موږ د انسانانو ژوند عموماً د هغوی د پرېکړو، موخو او هڅو پایله ګڼو؛ داسې انګېرو چې هر څوک د خپل ژوند لپاره یوه لاره ټاکي او د هماغې لارې په اوږدو کې خپلې موخې ترلاسه کوي. خو ژوند تل زموږ د پلانونو له مخې نه وي روان. کله ناکله یوه کوچنۍ پېښه د انسان د ژوند مسیر بدلوي، له داسې خلکو سره یې مخامخوي چې هېڅکله یې د لیدلو تمه نه لري او داسې ځایونو ته یې رسوي چې پخوا یې تصور هم نه شو کولای. ښايي د ژوند یو له خوندورو اړخونو څخه همدا وي چې موږ یې ټولې پېښې مخکې له مخکې نه شو اټکلولی.
د سویډني لیکوال یوناس یوناسن په «سل کلن سړی چې له کړکۍ ووت او ورک شو» ناول کې له همداسې یوه ژوند سره مخ کېږو. د داستان مرکزي کرکټر «الان کارلسن» د خپلې سل کلنۍ د کلیزې په ورځ د هغه مرکز له کړکۍ وځي چې د ژوند وروستۍ ورځې پکې تېروي. هغه نه غواړي د خپلې زوکړې مراسمو ته کېني او د نورو له خوا ورته جوړ شوی پروګرام ومني؛ نو په خپلو څپلکو کې د یوه نوي سفر پر لور روانېږي، بې له دې چې په خپله هم پوه شي چې دا سفر به یې چېرته ورسوي.
خو د ده دا ساده تېښته ژر په یوې عجیبه پېښه بدلېږي. په تمځای کې له یوه ځوان سره مخ کېږي چې له ده غواړي د خپلې خړې بکسې ساتنه ورته وکړي. ځوان د لنډ وخت لپاره ځي، خو الان د بس له راتلو سره بکس له ځان سره اخلي او روانېږي. وروسته معلومېږي چې په بکس کې پنځوس میلیونه سویډني کرونې دي او د هغې خاوندان داسې کسان دي چې د پیسو د بېرته ترلاسه کولو لپاره له هر ډول کړنې څخه ډډه نه کوي. له همدې ځایه د پولیسو، غلو او یوه سل کلن سړي ترمنځ د تعقیب او تېښتې یوه داسې لړۍ پیلېږي چې هره پېښه یې تر بلې لا عجیبه ده.
د الان په دې سفر کې له داسې خلکو سره اړیکې جوړېږي چې د شخصیت، فکر او تېر ژوند له پلوه یو له بل سره ډېر توپیر لري. د دوی ترمنځ د ملګرتیا او همکارۍ رامنځته کېدل د ناول یوه جالبه برخه ده. لیکوال راښيي چې د انسانانو ترمنځ د اړیکو جوړېدو لپاره تل د ورته فکرونو او ګډ ټولنیز شالید اړتیا نه وي؛ کله ناکله ګډې تجربې او د یوه بل منل پردي انسانان هم سره نږدې کولای شي.
د ناول یوه په زړه پورې ځانګړنه دا ده چې لیکوال یوازې د الان اوسنی سفر نه بیانوي، بلکې د هغه د تېر ژوند کیسه هم په پرلهپسې ډول له اوسنیو پېښو سره یوځای کوي. له همدې امله لوستونکی د الان د سل کلن ژوند بېلابېلو پړاوونو ته ستنېږي او د شلمې پېړۍ له مهمو تاریخي پېښو سره د هغه د عجیبو مخامخېدنو لیدونکی کېږي.
الان له کوچنیوالي له چاودېدونکو توکو سره ځانګړې مینه او بلدتیا لري. د همدې وړتیا له امله د ژوند په اوږدو کې له داسې پېښو سره مخ کېږي چې د نړۍ د سیاست او تاریخ له مهمو څېرو سره یې اړیکې جوړوي. په هسپانیه کې د فرانسیسکو فرانکو ژوند ژغوري، د امریکا په لاس الاموس کې د اټومي بم د جوړولو له ساینسپوهانو سره مخ کېږي، له هري ترومن سره ملګرتیا پیدا کوي او وروسته د ستالین، ماو او نورو سیاسي مشرانو په کیسو کې هم راښکېلېږي. د ده ژوند په داسې ډول لیکل شوی چې ګواکې د شلمې پېړۍ د تاریخ ډېری مهمې پېښې د همدې یوه عادي انسان له تېرېدو پرته نه شي بشپړېدی!
