بېکاري او د ځوانانو پر تعلیمي انګېزې یې اغېزې؛ د هېواد د علمي راتلونکي پر وړاندې یوه جدي اندېښنه

لیکوال: زړګی  ویساء صافی

0 3
زده کړه د هرې ټولنې د پرمختګ، ثبات او روښانه راتلونکي بنسټ جوړوي. هېڅ ټولنه له علم او پوهې پرته د پرمختګ لوړو پوړیو ته نه شي رسېدای. خو له بده مرغه، زموږ په هېواد کې د بېکارۍ پراخېدو او د لوړو زده کړو لرونکو ځوانانو لپاره د کاري فرصتونو محدودیت داسې وضعیت رامنځته کړی چې نه یوازې یې د ځوانانو پر اقتصادي ژوند اغېز کړی، بلکې د هغوی پر فکري او تعلیمي انګېزه یې هم منفي سیوری غوړولی دی.
نن ورځ په ډېرو کورنیو کې د زده کړو او لوړو تحصیلي درجو پر ارزښت بحثونه کېږي. کله چې مور او پلار خپل اولادونه لوړو زده کړو ته هڅوي، ځینې ځوانان په ځواب کې پوښتنه کوي: «تاسو چې ماستري او دوکتورا مو کړې، څه مو ترلاسه کړل؟ ولې مو د خپلو زده کړو مطابق د کار فرصت نه دی موندلی؟ که ستاسو له دومره زده کړو سره دا حالت دی، نو زموږ د زده کړو پایله به څه وي؟»دا پوښتنه یوازې د یوه ځوان شخصي نظر نه دی، بلکې د یوه داسې ټولنیز واقعیت څرګندونه کوي چې د جدي پاملرنې غوښتنه کوي. کله چې یو ځوان ویني چې د کورنۍ غړو یا د ټولنې نورو لوستو کسانو د ژوند کلونه په زده کړو کې تېر کړي، لوړې تحصیلي درجې یې ترلاسه کړې، خو د سیاسي او اقتصادي تحولاتو او د کاري فرصتونو د محدودیت له امله د خپل تخصص مطابق د کار زمینه نه لري، نو طبیعي ده چې د ده پر ذهنیت او راتلونکو پرېکړو اغېز وکړي د همدې وضعیت له امله د ځوانانو یوه برخه اوس د لوړو زده کړو پر ځای د لنډمهاله مسلکي مهارتونو زده کړې ته لومړیتوب ورکوي، څو ژر د کار بازار ته داخل شي او د ژوند اقتصادي اړتیاوې پوره کړي. ځینې نور بیا د ښه راتلونکي په هیله له هېواده بهر د تګ هڅه کوي. که څه هم د مسلکي مهارتونو زده کړه د نن ورځې یوه مهمه اړتیا ده، خو اندېښنه هغه وخت رامنځته کېږي چې ځوانان د اقتصادي مجبوریت له امله له لوړو علمي او تخصصي زده کړو څخه لاس واخلي.
Related Posts
1 of 63,811
د دې وضعیت دوام کولای شي په اوږدمهال کې د هېواد پر علمي او مسلکي ظرفیت منفي اغېز وکړي. هره ټولنه د پرمختګ لپاره متخصصو کادرونو، څېړونکو، استادانو، ډاکټرانو، انجنیرانو او نورو مسلکي اشخاصو ته اړتیا لري. که ځوان نسل د لوړو زده کړو پر وړاندې خپله انګېزه له لاسه ورکړي، په راتلونکي کې به زموږ هېواد د علمي کادرونو او تخصصي بشري سرچینو له کمښت سره مخ شي. دا به یوازې د یوه نسل ستونزه نه وي، بلکې د ټولنې پر تعلیمي کچه، اقتصادي ودې او عمومي پرمختګ به هم منفي اغېز ولري.
له همدې امله، د دې وضعیت د ښه والي لپاره د حکومت، تعلیمي بنسټونو، خصوصي سکتور او ټولنې ګډو هڅو ته اړتیا ده. د ځوانانو لپاره د کار زمینه برابرول، د لوړو زده کړو د کیفیت لوړول، د پوهنتونونو د زده کړو او د کار بازار د اړتیاوو ترمنځ د اړیکو پیاوړتیا او د وړتیا او تخصص پر بنسټ د کاري فرصتونو برابرول هغه مهم ګامونه دي چې کولای شي د ځوان نسل باور بېرته پیاوړی کړي. همدارنګه، باید د علمي زده کړو او مسلکي مهارتونو ترمنځ د همغږۍ فرهنګ رامنځته شي، څو ځوانان وکولای شي د دواړو له لارې خپل علمي او مسلکي ظرفیتونه لوړ کړي  باید ووایو چې د بېکارۍ له امله د لوړو زده کړو پر وړاندې د ځوانانو د باور کمېدل یوازې یوه تعلیمي ستونزه نه ده، بلکې یوه ټولنیزه او اقتصادي مسئله ده چې د هېواد له راتلونکي سره مستقیم تړاو لري. موږ باید داسې شرایط رامنځته کړو چې زده کړه یوازې د سند ترلاسه کولو په معنا نه وي، بلکې د کار، خدمت، نوښت او پرمختګ لپاره یوه اغېزمنه وسیله وګرځي. باید دا حقیقت له پامه ونه غورځوو چې د کار نشتوالی د علم د بې‌ارزښتۍ معنا نه لري؛ ستونزه په هغو شرایطو کې ده چې د علم او پوهې د عملي کېدو مخه نیسي د یوه هېواد راتلونکی یوازې په هغو ځوانانو نه جوړېږي چې نن کار کوي، بلکې په هغو ځوانانو هم تړلی دی چې نن زده کړې کوي، مهارتونه ترلاسه کوي او د سبا د علمي او مسلکي پرمختګ لپاره ځان چمتو کوي. د دوی ملاتړ په حقیقت کې د هېواد د راتلونکي ملاتړ دی.

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply