اتیا کاله له ملګرو ملتونو سره؛ افغانستان څه ترلاسه او څه یې له لاسه ورکړل؟
لیکنه او راټولونه: نجیب پاڅون
افغانستان د ۱۹۴۶ کال د نومبر په ۱۹مه د ملګرو ملتونو غړیتوب ترلاسه کړ، له هغې ورځې اتیا کاله تېرېږي، په دې موده کې افغان استازي د نړۍ د مهمو پرېکړو برخه وو، یو افغان د عمومي اسامبلې ریاست ته ورسېد او د ملګرو ملتونو ادارو په افغانستان کې د بشري مرستو، روغتیا، پوهنې او پراختیا په برخو کې فعالیت وکړ؛ خو د جګړو، سیاسي بدلونونو او نړیوالو سیالیو پر مهال د دغه سازمان رول تل له پوښتنو او ننګونو سره مل پاتې شوی دی.
*** د ملګرو ملتونو تر جوړېدو مخکې؛ د ملتونو ټولنه
د ملګرو ملتونو د تاریخ د ښه درک لپاره باید تر دې سازمان مخکې نړۍوال بنسټ ته هم وکتل شي.
د لومړۍ نړیوالې جګړې له پای وروسته، د نړۍ هېوادونو د دې لپاره چې د بلې پراخې جګړې مخه ونیسي، د ملتونو ټولنه یا League of Nations جوړه کړه، دغه سازمان په ۱۹۱۹ کال کې د ورسای تړون له مخې رامنځته شو او په ۱۹۲۰ کال کې یې فعالیت پیل کړ.
موخه یې د نړۍوالې سولې ساتل، د هېوادونو ترمنځ د شخړو سولهییز حل او نړیواله همکاري وه؛ خو د لویو قدرتونو اختلافاتو، د پرېکړو د عملي کولو د کمزوري میکانېزم او د ځینو مهمو هېوادونو د نهګډون له امله یې ونه شو کړای د دویمې نړیوالې جګړې مخه ونیسي.
افغانستان د دغه سازمان له غړو څخه و، د ملګرو ملتونو د تړونونو د رسمي ارشیف له مخې، افغانستان د ۱۹۳۴ کال د سپټمبر په ۱۷مه د ملتونو ټولنې غړی شو، کله چې د ۱۹۴۶ کال په اپرېل کې د دې ټولنې فعالیتونه پای ته ورسېدل، افغانستان هم د هغې د پاتې ۴۴ غړو په ډله کې و.
په دې توګه، د ملګرو ملتونو غړیتوب د افغانستان لومړنی نړۍوال سازماني حضور نه و؛ بلکې د نړیوالې همکارۍ په یوه نوي پړاو کې د ګډون دوام و.
*** ملګري ملتونه ولې جوړ شول؟
د دویمې نړۍوالې جګړې له پای ته رسېدو وروسته، د نړۍ هېوادونه د یوه داسې نړیوال سازمان جوړولو ته ورسېدل چې د جګړو د مخنیوي او د نړیوال امنیت د ساتلو لپاره پیاوړی جوړښت ولري.
د ۱۹۴۵ کال د اپرېل په ۲۵مه د امریکا په سانفرانسیسکو ښار کې د نړیوال سازمان د جوړېدو کنفرانس پیل شو، د ۵۰ هېوادونو استازو د څو اوونیو له بحثونو وروسته د جون په ۲۶مه د ملګرو ملتونو منشور لاسلیک کړ. پولنډ، چې په کنفرانس کې یې استازي نه وو حاضر، وروسته منشور لاسلیک کړ او په دې توګه د بنسټګرو غړو شمېر ۵۱ شو.
منشور د ۱۹۴۵ کال د اکتوبر په ۲۴مه، د اړینو هېوادونو تر تصویب وروسته، نافذ شو او ملګري ملتونه رسماً رامنځته شول.
د دې سازمان اساسي موخې د نړیوالې سولې او امنیت ساتل، د هېوادونو ترمنځ د دوستانه اړیکو پراختیا، نړیواله همکاري او د بشري حقونو درناوی وټاکل شوې.
د ملګرو ملتونو د جوړېدو پر مهال د امنیت شورا ته ځانګړی واک ورکړل شو، پنځو دایمي غړو ــ امریکا، شوروي اتحاد، بریتانیا، فرانسې او چین ــ د ویټو حق ترلاسه کړ، دا جوړښت د لویو قدرتونو د ګډون لپاره مهم و، خو په راتلونکو کلونو کې د هغوی سیاسي اختلافات د سازمان د پرېکړو پر بهیر هم اغېزمن شول.
*** د لندن تاریخي غونډه؛ د نوي نړۍوال سازمان لومړی ګام
د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې خپله لومړنۍ غونډه د ۱۹۴۶ کال د جنورۍ په ۱۰مه د لندن په ویسټمنسټر کې، په مېتودیست مرکزي تالار (Methodist Central Hall) کې ترسره کړه.
د نړۍ د ۵۱ هېوادونو استازي په دې غونډه کې راټول شوي وو. د غونډې د جوړېدو لپاره د تالار دننه ځانګړي بدلونونه راوستل شوي وو؛ د استازو لپاره مېزونه، د ژباړې خونې او د رسنیو لپاره ځایونه برابر شوي وو. شاوخوا ۸۰۰ خبریالانو د غونډې راپورونه پوښل.
په دې غونډه کې یوازې د سازمان د کار د پیل په اړه بحث نه کېده؛ بلکې د اټومي انرژۍ، کډوالو، د مستعمرو د خپلواکۍ، اقتصادي نابرابرۍ او د ښځو د ګډون موضوعات هم مطرح شول.
د ملګرو ملتونو لومړنۍ عمومي اسامبله په لندن کې جوړه شوه، خو د سازمان دایمي مرکزي دفتر وروسته په نیویارک کې جوړ شو.
*** افغانستان څنګه د ملګرو ملتونو غړی شو؟
افغانستان د ۱۹۴۶ کال د نومبر په ۱۹مه، له ایسلنډ او سویډن سره یوځای، د ملګرو ملتونو غړیتوب ترلاسه کړ.
د عمومي اسامبلې د ۳۴م پرېکړهلیک له مخې، د افغانستان، ایسلنډ او سویډن د غړیتوب غوښتنې ومنل شوې، د افغانستان د غړیتوب نېټه د ملګرو ملتونو په رسمي اسنادو کې هم د همدې ورځې په توګه ثبت ده.
د افغانستان د غړیتوب سند د هغه وخت د امریکا لپاره د افغانستان استازي، حسین عزیز (A. Hosayn Aziz) لاسلیک کړ، په دې سند کې د افغانستان حکومت د ملګرو ملتونو د منشور د ټولو مکلفیتونو منل اعلان کړل.
په همدې ورځ د افغانستان بیرغ د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې د هغه وخت په لنډمهالي مرکز، په نیویارک کې د فلاشینګ مېډوز (Flushing Meadows) په سیمه کې پورته شو.
له دې وروسته افغانستان د عمومي اسامبلې د غونډو د ګډون، د رایې ورکولو او د نړیوالو پرېکړو په بهیر کې د خپل دریځ د څرګندولو رسمي حق ترلاسه کړ.
*** د سړې جګړې سیالي او د افغانستان دیپلوماتیک دریځ
د ملګرو ملتونو له جوړېدو لږ وروسته، نړۍ د امریکا او شوروي اتحاد ترمنځ د سړې جګړې په سیالۍ کې ښکېله شوه.
د دواړو قدرتونو سیاسي او پوځي اختلافاتو د امنیت شورا پر پرېکړو اغېز وکړ، د ویټو حق په ځینو مهمو نړیوالو قضیو کې د پرېکړو مخه ونیوله او د سازمان د اغېزمنتیا په اړه یې پوښتنې راپورته کړې.
افغانستان په دې موده کې هڅه کوله د نړیوالو قدرتونو ترمنځ د سیالۍ پر ځای خپلواک او متوازن بهرنی سیاست وساتي. د نهتعهدۍ غورځنګ له اصولو سره د افغانستان نږدېوالی د دغه سیاست یوه برخه وه.