دلته د ناول اصلي طنزي خوند پروت دی. لیکوال یو داسې عادي انسان د تاریخ منځ ته ورننباسي چې نه د سیاست په اړه ځانګړې پوهه لري، نه د واک د ترلاسه کولو لېوالتیا او نه د نړۍ د بدلولو کومه لویه ادعا. خو د چاودېدونکو توکو په اړه یې پوهه او د پېښو په منځ کې د تصادفي راښکېلېدو وړتیا هغه د نړۍ د ځینو مهمو تاریخي پېښو برخه ګرځوي. د الان د ژوند دا برخه د واقعي تاریخ د بیان هڅه نه ده، بلکې د تاریخ او تخیل یوه طنزي لوبه ده؛ لیکوال له پېژندل شویو شخصیتونو او پېښو څخه کار اخلي او داسې فرضي حالتونه جوړوي چې هم خندونکي دي او هم د تاریخ د روایت دودیزه بڼه تر پوښتنې لاندې راولي.
موږ عموماً تاریخ د واکمنانو، جګړو، سیاسي تړونونو او لویو پرېکړو له لارې پېژنو، خو په دې ناول کې همدا پېښې د یوه عادي انسان له نظره وینو. د تاریخ هغه څېرې چې په کتابونو کې یې نومونه له واک او سیاسي اغېز سره تړلي دي، دلته د یوه داسې سړي په سترګو کې راڅرګندېږي چې د هغوی له مقام او شهرت څخه چندان اغېزمن نه دی. د الان ژوند دا پوښتنه راپورته کوي چې ایا د تاریخ په جوړېدو کې یوازې د واکمنانو پرېکړې ونډه لري، که د عادي انسانانو کړنې او انتخابونه هم کله ناکله د لویو پېښو پر بهیر اغېز کولای شي؟
د الان په شخصیت کې یوه بله ځانګړنه هم د پام وړ ده؛ هغه د ژوند په ډېرو سختو حالاتو کې خپله ارامي نه بایلي او د راتلونکي په اړه هیله له لاسه نه ورکوي. دی داسې نه انګېري چې هره پېښه به خامخا بده پایله ولري او هڅه کوي له هر نوي حالت سره ځان عیار کړي. هغه ډېر کم غوسه کېږي او د ستونزو پر وړاندې ژر نه وارخطا کېږي.
زما په اند، د الان دا ځانګړنه د فکر وړ ده؛ موږ ډېر ځله د هغو پېښو په اړه اندېښنه کوو چې لا رامنځته شوې هم نه دي، د راتلونکي بدې پایلې له مخکې انځوروو او د هرې ستونزې پر وړاندې داسې غبرګون ښیو لکه د حل هېڅ لاره چې نه لري. حال دا چې د ژوند ډېرې پېښې زموږ له غوښتنو او کنټرول څخه بهر دي. د دې پر ځای چې د هر څه د کنټرول هڅه وکړو، ښايي ښه وي چې د پېښو پر وړاندې خپل غبرګون کنټرول کړو. البته د الان دا بېتکلفي کله ناکله د بېپروايۍ او عاطفي بېتفاوتۍ بڼه هم خپلوي؛ خو بیا هم یوه پوښتنه راولاړوي: ایا موږ کله ناکله د هغو پېښو په اړه چې بدلولی یې نه شو، تر اړتیا ډېر فکر نه کوو او د همدې فکرونو له امله د اوسني ژوند خوند نه بایلو؟
د الان یوه بله ځانګړنه دا ده چې د تېر وخت په پښېمانیو کې نه ایسارېږي او پخوانۍ پېښې بیا بیا په ذهن کې نه راګرځوي. په ارواپوهنه کې د تېر وخت په اړه د پرلهپسې منفي فکرونو لپاره د (Rumination) اصطلاح کارول کېږي؛ هغه حالت چې انسان یوه پخوانۍ پېښه بیا بیا په ذهن کې راګرځوي او د هغې له اغېزه ځان نه شي خلاصولی. د الان چلند تر ډېره د دې برعکس دی؛ هغه پېښې مني او له نوي حالت سره ځان عیاروي. همدارنګه، د خلکو د مقام، شهرت او واک تر اغېز لاندې نه راځي؛ د ده لپاره واکمن هم د نورو انسانانو په څېر یو انسان دی. دا ځانګړنه موږ دې ته رابولي چې د خلکو د مقام او نوم پر ځای د هغوی شخصیت او انساني چلند ته پام وکړو.
د ناول طنز یوازې د خندولو لپاره نه دی. یوناسن د سیاست، واک او تاریخي شخصیتونو له هغو موضوعاتو سره لوبې کوي چې موږ یې معمولاً ډېرې جدي ګڼو. د واکمنانو ترمنځ سیالۍ، د سیاسي نظریو ټکر او د واک د ترلاسه کولو هڅې کله ناکله د یوه عادي انسان له نظره دومره بېمانا ښکاري چې لوستونکی یې په لیدلو خندېږي. لیکوال ان تر ټولو عجیبې پېښې هم په داسې جدي انداز بیانوي، لکه د نړۍ تر ټولو عادي پېښې چې وي. همدا تضاد د ناول طنز لا خوندور کوي.
د ناول په منځ کې د پولیسو او چارواکو چلند هم د طنز یوه مهمه سرچینه ده. هغوی د یوه سل کلن تښتېدلي سړي په موندلو کې پاتې راځي او د پېښو په اړه داسې پایلو ته رسېږي چې له واقعیت سره ډېر واټن لري. په دې توګه، لیکوال د ادارو پر بېوسۍ، د خلکو پر ناسمو قضاوتونو او د پېښو پر ناسم تعبیر نیوکه کوي.
د الان له کیسې څخه دا خبره هم زده کوو چې عمر باید د انسان د غوښتنو او هیلو مخه ونه نیسي. موږ کله ناکله خپل ځان یوازې د عمر، مسلک او ټولنیز مقام له مخې پېژنو او د همدې له امله د ژوند ځینې فرصتونه له لاسه ورکوو. خو الان د سل کلنۍ په ورځ د نورو له خوښې سره سم په مراسمو کې نه پاتې کېږي، بلکې له کړکۍ وځي او نوی سفر پیلوي. دی نه خپل عمر د نوي ژوند د پیل خنډ ګڼي او نه د نورو د تمو له مخې ځان محدودوي.
زما په اند، طنز کله ناکله موږ ته دا فرصت راکوي چې سختې او پېچلې موضوعګانې له بلې زاویې وګورو. په دې ناول کې خندا د پېښو د عجیبوالی سربېره د انسانانو د چلند، د واک د سیالیو او د ژوند د نه اټکلېدونکو پېښو په اړه د فکر کولو لاره هم ده.
البته د ناول ځینې پېښې او تصادفونه دومره عجیب او له مبالغې ډک دي چې د عادي ژوند له منطق سره یې تړل ستونزمن دي. له تاریخي شخصیتونو سره د الان مخامخ کېدل او په پرلهپسې پېښو کې د هغه راښکېلېدل ښايي ځینو لوستونکو ته غیر واقعي ښکاره شي. خو د لیکوال موخه د تاریخ کره بیان نه دی؛ هغه له تاریخي پېښو څخه د یوه طنزي او تخیلي داستان د جوړولو لپاره کار اخلي، چې لوستونکی هم خندوي او هم یې فکر کولو ته رابولي.
«سل کلن سړی چې له کړکۍ ووت او ورک شو» د هغو لوستونکو لپاره په زړه پورې ناول دی چې له طنز، عجیبو پېښو، سفرونو او تاریخي داستانونو سره مینه لري. دا کتاب د یوه سل کلن سړي د کیسې له لارې د تاریخ، سیاست، انساني اړیکو او د ژوند د نه اټکلېدونکو پېښو په اړه د فکر کولو فرصت راکوي. که څه هم ځینې پېښې یې له واقعیت څخه لرې او له مبالغې ډکې دي، خو د ناول د تخیلي او طنزي نړۍ برخه جوړوي او د لوستلو خوند یې زیاتوي.
بس دا به ووایم چې ځینې وختونه د ژوند د یوې نوې کیسې د پیل لپاره یوازې له کړکۍ بهر وتل بسنه کوي. اوس ته راته ووایه، چې موږ به کله له خپلې کړکۍ بهر وځو؟
په پای کې، له ښاغلي ستانکزي صیب څخه هم مننه کوم چې له «سینوهه» وروسته یې په پښتو ژبه د یو بل ښه ناول د لوستلو زمینه برابره کړه او موږ یې په دې زړه پورې داستان سره اشنا کړو.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320