ښځه یعنې څوک
منم چې ژوند مې بې اسرې یا بې معنې ځینو ته
خو دومره هم نه، که څوک فکر وکړې
زه د ښکلا نمونه د ښایستونو وږمه
ها بې موسمه سپرلی
د رنګینو راجوړه
د زندګۍ له ورشو له نرګسې سترګو مې
څه حسرتونه څاڅي
د چا خواږه نظر ته داسې ټپه ټپه هم
لکه پروته داسې د خوشبویانو جوړه
لکه سندره نغمه وږمې وږمې خپروم
د چا د ناز کتو ته خمار خمار داسې کې
ها زمزمو کې ورکه
غزل غزل ځواني مې
کږه وږه له خیاله
د چا د روح ښاپیرۍ د چا اروا کې ډوبه
په مړاوي مړاوي کاتو
زړوته ټکور غوندې کې
لکه کبلینه دښته د محبت را جوړه
خوږه خوږه داسې کې
د مینه زیږنده څه
ځکه یوه بیله نړۍ
راجوړوم دنیا کې
یا جوړوم یو چاته
لا جوړوم یو چاته
صادقي
Our Pashto-Dari Website

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320