افغانستان د وچې او نیمه وچې اقلیمي سیمې په منځ کې پروت هېواد دی؛ خو د هندوکش لوړې څوکې، واورین غرونه او یخچالونه یې د سیمې د مهمو سیندونو سرچینې جوړوي، د دغو غرونو واورې د پسرلي په موسم کې ویلې کېږي او د هېواد سیندونه تغذیه کوي، د همدې اوبو یوه برخه د کرنې، څښاک او برېښنا لپاره کارول کېږي او بله برخه له طبیعي لارو د ګاونډیو هېوادونو پر لور بهېږي.
خو د افغانستان د اوبو مسئله یوازې دا نه ده چې څومره سیندونه لري او اوبه یې کومو هېوادونو ته رسېږي، اصلي مسئله دا ده چې د دغو اوبو څومره برخه په هېواد کې زېرمه کېږي، څنګه وېشل کېږي او د خلکو د اړتیاوو لپاره څومره ترې ګټه اخیستل کېږي؟
د نړۍوال بانک د اټکل له مخې، افغانستان په کال کې شاوخوا ۵۷ میلیارد متر مکعب د سطحي اوبو ظرفیت لري؛ خو د اوبو د زېرمه کولو، لېږد او وېش د کمزورو اسانتیاوو له امله له دې سرچینو څخه یوازې یوه برخه کارول کېږي، دا وضعیت د افغانستان د کرنې، اقتصادي ودې او د اوبو د راتلونکي امنیت لپاره یوه مهمه ننګونه ده.
*** د افغانستان اوبه له کومه سرچینه اخلي؟
د افغانستان د اوبو ډېره برخه د ژمي د واورو او د غرونو د یخچالونو له ویلې کېدو سرچینه اخلي. د هندوکش او پامیر غرونه په دې برخه کې ځانګړی اهمیت لري، د نړۍوال بانک د ۲۰۲۵ کال د «اقلیم سره د سازګارې کرنې د عمل پلان» له مخې، د افغانستان د اوبو شاوخوا ۸۵ سلنه سرچینه د هندوکش له لوړو سیمو سره تړاو لري.
د واورو ویلې کېدل د سیندونو د اوبو د بهیر مهمه برخه جوړوي؛ خو دا بهیر په ټول کال کې یو شان نه وي، د پسرلي په موسم کې د واورو د ویلې کېدو له امله د سیندونو اوبه زیاتېږي، سیلابونه رامنځته کېدای شي او په ځینو سیمو کې د اوبو د زېرمه کولو اړتیا لا ډېره څرګندېږي، د کال په نورو موسمونو کې بیا د سیندونو بهیر کمېږي او ځینې کوچني سیندونه یوازې څو میاشتې اوبه لري.
له همدې امله، افغانستان یوازې د اوبو د کمښت له ستونزې سره نه، بلکې د اوبو د موسمي وېش له ستونزې سره هم مخ دی، په یوه موسم کې د سیلابونو خطر وي او په بل کې د کرنې او څښاک لپاره د اوبو کمښت.
*** پنځه سیندیزې حوزې؛ د هېواد د اوبو جغرافیه
د افغانستان د سطحي اوبو بهیر په پنځو لویو سیندیزو حوزو وېشل شوی دی، دا حوزې د سیندونو او هغو سیمو جغرافیایي جوړښتونه دي چې اوبه یې په پای کې یوې ګډې لارې یا سیند ته بهېږي.
دا پنځه حوزې عبارت دي له:
۱. د پنج ـ امو سیندیزه حوزه: د افغانستان په شمال او شمال ختیځ کې پرته ده، د پنج سیند، کوکچې، کندز او نورو سیندونو اوبه په دې حوزه کې راټولېږي او د امو سیند له لارې د منځنۍ اسیا د اوبو له نظام سره نښلي، د امو سیند د افغانستان او د منځنۍ اسیا د هېوادونو ترمنځ د اوبو له مهمو ګډو سرچینو څخه دی.
۲. د کابل سیندیزه حوزه: د هېواد ختیځ او شمال ختیځ رانغاړي، د کابل، کونړ، پنجشېر، لغمان او لوګر سیندونه د دې حوزې مهمې سرچینې دي، د کابل سیند پښتونخوا ته ننوځي او هلته د اباسین یا سند سیند له نظام سره یوځای کېږي.
۳. د هلمند سیندیزه حوزه: د افغانستان تر ټولو پراخه سیندیزه حوزه ده، هلمند، ارغنداب او د هغوی مرستیال سیندونه د دې حوزې مهمې سرچینې دي، د دغو اوبو یوه برخه د سیستان حوزې او د ایران او افغانستان د ګډو هامونونو پر لور بهېږي، د هلمند سیند د دواړو هېوادونو ترمنځ د اوبو د حقونو او وېش مهمه موضوع هم ده.
۴. د هریرود ـ مرغاب سیندیزه حوزه: د افغانستان لوېدیځ او شمال لوېدیځ رانغاړي، هریرود او مرغاب یې مهم سیندونه دي، د دې حوزې د اوبو بهیر د هرات، ایران او ترکمنستان د سرحدي سیمو له اوبو سره تړاو لري؛ خو د دواړو سیندونو مسیر او د اوبو د پای ځایونه یو شان نه دي.
۵. شمالي سیندیزه حوزه: د افغانستان شمالي ولایتونه رانغاړي. د بلخ، خلم، سرپل او شیرینتګاب په څېر سیندونه یې مهمې سرچینې دي، د دې حوزې ډېری سیندونه په کورنیو دښتو او ټیټو سیمو کې پای ته رسېږي او د نورو لویو سیندیزو حوزو په څېر څرګند نړۍوال مسیر نه لري.
د نړیوال بانک او د یونیسف لپاره د «اوبو سرچینې په افغانستان کې» تر سرلیک لاندې د ۲۰۲۳ کال تخنیکي راپور د دغو پنځو حوزو جغرافیه او د اوبو د بهیر څرنګوالی تشریح کړی دی.
*** د افغانستان اوبه کومو هېوادونو ته بهېږي؟
د افغانستان څلور لویې سیندیزې حوزې له ګاونډیو هېوادونو سره ګډې دي؛ خو د هرې حوزې د اوبو مسیر، سرچینه او د بهیر پای یو له بل سره توپیر لري.
د پنج ـ امو حوزې اوبه د منځنۍ اسیا له سیندیز نظام سره تړاو لري او د امو سیند له لارې د تاجکستان، ازبکستان او ترکمنستان په ګډون د سیمې د هېوادونو د اوبو په نظام کې برخه اخلي.
د کابل سیند بیا پښتونخوا ته بهېږي او د اباسین سیند له لارې د سند سیند له نظام سره یوځای کېږي.
د هلمند سیند د سیستان حوزې ته رسېږي او د افغانستان او ایران ترمنځ د اوبو د وېش مسئله ورسره تړلې ده، د ۱۹۷۳ کال د هلمند د اوبو تړون هم د همدې سیند د اوبو د وېش لپاره لاسلیک شوی و؛ که څه هم د تړون عملي کېدل د دواړو هېوادونو ترمنځ د اختلاف موضوع پاتې شوې ده.
د هریرود ـ مرغاب حوزې سیندونه هم د لوېدیځې او شمال لوېدیځې سیمې له اوبو سره تړاو لري او د هریرود د بهیر یوه برخه د ایران او ترکمنستان د سرحدي سیمو پر لور ځي.
خو یوه مهمه خبره دا ده چې د افغانستان ټولې اوبه له هېواده نه وځي او نه هم د دغو حوزو ټولې اوبه یوازې په افغانستان کې تولیدېږي. د پنج ـ امو او کابل حوزو ځینې اوبه له ګاونډیو هېوادونو څخه افغانستان ته هم راځي، د بېلګې په توګه، د پنج سیند د اوبو یوه مهمه برخه د تاجکستان له غرنیو سیمو سرچینه اخلي او د کونړ سیند د اوبو په بهیر کې هم د پاکستان د غرنیو سیمو ونډه شته.
له همدې امله، د افغانستان د اوبو مسئله یوازې د سرچینو د ساتلو موضوع نه ده؛ بلکې د ګاونډیو هېوادونو ترمنځ د ګډو اوبو د عادلانه او اغېزمن مدیریت مسئله هم ده.
*** ۵۷ میلیارد متر مکعب اوبه؛ څومره یې کارول کېږي؟
د نړۍوال بانک د ۲۰۲۵ کال راپور د افغانستان د سطحي اوبو کلنی ظرفیت شاوخوا ۵۷ میلیارد متر مکعب اټکل کړی دی، د همدې راپور له مخې، د دغو اوبو یوازې ۳۰ تر ۳۵ سلنه په اوسني وضعیت کې کارول کېږي.
خو د دې شمېرې معنا دا نه ده چې پاتې ټولې اوبه له هېواده وځي، د اوبو یوه برخه د طبیعي بهیر له مخې د سیندونو په مسیر کې روانه پاتې کېږي، یوه برخه د زېرمه کولو د اسانتیاوو د نشتوالي له امله نه شي ساتل کېدای او د اوبو د موسمي بدلونونو، تبخیر او د ځمکې د طبیعي جوړښتونو اغېز هم پر دې بهیر شته.
د اوبو د کلني ظرفیت په اړه بېلابېلې څېړنې هم یو شان شمېرې نه وړاندې کوي، د نړۍوال بانک په همدې راپور کې د پخوانیو او نویو هایدرولوژیکي معلوماتو پرتله ښيي چې د ۱۹۶۹ او ۱۹۸۰ کلونو ترمنځ د پنځو حوزو د سطحي اوبو حجم شاوخوا ۵۷ میلیارد متر مکعب اټکل شوی و؛ خو د ۲۰۰۷ او ۲۰۱۶ کلونو لپاره دا اندازه شاوخوا ۴۹ میلیارد متر مکعب ښودل شوې ده.
د راپور له مخې، د ۲۰۳۰ کال لپاره د اوبو د حجم وړاندوینه شاوخوا ۴۲.۳ میلیارد متر مکعب ده. دا وړاندوینه د اقلیمي بدلونونو او د واورو او یخچالونو د بدلېدونکي وضعیت په اړه اندېښنې څرګندوي؛ خو باید د یوې وړاندوینې په توګه ولوستل شي، نه د راتلونکي د قطعي شمېرې په توګه.
*** د اوبو ډېره برخه کرنه مصرفوي
د افغانستان اقتصاد تر ډېره پر کرنه ولاړ دی او د اوبو تر ټولو لوی مصرفوونکی سکتور هم کرنه ده.
د یونیسف لپاره د ۲۰۲۳ کال د اوبو د سرچینو په راپور کې راغلي چې د افغانستان د تازه اوبو نږدې ۹۸ سلنه برداشت د کرنیزو اوبو لګولو لپاره کېږي، د کرنې ډېره برخه بیا د سیندونو او سطحي اوبو پر سرچینو تکیه لري.
دا وضعیت د اوبو د اغېزمن مدیریت اهمیت لا زیاتوي، که د اوبو لګولو ویالې زړې وي، د اوبو وېش منظم نه وي او د کرنیزو ځمکو لپاره د اوبو د رسولو سیستمونه کمزوري وي، نو د سیندونو د اوبو لویه برخه د اړتیا وړ ځمکو ته په اغېزمن ډول نه رسېږي.
د نړۍوال بانک د ۲۰۲۵ کال راپور په ننګرهار او هلمند کې د اوبو د ځینو مهمو سیستمونو د لېږد پر مهال د ۳۰ تر ۴۰ سلنې پورې ضایعات یاد کړي دي، دا شمېرې ښيي چې ستونزه یوازې د اوبو د سرچینو په کمښت کې نه ده؛ بلکې د شته اوبو د لېږد او وېش په سیستمونو کې هم جدي نیمګړتیاوې شته.
*** بندونه، زېرمې او د اوبو د مدیریت کمزوری ظرفیت
افغانستان د خپلو اوبو د زېرمه کولو لپاره د بندونو او کانالونو جوړولو ته اړتیا لري، د بندونو له لارې د پسرلي اضافي اوبه ساتل کېدای شي او وروسته د کرنې، څښاک او برېښنا د تولید لپاره کارول کېدای شي.
خو د اوبو مدیریت یوازې د لویو بندونو په جوړولو نه بشپړېږي، د اوبو د وېش د کانالونو رغول، د پخوانیو سیستمونو ساتنه، د اوبو د ضایعاتو کمول، د سیندیزو حوزو منظم مدیریت او د ځمکې لاندې اوبو څارنه هم ورسره اړین دي.
