۲۷ – ۱۱ – ۲۰۲۶
ځني بې خبره او بې مطالعې کسان په داسي حال کي د خراسان د احیا دعوه کوي چي نه یې د جغرافیې په اړه دقیق معلومات لري او نه یې د نوم په هکله. د نوم په هکله سمه ده چي خور= لمر او ستان = ځای، هیواد. خورستان یعني لمریز یا د لمر ختو ځای. خو د خراسان په اړه اندونه بېل او معناوي یې ډیري دي. ما (لیکوال) چي په خراسان پسي څرک واخیست (خر) مي په هیڅ سند یا سرچینه کي د لمر یا روښنایي به معنا پیدا نکړ او نه مي (اسان) د ځای په معنا پیدا کړ. بلکه له ډیرو پلټنو وروسته مي خر د قوي، غټ او نېک په مفهوم پیدا کړ لکه: خرزور، خرپول، خرطوم، خراسپ چي د پيشدادي تهمورث په دربار کي مشهور وزیر وو، خرنک چي د امیرکروړ نیکه وو، همداسي د سړبن زوی خرښبون او نور. خر په مکاني نومونو کي هم وینو لکه خرګاه سام = د سام شاهي خیمه، سمرکند کي خرتنګ چي امام بخاری (رح) هلته وفات سویدی، په فارس کي چشمه خرتنګ او نور.
اوس به راسو د خراسان دوهمي برخي (اسان) ته چي څه معنا لري. په اسان پسي مي هم پښې تڼاکي سوې څو اصلي معنا یې پیدا کړم خو اسان هم د خر په شان ډیري معناوي لري لکه: اسان = ساده، اسان = میراث، اسان د پورته کېدو او کښته کېدو وسیله (لیفټ)، اسن د سنا ګیا ده چي مېوې او بلګونه ئې د جلاب په توګه کارېږي، اسان په جنوبي کوریا کي د یو ښار نوم دی چي د ګرمو اوبو په چینو سره مشهور دی، اسانا د دندو او سوداګریزو پروسو د مدیریت لپاره د سافټوېر نوم او د اشخاصو نوم هم دی، اسان د هغه بالښت په معنا هم دی چي په مذهبي ځایو کي تکیه پرکېږي.
موقعیت
که څه هم په میانه فارسي کي xwarāsān یاد سوی دی خو ډېر مخکي عبري بایبل هم د خوراشان یا کورا شان Chorashan/ Kor Ashan כור עשן په نوم یو ځای یاد کړی دی چي معنا یې د اور بټۍ ده. په عمومي معلوماتو کي خراسان پراخه تاریخي سیمه وه چي د ایران، افغانستان، ترکمنستان، تاجکستان، قزاقستان او ازبکستان ځني سیمي پکي شاملي وې. که څه هم د خراسان جغرافیې په بیلو امپراتوریو کي بدلون کړی او بیلي پلازمېني یې درلودې خو عمومآ نشاپور، طوس، هرات، مروه، بلخ، سمرکند او بخارا سیمي یې برخي وې. پداسي حال کي چي ځیني مسلمان جغرافیه پوهان خراسان او ماوراءلنهر جلا بولي خو فلسطېني جغرافیه پوه او نسب پېژندونکي (محمد بن احمد مقدسي) په خپل کتاب (أحسن التقاسیم فی معرفة الأقالیم) کي ماوراءلنهر د هیتل (هیطل) په نوم د خاوران یوه سیمه بللې ده او په هکله یې داسي کاږي:
(ابوزید بلخي خراسان، اسکستان «سیستان» او ماوراءالنهر ته خاوران ویلي دي خو زه هغه ته یوه سیمه وایم چي د جیحون پر دواړو غاړو پرته ده او هره خوا مي نومولې ده. د خاوران سیمه د هیطل او خراسان په نامه دوو وروڼو اباده کړې ده چي د عالم بن سام بن نوح اولاده وه، مقدسي زیاتوي چي د سیند ها غاړه د هیاطله په نوم او د قومس څخه تر طراز پوري سیمه د خراسان په نوم یاده سوېده). قومس د البرز غره جنوبي لمن او طراز د قزاقستان جنوبي سیمي دي.
یاقوت حموي په خپل کتاب (معجم البلدان) کي د خراسان په هکله د دغفل النسابه قول چی د عربو نسب پېژندونکي وو داسي رانقلوي:(خرج خراسان و هیطل ابنا عالم بن سام بن نوح، لما تبلبلت الألسن ببابل، فنزل کل واحد منها في البلد المنسوب الیه).
ژباړه: خراسان او هیطل د عالم بن سام بن نوح زامن ول. کله چي په بابل کی ژبي ګډي وډي سوې هر یو په هغه سیمه کي استوګن سو چي وروسته د دوۍ په نامه ونومول سوې. یاقوت حموي زیاتوي چي خراسان او هیتل دوه وروڼه ول چي د امو دریاب پورته سیمي د هیطل او کښته سیمي د خراسان په نوم ونومول سوې.
پایله دا چي: د نوموړو پراخو سیمو یو ځای کول نه عقل مني، نه منطق. یعني (خواب است و خیال است و محال).
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320