د مرحوم کاندید اکاډمسن ظاهر افق یاد

زمری محقق

0 54

محمد ظاهر افق د مرحوم کاندید اکاډمسن ظاهر افق یاد

( سیاسي مبارز، روڼاندی او علمي شخصیت)

محمد ظاهر افق په کندهار کې زېږېدلی و. لومړنۍ او منځنۍ زده کړې یې د کندهار په میرویس نیکه لېسه کې بشپړې کړې او وروسته یې د کابل پوهنتون د ادبیاتو او بشري علومو پوهنځي د ژورنالېزم له څانګې څخه د فراغت سند ترلاسه کړ.

د هغه فکري روزنه د کندهار د روڼاندو او سیاسي مبارزینو له چاپېریال سره تړلې وه. د ابراهیم عطایي، ولي ځلمي، محمد انور نومیالي او محمد علم بڅرکي په څېر شخصیتونو افکارو پر هغه اغېز درلود. 

زه زمری محقق چی د مرحوم افق صاحب سره د نژدې دوستی تر څنګ د اواږدی مودې د انډیوالۍ اوسیاسي ملګرتیا ویاړ لرم ، د ده د څو بعدي شخصیت د پيژندی په هکله زیات د ویلو وړ مسائل را سره موجود دي چی د دې لنډ مضمون په چوکاټ کی نه ځایږی . او همدا رنګه د لا زیاتو معلوماتو لپاره  د مرحوم ظاهر افق صاحب د فکري وړانګو په هکله ننګیالی بڅرکی خپور سوی کتاب هم لوستلای سئ  .

د ظاهر افق شخصیت یوازې په سیاست پورې محدود نه و. هغه د علم او څېړنې په ډګر کې هم د پام وړ فعالیتونه درلودل.

تر هغه ځایه چی ماته معلومه ده  ، افق صاحب لاندی اثار لیکلی دي : .

  1. د فلسفې وېش او مفهوم.
  2. د لرغوني یونان د فلسفې لنډ تاریخ.
  3. هنر او ښکلا پېژندنه.
  4. د لیک نښې نښانې.
  5. پر احمدشاهي کندهار باندې یوه لنډه کتنه.
  6. په کندهار کې کورنی جوړښت.
  7. ژبه دماغ ته د خارجي کړکۍ په څېر.
  8. د انشتاین د نسبیت تیوري.

او یو شمیر نا چاپه أثار .

د دغو اثارو له سرلیکونو څخه څرګندېږي چې د هغه څېړنیزې لېوالتیا  په تېره بیا د فلسفې، تاریخ، ژبپوهنې، ټولنپوهنې او طبیعي علومو سره وه. 

محمد ظاهر افق د افغانستان د علومو په اکاډمۍ کې هم علمي او اداري دندې ترسره کړې.  اوتر ۱۳۶۷ لمریز کال پورې د کاندید اکاډمیسن د علمي رتبې په لرلو سره د دغې اکاډمۍ د عمومی ریاست د مرستیال په توګه دنده ترسره کړی ده .

: سیاسي مبارزه او فکري دریځ

ظاهر افق د افغانستان د دموکراسۍ د لسیزې په سیاسي خوځښتونو کې فعاله ونډه درلوده. د کابل پوهنتون د زده کړو پر مهال له یو شمیر د وخت مطرح  سیاسي شخصیتونو سره بلد سو چې وروسته یې د افغانستان د خلق دموکراتیک ګوند د جوړېدو په بهیر کې ونډه واخیسته.

هغه د دغه ګوند په لومړۍ مؤسسه کنګره کې ګډون وکړ او د مرکزي کمېټې د علی‌البدل غړي په توګه وټاکل سو.

خو د ګوند د داخلي اختلافونو او انشعابونو په پایله کې یې له دغه سیاسي جریان څخه لاره بېله کړه او خپل سیاسي سازمان یې جوړ کړ چې د «افغانستان د زحمتکښانو انقلابي جمعیت» په نوم یادېده.

د هغه د ژوند یوه د پام وړ ځانګړنه دا وه چې د خپلو پخوانیو سیاسي ملګرو له واک ته رسېدو سره سره یې خپل سیاسي دریځ بدل نه کړ او د اوږدې مودې لپاره په اپوزیسیون کې پاتې سو. 

: زندان او مهاجرت

د ډاکټر نجیب الله د واکمنۍ پر مهال ظاهر افق په شل کاله بند محکوم سو. ، هغه دوه کاله د پلچرخي په زندان کې تېر کړل او وروسته په هیواد کی د سیاسي بدلونونو په پایله کی د عمومی عفوي په لړ کی د نورو سیاسی بندیانو سره یوځای ، د پلچرخی زندان څځه خوشي او کاناډا ته مهاجر سو.

د بندی خانې ترخی او خوږې خاطرې یی زیاتی دي خو اوس به د ښاغلی اسحاق امانزی ، چی د افق صاحب سره په یوه وخت کی یې په نوموړی بندی خانه کی شپې تیری کړی دی ، په دغه لاندنۍ یادونه بسنه وکړو.

 امانزی صاحب په فیسبوک کی زما (محقق) د  د یوه پوست په ترځ کی 

لیکي :

« …خدای  بخښلی ظاهر افق زما د پلچرخي زندان ملګری وُ ډیري خوږې او ترخې شپې مو سره تیري کړي دي ښې ښې خاطرې یې زماسره ژوندی دي مرحوم افق صاحب سربیره پردې چي ډیر هوښیار ،زیرک حاضر جواب سیاست پوه وُ ځني نور علیحده خصوصيات یې درلودل چي په نورو سیاسي مشرانو کښي ډیرسم نه بریښیدل ،دی ډیر دلاوره او بیله کومه ډار څخه یې پر سیاسي او جهاني اړیکو ، ارتباطاتو  او اوضاع  باندي ، تیرسوي تیروتنو او د هیواد

راتلونکي په اړه په داسي حال کښي خپلي خبري به یې په خوږه وطني لهجه د خندا او یوې یوې ټوکي سره مل وې بحث کاوه او همه جانبه رڼا به یې پر اچول چي د ناستي ملګرو توجه به یې ځانته داسي جذبول چي د ده دخبرو او مجلس څخه خوند واخلي  .

 ده به هره ورځ  پر اکثریت ملګرو  په تیره بیا وطندارانو پوښتنه کول، دوهم مرحوم افق صاحب د ډیر لوړهمت او غیرت خاوند و او یو خاص وتلی کندهاري خواص په درلو دلوسره یې مخصوصي محلي او وطني لهجې او اصطلاحات استعمالول .

Related Posts
1 of 63,391

، څه وخت چي په محبس کښي د جابر حکومت پر ظلم ـ ستم او بیځایه محدودیتونو  په تیره بیا د خوراک ، اعاشې  زده کړي او اطلاعاتو د کمښت لکه د کتابتون ،راډیو او تلویزیون د عدم موجودیت په اړوند په محبس کښي دنـنه داعتراض مظاهره سازمادهي او شروع سوله مرحوم افق صاحب  د مرحوم هاشم وطنوال په ملاتړ د مظاهري  مشرتوب او رهبري په لاس کښي واخیستل او بیله هیڅ نوع ډار او ترس څخه یوه په زړه پوري داسي  له پیغامه ډکه بیانیه  ورکړه چي د هربندي حقوق پکښې ښکاره او په ډاګه بیان سول اوپه نتیجه کښي    مظاهره بریالی او په محبس دنـنه کښي لازم سهولتونه د بندیانو لپاره منځ ته راغله .

تر دغه پیښي وروسته مرحوم افق صاحب د ټولو محبوسینو په مینځ کښي  دهري عقیدې او مفکورې خلک چي وه خاص محبوبیت وموند دریم د یادولو وړ بولم چي ده ډیر دلسوز او مهربان زړه درلود او پربیوزلو او مسکینانو بندیانو یې همیشه پوښتنه کول او څه ناڅه پټه مرسته یې ورسره کول په تیره بیا څه وخت چي پایوازي شروع سول ده ته به ډیر انډیوالان پایوازي راتلل او خوراکي مواد اوپخه ډوډۍ او غذا به یې ورته راوړل  ده به په هغه ورځ د محبس ډیر بیوزلي بندیان چي پایواز یې نه درلود د هري سیمي یا ولایت چي وه بیله کوم توپیره میلمانه کړل او خپله ډوډۍ به یې په ښه ورین تندي  دوی ته ډالی او په نس به یې ماړه کړل ... »

– د شخصیت تاریخي ارزونه

– هغه د افغانستان د سیاسي تحولاتو د یوې مهمې دورې شاهد او فعال ګډونوال و چی د سیاسي اختلافونو په وخت کې یې خپلواک فکري دریځ وسا ته ..

– له سیاسي فعالیت سره یې علمي او څېړنیز کار هم پر مخ بېوۍ د هغه د لیکنو موضوعات ښيي چې غوښتل یې د فلسفې، تاریخ، هنر او ټولنیزو علومو په اړه د افغان لوستونکو پوهه پراخه کړي.

 د اکاډميسن کاندید ظاهر افق  د ۱۳۹۵ لمریز کال د کب پر ۱۶مه، چې د ۲۰۱۷ کال د مارچ له شپږمې سره سمون لري، په کابل کې وفات سو. 

د افق صاحب د مړینی په اړوند زما ( زمری محقق ) سره د امریکا ږغ لپاره د عارف عثمانزی ( زما د فاکولتی ، ژورنالیزم ټولګیوال ) لنده مرکه :

« افغانستان د معاصر سیاسي بهیر د څلویښتمې لسیزې راهیسې فعال پاته شوی سیاستوال ظاهر افق له دنیا سترگې پټې کړې.

ظاهر افق په کندهار کې زیږیدلی و او د افغانستان د ١٣۴٠ شمسي لسیزې راهیسې یې چې د “دموکراسۍ لسیزه” بلل کیږي، په سیاسي خوزښتونو کې فعاله ونډه درلوده. هغه د مارچ په شپږمه نیټه په کابل کې له دنیا سترگې پټې کړې.

ښاغلي افق ثانوي زده کړې د کندهار د میرویس نیکه په لیسې کې کړي او بیا د کابل پوهنتون د ادبیاتو او بشری علومو د پوهنځی د ژورنالیزم له څانګې څخه فارغ شوی و.

ښاغلی افق د کندهار د روښانفکرو مشرانو، ابراهیم اعطایي، ولي ځلمي، محمد انور نومیالي، محمد علم بڅرکي او یو شمیر نورو د افکارو تر تاثیر لاندې و چې د ویښ زلمیانو د غورځنگ فعال غړي وو.

هغه په کابل پوهنتون کې د زده کړو پر وخت د یو شمیر هغو سیاسي او ټولنیزو شخصیتونو سره اشنا شو چی وروسته یې د ۱۳۴۳ کال د “دموکراسۍ” له دورې نه په استفادې د خلق د دموکراتیک ګوند د رامنځ ته کیدو په لومړنۍ کنګره کې گډون درلود. ظاهر افق هم په دې کنګره کی گډون کړی و او د گوند د مرکزي کمیټې د علی البدل غړي په توګه ټاکل شوی و.

د خلق په دموکراتیک گوند کې د څو ځلي انشعابونو په نتیجه کې ظاهر افق خپل سیاسي گوند رامنځ ته کړ چې ” د افغانستان د زخمتکښانو د انقلابي جمعیت” په نوم یادیده.

افغان لیکوال او د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنگ پخوانی وزیر عبدالباري جهاني چې د ښاغلي افق سره یې له نژدې پیژندل وایي “ظاهر افق د خپل ژوند له کوچنیوالي بیا تر مرگه پورې په سیاست کې فعال پاته شو. ددې سره سره چې د افق ایډیالوژیک ملگري قدرت ته ورسیدل، خو هغه ته په کې کوم چانس حاصل نه شو او تر ډیره په اپوزیسیون کې پاته شو.”

ظاهر افق تر ١٣٦٧ کال پورې د علومو د اکاډمۍ مرستیال و چې همدایې وروستۍ رسمي دنده وه. هغه په علومو اکاډمۍ کې د کاندید اکادمسن علمي رتبه درلوده.

د ښاغلي افق کورنۍ ته منسوب یو افغان ژورنالیست زمری محقق د هغه د علمي او ادبي لیکنو په اړه امریکا غږ ته وویل چې ظاهر افق نه یوازی د سیاست په ډګر کی فعال و بلکه “د علم، ادب او قلم په ډګر کی یی هم یو شمیر ارزښتناکه اثار لیکلي او تالیف کړي دي.”

ښاغلی زمری د بیلگې په توگه د ښاغلي افق یو شمیر لیکنې یادې کړې چې په هغو کې “د فلسفی ویش او مفهوم، د لرغونی یونان د فلسفی لنډ تاریخ، هنر او ښکلا پیژندنه، د لیک نښې نښانې، پر احمد شاهي کندهار باندي یوه لنډه کتنه، په کندهار کې کورنی جوړښت، ژبه دماغ ته د خارجي کړکۍ په څیر او د انشتین د نسبیت تیوری”، شامل دي.

ښاغلي جهاني چې د افغانستان د علومو په اکاډمۍ کې د ښاغلي افق سره په یو وخت کار کاوه د افق د “هنر او ښکلا پیژندنه” کتاب یادونه کوي، خو وایي چې دا کتاب هم د ښاغلي افق د فکري سیر په وجه د هغه د سیاسي ایډیالوژۍ تر تاثیر لاندې انځور شوی دی.

ښاغلی افق د ډاکتر نجیب الله د واکمنۍ په وخت په شل کاله بند محکوم شو، خو یوازی دوه کاله یی د پلچرخی په زندان کی تیرکړل او بیا د کاناډا هیواد ته مهاجر شو، خو څو کاله وروسته بیرته کابل ته ولاړ او د ژوند وروستی کلونه یی د خپلی کورنی سره یو ځای په کابل کی تیر کړل.

 روح یې ښاد نوم یې تلپا ته 

زمری محقق . ۱۵/۱۱/۲۰۲۶

Our Pashto-Dari Website

  Donate Here

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply