جرګه په افغانستان کې یوازې د مشرانو د خبرو اترو دود نه دی؛ دا د سیاسي مشروعیت، ټولنیز تفاهم او د ملي اختلافونو د حل یوه تاریخي وسیله ده. خو په داسې مهال چې په افغانستان کې بې باوري او سیاسي انحصار موجود وي د یوې لویې ملي جرګې اړتیا تر بل هر وخت ډېره موجوده ده.
افغانستان د خپل معاصر تاریخ په اوږدو کې د واک د وېش، ملي هویت، سیاسي نظام او د دولت د مشروعیت پر سر له ژورو اختلافونو سره مخ دی. حکومتونه بدل شوي، نظامونه نسکور شوي او جګړې پای ته رسېدلې یا بېرته پیل شوې دي؛ خو یوه اساسي پوښتنه لا هم بېځوابه پاتې ده: افغانان څنګه کولی شي د خپل هېواد د راتلونکي په اړه په داسې بهیر کې پرېکړه وکړي چې د ټولنې بېلابېل سیاسي، قومي، ژبني، مذهبي او ټولنیز غږونه پکې واورېدل شي؟
د دې پوښتنې په ځواب کې د جرګې تاریخي دود بیا د بحث وړ ګرځي. جرګه په افغاني ټولنه کې د اختلافونو د حل، د شخړو د مهار او د ګډو پرېکړو د کولو یوه پېژندل شوې بڼه ده. خو د هغې ارزښت یوازې په تاریخي سابقه کې نه دی؛ اصلي اهمیت یې په دې کې دی چې ایا کولی شي د ننني افغانستان له سیاسي واقعیتونو سره ځان عیار کړي او د خلکو د ارادې د څرګندولو یوه باوري لاره شي.
جرګه؛ د افغانستان د سیاسي تفاهم یوه ناتمام فرصت
جرګه د افغانستان د سیاسي ژوند یوه پخوانۍ ټولنیزه وسیله ده، خو د هغې د رول په اړه باید له یوې مهمې خبرې پیل وشي: هره غونډه چې د جرګې نوم پرې کېښودل شي، د خلکو استازیتوب نه شي کولای. د جرګې اعتبار د هغې په نوم، د ګډونوالو په شمېر او یا د پرېکړو په خپرولو نه سنجول کېږي؛ بلکې په دې پورې تړلی دی چې څوک پکې ګډون لري، څوک ترې پاتې دي، ګډونوال څومره خپلواک دي او پرېکړې یې د ټولنې د پراخو برخو اراده منعکسوي که نه.
په افغاني ټولنه کې د جرګې دود تر ډېره د قومي مشرانو، سپینږیرو او بانفوذه کسانو له مشورو سره تړلی پاتې شوی دی. په سیمهییزه کچه جرګو د ځمکو، اوبو، کورنیو شخړو او د ټولنیزو اړیکو د ستونزو په حل کې رول لوبولی دی. په داسې ټولنه کې چې رسمي دولتي ادارې کمزورې وي، یا خلک د قضايي او اداري نظامونو پر بېطرفۍ باور ونه لري، د مخورو ترمنځ مخامخ خبرې اترې د شخړو د کمولو یوه عملي لاره ګرځېدلې ده.
خو ملي لویه جرګه له سیمهییزې جرګې سره توپیر لري. سیمهییزه جرګه ښايي د یوې سیمې د محدودې شخړې د حل لپاره جوړه شي، خو لویه جرګه د ټول هېواد د سیاسي راتلونکي، د واک د مشروعیت، د سولې او د اساسي نظام په څېر پراخو موضوعاتو په اړه د بحث لپاره رابلل کېږي. د افغانستان په معاصر سیاسي تاریخ کې همدې لویې جرګې څو ځله د سیاسي بدلونونو په مهمو پړاوونو کې رول لوبولی دی.
د تاریخ هغه پړاوونه چې جرګې سیاسي پرېکړې اغېزمنې کړې
په ۲۰۰۲ کال کې، د طالبانو د لومړي حکومت له نسکورېدو وروسته، په کابل کې بېړنۍ لویه جرګه جوړه شوه. په دې جرګه کې شاوخوا ۱۵۵۰ استازو ګډون درلود چې نږدې ۲۰۰ یې ښځې وې. جرګې حامد کرزی د انتقالي ادارې د مشر په توګه وټاکه او د نوي سیاسي نظام د جوړېدو لپاره یې د لارې په پرانیستلو کې رول ولوباوه.
له دې غونډې وروسته د اساسي قانون د جوړولو بهیر پیل شو. د ۲۰۰۳ کال په وروستیو او د ۲۰۰۴ کال په لومړیو کې اساسي قانون لویې جرګې د نوي اساسي قانون پر مسوده بحث وکړ او هغه یې تصویب کړ. د افغانستان د سیاسي جوړښت، د ولسمشر د واکونو، د پارلمان د صلاحیتونو او د وګړو د حقونو په اړه د هغه وخت پرېکړې د همدې بحثونو له لارې د یوه رسمي حقوقي سند برخه شوې. د کانګرس د څېړنیز خدمت په وینا، د اساسي قانون په جرګه کې ۵۰۲ استازو ګډون کړی و.
دا تجربه ښيي چې جرګه، که د یوه پراخ سیاسي بهیر برخه وي، د سیاسي جوړجاړي او د دولت د جوړښت په اړه د توافق لپاره زمینه برابرولی شي. د جګړې له کلونو وروسته د بېلابېلو سیاسي ډلو ترمنځ د خبرو اترو لپاره داسې یوه غونډه د دې فرصت هم رامنځته کوي چې اختلافونه د وسلهوالې سیالۍ پر ځای د بحث او مذاکراتو له لارې مطرح شي.
خو د افغانستان د جرګو تاریخ یوازې د بریالیو جوړجاړیو کیسه نه ده.
د ۲۰۰۲ کال د بېړنۍ لویې جرګې په اړه د بشري حقونو د څار سازمان راپورونه د زورواکو او پوځي ډلو د لاسوهنې، د ځینو استازو د ګواښلو او د خپلواکو ګډونوالو د څنډې ته کولو موارد ثبتوي.
جرګه ولې نن هم مطرح ده؟
د افغانستان اوسنی سیاسي وضعیت د داسې یوې ملي خبرې اړتیا لا هم د بحث موضوع ګرځولې ده. له ۲۰۲۱ کال راهیسې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د هېواد سیاسي جوړښت د یوې پراخې او ټولګډونه سیاسي پروسې پر ځای د طالبانو تر واک او پرېکړو لاندې دی. د هېواد د سیاسي راتلونکي، د حکومت د مشروعیت، د اساسي قانون، د ښځو د حقونو، د قومي او سیاسي تنوع او له نړیوالې ټولنې سره د اړیکو په اړه اختلافونه لا هم پر خپل ځای دي.
په داسې شرایطو کې جرګه د دې لپاره مهمه کېدای شي چې د افغانستان د بېلابېلو برخو خلکو ته د خبرو اترو یو ګډ سیاسي چوکاټ برابر کړي. خو دا چوکاټ هغه وخت معنا پیدا کوي چې د هېواد ټولې مهمې ټولنیزې او سیاسي ډلې پکې د ګډون واقعي فرصت ولري؛ نه دا چې یوازې هغه کسان پکې راټول شي چې له واکمن لوري سره سیاسي یا فکري توافق لري.
د ۲۰۲۲ کال په جون او جولای کې د طالبانو له خوا د دیني عالمانو او قومي مشرانو غونډه د دې توپیر یوه بېلګه ده. طالبانو هغه غونډه د لویې جرګې په څېر وبلله، خو د ګډونوالو ډېری برخه د طالبانو چارواکي او پلویان وو او ښځو ته د ګډون اجازه نه وه ورکړل شوې. په پای کې غونډې د طالبانو د حکومت د رسمیت پېژندلو غوښتنه هم وکړه.
دا ډول غونډې ښايي د واکمنې ډلې د پلویانو د نظر څرګندولو لپاره یوه وسیله وي، خو د ټول هېواد د سیاسي ارادې د استازیتوب لپاره یې اعتبار جلا بحث غواړي. د جرګې نوم په خپله د استازیتوب ضمانت نه دی.
څوک باید د یوې ملي جرګې برخه وي؟
د یوې بااعتباره ملي جرګې لومړنی شرط د ګډونوالو پراخ او عادلانه استازیتوب دی. افغانستان یوازې د قومي مشرانو او دیني عالمانو ټولنه نه ده. د هېواد ښځې، ځوانان، قومي او مذهبي لږکي، مدني فعالان، د پوهنتونونو استادان، حقوقپوهان، سوداګر، د کډوالو استازي، سیاسي جریانونه او د بېلابېلو سیمو خلک د هېواد د راتلونکي په اړه خپل نظرونه او اندېښنې لري.
که د افغانستان د راتلونکي په اړه پرېکړې یوازې د هغو کسانو له خوا وشي چې وسلې، سیاسي نفوذ یا د واک جوړښت ته لاسرسی لري، د ټولنې یوه لویه برخه به له سیاسي بهیره بهر پاتې شي. په ځانګړي ډول، د ښځو ګډون باید تشریفاتي نه وي؛ هغوی باید د بحث، پرېکړې او د جرګې د اجنډا په ټاکلو کې د نارینهوو په څېر واقعي ونډه ولري.
له همدې امله، د استازو د ټاکلو لپاره باید روښانه او د څارنې وړ میکانېزم موجود وي. د ولایتونو، ولسوالیو او ټولنیزو ډلو استازیتوب باید په مشخصو معیارونو برابر شي. د ګډونوالو ټاکنه باید د یوې سیاسي ډلې په واک کې نه وي او د غونډې بهیر باید د رسنیو او خپلواکو څارونکو پر وړاندې شفاف وي.
جرګه باید د واک د مشروعیت وسیله نه، بلکې د تفاهم ډګر وي
د افغانستان د جرګو په اړه یوه مهمه پوښتنه دا ده چې د هغې پرېکړې به څه ډول اغېز لري؟ ایا جرګه به یوازې مشورتي غونډه وي، که د هغې پرېکړې به د سیاسي راتلونکي په ټاکلو کې عملي رول ولري؟
دا موضوع باید له پیله روښانه شي. که جرګه یوازې د یوې واکمنې ډلې د پرېکړو د تایید لپاره جوړه شي، د ملي تفاهم پر ځای به د سیاسي مشروعیت د ترلاسه کولو وسیله وګرځي. خو که د غونډې اجنډا، ګډونوال او د پرېکړو بهیر خپلواک وي، نو د سیاسي اختلافونو د کمولو او د یوه ګډ سیاسي مسیر د موندلو لپاره زمینه برابرولی شي.
جرګه باید د ټاکنو، پارلمان، خپلواکو قضايي ادارو او د اساسي قانون د اړتیا ځای ونه نیسي. دا ادارې د یوه منظم سیاسي نظام اساسي برخې دي. جرګه کولای شي د داسې نظام د جوړېدو لپاره د تفاهم او مشورې زمینه برابره کړي، خو په خپله د تلپاتې سیاسي جوړښت بدیل نه شي کېدای.
همدارنګه، د جرګې د پرېکړو د عملي کېدو لپاره باید د هغې د واک حدود، د پرېکړو حقوقي حیثیت او د تطبیق څرنګوالی معلوم وي. که دا مسایل مبهم پاتې شي، د جرګې پایله ښايي یوازې د اعلامیې تر کچې محدوده شي.
د افغانستان لپاره جرګه؛ د خبرو د پیل امکان
د افغانستان د سیاسي بحران حل په یوه غونډه کې نه شي کېدای. د واک د وېش، د ښځو د حقونو، د اساسي قانون، د سیاسي مشارکت او د ملي یووالي په اړه اختلافونه ژورې ریښې لري او د حل لپاره یې وخت، سیاسي اراده او دوامدار مذاکرات اړین دي.
خو د یوې بااعتبار ملي جرګې جوړېدل کولای شي د دې بهیر لپاره د خبرو اترو یوه ګډه نقطه رامنځته کړي. داسې جرګه چې د واکمنو او مخالفو سیاسي جریانونو، د هېواد دننه خلکو، کډوالو، ښځو او د ټولنې د بېلابېلو قشرونو استازي پکې د برابر ګډون فرصت ولري، ښايي د اختلافونو د مطرح کولو او د ګډو حللارو د لټولو لپاره زمینه برابره کړي.
د جرګې د جوړېدو په اړه باید یوه بله پوښتنه هم مطرح شي: ایا ګډونوال به وکولای شي د واکمنو پرېکړې وننګوي، د خپل نظر د بیان ازادي ولري او له مخکې ټاکل شوې اجنډا بدله کړي؟
که ځواب منفي وي، نو دا به د ملي تفاهم جرګه نه وي، بلکې د یوې ډلې تر سیوري لاندې غونډه وي.
د افغانستان اړتیا یوازې د یوې بلې غونډې یا اعلامیې نه ده؛ اړتیا یې داسې سیاسي بهیر ته ده چې د خلکو د ارادې پر بنسټ د واک د مشروعیت، د حقونو د تضمین او د ګډ ژوند د اصولو په اړه تفاهم رامنځته کړي.
جرګه هغه وخت د افغانستان لپاره ارزښت لري چې د زور د پرېکړې پر ځای د خلکو د خبرو، د انحصار پر ځای د ګډون او د سیاسي حذف پر ځای د ګډ تفاهم لاره پرانیزي.
شاه محمود میاخېل
د افغانستان د سولې او ولسواکۍ ملي نهضت دوراني مشر او د جمهوري غوښتونکو خوځښت د سیاسي چارو مسوول
Our Pashto-Dari Website

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320