د شکرې ناروغیو د کنټرول لپاره ۵ طبیعي او غوره خواړه

ډاکټر رحمن ملکزوئ

31

شکر یوه داسې ناروغي ده چې که کنټرول نه شي، د بدن د نورو غړو لکه (سترګو، پښتورګو او زړه) دښمن جوړېږي.
دلته پنځه مهم طبیعي مواد او د هغوی د کارولو سمه طریقه درپېژنو:
دارچین (Cinnamon)
دارچین د انسولین په څېر عمل کوي. دا په حجرو کې د قند جذب اسانه کوي او په وینه کې د شکر کچه په طبیعي ډول راټیټوي.
لارښوونه:په ورځني ډول له ۲ څخه تر ۳ ګرامه (نیمه کاشوغه) د چای یا اوبو سره وکاروئ.

مېخک (Cloves)
مېخک نه یوازې د خولې بوی خوشبويه کوي، بلکې د التهاب ضد قوي خاصیت لري چې د شکر د عوارضو مخه نیسي.
لارښوونه: په ورځ کې ۲ دانې مېخک په خپله ډوډۍ یا چای کې شامل کړئ.
سور مرچ (Red Chili) شکر د وینې جریان ټکنی کوي، خو سور مرچ د وینې رګونه خلاصوي او د جریان په پیاوړي کولو کې مرسته کوي.
لارښوونه:په خوړو کې یې په کمه اندازه وکاروئ، خو که د معدې تیزابیت لرئ، احتیاط وکړئ.

کورکمن/زردچوبه (Turmeric)
دا د “طبیعي انټي بیوټیک” په نوم یادېږي. زردچوبه یا کورکمن د بدن دفاعي سیستم پیاوړی کوي او د هغو زخمونو مخه نیسي چې د شکر ناروغان ورسره مخ کېږي.
لارښوونه:یوه نیمه کاشوغه په ګرمو شیدو یا سالن کې ګډه کړئ.
هوږه (Garlic)
هوږه د زړه ملګرې ده. دا د وینې فشار کنټرولوي او د زړه د پمپ کولو توان زیاتوي، چې د شکر ناروغانو لپاره حیاتي او غوره درمل دي
لارښوونه: هره ورځ یو یا دوه کوچني کلي (دانه) هوږه په خالي معده یا له ډوډۍ سره وخورئ.
مشوره: هره ورځ لږ تر لږه ۳۰ دقیقې چټک قدم وهل د شکر تر ټولو غوره درملنه ده.د ورځې ۸ ګیلاسه اوبه وڅښئ ترڅو ستاسو پښتورګي پاک پاتې شي.
پرهیز: له سپینې بورې، خوږو مشروباتو او ډېرې سرې شوې غوښې څخه په کلکه ډډه وکړئ.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.