د لیکنې اوږدوالی د هغې د ارزښت معیار نه دی؛
د عامه لیکنې او علمي څېړنې توپیر څه دی؟
د مطالعې کولتور، د لیکوال د بیان هنر او د لوستونکي فکري تنده:
په اسلامي نړې کې د عالم د قلم رنګ د شهید له وینې هم سپېڅلی بلل شوی؛ ځکه د شهید وینه د یوه ملت د آزادۍ او عزت لپاره تویېږي، خو د عالم قلم د ټولنې د ښځېنه او نارینه د ویښتیا، پوهې، فکري روښانتیا او د نسلونو د لارښوونې لپاره مبارزه کوي. شهید د خپل ژوند په بیه د حق دفاع کوي او عالم د خپل قلم په وسیله حق له باطل څخه بېلوي.
قلم یوازې د لیکلو وسیله نه ده؛ قلم د فکر، حقیقت او د انسان د فکري آزادۍ ځواک دی. البته د قلم سپېڅلتیا هغه وخت مانا لري، چې د حقیقت، علم، انصاف او انسانیت په خدمت کې وي.
په ټولنه کې د مطالعې کولتور ته وده ورکول، ارزښت ورکول او اهمیت ورکول ډېر مهم دي. مطالعه د یوې ټولنې د فکري ودې، شعور، تمدن او پرمختګ بنسټ دی. هغه ټولنه چې د مطالعې کولتور په کې پیاوړی وي، وګړي یې د پېښو په اړه ژور فکر کوي، د مالوماتو او حقیقت ترمنځ توپیر پېژني او د هرې خبرې تر منلو مخکې د هغې د سرچینې، منطق او شواهدو پوښتنه کوي.
مطالعه یوازې د کتابونو د پاڼو اړول نه دي؛ بلکې د فکر روزنه، د لیدلوري پراختیا او د انسان د پوهې افق پولې پراخول دي. کتاب انسان ته یوازې مالومات نه ورکوي، بلکې ورزده کوي، چې څنګه فکر وکړي، څنګه پوښتنه وکړي، څنګه تحلیل وکړي او څنګه له خپل نظر سره مخالف نظر هم په زغم واوري.
په یوه مطالعه کوونکې یا لوستي ټولنه کې خلک د هر خبر، ادعا او لیکنې تر اغېز لاندې نه راځي. د تبلیغاتو، ناسمو مالوماتو، احساساتي خبرو او بې اساسه تورونو پر وړاندې د هغوی د پوهاوي او انتقادي فکر ځواک پیاوړی وي. دوی د شخصیت پر ځای د نظر ارزونه کوي او د اختلاف پر مهال د سپکاوي او ښکنځلو پر ځای له منطق او استدلال څخه کار اخلي.
له بده مرغه، زموږ په ټولنه کې د مطالعې کولتور لا هم د پاموړ پیاوړتیا ته اړتیا لري. کله ناکله خلک د یوې اوږدې علمي او څېړنیزې لیکنې له لوستلو پرته پرېکړه کوي، نیوکه پرې کوي او ان د لیکوال پر شخصیت برید کوي. حال دا چې د یوې لیکنې اوږدوالی په خپله د هغې د کمزورۍ نښه نه ده؛ کېدای شي یوه موضوع د علمي وضاحت، تاریخي شالید او مستندو دلایلو لپاره اوږده څېړنه وغواړي.
البته، هر څوک له هرې موضوع سره یو ډول لېوالتیا نه لري؛ خو د مطالعې ارزښت باید د شخصي علاقې له مخې ونه سنجول شي. که یوه لیکنه زموږ د خوښې موضوع نه وي، دا په دې مانا نه ده چې بې ارزښته ده.
زموږ ټولنه هغه وخت فکري بلوغ ته رسېدای شي چې د لوستلو، پوښتنې کولو، څېړنې، دلیل منلو او د نظر د اختلاف زغم خپل فرهنګ وګرځوي.
زه دا مقاله د یوه مهم ټولنیز او فرهنګي واقعیت له امله لیکم. زموږ په ټولنه کې له بده مرغه د لوړو زده کړو، ژورې مطالعې او علمي څېړنې فرهنګ لا هم دومره پراخ نه دی، لکه څومره چې اړتیا ورته لرو. له همدې امله کله ناکله د عامو خلکو لپاره د لیکل شویو مطالبو او د علمي، څېړنیزو او تحلیلي لیکنو ترمنځ توپیر نه شي درک کېدای. ځینې کسان د یوې لیکنې ارزښت یوازې د هغې په اوږدوالي کې تلي او داسې انګېري چې اوږده لیکنه حتماً ستړې کوونکې ده او لنډه لیکنه ترې غوره ده.
خو ایا رښتیا هم د یوې لیکنې ارزښت په دې پورې تړلی دی، چې څو کرښې یا څو پاڼې لري؟ ایا هره تاریخي، سیاسي، فرهنګي او علمي موضوع په څو جملو کې په بشپړه توګه روښانه کېدای شي؟
زما په اند، د دې پوښتنو د ځواب لپاره باید لومړی د لیکنو د بېلابېلو سبکونو او موخو ترمنځ توپیر وپېژندل شي.
۱. د عامو خلکو لپاره لیکنه؛ ساده ژبه او چټک پیغام
په ژورنالېزم او لیکوالۍ کې یوه مهمه برخه هغه لیکنې دي، چې د ټولنې د عامو خلکو لپاره چمتو کېږي. د دې ډول لیکنو موخه دا ده، چې لوستونکی په لږ وخت کې له یوې موضوع خبر شي، اساسي مطلب درک کړي او مهم پیغام یې په ذهن کې وساتي.
۲. د عامه او څېړنیزې لیکنې اساسي توپیرونه
عامه لیکنه او علمي څېړنېزه لیکنه دواړه د مالوماتو د لیږد او پوهې د پراختیا لپاره کارېږي. خو د مخاظب، ژبې، جوړښت، موخې او ژورتیا له پلوه یو له بل سره توپیر لري. عامه لیکنه تر ډېره د عامو لوستونکو لپاره لیکل کیږي. ژبه یې ساده، روانه او د پوهیدو وړ وي، سرلیک یې جذاب او لنډ وي او موخه یې دا وي، چې لوستونکي په لنډ وخت کې له یوې موضوع خبر او پرې پوه کړي. دا ډول لیکني عموماً لندي، مستقېمې او له پیچلو علمي اصطلاحاتو لري وي.
البته، دا توپیرونه مطلق اصول نه دي. عامه لیکنه هم مستندې سرچینې لرلای شي او څېړنیزه لیکنه هم په روانه او ساده ژبه لیکل کېدای شي. لومړې د بولیوارډ ورځپاڼو او علمي رسنیو ترمنځ توپیر وپیژندل شي.
بولیوارډ ورځپاڼې یا (Tabloid Newspapers) هغه ورځپاڼې دي، چې د خبرونو د وړاندې کولو پرمهال تر ډیره پر احساساتو، جنجالي، تفریحي موضوعاتو، مشهورو څیرو، رسواییور او سیاسي شخړو ته لومړیتوب ورکوي، په داسي مطالبو باندې تمرکز کوي، چې د خلکو پام زر ځانته راواړوي. لوی لوی انځورونه لری، لنډ لنډ مظمونونه لري، د سترګو زر جلبونکي سرلیکونه لري، د ټبلویډ ورځپاڼې احساساتي سرلیکونه، احساساتي تمرکز رسوايي ناندرېزه خبرونه او د مشهورو شخصیتونو ګپ شپونه خبروي، لکه برتانوي (The Dun& Daily Mirror) امریکایې) New York (Post، جرمني سوداګریز ورځپاڼه (BILD)، د اتریش (Krone) او د سویس(Blick) ، دا ورځپانې تر ډېره بریده د خلکو د پام رااړولو او چټک لوستلو لپاره جوړېږي او خپرېږي. په دې ورځپاڼو کې غټ او احساساتي سرلیکونه، لوی انځورونه، لنډ مطالب او ساده ژبه کارول کېږي. موخه یې دا وي چې لوستونکی په لومړي نظر کې جذب کړي او خبر په څو شېبو کې ولولي او د خپرولو پلور یا لوستونکي زیات شي.
خو څېړنیزې او باکیفیته رسنۍ بیا یوازې د لوستونکي پام نه غواړي، بلکې هڅه کوي موضوع له بېلابېلو اړخونو وڅېړي، شالید یې روښانه کړي، اسناد او شواهد وړاندې کړي او لوستونکي ته د ژور فکر زمینه برابره کړي. سیاسي او تحلیلي موضوعات، نړیوال سیاست او د شالید مالومات، تبصرې او د شالیدو راپورونه وړاندې کوي. په لنډو ټکو کې د تبلویډ لیکني د خلکو د پام رااړولو ژورنالیږم دی، خو څیړنیز ژورنالیزم د حقیقت موندلو، اسنادو، شواهدو او ژور لید تحلیلي ژورنالیږم دی.
لنډه دا چې بولیوارډ ورځپاڼې د لوستونکي پام په سرلیکونو او انځورونو کې رااړوي؛ خو علمي او څېړنیزه لیکنه د پوهې، منطق، شواهدو او مستندو مالوماتو له لارې د لوستونکي ذهن روښانوي. د دواړو د لوستلو موخه او سبک توپیر لري؛ نو د یوې په معیار باید د بلې ارزونه ونه شي.
دا ډول لیکنې په ورځپاڼو، خبري رسنیو او ټولنیزو شبکو کې ډېرې لیدل کېږي. د دې لیکنو مخاطبین یوازې استادان، څېړونکي او متخصصین نه دي، بلکې د ټولنې بېلابېل قشرونه دي؛ کارګره طبقه، سوداګر، محصلین، مامورین او نور عام لوستونکي دي. د دې ډول لیکنو مهمې ځانګړنې دا دي:
*ساده، روانه او د عام فهمه ژبه لري.
*لنډ، جذاب او د پام اړونکی یا رااړونکی سرلیک لري.
*جملې او پراګرافونه یې عموماً لنډ وي.
*اصلي موضوع له پیله روښانه کوي.
*له پېچلو علمي اصطلاحاتو او اوږدو توضیحاتو ډډه کوي.
*مهم مالومات په لږو کلمو کې وړاندې کوي.
*هڅه کوي لوستونکي ته په لږ وخت کې اساسي مالومات ورسوي.
د بېلګې په توګه، د افغانستان د خپلواکۍ په اړه د عامه لیکنې سرلیک داسې لیکل کېدای شي:
٬٬د زمري ۲۸مه؛ هغه ورځ چې افغانانو د خپلواکۍ لپاره تاریخ ولیکه٬٬! په دې لیکنه کې د خپلواکۍ ارزښت، د غازي پاچا امان الله خان رول او د افغانانو مبارزه په ساده، روانه او اغېزناکه ژبه بیانېږي.
۲. علمي او څېړنیزه لیکنه؛ د حقیقتونو ژوره پلټنه
علمي او څېړنیزې لیکنې بیا بله موخه لري. دلته یوازې د مالوماتو رسول بسنه نه کوي، بلکې لیکوال هڅه کوي یوه موضوع له تاریخي، علمي، سیاسي او ټولنیزو اړخونو وڅېړي، شواهد وړاندې کړي، بېلابېل روایتونه سره پرتله کړي او د منطقي تحلیل له لارې یوې پایلې ته ورسېږي. علمي څېړنېزه لیکنه د هغو لوستونکو لپاره وي، چې له یوې موضوع سره علمي او تخصصي علاقه لري. په دې ډول لیکنه کې د موضوع ژور تحلیل، د حقایقو څیړنه، د شواهدو وړاندې کول او د معتبرو سرچینو کارول اساسي ارزښت لري. ژبه یې تحلیلي او علمي وي، جوړښت یې منظم او تفصیلي وي.
د دې ډول لیکنو مخاطبین څېړونکي، تاریخپوهان، استادان، متخصصین، محصلین، د لوړو زده کړو مسلکي کسان او هغه لوستونکي دي چې غواړي یوه موضوع په ژوره توګه وپېژني. د علمي او څېړنیزو لیکنو ځانګړنې عبارت دي له:
*د موضوع تاریخي او علمي شالید څېړي.
*له معتبرو کتابونو، اسنادو، آرشیفونو او تاریخي سرچینو ګټه اخلي.
*ادعاوې د شواهدو او مستندو مالوماتو پر بنسټ وړاندې کوي.
*بېلابېل نظرونه، روایتونه او تاریخي لیدلوري پرتله کوي.
