د اقتصاد لس غوره علمي مجلې

ژباړه: صلاح الدين حمید 

0 27
ټول اکاډمیک او څېړنیز کسان پوهېږي چې د خپلو علمي څېړنو خپرول څومره اهمیت لري. هغه علمي مجله چې تاسې خپله څېړنه پکې خپروئ، د څېړنې پر څرنګوالي د خلکو د قضاوت او د هغې د لوستونکو پر شمېر ژور اغېز لرلای شي. له همدې امله، کله چې خپله څېړنه د خپرېدو لپاره یوې مجلې ته استوئ، باید سمه پرېکړه وکړئ. اړینه ده چې داسې علمي مجله وټاکئ چې په مسلکي او علمي ډګر کې پیاوړی اعتبار ولري څو ستاسې څېړنه په جدي توګه وارزول شي.
همدارنګه، د یوه لوستونکي په توګه هم د مشهورو او معتبرو علمي مجلو پېژندل ګټور دي، ځکه د علمي ادبیاتو د بیاکتنې پر مهال کولای شئ په اسانۍ سره هغه معلومات او څېړنې ومومئ چې ورته اړتیا لرئ. له همدې امله، نن د اقتصاد په برخه کې د لسو غوره علمي مجلو نوملړ درسره شریکوو، څو په یوه نظر هغه مهمې او نوموتې مجلې وپېژنئ چې باید له شتون او علمي فعالیتونو سره یې بلد اوسئ.
۱. درې میاشتنی اقتصادي ژورنال (The Quarterly Journal of Economics) د اکسفورډ پوهنتون خپرندویه اداره
دا د اقتصاد په برخه کې تر ټولو پخوانۍ د انګلیسي ژبې مسلکي علمي مجله ده او د نړۍ له معتبرو اقتصادي مجلو څخه ګڼل کېږي. دغه مجله د اقتصاد ټول اړخونه تر پوښښ لاندې نیسي، خو ځانګړې پاملرنه یې کوچنۍ اقتصادي تیوریو او لویې اقتصادي تیوريو ته ده، چې په دې کې هم تجربوي او هم نظري څېړنې شاملې دي.
۲. د سیاسي اقتصاد ژورنال (Journal of Political Economy) – د شیکاګو پوهنتون خپرندویه اداره
دا هم یو له پخوانیو او اوږد مهاله فعالیت لرونکو علمي مجلو څخه ده. د سیاسي اقتصاد ژورنال په لومړي ځل په ۱۸۹۲ کال کې خپور شو او له هغه وخت راهیسې یې په اقتصاد کې نظري او تجربوي څېړنې خپرې کړې دي. هغه څېړنې چې کولای شي د اقتصاد پر علمي ډګر اوږدمهاله اغېز ولري.
د دې مجلې تخصصي برخې عبارت دي له: پولي تیوري، مالي سیاست، د کار اقتصاد، پرمختیایي اقتصاد، د کوچني او لوی اقتصاد تیوري، نړیوال تجارت او مالي چارې، صنعتي جوړښت او ټولنیز اقتصاد.
۳. اکونومېټریکا (Econometrica) – د اقتصادسنجۍ ټولنه
دا علمي مجله د اقتصادسنجۍ په برخه کې تخصص لري او له ۱۹۳۳ کال راهیسې فعالیت کوي. د دې مجلې موخه د لوړ کیفیت لرونکو څېړنو راجلبول دي. د همدې موخې لپاره هر دوه کاله وروسته د «فریش مډال» جایزه په دې مجله کې د خپرو شویو غوره او برجسته څېړنو د پېژندنې په موخه ورکول کېږي.
۴. د امریکا اقتصادي بیاکتنه (American Economic Review) – د امریکا د اقتصاد ټولنه
دا مجله په ۱۹۱۱ کال کې تأسیس شوې او د اقتصاد په برخه کې یوه بله له پخوانیو او معتبرو علمي مجلو څخه ده. هر کال یو ځل د مې په میاشت کې، د دې مجلې یوه ځانګړې ګڼه د آمریکا د اقتصادي ټولنې د کلنۍ غونډې د علمي راپورونو او څېړنیزو مقالو خپرولو ته ځانګړې کېږي.
۵. د مالي چارو ژورنال (Journal of Finance) – د امریکا د مالي چارو ټولنه
