لنډیو اصلي منابع خلک دي
۵۳مهبرخه
لنډۍ، د ثبتولو ستونزه
۴۰۹مهبرخه
درانه عزیز نایٔبي دا ځل بیا د «سل لنډۍ ــ مالگینې، خوږې او ترخې» ترسرلیک لاندې داسې لنډۍ رالېـږلې دي چې د ځینو په لوستلو یې زړه اره کیـږي او وینې ترې څاڅي، ما چې ولوستلې، سخت یې متاثره کړم او ورو مې له ځان سره وویل:
داسې لنډۍ خو ترزړه وینې څڅوینه
څو بیلگې یې دا دي:
که یو کال خوار وای، ما به تېر وای
ما ته یې ټول کلونه خوار لیکلي دینه
نصیبه خدای که درته ټیټ شم
که د ازغو پر سر مزل وي، وبې کړمه
پردي ملکونه پرې اباد شول
په پښتنو وړکو بولۍ روانې دینه
وروڼه په خپل منځ کې بېلیـږي
مور یې نارې کړې چې د چا ورسېدمه
خلک په شور باندې ویښیـږي
ما د جانان خاموشي خوب ته نه پرېـږدینه
په نیمه شپه رانه جدا شوې
سهار زما د دُنیا ړنگ وو دېوالونه
چې له دردو نه مې خبرېـږي
څلور تکبیره به په ما تېر شوي وینه
پر لوړه وخېژه، څار وکړه
چې د پردیسو کډې چېرې اړوینه
زه یوځل بیا ښاغلي عزیز نایٔبي ته وایم چې: افرین په دې حوصلې او بیا افرین پر هغې ژمنې چې له ماسره دې د لنډیو د راخوندي کولو په برخه کې کړې وه او ترسره کوې یې. بیا ـ بیا مننه!
د نایٔبي صاحب رالېـږلې لنډۍ مې چاڼ کړې، ډېرې لږې لنډۍ چې تکرارې وې، هغه مې لرې کړې او نورې به له درنو لوستونکو سره شرېکې کړوم:
یا مې له ځانه سره ځان که
یا مې پیزار که چې دې تلي ښکُلومه
یار خو مې شته، بې یاره نه یم
که په سیزنې تړلي وي رالوی به شینه
یو څو کنځلې راته وکړه
د دله لور وم چې په تا مئینیدمه
وروڼه په خپل منځ کې بېلیـږي
مور یې نارې کړې چې د چا ورسېدمه
ورک مسافر، ورک یې یاري شه
د کلي ډم مېـړه کوم په کور به وینه
بېلتونه بس دی ظلم مه کړه
زما پردیس لالی راپرېـږده چې راځینه
بنې بېلتون راسره مکړه
له موره یو لالی به دواړه ښه ساتونه
بېگاه په کور کې ټول راټول وو
ته پکې نه وې، ما دې وکړل ارمانونه
بچیه پاڅه پیشلمی دی
په دغه غږ پسې غوږونه گرځومه
بېوسي دا ده، چې زما ده
غږ یې راځي دېوال ته گونگه ناسته یمه
باز چې د زاغ په بها کېـږي
زه په هغه بازار سودا کله کومه
په سرو لمبو ورته گډېـږم
لالی چې سترگې بدلوي، بد به کوینه
په ماشومتوب کې چېرې مړ وای
نن به مې نه لیدل درانه، درانه غمونه
په اشاره دې سلام وکړ
لکه د گل پاڼه چې باد وښوروینه
پرېـږده چې ښه شاټونه راکړي
زه د بجلۍ له تارو نه منع کېدمه
پورې مې ته کتې لالیه
دلې مې ستن په گوتو ووته مئینه
په غم ککړې ورکه مه شې
چې د روپیو جب مې ډک شي، بیا درځمه
پردي وطن ته مې زړه نه شي
نصیب روان دی، لاس بندي ورسره ځمه
په نیمه شپه رانه جدا شوې
سهار زما د دُنیا ړنگ وو دېوالونه
په سر دې کوم جلات ولاړ دی
چې دې زما له یارۍ واخیستل لاسونه
پردي ملکونه پرې اباد شول
په پښتنو وړکو بولۍ روانې دینه
پر لوړه وخېژه، څار وکړه
چې د پردیسو کډې چېرې اړوینه
په نیمه شپه دې غږ راوکړو
گله حساب راپسې کړه، درووتمه
ته خو زما په څنگ کې رېـږدې
هله به څه کړې چې شرنگی د تورو وینه
تش په دېوال رانه پناه یې
کډې دې یوسه چې زړگی مې صبر شینه
ته مئین نه یې، دروغ وایې
مئینه زه یم چې جامې دې بویومه
تا ته به خپل ځان درلوگی کړم
زما د پلار او نیکه نهشته جایدادونه
دیدن له لرې کوه یاره
رانېـږدې نه شې، ترې جوړیـږي پساتونه
د گل د ذات پوښتنه وکړه
غونچې ترې هله جوړوه چې اصیل وینه
د نامعلومې کیسې سره
چې معلومېـږې، ژوند به خاورې ایرې وینه
د شیطانۍ نښې پکې دي
د مازدیگر اوبو ته گوډه، گوډه ځینه
د زرتاري پڼو مېرمنې
د زړونو زوږ دی، که پڼې دې شور کوینه
د طالبانو سخت نظام دی
چپه کاکُل تر خولۍ لاندې گرځومه
د مغرورۍ زوال دې ولید
خانه! په سپۍ دُنیا دې مه کوه نازونه
د بېلتانه په درد دې نه یم
چې تا ته بل غوره کوي نو زور لرینه
دا ستا یوه، نیمه خبره
د مېرنۍ مورې څپېـړۍ غوندې وینه
د ژوندانه رسۍ مې ډیرې
څوک مې له غاړې کشوي، څوک مې ریبینه
د ډاکترانو زامن مړه کړې
رنځور په زړه یم، ستن په مټې راکوینه
لکه چې شپې یې رانېـږدې دي
مور یې پخلی ورزده کوي دا ودوینه
لیوني سپي رانه چارپېر دي
جانان په غټو، غټو گوري ما ترې خورینه
لکه چې غم په بیه غواړې
چې راته نیسې د اوږدې لارې سرونه
لیلا زړه شوه، زور یې کم شو
له منگو پاتېشوه، کوزې راډکوینه
مینه دې ټوله جواري ده
څادر مې وڅانډه، کنگاله کور ته ځمه
مینه دې وکړه رانه لاړې
لکه مرغۍ چې ځاله جوړه کړي ترې ځینه
مینه دې وکړه، بیا دې پرېښوه
نیمه جنت، نیمه دوزخ کې پاتې شومه
موږ خو ازغي کرلي نه دي
ښادي زموږ کلي ته ولې نه راځینه
مورې لنډی ټوپک مې راکه
وزیرستان ته تورلینگي راغلي دینه
مینه دې ژوند، مینه دې مرگ ده
کله مې ژوند، کله مې مرگ ته جوړوینه
که په توبو ترینه توبه کړم
چې خال تازه کړي په توبو مې اړوینه
که یو کال خوار وای، ما به تېر وای
ما ته یې ټول کلونه خوار لیکلي دینه
کلی څلور کونجه خړپـړ دی
خړې جنډې مې په لالي ولاړې دینه
کور که د غره پر سر اباد کړې
غل چې د خپله کوره وي، مړ به دې کړینه
سخته رنځوره خدای دې جوړ که
درتگ مې نهشته، دعُا کور درته کومه
سترگو مې غم زړگي ته پېښ کړ
نور یې د باز په شان گنډلې گرځومه
ستا له لنډۍ ونې قربان شم
لکه هوسۍ چې په کمر ولاړه وینه
ستا له دیدنه یې بندي کړم
میره لگیا ده، جوړوي چاود دېوالونه
سهار وختي دیدن ته راشه
د ژمي ورځ د سترگو رپ کې تېرهشینه
سترگې مې مه پټوئ خلکو
روح مې معطل دی، بې وفا جانان راځینه
سبا مې بیا د کډې وار دی
په سر پنډونه چلوم په زړه غمونه
سترگې دې بیا د گل غوټۍ کړې
باڼه دې پورته کړه چې وسپـړي گلونه
سپوږمۍ په غره راپورته کېـږه
چې مساپر په سین گډیـږي غرق به شینه
ښاېست مې و، نصیب مې نه و
د لارې گل وم خلکو پاڼې، پاڼې کړمه
زړه مې صندوق د پاړوگر دی
دا ستا غمونه ښاماران پکې ساتمه
زړه مې په توپو، نه نړیـږي
ستا په نرۍ خبره دړې غورځوینه
زما د زړه نه خبر خدایه
جانان زما په حال خبر که چې راځینه
زما د قوم سترگې ړندې شه
سړی پاچا کړي، بیا ښېرې ورته کوینه
زما د زړه صدف دې مات کړ
ځکه له سترگو مرغلرې تویومه
زموږ خو ژوند د غریبۍ دی
جانان دې خدای په مېلمستیا نه راولینه
زما په دې کلي کې څه دي
ستا د دیدن لهپاره عُمر تېرومه
زما په ژوند دې لوبې وکړې
نصیب دې مه شه په څنگل د یار خوبونه
زموږ د خلکو قسمت خوار دی
چې ونې شنې شي، ځمکه رنگ په وینو شینه
زما د هرې سختې یاره
زما د زړه ستنې په تا ولاړې دینه
روح مې په تن کې ځکه پایي
زه ورته وایم اشنا نن سبا راځینه
راشه زما د منگول باز شه
د زړه کترې به درکوم تا به ساتمه
ژونده! د سرو سکروټو بار یې
پر کاغذي اوږو دې وړم ایرې دې کړمه
خدایه ویشتلی طوطي جوړ کړې
چې له طوطیانو سره ځي خپاره وزرونه
خدای به دې راولي جانانه
ما د کارغه نارې په فال نیولي دینه
خلک په شور باندې ویښیـږي
ما د جانان خاموشي خوب ته نه پرېـږدینه
خیال دې په خوب کې راحضور شي
په شپه مې ویښ کړي تر سبا سلگۍ وهمه
چې په کور نه یمه، را مه شې
تا ته به کور په بڼو څوک جارو کوینه
چې له دردو نه مې خبرېـږي
څلور تکبیره به په ما تېر شوي وینه
چې زما سوي رنگ ته گوري
زموږ په کور کې مور ښیرې درته کوینه
ځوانان سرتور لحد ته کوز شول
د نامېندۍ پگړۍ یې کور پرې ايښي دینه
څنگه بېغمه گرځې یاره
د غم لښکرې دې په ما راپرېښي دینه
څه به دې وبښم لالیه
له خدای راکړې خندا، تا بېبرخې کړمه
جانانه ژر وطن ته راشه
نور مې سپینیـږي د لنډي اوربل سرونه
نصیبه خدای که درته ټیټ شم
که د ازغو پر سر مزل وي، وبې کړمه
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320