*د موضوع علتونه، پایلې او ژور اړخونه تحلیلوي.
*د سرچینو، حوالو او ماخذونو یادونه کوي.
*منظم معیاري جوړښت او منطقي استدلال لري.
د بېلګې په توګه، د افغانستان د خپلواکۍ په اړه یوه څېړنیزه لیکنه داسې سرلیک لرلای شي:
٬٬د ۱۹۱۹ کال د افغانستان ملي خپلواکي؛ تاریخي، سیاسي او ډیپلوماتیک ابعاد٬٬
په دې لیکنه کې به د خپلواکۍ جګړې، د غازي پاچا امان الله خان بهرنی سیاست، د برتانوي هند نړیوال ښکیلاک سره د راولپنډۍ تړون، تاریخي اسناد، ډیپلوماتیک مکاتبات او د هغه وخت نړیوال سیاسي شرایط په تفصیل سره څېړل کېږي.
ښکاره ده چې دا ډول موضوع یوازې په څو کرښو کې نه شي روښانه کېدای؛ ځکه هر سند، تاریخي روایت او سیاسي تحول خپل شالید او توضیح غواړي. د علمي لیکنې اصلي معیار د لیکنې د موضوع ارزښت، د مالوماتو کره والی، د استدلال قوت، د سرچینو اعتبار او د لیکوال د بیان وړتیا ده.
۳. ایا لنډه لیکنه د علمي ارزښت نشتوالی ښيي؟
نه، هېڅکله! لنډه لیکنه هم علمي، مستنده او له تاریخي ارزښت څخه ډکه کېدای شي. همدارنګه، اوږده لیکنه په خپله د علمي کیفیت ضمانت نه شي کېدای.
اصلي خبره دا ده چې لیکوال باید خپله موخه، مخاطب او د موضوع مهموالي او اړتیا وپېژني.
یو پیاوړی لیکوال کولای شي یوه پېچلې تاریخي یا سیاسي موضوع لومړی په یوه مفصله علمي څېړنه کې وڅېړي، اسناد او شواهد یې راټول کړي، بېلابېل نظرونه تحلیل کړي او بیا یې مهمې پایلې په یوه لنډه، ساده او جذابه لیکنه کې عامو خلکو ته وړاندې کړي. دا د لیکوالۍ یو مهم هنر دی: ژوره پوهه په ساده ژبه بیانول.
خو ساده لیکل په دې مانا نه دي، چې د موضوع مهم اړخونه حذف کړو، تاریخي حقیقتونه نیمګړي وړاندې کړو یا د لوستونکي د ژر خبرولو لپاره د موضوع علمي ارزښت قرباني کړو.
۴. ایا اوږدې لیکنې واقعاً ستړې کوونکې دي؟
زه شخصاً د لیکنې اوږدوالی د مطالعې خنډ نه ګڼم. کله چې یوه موضوع راته په زړه پورې وي، په ښه ادبي، علمي او تحلیلي کچه لیکل شوې وي، نوي مالومات، مستند حقایق او د فکر کولو وړ مطالب ولري، نو که هر څومره اوږده هم وي، په مینه او لېوالتیا یې ان په څو برخو کې لولم.
بله دا چې د ځینو لیکوالانو او څېړونکو د لیکلو سبک، د فکر ژورتیا او د بیان طرز یې دومره خوښېږي چې د هغوی لیکنې له پیله تر پایه لولم؛ کله ناکله یې اوږدوالی راته هېڅ نه محسوسېږي. ځکه د لیکوال د بیان هنر، د موضوع د وړاندې کولو طریقه او د فکر تسلسل لوستونکی له ځان سره بوخت ساتي.
البته، هر څوک له هرې موضوع سره علاقه نه لري. کله چې یوه موضوع د چا له ذوق، علاقې او فکري تمایل سره برابره نه وي، ان څو کرښې هم ورته اوږدې ښکاري؛ خو کله چې موضوع د هغه د خوښې او علاقې وړ وي، اوږده لیکنه هم په شوق او لېوالتیا لولي.
نو د لوستلو شوق یوازې د لیکنې په اوږدوالي پورې تړلی نه دی؛ د موضوع له ارزښت، د لیکوال له سبک، د بیان له ښکلا او د لوستونکي له فکري علاقې سره هم ژوره اړیکه لري.
۵. د هرې موضوع لنډول تل د هغې د روښانه کولو په مانا نه دي
موږ باید دا حقیقت ومنو چې هره موضوع په څو کرښو کې نه شي روښانه کېدای. ځینې تاریخي موضوعات پېچلی شالید لري؛ ځینې سیاسي پېښې د څو لسیزو له تحولاتو سره تړلې وي؛ ځینې فرهنګي او ټولنیز مسایل د بېلابېلو روایتونو، اسنادو او دلایلو څېړنې ته اړتیا لري.
که لیکوال یوازې د دې لپاره چې لوستونکی یې ژر ولولي، ټول تاریخي شالید، اسناد او مهم دلایل حذف کړي، ښايي د موضوع اصلي حقیقت نیمګړی یا ناسم وړاندې شي.
لنډه لیکنه د مالوماتو د ژر رسولو لپاره خپل ارزښت لري، خو اوږده څېړنیزه لیکنه د حقیقتونو د ژورې پېژندنې، د تاریخي پېښو د مستندولو او د علمي پوهاوي د پراخولو لپاره ځانګړی اهمیت لري.
له همدې امله د لنډو لیکنو خوښول باید د اوږدو او څېړنیزو لیکنو د ارزښت د کمولو لامل نه شي.
۶. د لوستونکي حق او د لیکوال د لیکلو خپلواکي
زما په اند، هر لوستونکی حق لري چې د خپلې علاقې، وخت او مطالعې د عادت له مخې لیکنې انتخاب کړي. څوک چې لنډې لیکنې خوښوي، دا یې شخصي انتخاب دی؛ څوک چې اوږدې او څېړنیزې لیکنې لولي، هغه هم خپل فکري ذوق، خوښه او اړتیا لري.
موږ باید د یوه لوستونکي د انتخاب درناوی وکړو، خو په عین وخت کې باید د لیکوال د څېړنې او بیان د ازادۍ درناوی هم له پامه ونه غورځوو.
که څوک د یوې اوږدې لیکنې د لوستلو وخت نه لري، هېڅ ستونزه نشته. کولای شي هغه پرېږدي او د خپلې خوښې بله لیکنه ولولي. خو یوازې د دې لپاره چې یوه لیکنه یې نه ده لوستې یا اوږده ورته ښکاري، د هغې علمي او تاریخي ارزښت تر پوښتنې لاندې راوستل منطقي نه دي.
همدارنګه د لیکوال دنده یوازې د لوستونکو د لنډو غوښتنو پوره کول نه دي. لیکوال باید کله لنډه ولیکي، کله مفصله څېړنه وکړي او کله داسې موضوع راوسپړي چې د پوهېدو لپاره یې لوستونکی باید لږ وخت او حوصله ولګوي.
۷. زما په اند، د یوه ښه لیکوال هنر څه دی؟
دواړه سبکونه خپل ځای او ارزښت لري. علمي څېړنه د حقیقتونو د موندلو، د تاریخ د مستندولو او د ژورو مسایلو د روښانولو لپاره اړینه ده؛ خو عامه لیکنه هغه وخت خپل بشپړ ارزښت څرګندوي چې همدغه علمي او تاریخي مالومات د ټولنې تر پراخې برخې ورسوي.
موږ باید داسې ونه انګېرو چې ساده ژبه د کمې پوهې نښه ده، یا اوږده او پېچلې ژبه د علمي برترۍ معیار دی.
د یوه پیاوړي لیکوال هنر دا دی، چې د موضوع ژورتیا وساتي، خو بیان یې دومره روان او روښانه کړي چې هم متخصص مسلکي کس ترې ګټه واخلي او هم عام لوستونکی پرې پوه شي.
ښه لیکوال یوازې مالومات نه راټولوي؛ بلکې د مالوماتو ترمنځ اړیکې پیدا کوي، حقیقتونه له ادعاوو بېلوي، د فکر لپاره نوې لارې پرانیزي او لوستونکي ته داسې څه ورزده کوي چې تر لوستلو مخکې پرې نه پوهېده. ښه لیکوال هغه نه دی، چې ډېرې کلمې ولیکي، بلکې هغه دی، چې په لږو کلمو کې ژور مفهوم، په خپل قلم کې حقیقت، په خپل بیان کې ښکلا او په خپل فکر کې د اصلاح او پوهاوي روحیه ولري. د لیکوال ارزښت په لوړ غږ نه، بلکې د قلم په ژورتیاو، د فکر په پراخوالي او د کلام په اخلاقو کې نغښتي دی.
علمي څېړنه د پوهې بنسټونه پیاوړي کوي، خو عامه لیکنه دغه پوهه د خلکو تر ذهنونو او فکرونو رسوي.
تاریخ باید یوازې د پوهنتونونو، کتابتونونو او څېړنیزو مرکزونو په الماریو کې بند پاتې نه شي؛ بلکې په ساده، روانه او مستنده ژبه باید د ټولنې هر وګړي ته ورسېږي.
۸. زموږ په ټولنه کې د مطالعې کمزوری فرهنګ؛ د بدلون اړتیا
زما په اند، زموږ د ټولنې یوه جدي فرهنګي ستونزه دا ده، چې د مطالعې عادت او د کتاب لوستلو کولتور او دود مو لا هم هغسې پیاوړی نه دی لکه څومره چې د یوې پوهې، پرمختللې او بیدارې ټولنې لپاره اړتیا ده. زموږ په افغاني ټولنه کې د مطالعې فرهنګ لا هم کمزوری او محدود دی.
له بده مرغه، کله ناکله وینو چې ځینې لنډ فکره کسان د یوې اوږدې لیکنې له لوستلو مخکې د هغې د اوږدوالي په اړه قضاوت کوي. د لیکنې محتوا، تاریخي ارزښت، مستند اسناد او علمي دلایل نه ارزوي، بلکې لومړنۍ نیوکه یې دا وي چې ولې لیکنه اوږده ده او ولې مطلب په څو کرښو کې د ده د کوچنی حافظې لپاره نه دی خلاصه شوې.
البته، د هر چا د مطالعې وخت، ذوق او علاقه توپیر لري. زه د هغو کسانو انتخاب ته درناوی لرم چې لنډې لیکنې خوښوي؛ خو دا هم باید ومنو، چې د لنډو لیکنو مینه وال کېدل باید د اوږدو، علمي او څېړنیزو لیکنو د ردولو یا بې ارزښته ګڼلو لامل نه شي.
موږ باید د لوستلو دود او عادت پیدا کړو، نه دا چې د هرې موضوع د لنډولو غوښتنه وکړو. که غواړو فکري وده وکړو، ژور یا لرلید ولرو، د تاریخ په حقیقتونو پوه شو، د سیاست او ټولنې پېچلې ژورې مسئلې درک کړو او د نورو ملتونو له تجربو زده کړه وکړو، نو مطالعه باید زموږ د ورځني ژوند یوه برخه وګرځي.
کتاب، څېړنیزه مقاله او مستند تاریخي اثر یوازې د پوهانو او متخصصینو لپاره نه دي؛ دا د هر هغه انسان لپاره دي چې غواړي پوهه ترلاسه کړي، خپل فکر پراخ کړي او د پېښو تر ظاهري بڼې هاخوا حقیقتونه وپېژني.
له همدې امله د اوږدې لیکنې پر وړاندې تر ټولو اسانه غبرګون نیوکه کول نه دي؛ غوره لاره دا ده چې که موضوع مو خوښه نه وي، په درناوي ترې تېر شو، او که مو لوستې وي، نو د محتوا، دلایلو او مستندو مالوماتو په اړه یې بحث وکړو.
موږ باید د لیکنې له اوږدوالي سره نه، بلکې د بې مطالعې له عادت سره مبارزه وکړو. ټولنه هغه وخت فکري وده کوي، چې خلک یې د لوستلو، پوښتنې کولو، څېړلو او د نظر د بدلون حوصله ولري.
هر څوک د اوږدو لیکنو د لوستلو وخت او حوصله نه لري؛ دا د هر چا شخصي انتخاب دی او زه یې درناوی کوم. خو د یوې لیکنې نه لوستل او د هغې د اوږدوالي له امله یې بې ارزښته ګڼل، دوه بېلابېل موضوعات دي.
که لیکنه مو نه خوښېږي، مه یې لولئ؛ خو که یې نه لولئ، د محتوا او علمي ارزښت په اړه یې قضاوت هم مه کوئ.
موږ باید د لنډو لیکنو غوښتنه دومره زیاته نه کړو، چې د ژورو فکرونو، تاریخي څېړنو او علمي بحثونو لپاره ځای پاتې نه شي. د لوستلو حوصله پیدا کړئ؛ ځکه پوهه په څو کرښو کې تل نه ترلاسه کېږي، او د فکر پراخوالی د مطالعې له لارې رامنځته کېږي.
موږ داسې ټولنې ته اړتیا لرو، چې د لیکنو د اوږدوالي پر ځای د هغوی د محتوا په اړه بحث وکړي؛ د لیکوال د چوپولو پر ځای یې دلیلونه وارزوي، او د مطالعې د کمولو پر ځای د پوهې د ترلاسه کولو تنده پیاوړې کړي.
۹. د ښه لیکوال ځانګړنې؛ قلم د پوهې، اخلاقو او حقیقت استازی دی!
ښه لیکوال یوازې هغه څوک نه دی، چې ښکلې جملې ولیکي، اوږدې لیکنې وکړي یا ډېر مالومات وړاندې کړي؛ بلکې ښه لیکوال هغه څوک دی، چې د قلم تر څنګ د اخلاقو، عفت کلام، علمي امانتدارۍ او فکري مسوولیت خاوند هم وي.
لیکوال باید د اختلاف پر مهال د استدلال ژبه وکاروي، نه د ښکنځلو او سپکاوي. د نیوکې پر ځای باید تهمت ونه لګوي، د نظر د ردولو لپاره باید بې ثبوته ادعاوې ونه کړي او د مخالف کس شخصي ژوند یا شخصي حریم ته ورنږدې نشي، د خپل مخالف د کمزوري کولو لپاره باید د نفرت، تحقیر، توهین، تعصب او دښمنۍ اور ته لمن ونه وهي.
د ښه لیکوال ځانګړنه دا ده، چې د حقیقت د بیانولو جرئت ولري، خو د بیانولو پر مهال د انساني کرامت درناوی هم وساتي. د نورو نظرونه واوري، له مخالف فکر سره په علمي او منطقي ژبه بحث وکړي، د خپلو ادعاوو لپاره معتبر شواهد وړاندې کړي او که تېروتنه ترې وشي، د منلو او اصلاح کولو زړورتیا ولري.
پایله:
د لیکنې اوږدوالی مه غندئ، د تفکر یا د فکر ژورتیا یې وارزوئ! د یوې لیکنې ارزښت یوازې په دې نه ټاکل کېږي چې څو کرښې یا څو پاڼې لري؛ ارزښت یې په هغه فکر، پوهه، څېړنه او پیغام کې نغښتی دی چې لوستونکي ته یې وړاندې کول غواړي. ځینې لنډې لیکنې ډېرې خبرې نه لري او ځینې اوږدې لیکنې داسې حقایق، تاریخي شواهد او ژور تحلیلونه رانغاړي چې په څو کرښو کې یې بیانول ناشوني وي.
له بده مرغه، زموږ په ټولنه کې د مطالعې او ژور لوستلو کولتور دود لا پیاوړی شوی نه دی. کله ناکله د یوې لیکنې له منځپانګې وړاندې د هغې اوږدوالی د نیوکې موضوع پسې ګرځي. حال دا چې علم، تاریخ او څېړنه د بې ځایه لنډون قرباني کېدای نه شي. د هرې موضوع د بشپړ درک لپاره حوصله، مطالعه او فکري زغم ته اړتیا ده.
البته، لنډه او اغېزناکه لیکنه هم خپل ځانګړی هنر دی؛ خو هره موضوع د لنډې لیکنې په چوکاټ کې نه ځاییږي. لیکوال هم مکلف نه دی چې د هر لوستونکي د علاقې او حوصلې له مخې د خپلې څېړنې ژورتیا محدوده کړي. هر څوک له هرې موضوع سره مینه نه لري؛ خو د یوې موضوع نه خوښول د هغې د علمي ارزښت د کمولو دلیل نه شي کېدای.
زما په اند، د مطالعې اصلي خوند هغه وخت پیلېږي چې انسان د خپلې خوښې موضوعات ولولي، له نوو افکارو سره مخ شي، پوښتنې وکړي او د مالوماتو تر شا د حقیقت د موندلو هڅه وکړي.
راځئ، د لیکنو د کرښو شمېرلو پر ځای فکري ژورتیا وارزوو؛ د لیکوال د قلم د اوږدوالي پر ځای د هغه د استدلال ځواک ته وګورو. ځکه ناپوهي په لنډو لیکنو نه ختمېږي، بلکې په مطالعې، پوهې او فکري زغم له منځه ځي.
یوه لیکنه که اوږده هم وي، مه یې ردوئ؛ لومړی یې ولولئ، بیا یې نقد کړئ. علمي نقد د مطالعې زېږنده دی، نه د نه لوستلو او بې حوصلګۍ!
زما په اند، د یوې لیکنې ارزښت په دې نه ټاکل کېږي چې څو کرښې یا څو پاڼې لري؛ ارزښت یې د محتوا په ژوروالي، د مالوماتو په کره والي، د بیان په ښکلا او د پیغام په اهمیت کې نغښتی دی.
که یوه لیکنه د لوستلو وړ نه وي، که مطالب یې تکراري وي، استدلال ونه لري او لوستونکي ته نوی څه ورنه کړي، اوږدوالی یې د کیفیت نښه نه ده. خو که یوه لیکنه مستند مالومات، نوي حقیقتونه، تاریخي شواهد او ژور تحلیل ولري، یوازې د اوږدوالي له امله یې ردول هم له انصاف او علمي منطق سره سمون نه لري.
په پای کې، یوه خبره باید په یاد ولرو: که له موضوع سره علاقه ونه لرې، یوه پاڼه به هم درته اوږده وي؛ خو که د پوهې، حقیقت او مطالعې تنده ولرې، سل پاڼې به هم درته د لوستلو خوند ولري.
د لیکنې اوږدوالی مه غندئ، د هغې محتوا، د لیکوال د فکر ژورتیا او د بیان هنر وارزوئ. د لنډو لیکنو غوښتنه د فکر د لنډوالي په غوښتنه بدله نه کړو!
ځکه ټولنه یوازې په لنډو مالوماتو نه پوهېږي؛ بلکې د ژورې مطالعې، علمي څېړنې، پوښتنې او تفکر له لارې فکري وده کوي.
قلم د انسان د شخصیت هنداره ده. هغه څوک چې د فکر پر ځای ښکنځلې، د دلیل پر ځای تهمتونه او د حقیقت پر ځای نفرت خپروي، ښايي ډېرې لیکنې وکړي؛ خو یوازې د لیکنو په شمېر ښه لیکوال نه ګرځي.
زما په اند، د ښه لیکوال ارزښت په دې کې نه دی چې څومره لیکي، بلکې په دې کې دی چې څه لیکي، څنګه یې لیکي او د خپلې لیکنې له لارې ټولنې ته څه ورپېژني.
قلم باید د رڼا خپرولو وسیله وي، نه د تیارو، نفرت او دښمنۍ د خپرولو. د ښه لیکوال قلم فکرونه روښانوي، زړونه نه زخمي کوي؛ حقیقت بیانوي، تهمت نه تړي؛ اختلاف زغمي، خو سپکاوی نه کوي. دا د لیکوالۍ هنر دی او دا د قلم اخلاقي مسوولیت دی.
هېڅوک د نالوستي انسان په څېر په بې رحمۍ او بې پروایۍ سخت قضاوت نه شي کولي. هغه کسان چې لږه پوهه لري، خو پر خپلو مالوماتو بشپړ باور لري، ډېر ځله په بیړه، لوړ غږ او له هر ډول زغم او ملاحظې پرته د نورو په اړه قضاوت کوي. ځکه د پوهې کموالی کله ناکله د انسان د قضاوت جرئت زیاتوي، خو د سم قضاوت وړتیا تیرنه اخلي.
راځئ، د لیکوالانو د سپکاوي پر ځای لیکنې ولولو، د علمي بحث پر ځای احساساتي قضاوت ونه کړو او د ناپوهۍ پر ځای د پوهې په لټه کې شو. ځکه کتابتونونه د ټولنو حافظه ده، مطالعه د ملتونو فکري ځواک دی او پوهه هغه رڼا ده چې د یوې ټولنې راتلونکی روښانوي.
پای
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320