ته جهاد ورښي چي آن خپل مسلمان نه ده.
د KGB جاسوس ناول تر مطالعې وروسته مې ذهن د افغانستان تاریخ، د بهرنیو استخباراتي شبکو نفوذ او هغو پټو سیالیو ته ولاړی چې زموږ هېواد یې په بېلابېلو تاریخي پړاوونو کې د خپلو موخو په ډګر بدل کړی ده.
افغانستان یوازې د جګړو په میدانونو کې زیان نه ده لیدلی، بلکې د سیاسي نفوذ، استخباراتي سیالیو، فکري جګړو او پټو دسیسو اغېزې یې هم زغملې دي. زموږ په خاوره کې یوازې د وسلو جګړې نه دي ترسره سوې، بلکې د فکرونو، باورونو او سیاسي موخو جګړې هم روانې وې.
د نړۍ استخباراتي ادارې یوازې د نظامي او سیاسي شخصیتونو په څارلو خپل فعالیتونه نه ترسره کوي؛ بلکې د معلوماتو راټولولو، اړیکو جوړولو، د ټولنو پېژندلو او د نفوذ د لارو په موندلو کې هم هڅې کوي. ښوونیز بنسټونه، علمي اړیکې او فرهنګي پروګرامونه هم کله ناکله د بهرني نفوذ د هڅو برخه ګرځېدلی سي. البته دا په دې معنا نه ده چې هر بهرنی استاد یا علمي اړیکه د جاسوسۍ بڼه لري؛ خو دا د دې اړتیا راښيي چې موږ باید په خپلو ملي بنسټونو کې روښانه اصول او اغېزمن څارنیز میکانېزمونه ولرو.
زموږ د هېواد یوه مهمه پوښتنه دا ده: ولې باید د نورو هېوادونو استخباراتي ادارې پیاوړې وي، خو موږ د خپل ملي امنیت د ساتنې لپاره د مسلکي او پیاوړي استخباراتي نظام پر جوړولو جدي کار ونه کړو؟
افغانستان باید داسې مسلکي، پیاوړي او قانونپال ملي استخبارات ولري چې د هېواد دښمنانه ګواښونه په وخت وپېژني، د بهرنیو لاسوهنو مخه ونیسي، ملي ګټې خوندي کړي او د خلکو امنیت ته لومړیتوب ورکړي. استخبارات باید د ملت د ساتنې وسیله وي، نه د ملت د ځپلو او شخصي سیاسي موخو د پوره کولو وسیله.
بله مهمه موضوع زموږ ښوونیز نظام ده. ښوونکی یوازې د یوه مضمون تدریس کوونکی نه ده، بلکې د راتلونکي نسل د فکر، شخصیت او لیدلوري په جوړولو کې مهم رول لري. له همدې امله د ښوونکو د ګومارنې پر مهال باید علمي وړتیا، مسلکي تجربه، اخلاقي چلند او د ښوونې وړتیا په جدي توګه وارزول سي. د ښوونځیو او پوهنتونونو د علمي او اداري چارو څارنه باید د قانون او روښانه اصولو له مخې ترسره سي.
موږ باید خپل زدهکوونکي د علم، ملي شعور، انتقادي فکر او خپلواک قضاوت خاوندان وروزو، څو د تبلیغاتو، افراطي افکارو او پردیو سیاسي موخو په وړاندې د پوهاوي له لارې خپل دریځ وپېژني.
د افغانستان د تاریخ تر ټولو مهم درس دا ده چې د یوه هېواد کمزوري بنسټونه د بهرنیو لاسوهنو لپاره زمینه برابروي. که موږ پیاوړی ښوونیز نظام، سالمه اداره، مسلکي استخبارات، اقتصادي خپلواکي او د قانون حاکمیت ونه لرو، نو د نورو د سیالیو اغېزې به تل زموږ پر برخلیک سیوری غوړوي.
د دې ناول له مطالعې وروسته زما په ذهن کې یوه پوښتنه پیدا کېږي:
افغانستان به تر کومه د نورو د استخباراتي سیالیو ډګر وي؟ ولې موږ د خپل هېواد د امنیت، ښوونې او روزنې او ملي ګټو د ساتنې لپاره پیاوړي او مسلکي بنسټونه نه جوړوو؟
وطن یوازې په شعارونو نه ساتل کېږي؛ وطن په پوهه، تدبیر، مسلکي ادارو، ملي یووالي او د قانون په حاکمیت ساتل کېږي.
موږ باید د تاریخ له تجربو زده کړه وکړو، ځکه هغه ملتونه چې له خپل تېر تاریخ څخه عبرت نه اخلي، د راتلونکي د جوړولو فرصتونه هم له لاسه ورکوي.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320