د ۱۹۷۲ کال د اکتوبر په ۱۰مه د افغانستان استازي محمد موسی شفیق د ملګرو ملتونو په عمومي اسامبله کې په خپله وینا کې د نهتعهدۍ د فلسفې ملاتړ وکړ. نوموړي ټینګار وکړ چې ملګري ملتونه باید د لویو قدرتونو ترمنځ د سیالۍ تر اغېز لاندې رانشي او د کوچنیو هېوادونو د نظرونو د څرګندولو ازاد ډګر پاتې شي.
*** عبدالرحمن پژواک؛ د افغانستان دیپلوماتیک حضور
د افغانستان د ملګرو ملتونو د اتیا کلن حضور په تاریخ کې یو له مهمو پړاوونو څخه د عبدالرحمن پژواک د عمومي اسامبلې ریاست ته رسېدل دي.
پژواک، چې افغان دیپلومات او لیکوال و، په ۱۹۶۶ کال کې د عمومي اسامبلې د یوویشتمې دورې د رئیس په توګه وټاکل شو، هغه د دې نړۍوال سازمان په تاریخ کې د افغانستان لپاره د یوه مهم دیپلوماتیک مقام استازیتوب کاوه.
پژواک په ۱۹۶۷ کال کې د عمومي اسامبلې د ځانګړو او بېړنیو غونډو مشري هم وکړه، د ملګرو ملتونو په رسمي لېست کې د نوموړي نوم د افغانستان د استازي په توګه ثبت دی.
محمد موسی شفیق هم د افغانستان له هغو نوموتو استازو څخه و چې په عمومي اسامبله کې یې د هېواد په استازیتوب ویناوې کړې دي، د ملګرو ملتونو رسمي اسناد ښيي چې هغه د ۱۹۷۱ کال د اکتوبر په ۱۱مه او د ۱۹۷۲ کال د اکتوبر په ۱۰مه د عمومي بحث په غونډو کې وینا کړې ده.
د ۱۹۷۲ کال په وینا کې یې د نړیوالې سولې، د کوچنیو هېوادونو د حقونو، د لویو قدرتونو د نفوذ او د نهتعهدۍ د سیاست په اړه د افغانستان دریځ څرګند کړ.

*** جګړې او د ملګرو ملتونو د سولې هڅې
د افغانستان د ملګرو ملتونو اتیا کلن حضور یوازې له دیپلوماتیکو لاسته راوړنو جوړ نه دی، د جګړو پر مهال د دغه سازمان د پرېکړو او منځګړیتوب هڅې هم له سختو ازموینو سره مخ شوې دي.
د ۱۹۷۹ کال د ډسمبر په ۲۷مه شوروي ځواکونو افغانستان ته ننوتل، د ۱۹۸۰ کال د جنورۍ په ۱۴مه د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې په خپل بېړني پرېکړهلیک کې پوځي مداخله وغندله او د بهرنیو ځواکونو د سمدستي، بېقید او شرطه وتلو غوښتنه یې وکړه.
د ملګرو ملتونو سرمنشي خپل استازی وټاکه، څو د افغانستان د جګړې د سیاسي حل لپاره له کابل، مسکو، واشنګټن او اسلاماباد سره خبرې وکړي، وروسته ډیاګو کوردوېز د ملګرو ملتونو د منځګړي په توګه د افغانستان او پاکستان ترمنځ د غیرمستقیمو خبرو مشري وکړه.
د دې هڅو پایله د ۱۹۸۸ کال د اپرېل په ۱۴مه د ژنیو تړونونو لاسلیک و، د تړونونو له مخې، د شوروي ځواکونو د وتلو بهیر پیل شو او د ۱۹۸۹ کال د فبرورۍ په ۱۵مه بشپړ شو.
خو دا تړونونه د افغانستان د کورنیو جګړو د پای ته رسېدو په معنا نه وو، د ملګرو ملتونو په خپله پرېکړهلیکونو کې هم د افغان لورو ترمنځ د خبرو او د پراخ بنسټه حکومت پر جوړېدو ټینګار شوی و.
