د مسلمان تکفیر؛ د قرآن عظیمالشان، نبوي سنتو او حنفي فقهې په رڼا کې
د افغانستان حاکمانو، دیني علماوو، شیخانو او د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت ته یوه اسلامي، انساني او ملي غوښتنه
۲۴ نومبر ۲۰۲۶م
د الله سبحانه وتعالی خاطر وکړئ، پښې له ګریوانه مه باسئ!
په دې وروستیو کې په ټولنیزو رسنیو کې د شیخ عبدالحمید حماسي په نوم د یوه دیني ویناوال څرګندونې خپرې شوې دي، چې د افغانستان د کرکټ د یوه لوبغاړي په اړه یې سپکې څرګندونې کړې دي. د رسنیو د راپورونو له مخې، نوموړي په خپله وینا کې د لوبغاړي نوم په څرګنده نه دی اخیستی، خو د ټولنیزو رسنیو ګڼ شمېر کاروونکي دغه څرګندونې د افغانستان د کرکټ ملي لوبغاړي، راشد خان، ته منسوبوي. [۱]
دا موضوع یوازې د یوه ورزشکار د شخصیت مسئله نه ده، بلکې د اسلامي احکامو، شرعي صلاحیتونو، انساني کرامت، ملي یووالي او د افغان ولس د ځوان نسل د راتلونکي مسئله هم ده.
۱. ایا هر څوک حق لري چې یو مسلمان کافر وبولي؟
الله سبحانه وتعالی په قرآن عظیمالشان کې فرمایي:
وَلَا تَقُولُوا لِمَنْ أَلْقَىٰ إِلَيْكُمُ السَّلَامَ لَسْتَ مُؤْمِنًا
ژباړه: هغه چا ته چې تاسو ته د سلام او سولې اظهار کوي، مه وایئ چې ته مؤمن نه یې.
سرچینه: سورة النساء، ۹۴م آیت.
کله چې یو انسان د اسلام کلمه وایي او پر الله سبحانه وتعالی او د هغه پر رسول ﷺ ایمان څرګندوي، د شخصي کرکې، سیاسي مخالفت، شک او بدګومانۍ له مخې د هغه تکفیر کول شرعي جواز نه لري.
۲. رسول الله ﷺ د ناحقه تکفیر په اړه څه فرمایلي دي؟
إِذَا قَالَ الرَّجُلُ لِأَخِيهِ يَا كَافِرُ فَقَدْ بَاءَ بِهَا أَحَدُهُمَا.
ژباړه: کله چې یو سړی خپل مسلمان ورور ته ووایي چې اې کافره! نو دا خبره له دواړو څخه یوه ته ورګرځي.
سرچینه: صحیح البخاري، حدیث ۶۱۰۴؛ صحیح مسلم، حدیث ۶۰. [۲]
دا حدیث د ناحقه تکفیر د خطر په اړه ډېر سخت خبرداری دی. البته د حدیث فقهي معنا دا نه ده چې هر ناحقه تکفیر کوونکی په اتومات ډول له اسلام څخه وځي؛ بلکې د داسې حکم ګناه او خطر ډېر ستر دی.
موږ باید د ناحقه تکفیر په ځواب کې خپله هم د بل مسلمان د تکفیر مرتکب نه شو.
۳. د امام ابوحنیفه رحمه الله د مذهب او حنفي فقهې دریځ څه دی؟
د حنفي مذهب ستر عالم امام ابو جعفر طحاوي رحمه الله په «العقیدة الطحاویة» کې لیکي:
وَلَا نُكَفِّرُ أَحَدًا مِنْ أَهْلِ الْقِبْلَةِ بِذَنْبٍ مَا لَمْ يَسْتَحِلَّهُ.
ژباړه: موږ د اهل قبلې هېڅ مسلمان یوازې د ګناه له امله کافر نه بولو، تر څو چې هغه ګناه حلاله ونه ګڼي. [۳]
همدارنګه د حنفي فقهې ستر عالم علامه ابن عابدین رحمه الله په خپل مشهور اثر «رد المحتار علی الدر المختار» کې لیکي:
لَا يُفْتَى بِكُفْرِ مُسْلِمٍ أَمْكَنَ حَمْلُ كَلَامِهِ عَلَى مَحْمَلٍ حَسَنٍ.
ژباړه: که د یوه مسلمان خبرې په سمه او د منلو وړ معنا تعبیرېدای شي، د هغه د کفر فتوا باید ورنه کړل شي.
سرچینه: رد المحتار، څلورم ټوک، باب المرتد، ۲۲۹–۲۳۰ مخونه. [۴]
۴. ایا د یوه مسلمان سیاسي مخالفت، شهرت او ورزشي فعالیت د کفر دلیل کېدای شي؟
که یو مسلمان ورزشکار د افغانستان په استازیتوب په نړیوالو سیالیو کې ګډون کوي، شهرت ترلاسه کوي، له بېوزلو سره مرسته کوي، روغتونونه جوړوي او د افغان ولس په زړونو کې ځای پیدا کوي، ایا دا فعالیتونه د هغه د تکفیر لپاره شرعي دلیل کېدای شي؟
شخصي کرکه شرعي دلیل نه دی، سیاسي مخالفت کفر نه دی او د ولس په منځ کې محبوبیت جرم نه دی.
که د یوه ورزشکار پر کوم عمل شرعي نیوکه موجوده وي، هغه باید په علمي دلیل، اسلامي اخلاقو او درناوي سره بیان شي.
۵. ایا اسلام د نورو دینونو د پیروانو د سپکاوي اجازه ورکوي؟
الله سبحانه وتعالی فرمایي:
وَلَا تَسُبُّوا الَّذِينَ يَدْعُونَ مِنْ دُونِ اللَّهِ
ژباړه: هغو کسانو او معبودانو ته سپکاوی مه کوئ چې دوی یې له الله پرته رابولي.
سرچینه: سورة الأنعام، ۱۰۸م آیت.
د مسلمان او غیرمسلمان ترمنځ عقیدوي توپیر د انسان د سپکاوي، تحقیر او ظلم اجازه نه ورکوي. د هندو کلمه هم باید د بل انسان د سپکاوي لپاره ونه کارول شي.
الله سبحانه وتعالی په سورة الممتحنة، اتم آیت کې له هغو غیرمسلمانانو سره د نېکۍ او عدالت اجازه ورکړې ده چې له مسلمانانو سره د دین له امله جګړه نه کوي.
۶. د امر بالمعروف او نهی عن المنکر شرعي حدود څه دي؟
الله سبحانه وتعالی فرمایي:
ادْعُ إِلَىٰ سَبِيلِ رَبِّكَ بِالْحِكْمَةِ وَالْمَوْعِظَةِ الْحَسَنَةِ
ژباړه: د خپل رب لارې ته په حکمت او نېک نصیحت سره بلنه ورکړه.
سرچینه: سورة النحل، ۱۲۵م آیت.
امر بالمعروف او نهی عن المنکر د خلکو د اصلاح، نېکۍ، عدالت او اسلامي اخلاقو لپاره دي، نه د شخصي دښمنۍ، بېدلیله تکفیر، سپکاوي او د خلکو ترمنځ د کرکې خپرولو لپاره.
۷. د افغانستان له حاکمانو، دیني علماوو او شیخانو څخه اووه پوښتنې
۱. د قرآن عظیمالشان، نبوي سنتو او حنفي فقهې له مخې د یوه مسلمان د تکفیر شرعي شرایط څه دي؟
۲. څوک د یوه مسلمان د تکفیر شرعي او علمي صلاحیت لري؟
۳. ایا شخصي کرکه او سیاسي اندېښنه د تکفیر لپاره شرعي دلیل کېدای شي؟
۴. ایا د افغانستان د یوه مسلمان ورزشکار نړیوال شهرت او محبوبیت د کفر نښه ده؟
۵. که یو دیني ویناوال په ناحقه یو مسلمان کافر وبولي، د هغه شرعي مسوولیت څه دی؟
۶. ایا د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت د بېدلیله تکفیر او د مسلمانانو د سپکاوي د مخنیوي مسوولیت هم لري؟
۷. ایا د افغانستان حاکمان او دیني علما مکلف نه دي چې د اسلام د سپېڅلي دین، د مسلمانانو د عزت او د افغان ولس د ملي یووالي د ساتنې لپاره د داسې څرګندونو مخه ونیسي؟
۸. زموږ اسلامي، انساني او ملي مسوولیت
د افغانستان حاکمان، دیني علما، شیخان او د امر بالمعروف او نهی عن المنکر مسوولین باید د قرآن عظیمالشان، نبوي سنتو او حنفي فقهې په رڼا کې د دې موضوع په اړه روښانه دریځ څرګند کړي.
له دیني علماوو څخه مو هیله دا ده چې د خپرو شویو څرګندونو بشپړ متن وڅېړي، شرعي ارزونه یې وکړي او که ناحقه تکفیر یا سپکاوی شوی وي، د اصلاح او بښنې غوښتنه وکړي.
که ویناوال په خپله ورپسې وینا کې پر پخوانیو څرګندونو ټینګار کړی وي او پر تکرار یې ویاړ څرګند کړی وي، نو د دغې وینا شرعي ارزونه هم اړینه ده.
د اسلام ساتنه د اسلام د احکامو په سم تطبیق کې ده؛ د افغان ولس د عزت ساتنه د هغه د بچیانو په عزت کې ده، او د افغانستان د ملي یووالي ساتنه د عدالت، متقابل درناوي او ورورولۍ له لارې کېږي.
افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی. زموږ ورزشکاران، علما، پوهان، د پوهنتونونو استادان، ډاکټران، ښوونکي او ځوانان زموږ د هېواد انساني او ملي پانګه ده.
هغوی باید وهڅول شي، نه دا چې په بېدلیله تورونو او تکفیر سره یې شخصیت او راتلونکی زیانمن شي.
محمد همایون همت
(MD, PhD)
۲۴ نومبر ۲۰۲۶م
سرچینې
د عبدالحمید حماسي د لومړۍ او ورپسې وینا بشپړې اصلي ویډیوګانې په خپلواکه توګه نه دي تصدیق شوې. له همدې امله د نوموړي په اړه قطعي شرعي حکم نه دی شوی؛ د ناحقه تکفیر مسئله د قرآن، صحیح احادیثو او حنفي فقهې پر بنسټ څېړل شوې ده.
قرآن عظیمالشان: سورة النساء ۴:۹۴، سورة الأنعام ۶:۱۰۸، سورة الممتحنة ۶۰:۸، سورة النحل ۱۶:۱۲۵.
[۱] ABN پښتو، د ۲۲ نومبر ۲۰۲۶م راپور؛ د لومړۍ وینا په اړه.
[۲] صحیح البخاري، ۶۱۰۴؛ صحیح مسلم، ۶۰ الف او ب.
[۳] امام ابو جعفر طحاوي، العقیدة الطحاویة، د اهل قبلې د تکفیر بحث.
[۴] ابن عابدین، رد المحتار علی الدر المختار، ۴ ټوک، ۲۲۹–۲۳۰ مخونه؛ د مصر دار الافتاء، «التكفير معناه وضوابطه».
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