د مالي چارو (Finance) اړونده علمي برخه کې د څېړنو د خپرولو لپاره د مالي چارو ژورنال له غوره ځایونو څخه دی. د دې ترڅنګ، د مالي مطالعاتو بیاکتنه او د مالي اقتصاد ژورنال هم د دې برخې له معتبرو علمي مجلو څخه دي.
۶. د پولي اقتصاد ژورنال (Journal of Monetary Economics) – الزویر (Elsevier)
د هغو څېړونکو لپاره چې په لوی اقتصاد او پولي اقتصاد کې څېړنې کوي، د پولي اقتصاد ژورنال د مطالعې یوه اړینه سرچینه ده.
دا مجله تجربوي، مېتودولوژیکې او نظري څېړنې خپروي. په وروستیو کې یې د څېړنې موضوعاتو کې بانکداري، پورونه او مالي بازارونه، رفتاري لوی اقتصاد، د سوداګریزو دورو تحلیل، مصرف، د کار عرضه او ورته نور موضوعات شامل وو.
۷. د اقتصادي ودې ژورنال (Journal of Economic Growth) – سپرېنګر (Springer)
دا مجله اقتصادي ودې او متحرک لوی اقتصاد ته ځانګړې پاملرنه کوي. دغه نسبتاً نوې علمي مجله په ۱۹۹۶ کال کې تأسیس شوې او د اقتصادي ودې ټول اړخونه تر پوښښ لاندې نیسي.
په دې موضوعاتو کې د اقتصادي ودې ماډلونه، د عاید وېش، بشري پانګه، د زېږون کچه، تجارت، پرمختګ، کډوالي او پیسې شاملې دي.
۸. د اقتصادي مطالعاتو بیاکتنه (Review of Economic Studies) – د اکسفورډ پوهنتون خپرندویه اداره
دا هم یوه له پخوانیو او معتبرو علمي مجلو څخه ده. دغه مجله چې په لنډه توګه د RESTUD په نوم پېژندل کېږي، د نظري او تطبیقي اقتصاد د څېړونکو لپاره د مطالعې یوه اړینه سرچینه ده.
دا مجله په ځانګړې توګه په دې موخه رامنځته شوې وه چې د ځوانو څيړونکو او د علمي پرمختګ په لومړیو پړاوونو کې د اقتصادي څېړونکو علمي آثار خپاره کړي. هغه مأموریت چې تر نن ورځې پورې یې دوام ورکړی دی.
۹. د اقتصاد او احصایې بیاکتنه (The Review of Economics and Statistics) – د ماساچوسټس ټکنالوژۍ انستیتیوت خپرندویه اداره (MIT Press)
د کمیتي اقتصاد (Quantitative Economics) په برخه کې د اقتصاد او احصایې بیاکتنه د لوړ علمي معیار یوه بېلګه ګڼل کېږي.
د احصایې او اقتصاد د برخو د متخصصینو د پوهې یوځای کېدو د خورا اغېزناکو ماډلونو د رامنځته کېدو لامل شوی دی. دغه علمي مجله د همدې تګلارې تر ټولو مهم اړخونه تر پوښښ لاندې نیسي.
۱۰. د اقتصادسنجۍ ژورنال (Journal of Econometrics) – الزویر (Elsevier)
د اقتصادسنجۍ په برخه کې یوه بله اغېزناکه علمي مجله د اقتصادسنجۍ ژورنال دی، چې په ۱۹۷۳ کال کې تأسیس شوی دی.
د دې مجلې تمرکز د اقتصادسنجۍ پر مېتودونو او همدارنګه پر دې دی چې دغه مېتودونه د اقتصاد په بېلابېلو عملي او تخصصي برخو کې څنګه کارېدلی شي.
د دغو لسو علمي مجلو په لوستلو او څارلو سره به تاسې د اقتصاد په علمي ډګر کې د نویو څېړنو، پرمختګونو او وروستیو علمي بحثونو په اړه به کره خبر اوسئ.
د افغان اقتصاد پوهانو ټولنه
Related Posts
1 of 63,785

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply