نن د افغانستان د سولې او ولسواکۍ د ملي نهضیت لخوا علمي کنفرانس په انلاین بڼه جوړ شوې و. زما د وینا بشپړ متن دلته لوستلې شئ. کیدې شي ځینې دوستان ورسره موافق او ځینې مخالف وي. سیمنارونه او علميکنفرانسونه ه همدې خاطر دایریږي چې فکري تنوع رامنځته شي او د یو بل نظریات واوریدل شي.
د سیمنار د موضوع:
افغانستان د روانو نړېوالو اکتشافاتو په څپو کې:
فرصتونه، ګواښونه او مسوولیتونه
بسم الله الرحمن الرحیم
۱۷ مې ۲۰۲۶زکال
د افغانستان د سولې او ولسواکۍ ملي نهضت علمي سیمنار
افغانستان د روانو نړېوالو اکتشافاتو په څپو کې،
فرصتونه، ګواښونه او مسوولیتونه
تر هر څه د مخه په دغه علمي سیمنار کې د ټولو قدرمنو خویندو او ورونو د برخې اخستنې او ګډون نه مننه کوم.
د افغانستان د سولې او ولسواکۍ ملي نهضت، د افغانستان د مسایلو په هکله، وخت په وخت، په بیلابیلو موضوعاتو علمي سیمنارونه جوړوي تر څو افغانان، د نړۍ په هر ګوډ او یا داخل د افغانستان کې وي، د افغانستان د ثبات او سوکالۍ لپاره مثمر رول ولوبوي.
د افغانستان د سولۍ او ولسواکۍ ملي نهضت د پنځو سیاسي جریانونو تر منځ اتحاد دی، چې تقریبا درې کاله د مخه، د همفکره سیاسي جریانونو په لړ کې، د انسجام په مؤخه رامنځته شو. دا لړۍ روانه ده او د ډیر نورو ملي سیاسي او علمي شخصیتونو او حرکتونو سره په اړیکه کې یو تر څو د یو لوی ملي چتر په چوکاټ کې د افغانستان د ثبات او سوکالۍ لپاره سره شریک کار وکړو.
د دې سیاسي حرکت توپیر د نورو سیاسي جریانونو سره په دې کې دی چې دغه حرکت د افغانانو په خپل فکر او امکاناتو، د افغانستان د ملي ګټو او منل شوو سیاسي اصولو په منلو سره، رامنځته شوې او د هرو شپږو میاشتو لپاره دوراني مشر د پنځو سیاسي جریانونو د مشرانو نه ټاکي او نور څلور مشران یې د معاونینو په توګه کار کوي. د دغه سیاسي حرکت مؤځې یوازې او یوازې د افغانستان ثبات او سوکالي ده او د هیچا دروازې د پروژو اخستلو لپاره نه ټکوي او نه د چا نه امتیاز غواړي. فقط خپل ملي، دیني او افغاني مسوولیت د افغانستان د قضایاو په هکله ادا کوي او چپ نه پاتې کیږي.
دا چې دا حرکت د افغانانو د خپل فکر او د خپلو امکاناتو تولید دی، همدا علت دی چې د دې حرکت د ټولو غړو تر منځ اعتماد او باور، د هرې ورځې په تیریدو سره زیات شوې او کم شوې نه دی. او اوس په سل ګونو کدرونه د دغه سیاسي حرکت سره همغږي دي. زه د نهضت د دوراني مشر په توګه، د ټولو مشرانو او غړو د اعتماد نه مننه کوم.
البته دا په دې معنی نه دی، چې زمونږ هلې ځلې کافي او یا زیات انسجام ته اړتیا نشته دی. خو د افغانانو تر منځ انسجام راوستل هم اسانه کار نه دی ځکه د افغانستان په تعلیمیافته قشرکې د جمعي فعالیتونو، که هغه سیاسي دي یا مدني، د مهارتونو حوصله ډیره کمه او یا د نشت سره برابره ده.
دسیاسي او مدني جریانونو او حرکتونو جوړول اسانه، خو په یو بل اعتماد او دوام ستونځمن کار دی. بیا په داسې حالت کې چې افغانان سره پاشل شوي او د سیاسي او مدني جریانونو د طبیعي رشد لپاره زمینه نه ده مساعده.
زما په اند، د افغانستان مشکل قومي، ژبني، سمتي او یا تخنیکي مشکل نه دی بلکې سیاسي مشکل دی او په دې خاطر قوي سیاسي جریانونو انسجام ته اړتیا ده. د همدغه اړتیا په بنیاد، د نهضت سیاسي جریانونه، سره یو ځای شویدي. که ملي سیاسي جریانونه قوي نشي، طبیعي خبره ده چې غیر ملي ډلې او مفکورې به لکه د تیرو پنځو لسیزو غوندې قوي پاتې کیږي.
ځینې کسان وایي چې سیاست او د سیاسي ډلو جوړیدل بد کار دی خو که په سیاست او سیاسي فعالیتونو کې ولسونه، تعلیمیافته او ملي شخصیتونه پراخه برخه وانخلي، نو بیا به غیر ملي اشخاص او ډلې د افغانانو په سرنوشت او یا زما او ستا په سرنوشت لوبې کوي او د افغانستان د راتلونکې په اړه به هغوي رول لوبوي.
د نهضت مؤځې ډیرې واضحه او د افغانستان د ملي ګټو په اصولو ولاړې دي. په داخل او بهر کې د افغانانو سره چې مونږ غږیږو، تقریبا د نهضت اصولي دریځونه، د افغانستان د اکثریت ولس غوښتنې دي.
د بیلګي په توګه:
اول:
که څه هم نهضت د طالبانو د کړنلارو، انحصار د قدرت او د نفې سیاست سره مخالف دی، خو جنګ د افغانستان د مسایلو د حل لار نه بولي. د افغانستان مسایل باید افغانان په خپلو منځو کې د خبرو له لارې حل کړي. کله چې د افغانانو داخلي مشکل حل شو، بیا د ګاونډیانو او نړۍ سره د مثبت تعامل لپاره زمینه مساعد کیدلې شي. فعلا د افغانستان د ګاونډيانو او نړیوالو هیوادونو تعامل د افغانستان او د طالبانو د حاکمې ډلې سره منفي تعامل دی. حتی ځینو ګاونډیانو لکه پاکستان، د افغانستان د ولس سره ښکاره د دښمنې اعلان کړې ده.
دویم:
د افغانستان د نوم او عزت، ځمکنۍ بشپړتیا، استقلال او د افغان ملي هویت حمایت د نهضت د اساسي اصولو نه دي چې په دې هکله نهضت خپل دریځ په کراتو واضح کړېدی. د افغانستان په خاوره یې د پاکستان علني تجاوز او تیرې غندلې او هم یې د هغه کړیو مخالفت کړیدی چې د افغانستان د ملي منافعو په ضد ځینو سیاسي او مدني ټولنو، په دې وروستیو وختونو کې کوم دریځونه نیولي دي.
درېیم:
د افغانستان اصلي مشکل چې مونږ په تیرو پنځو لسیزو کې په نښه کړیدی، د نفې او انحصار د قدرت سیاستونه د احزابو، ډلو او اشخاصو لخوا و چې مقابل کې یې ولسونه راپاڅیدلي او جنګونه پيل شویدي. د خلق دیموکراتیک ګوند د کودتاه نه نیولې تر اوسه همدا حال دی. د جنګونو او مخالفتونو د دوام له امله، د ګاونډیانو او بهرنیانو مداخلې زیاتې شولې، حکومتونه او رژیمونه یو د بل پسې چپه او له منځه یوړل شول.
پدېتوګه نه طالبان افغانان نفې کولې شي او نه د طالبانو مخالفین، طالبان نفې کولې شي بلکې د اساسي قانون په چوکاټ کې ټول افغانان د طالبانو په شمول، په افغانستان کې د کار، تعلیم، ژوند، د بیان ازادي او سیاست حق باید ولري. که د طالبانو د حاکمیت موجوده تګلاره، همداسې دوام وکړي، افغانستان به بیا د نیابتي جګړو مرکز وي او راتلونکې جنګونه به د تیر په څیر د افغانانو په ګټه نه وي. او ټولې خواوې به بایلونکې وي. زمونږ دا نظر، چاته نصحیت او مشوره ورکول نه دي بلکې ټولې خواوې د تیرو ناکامو تجربو او تاریخ نه باید عبرت واخلي چې د یو بل نفې کول او د قدرت د انحصار سیاست دوام نشي کولې او پایله به یې د بل جنګ پیل وي.
څلورم:
د دې لپاره چې اوس افغانستان د بحران او انزوا حالت نه ووځي، نهضت په ټولو خواو غږ کوي چې یوه واقعي لویه جرګه راوغواړي تر څو د پاکستان سره د روانو ستونځو او جګړې په هکله یوه ملي اجماع رامنځته او هم په افغانستان کې د حکومت او نظام د ولسي مشروعیت لپاره لاره هواره شي. تر څو چې ولسي مشروعیت رامنځته نشي، افغانستان به د انزوا په حالت کې وي. افغانستان او افغانان به په نړیوالو ستیجونو خپل استازيتوب نشي کولې او زمینه به د ګاونډیانو مداخلو او نیابتي جګړو ته مساعدیږي. همداشان، افغانستان به د سیمې او نړۍ د افراطیت په مرکز بدلیږي.
د نهضت د جوړیدو او تګلارې په هکله مې دا مختصر معلومات ځکه ورکړل چې د سیمنار ځیني برخه وال، چې د نهضت د جوړیدو او مؤخو په هکله معلومات نه لري، یو څه معلومات تر لاسه کړي البته د نهضت په هکله لیکلي اسناد شتون لري. هر څوک چې غواړي دغه اسنادو ته لاسرسې ولري، د نهضت سکرتریت یې ورته ورکولې شي، ځکه نهضت تګلاره او اصول د هیچا نه پټ نه دي او د افغانانو لپاره دي.
راغلو د دې سیمنار د بحث په موضوع، چې ما ته دنده راسپارل شوې، خپل نظر د قدرمنو ګډونوالو سره شریک کړم.
د بحث موضوع، نړېوالو تحولاتو او اکتشافاتو په درشل کې کوم فرصتونه او ګواښونه افغانستان ته متوجه دي او د افغانانو مسوولیتونه به څه وي؟
د دغه سیمنار د وخت د تقاضا په اساس، صرف غواړم چې په اجمالي توګه ځینې موضوعاتو او مسایلو ته یادونه وکړم او خپل نظر د تاسي قدرمنو خویندو او ورونو سره شریک کړم. ځکه په دغه ټولو مسایلوهر اړخیر بحث زیات تفصیل ته اړتیا لري.
اول:
تر کومه حده چې زه د افغانستان، سیمې او د نړۍ د سیاست په هکله، مطالعه او تجربه لرم، د افغانستان ټولو پخوانیو حکومتونو، رژیمونو او سیاسیونو، همیشه فرصتونه درلودل چې د افغانستان د ګټو لپاره، په سیاسي، اقتصادي او امنیتي برخو کې او د زیربناو او موسساتو د جوړولو او استحکام لپاره کار او پریکړې وکړي. خو له بده مرغه په هر دور کې، د یو ښه مدیریت او رهبرې د تشې له امله د افغانستان مطرح مشرانو چې فرصتونه یې درلودل، ونشو کړې چې مهمې پریکړې وکړي او د هیواد د ځمکني شرایطو په اساس، تګلارې وټاکي. د دغه ناسم مدیریت او رهبرې پایلې دا شولې، چې افغانستان د یو بحران نه لا خلاص شوې نه وي چې د بل بحران سره مخامخ شوې دی.
زه د تیرو پنځو لسیزو پړه په یو خاص رژیم او ډلو نه اچوم خو دا واقعیتونه دي چې افغانان د نورو د ګټو لپاره قرباني شول او اوس هم د افغانستان راتلونکی په نا معلومه خوا روان دی. دلته د علل او معلول د فلسقې په اساس، ټول تیر حکومتونه او د طالبانو اوسنۍ حاکمه ډله او هم ملت په دې هکله مقصر دی ځکه حکومتونو او مشرانو د ملت لپاره سم مسیر ونه ټاکه او همداشان د ملت ملاتړ او مخالفت د نظام او سیستومونو سره د ښې حکومتولې د اصولو په اساس نه و بلکې د خپلو محلي او شخصي ګټو په اساس و.
دوم:
زیات وخت افغانان او ناکام سیاسیون پړه د ګاونډیانو او بهرنیانو په مداخلو وراچوي خو دا نه وایي چې د ګاونډیانو او بهرنیانو مداخلو ته چا زمینه مساعده کړله؟ که په داخل کې زمینه مساعده شوې نه وې، نو ګاونډیانو او بهرنیانو هیڅکله په افغانستان کې مداخله نشوه کولې او یا د دوی د مداخلې کچه به ډیره ټیټه وې. د دنیا هر یو ملک ګاونډیان لري او د اکثرو هیوادونو مشکل لومړۍ د خپلو ګاونډیانو سره دی. مثالونه یې ډیر زیات دي: هند او پاکستان سره مشکل لري. هند د بوتان، سریلانکا، بنګله دیش او چین سره مشکل لري. بیا چین د جاپان، تایوان او کوریا سره مشکل لري. روسیه د اوکراین او مخکې یې د چین سره هم مشکل درلود. امریکا یې د کیوبا، مکسکو او اوس د کاناډا او اروپا سره مشکل لري. عربي هیوادونه او ایران هم په خپلو منځو کې سره مشکل لري.
خو هر هیواد د تاریخ په اوږدو کې د یو ښه مدیریت او رهبریت په نتیجه کې مهمې پریکړې کړیدي، د خپل هیواد لپاره یې ستراتیژیک دوستان ټاکلې دي او خپل هیوادونه یې د پرمختګ په مسیر روان کړیدي. کومو مشرانو چې په خپل وخت سمې پریکړې نه دي کړي، خپل هیوادونه یې ضعیفه او یا د بحران سره مخامخ کړیدي.
پدیتوګه، د نړۍ او سیمې موجوده اقتصادي، سیاسي او امینتي وضعیت نه یوازې په افغانستان بلکې په هر هیواد باندې مثبت او منفي تاثیر لري ځکه نن سبا د نړۍ اقتصاد، امنیت، صحت، او محیط زیست په یو بل کې اوبدل شویدي. تاسي کرونا ویروس په خپریدو کې ولیدل چې د دې ویروس د خپریدو تاثیرات په ټوله دنیا څنګه و؟ د روسې او اوکراین جګړې منفې تاثیرات په ټوله اروپا او حتی امریکا او نورو هیوادونو اغیز لری. په ایران باندې د امریکې او اسرایلو د جګړې له امله د نړۍ په کچه یو لوی بحران رامنځته شوې او د دې بحران منفي تاثیرات به کلونه ونیسي چې دفع شي او همداسې نور مسایل.
چینان همیشه بحران ته د فرصتونو په سترګه ګوري ځکه په نارمل حالت کې د یو انسان د شخصیت او یا د یو هیواد اقتصادي رشد، ډیر بطي وي. خو د بحرانونو نه د وتلو په نتیجه کې یو شخصیت ډیر ژر تبارز کوي او یا د یو هیواد اقتصادي رشد په چټکې سره زیاتیږي او هیوادونه په اقتصادي، سیاسي او امنیتي لحاظ قوي او پرمختګ خواته روانیږي.
که څه هم د ایران او امریکې د جګړې نه د مخه د دنیا اقتصادي، سیاسي او امنیتي توازن مخ په تغیر و، خو د دې جګړې نه وروسته چې اوس یې هم پایلې نا معلومې دي، د دنیا اقتصادي، سیاسي او امنیتي حوزې، په ټولو برخو کې به په نوې مسیر روانې وي. د جنګونو تاکتیکونه، تکنالوژي، اقتصاد او نړیوالو تړونونو سره تغیر کړیدی او نور به هم تغیر کوي. د ساینس او تکنالوژي رول نور هم مهم شوې دی او د AI، (Artificial Intelligence) رول به په راتلونکو جنګونو او اقتصاد کې یو بل لوی تغیر وي.
د هیوادونو لپاره دا مهمه ده چې د فرصتونو نه د استفادې لپاره زمینه مساعده کړي نه دا چې د فرصتونو د زمینې مخه ونیسي. له بده مرغه، په اوس وخت کې طالبانو د فرصتونو مخه نیولې ده ځکه د تعلیمي ادارو کچه راټیټول او د ښځو په تعلیم باندې بندیز، د طالبانو د هر کال په موجودیت کې، افغانستان لس کاله شاته یا د نړۍ د پرمختګ د بهیر نه وروسته پاتې شوې او که همداسې دوام وکړي، افغانستان به نور هم وروسته پاتې کیږي.
په اوسني وخت کې او یا همیشه هر هیواد باید خپل اولویتونه وټاکي. که اولویتونه معلوم نه وي، بیا د هرچا نه لاره ورکه وي او هیڅوک نشي کولې چې د هیواد په ثبات کې مثبت رول ولوبوي دا په دې معنی نه ده چې ښه کارونه به نه وي شوې یا نه کیږي خو د ملي تګلارې په نشتون کې، افغانستان هیڅکله په خپلو پښو نشي ودریدلې او نه د ګاونډیانو او دنیا سره سیال کیدلې شي.
د بیلګې په توګه، په اوسنې وخت کې د افغانستان لویه ستونځه، د یو قانوني، مشروع او ولسواکه نظام نشتون او افغانستان د انزوا په حالت کې دی. که دغه اولنې ستونځې لپاره اقدام ونشي او افغانستان کې قانوني، مشروع او ولسواکه نظام رامنځته نشي، افغانستان د انزوا د حالت نه ونه وځي، ټول افغانان په نظام کې خپل ځان ونه وګوري، ټولو افغانانو ته، ښځه او نر، د کار، ژوند او تعلیم زمینه مساعده نشي، په نورو مسایلو اصلا بحث کول بې معنی خبره ده او څه ګټه هم نه لري.
پدې خاطر د نظام ولسي مشروعیت باید افغانانو ته اولویت وي نه دا چې هر څه نفې او تر امرثاني پورې هر څه معطل وي. لکه د جنګ نه حکومتولي مشکله ده همداسې د یو هیواد د پرمختګ ودرول او مانع ایجادول اسانه کار دی. خویو هیواد پرمختګ لور ته سوق کول مشکله کار دی. یعنې یو تعمیر په کلونو او زیاتو امکاناتو سره جوړیږي خو ورانول یې ډیر اسانه کار دی او په څو دقیقو، ساعتونو او ورځو کې له منځه وړل کیدلې شي.
مشروع او ولسواکه نظام بیا د خپل هیواد د ګټو په چوکات کې د هیواد لپاره لنډمهاله، منځمهاله او اوږدمهاله اقتصادي، امنیتي او سیاسي پالیسي ټاکي چې څنګه پرمختګ، او د دنیا او ګاوڼډیانو سره څه ډول روابط او تګلاره غوره کړي. که د یو قانونمند، مشروع او ولسواکه نظام په نشتون کې مونږ په اقتصادي، سیاسي او امنیتي مسایلو بحث کوو، دا داسې معنی لري لکه ګاډۍ چې د اس نه مخکې وتړې او اس ګاډۍ، د شا لخوا ټیله کوي چې نتیجه نه ورکوي.
د پورته لنډ تحلیل په راڼا کې یو ځل بیا یادونه کوم چې له بده مرغه، افغانانو او د افغانانو مشرانو، همیشه فرصتونه په بحران بدل کړیدي. افغانان او طالبان په کل کې اوس هم ښه فرصتونه لري، خو د دې اراده لا تر اوسه نه ده پیدا کړې چې د دې فرصتونو نه استفاده وکړي.
الله تعالی هم فرمایي:
إِنَّ اللهَ لاَ یُغَیِّرُ مَا بِقَوْمٍ حَتَّى یُغَیِّرُواْ مَا بِأَنْفُسِهِمْ
که یو قوم یا ملت په خپل حالت کې تغیر رانه ولي، الله تعالی هم د هغه قوم او ملت په حالت کې تغیر نه راولي.
که افغانان په خپل حالت کې پخپله تغیر رانه ولي، د نورو په طمعه کیناستل به بیځایه توقع وي. که حالات همداسې په موجوده شکل روان وي، دا فرصتونه بیا په بحران، په ډیره اسانې سره بدلیدلې شي ځکه د افغانستان د معافیت، Immunity System، سیستم د تیرو پنځو لسیزو د جګړو له امله ډیر ضعیفه شوېدی او په ډیره اسانې سره افغانستان بې ثباته کیدلې شي.
پدې خاطر، دا د ټولو افغانانو که په هیواد کې دننه او که بهر دي، مسوولیت لري چې د جنګ، خشونت، د یو بل د نفې کولو، انحصار د قدرت، تقابل او توهین په عوض د همکاري روحیه رامنځته کړي ځکه د افغانستان په بې ثباتې کې د هیچا خیر نشته دی. تاسي ګوري چې د پخوانیو جنګونو د مهمو لوبغاړو رول اوس ډیر کم شوې او که جنګونه دوام کوي او افغانستان بې ثباته کیږي، د طالبانو په شمول به مخالفین هم هیڅ رول په راتلونکې کې ونه لري او نور لوبغاړې به رامنځته کیږي.
که طالبان وایي چې د دې چانس نشته دی، دا هم سمه نه ده ځکه که داسې چانسونه نه وې، نو دوی ته هم نوبت نه رسیده. د تیرې دورې او یا د تیرې دورې د خرابو کړنلارو او انزوا له امله دوی څنګه له منځه یوړل شول. دا حالت بیا هم که نن نه وي یا سبا، خامخا له منځه ځي. یو ځل چې اوبه د ورخه تیرې شي، بیا به هیڅوک ګټونکي نه وي. ټولې خواوې به لکه د تیرو پنځو لسیزو په شان بایلونکي او افغانان به یو ځل بیا د راتلونکو نیابتي جګړو قرباني او د سون مواد وي.
په اخره کې زه د نهضت د اطلاعاتو او فرهنګ د کمیټې د غړو او مشرتابه، په خاصه توګه د انجینر صیب یعقوبي، د نهضت د سکرتریت د مشر، ښاغلی نوروهاب څپاند صیب او د دوی د همکارانو نه مننه کوم چې د دې سیمنار د جوړیدو تابیا یې نیولې ده. همداشان د تاسي ټولو خویندو او ورونو او د رسنیو د استازو نه مننه کوم چې په دغه سیمنار کې مو ګډون وکړ.
په درنښت
ستاستي د توجو نه مننه
شاه محمود میاخېل
د افغانستان د سولې او ولسواکۍ د ملي نهضت دوراني مشر او د جمهوري غوښتونکو خوځښت د سیاسي اړیکو مسوول.
حکومتولي په خپل سر نشي ډنګولې
زموږ انګلیسي ویبپاڼه:
![]()
Comments are closed.