ګنګرین

ډاکټر رحمن ملکزوئ

35

ګنګرین (Gangrene) څه شی دی او ولې رامنځته کیږي؟

ګنګرین یوازې یوه زخم نه دی، بلکې دا د بدن د ژوندیو نسجونو د مړینې پروسه ده. کله چې د بدن کوم غړي ته اکسیجن لرونکې وینه بنده شي، یا یو باکتریايي عفونت دومره شدید شي چې دفاعي سیستم یې مخه ونیولی نشي، نو یاده برخه په “ګنګرین” بدلیږي.
د ګنګرین مهم ډولونه:
1. وچ ګنګرین (Dry Gangrene): ډیری وخت په هغو خلکو کې لیدل کیږي چې د شکرې (Diabetes) یا د رګونو د تنګوالي ناروغي لري. پوستکی وچ، مړاوی او تور رنګ کیږي.
2. لانده ګنګرین (Wet Gangrene): دا ډول ډیر خطرناک دی ځکه چې باکتریايي عفونت پکې وي. زخم پړسوب، بد بوی او اوبه لري.
# نښې نښانې:
د پوستکي د رنګ بدلون (له شنه څخه تر تور پورې).
په اغیزمنه شوې برخه کې شدید درد یا په بشپړه توګه د حس له منځه تلل.
بدبویه افرازات
تبه، لړزه او د زړه د ضربان تیزیدل.
# درملنه او طبي مدیریت (Treatment):
ګنګرین یو طبي بېړنی حالت دی. په کور کې د سرسري درملو په واسطه یې درملنه مه کوئ. ناروغ باید ژر تر ژره روغتون ته ورسول شي.
۱. جراحي (Debridement):
لومړنی او تر ټولو مهم ګام د مړو شوو نسجونو لرې کول دي ترڅو سالم نسجونه خوندي پاتې شي. په ځینو سختو حالاتو کې د غړي غوڅول (Amputation) یوازینۍ لاره وي.
۲. انټي بیوټیک (Antibiotics):
د انتان د خپریدو د مخنیوي لپاره قوي انټي بیوټیکونه ورکول کیږي. معمولاً دا درمل په روغتون کې د رګ (IV) له لارې تطبیق کیږي:
Piperacillin/Tazobactam: په هرو ۶ تر ۸ ساعتونو کې ۴.۵ ګرامه د رګ له لارې.
Clindamycin:په هرو ۶ تر ۸ ساعتونو کې له ۶۰۰ څخه تر ۹۰۰ ملی ګرامه پورې (په ځانګړي ډول د ګازي ګنګرین لپاره).
Vancomycin:که چیرې د مقاومت لرونکو باکتریاو ویره وي، د وزن مطابق د ډاکټر لخوا توصیه کیږي.
۳. هایپرباریک اکسیجن (Hyperbaric Oxygen Therapy):
په دې طریقه کې ناروغ ته په لوړ فشار کې خالص اکسیجن ورکول کیږي، کوم چې د باکتریاو په وژلو او د نسجونو په بیا رغونه کې مرسته کوي.
#نوټ:که د شکرې ناروغي لرئ،نو د وزن کنټرول او د سګرټ پریږئ (ځکه سګرټ رګونه تنګوي).
هر ډول کوچني زخم جدي وګنئ.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.