*** د ۱۹۹۰مو کلونو ناکامې سیاسي هڅې
د شوروي ځواکونو له وتلو وروسته هم افغانستان د سولې پر لور ولاړ نه شو.
د ملګرو ملتونو سرمنشي په ۱۹۹۱ کال کې د افغانستان د سیاسي کړکېچ د حل لپاره پنځهمادهییز پلان وړاندې کړ. د دې پلان موخه د افغان لورو ترمنځ سیاسي جوړجاړی او د یوه انتقالي حکومت رامنځته کول وو.
د ۱۹۹۲ کال په مارچ کې د هغه وخت ولسمشر ډاکټر نجیبالله د ملګرو ملتونو له استازي بنون سیوان سره تر خبرو وروسته اعلان وکړ چې د انتقالي حکومت د جوړېدو په صورت کې به له خپل شخصي ګډون او واک څخه تېر شي، هغه د واک د لېږد او د یوه نوي سیاسي بهیر ملاتړ هم څرګند کړ.
خو د جګړې چټکو بدلونونو او د افغان لورو ترمنځ د جوړجاړي د نهتحقق له امله دغه پلان عملي نه شو. په اپرېل ۱۹۹۲ کې د نجیبالله حکومت پای ته ورسېد او مجاهدین کابل ته ننوتل؛ خو د سولې پر ځای نوې کورنۍ جګړه پیل شوه.
ملګرو ملتونو په ۱۹۹۳ کال کې د افغانستان لپاره ځانګړی سیاسي ماموریت هم جوړ کړ، څو د ملي روغې جوړې او بیارغونې لپاره د افغان لورو ترمنځ خبرې اسانه کړي. خو دغه هڅې هم د جګړو د دوام مخه ونه نیوله.
*** له ۲۰۰۱ کال وروسته؛ د ملګرو ملتونو نوی ماموریت
د ۲۰۰۱ کال د ډسمبر په ۵مه د بن په کنفرانس کې د افغان سیاسي ډلو استازو د موقتې ادارې پر جوړېدو هوکړه وکړه، د ملګرو ملتونو امنیت شورا د همدې کال د ډسمبر په ۲۰مه د ۱۳۸۶ پرېکړهلیک له مخې په کابل او شاوخوا سیمو کې د نړیوال امنیتي ځواک د ځای پر ځای کېدو اجازه ورکړه.
د ۲۰۰۲ کال د مارچ په ۲۸مه د امنیت شورا د ۱۴۰۱ پرېکړهلیک له مخې د ملګرو ملتونو د افغانستان مرستندویه پلاوی، یوناما (UNAMA)، جوړ شو، د دغه ماموریت دنده د بن د تړون په پلي کېدو کې مرسته، د سیاسي بهیر ملاتړ، د بشري حقونو څارنه او د نړیوالو مرستو همغږي وه.
په دې موده کې ملګرو ملتونو د افغانستان د ټاکنو، د دولتي بنسټونو د جوړېدو، د اساسي قانون د بهیر، د کډوالو د بېرته ستنېدو او د بشري مرستو په برخو کې فعالیت وکړ.
*** د ملګرو ملتونو بشري او پراختیايي فعالیتونه
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو حضور یوازې سیاسي او دیپلوماتیک نه دی.
د دغه سازمان د ماشومانو صندوق، یونیسف، له ۱۹۴۹ کال راهیسې په افغانستان کې د ماشومانو د حقونو، روغتیا، تغذیې، زدهکړو، پاکو اوبو او د ماشومانو د ساتنې په برخو کې فعالیت کوي.
د روغتیا نړیوال سازمان (WHO)، د خوړو نړیوال پروګرام (WFP)، د کډوالو عالي کمېشنري (UNHCR)، د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام (UNDP) او نورې ادارې هم په بېلابېلو پړاوونو کې د افغانستان د خلکو د ملاتړ لپاره فعالې شوې دي.
