مپس څه ډول ناروغي ده؟

ډاکټر رحمن ملکزوئ

32

مپس (Mumps)څه ډول ناروغي ده؟

مپس ،کله چرک یا ځینې کسان ورته ګوشک هم وایی یوه ویروسي، ساري او ډېر خپرېدونکې ناروغي ده چې عموماً د ماشومانو او ځوانانو په منځ کې ډېر لیدل کېږي. دا د paramyxovirus له ډلې څخه یو ویروس رامنځته کوي، او د لاړو له لارې نورو ته انتقالېږي.

نښې نښانې :د مپس نښې نښانې عموماً د ۱–۲ اونیو وروسته څرګندېږي:د غاښ لاندې غدودونو پړسوب (په ځانګړي ډول د غوږ مخې ته)،د مخ درد او حساسیت،تبه ،ستړیا او بې‌حالی،د خولې وچوالی،د ژوولو یا تیرولو پر وخت درد بعضې وخت د سر درد،د عضلو درد،اشتها کمېدل

#مپس څنګه خپرېږي؟ – علتونه
مپس د ویروس له امله رامنځته کېږي. دا د یو ناروغ کس له:ټوخېدو،پرنجېدو،ګډو لوښو د استمعال،یا د لاړو له تماس سره په اسانۍ نورو ته لېږدېږي.
ماشومان چې واکسین (Mumps vaccine – د MMR برخه) نه وي ترلاسه کړي، د اخته کېدو چانس یې لوړ وي.
#د مپس درملنه او پاملرنه
مپس لپاره ځانګړې درملنه یا انټي‌بیوټیک نشته ځکه چې دا ویروسي ناروغي ده. درملنه د نښو د کمولو لپاره وي.عموماً پاراسټامول یا ایبوپروفین کارول کېږي.
په پړسوب شوې برخه سړه ټوټه (ice pack) اېښوول ،نرم خواړه خوړل، ځکه ژوول درد زیاتوي،ډېر مایعات څښل: سوپ، جوس، اوبه
ناروغ باید د ۵–۷ ورځو لپاره ارام وکړی،د نورو څخه جلا پاتې شي ترڅو ناروغي خپره نه کړي

مخنیوي غوره لاره
‏MMR واکسین (Measles–Mumps–Rubella) د مپس تر ټولو اغېزمن مخنیوی کوي. ماشومان باید په ټاکلي وخت واکسین شي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.