د یونیسف لپاره د ۲۰۲۳ کال راپور په کابل، کندهار، هلمند او هریرود ـ مرغاب حوزو کې د ځمکې لاندې اوبو د زیاتې استخراج ستونزه هم یادوي، په کابل او نورو لویو ښارونو کې د څاهګانو د بېنظمه کیندلو او د اوبو د ډېر ایستلو له امله د ځمکې لاندې اوبو کچه راټیټه شوې ده.
دا په دې معنا ده چې د افغانستان د اوبو د مدیریت بحث باید یوازې پر سیندونو او بندونو محدود نه شي؛ بلکې د ځمکې لاندې اوبو ساتنه، د څاهګانو تنظیم او د څښاک د اوبو د سرچینو پاکوالی هم پکې شامل وي.
*** اقلیمي بدلون؛ د اوبو راتلونکی لا پېچلی کوي
افغانستان د اقلیمي بدلونونو له اغېزو سره مخ دی، د واورو د ورېدو، د یخچالونو د ویلې کېدو او د بارانونو د وخت او اندازې بدلون د سیندونو پر بهیر اغېز کوي.
د یونیسف لپاره د ۲۰۲۳ کال تخنیکي راپور وايي چې د واورو د ویلې کېدو نسبتاً منظم بهیر کمزوری شوی او بارانونه په ځینو سیمو کې نامنظم شوي دي، له همدې امله د وچکالۍ او ناڅاپي سیلابونو خطر زیاتېدای شي.
د هندوکش د یخچالونو کمېدل هم د اندېښنې وړ دي، که د یخچالونو د ویلې کېدو بهیر د اوږدې مودې لپاره دوام وکړي، ښايي په لومړیو کې د ځینو سیندونو اوبه زیاتې شي؛ خو په اوږدمهال کې د طبیعي اوبو د زېرمو د کمېدو له امله د سیندونو د اوبو بهیر هم راټیټېدای شي.
په دې توګه، د افغانستان د اوبو راتلونکی یوازې د بندونو او کانالونو په جوړولو نه شي خوندي کېدای، د اقلیم د بدلون له شرایطو سره د اوبو د مدیریت د تګلارو برابرول هم اړین دي.
*** د افغانستان د اوبو ارزښت؛ یوازې په سرچینو کې نه، په مدیریت کې دی
افغانستان د سیمې د مهمو سیندونو سرچینې او د اوبو پراخ ظرفیت لري؛ خو د دې ظرفیت او د خلکو د ورځنیو اړتیاوو ترمنځ لا هم لوی واټن موجود دی.
د هېواد د اوبو ستونزه یوازې دا نه ده چې څومره اوبه له پولو اوړي؛ بلکې دا هم ده چې د کرنې، څښاک او برېښنا لپاره څومره اوبه په سم وخت او سم ځای کې کارول کېږي.
د اوبو د زېرمه کولو د اسانتیاوو جوړول، د اوبو لګولو د پخوانیو سیستمونو رغول، د ځمکې لاندې اوبو ساتنه، د سیندیزو حوزو علمي مدیریت او له ګاونډیو هېوادونو سره د ګډو اوبو په اړه منظمې خبرې هغه ګامونه دي چې د افغانستان د اوبو د راتلونکي لپاره ارزښت لري.
ځکه د یوه هېواد د اوبو شتمني یوازې په دې نه سنجول کېږي چې څومره سیندونه او سرچینې لري؛ بلکې په دې هم سنجول کېږي چې له دغو سرچینو څخه د خلکو د ژوند، کرنې او اقتصادي پرمختګ لپاره څومره ګټه اخیستلای شي.
*** سرچینې
- World Bank – Afghanistan Climate-Smart Agriculture Action Plan (2025)
بشپړ راپور – PDF - UNICEF / Acacia Water – Water Resources in Afghanistan (2023)
بشپړ تخنیکي راپور – PDF - PLOS Water – Large Scale Water Yield Assessment for Sparsely Monitored River Basins: A Case Study for Afghanistan
علمي څېړنه – بشپړ متن - World Bank – Priorities for Inclusive Development in Afghanistan (2020)
د نړیوال بانک راپور – PDF - University of Nebraska Omaha – Three Rivers of the Hindu Kush, Pamir, and Hindu Raj
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320