د دغو ادارو دندې سره توپیر لري؛ ځینې یې روغتیايي خدمات برابروي، ځینې خوراکي مرستې رسوي، ځینې د کډوالو او بېځایه شویو خلکو ملاتړ کوي او ځینې د پراختیا او بنسټیزو خدمتونو په برخو کې کار کوي.
د ملګرو ملتونو د افغانستان د دفتر د معلوماتو له مخې، د دغه سازمان د هېواد په ډله کې ۲۴ ادارې، صندوقونه او پروګرامونه شامل دي، چې ۲۰ یې په افغانستان کې حضور لري.
*** له ۲۰۲۱ کال وروسته؛ نوی وضعیت او محدودیتونه
د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۵مه کابل د طالبانو لاس ته ولوېد او په افغانستان کې نوی سیاسي وضعیت رامنځته شو.
ملګرو ملتونو په افغانستان کې خپل حضور ته دوام ورکړ، خو د طالبانو له ادارې سره یې اړیکې د ښځو او نجونو د حقونو، د حکومتولۍ د څرنګوالي او د نړیوالو ژمنو د پلي کېدو پر سر له اختلافونو سره مخ شوې.
د نجونو پر منځنیو او لوړو زدهکړو بندیز، د ښځو پر کار او عامه ژوند محدودیتونه او د هغوی د سیاسي او ټولنیز ګډون مخنیوی د ملګرو ملتونو د پرلهپسې نیوکو موضوع ده.
د ۲۰۲۵ کال د سپټمبر له اوومې راهیسې افغان ښځینه کارکوونکې د طالبانو د محدودیتونو له امله د ملګرو ملتونو دفترونو ته له ننوتلو منع شوې دي، ملګرو ملتونو په ۲۰۲۶ کال کې هم د دې محدودیت د دوام په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.
سره له دې، یوناما په افغانستان کې خپل ماموریت ته دوام ورکوي، د ملګرو ملتونو امنیت شورا د ۲۰۲۶ کال د جون په ۱۵مه د ۲۸۲۲ پرېکړهلیک له مخې د دغه ماموریت دنده د ۲۰۲۷ کال د جون تر ۱۷مې وغځوله.
*** د افغانستان استازیتوب؛ یوه ناحل شوې موضوع
د طالبانو له واکمنېدو وروسته د افغانستان په نړیوالو اړیکو کې یوه مهمه پوښتنه د ملګرو ملتونو په عمومي اسامبله کې د هېواد د استازیتوب موضوع ده.
د ۲۰۲۵ کال د عمومي اسامبلې د ۸۰مې دورې لپاره د افغانستان د استازو په اړه د دوو بېلابېلو غوښتنو له ترلاسه کېدو وروسته، د اعتبارلیکونو کمېټې د پرېکړې د ځنډولو وړاندیز وکړ. دغه موضوع لا هم د افغانستان د نړیوال استازیتوب د بحث یوه برخه ده.
د ملګرو ملتونو د ۲۰۲۶ کال د نومبر د څلورمې نېټې په رسمي لېست کې نصیر احمد فایق د افغانستان د سرپرست شارژدافیر په توګه ثبت دی.
دا وضعیت ښيي چې د افغانستان د ملګرو ملتونو غړیتوب پر خپل ځای دی، خو د هېواد د استازیتوب او د واکمنې ادارې د نړیوال دریځ موضوع لا هم له سیاسي او حقوقي بحثونو سره تړلې ده.
*** پایله؛ اتیا کاله حضور، خو لا هم ډېرې پوښتنې
د ملګرو ملتونو په سازمان کې د افغانستان اتیا کلن حضور د هېواد د معاصر دیپلوماتیک تاریخ مهمه برخه ده، افغانستان د ملتونو ټولنې له غړیتوب وروسته په یوه نوي نړیوال سازمان کې خپل ځای وموند، په نړۍوالو پرېکړو کې یې ونډه واخیسته، د عمومي اسامبلې د ریاست مقام ته ورسېد او د جګړو پر مهال یې د ملګرو ملتونو د منځګړیتوب او بشري مرستو تجربه هم وکړه.
خو دغه اوږد حضور تل د سولې او سیاسي ثبات په راوستلو کې بریالی نه و، د سړې جګړې سیالۍ، د لویو قدرتونو اختلافات، د افغان لورو ترمنځ د جوړجاړي نشتوالی او د نړیوالو پرېکړو د عملي کېدو محدودیتونه د دې ناکامیو له مهمو عواملو څخه وو.
ملګري ملتونه د نړۍ حکومت نه دی او د یوه هېواد د سیاسي ستونزو د حل لپاره نامحدود واک نه لري، د دې سازمان اغېزمنتیا تر ډېره د غړو هېوادونو پر همکارۍ، د امنیت شورا پر پرېکړو او د اړوندو لورو پر همکارۍ پورې تړلې ده.
اتیا کاله وروسته د افغانستان لپاره اصلي پوښتنه یوازې دا نه ده چې دغه هېواد څومره موده د ملګرو ملتونو غړی پاتې شوی؛ بلکې دا هم ده چې څنګه کولای شي له دې نړیوال حضور څخه د خپلو خلکو د حقونو، سیاسي استازیتوب، سولې او پرمختګ لپاره اغېزمنه ګټه واخلي.
سرچینې
- د ملتونو ټولنې تاریخ او د غړیو هېوادونو معلومات.
League of Nations – Historical Information and Membership - د ملګرو ملتونو منشور او د سازمان بنسټیز اصول.
The United Nations Charter - د ملګرو ملتونو د جوړېدو او تاریخي بهیر په اړه معلومات.
History of the United Nations - د افغانستان د ملګرو ملتونو غړیتوب او د منلو رسمي پرېکړهلیک.
Admission of Afghanistan to the United Nations – Resolution 34(I) - د افغانستان د غړیتوب رسمي سند، د ۱۹۴۶ کال د نومبر ۱۹مه.
Instrument of Adherence by Afghanistan to the United Nations - د ملګرو ملتونو د غړیو هېوادونو او د هغوی د غړیتوب د نېټو معلومات.
UN Member States - د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې د پخوانیو مشرانو په لېست کې د عبدالرحمن پژواک ژوندلیک او دوره.
Past Presidents of the UN General Assembly – Abdul Rahman Pazhwak - د ۱۹۷۲ کال د ملګرو ملتونو په عمومي اسامبله کې د افغانستان د صدراعظم محمد موسی شفیق وینا.
UN General Assembly – 1972 Speech by Mohammad Musa Shafiq - د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي د ماموریت تاریخ، ۱۹۸۰–۱۹۸۸.
The United Nations and Afghanistan – 1980 to 1988 - د افغانستان او پاکستان لپاره د ملګرو ملتونو د ښه نیت ماموریت.
United Nations Good Offices Mission in Afghanistan and Pakistan (UNGOMAP) - د ۱۹۸۸ کال د اپرېل د ۱۴مې د ژنیو تړونونه.
Geneva Accords on Afghanistan - د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د ۱۹۹۱ کال پرېکړهلیک.
UN General Assembly Resolution A/RES/46/23 - د ولسمشر ډاکټر نجیبالله د ۱۹۹۲ کال د مارچ د ۱۸مې څرګندونې.
Statement by President Najibullah – 18 March 1992 - د یوناما د جوړېدو په اړه د امنیت شورا ۱۴۰۱ پرېکړهلیک.
UN Security Council Resolution 1401 - په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي رسمي وېبپاڼه.
United Nations Assistance Mission in Afghanistan (UNAMA) - په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ادارو فعالیتونه او تاریخچه.
The United Nations in Afghanistan - په افغانستان کې د یونیسف فعالیتونه او د کار مخینه.
UNICEF in Afghanistan - د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د سرمنشي راپورونه او تازه معلومات.
UN Secretary-General’s Reports on Afghanistan - په افغانستان کې د بشري حقونو په اړه د یوناما راپورونه.
UNAMA – Human Rights Reports - د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پرېکړهلیکونه.
UN Security Council Resolutions
پای
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320