افغانستان؛ د پنځوسو کلونو د اور، وینو، اوښکو او ناتمامې سولې کیسه

محمد طارق بزګر

0 54

افغانستان؛ د پنځوسو کلونو د اور، وینو، اوښکو او ناتمامې سولې کیسه

د یوه داسې وطن د دردونه، چې هر نسل یې د سولې خوب ولید، خو د جګړې په غېږ کې رالوی شو

لیکوال: محمد طارق بزګر

«جنګ وشو، جهاد وشو، دفاع وشوه، ماته وشوه، فتحه وشوه!

بس! ښار وسو، کلی وران شو، غر لوګی شو، سمه وسوه!

پېغله کونډه، مور بې‌زویه، لور یتیمه او غم‌خوره شوه!

بیا چوپتیا شوه، او… د بل جنګ اوازه شوه!»

محمد طارق بزګر

13.08.2018

دا یوازې څو شاعرانه کرښې نه دي؛ دا د یوه ملت د نیمې پېړۍ د برخلیک لنډه مرثیه ده. دا د تاریخ هغه خونړۍ پاڼې دي چې د قلم په رنګ نه، بلکې د انسانانو په وینو، د میندو په اوښکو، د یتیمانو په سلګیو او د ورانو کورونو په ایرو لیکل شوې دي.

دا د داسې وطن کیسه ده چې د تاریخ په هر پړاو کې یې د ژغورنې په نوم یو نوی زخم وخوړ؛ د آزادۍ په نوم یې خپل بچیان قرباني کړل؛ د عدالت په نوم یې زندانونه ولیدل؛ د انقلاب په نوم یې هدیرې پراخې شوې؛ د جهاد په نوم یې کلي وران شول؛ د جمهوریت په نوم یې هیلې وغوړېدې او ورژېدې؛ او د فتحې په نوم یې یو ځل بیا د سبا د برخلیک په اړه پوښتنې راولاړې شوې.

دا د افغانستان کیسه ده!

د هغه افغانستان چې غرونه یې لا هم ولاړ دي، خو د غرونو تر سیوري لاندې نسلونه یې بدل شول؛ سیندونه یې لا هم بهېږي، خو د سیندونو پر غاړو ډېرې میندې د خپلو زامنو په انتظار زړې شوې؛ لمر یې لا هم هر سهار راخېژي، خو د میلیونونو انسانانو د ژوند پر افق د ډاډمن سباوون رڼا لا هم نیمګړې ده.

د دې خاورې تر ټولو ستره تراژیدي یوازې دا نه ده چې جګړې پکې شوې؛ بلکې دا ده چې د هرې جګړې له پای وروسته د سولې په نوم یو نوی سیاسي فصل پرانیستل شوی، خو د ولس د زخمونو د رغېدو لپاره ډېر لږ فرصت پاتې شوی دی.

افغانستان په تېرو پنځوسو کلونو کې د واکمنیو د بدلونونو، ایډیالوژیو د ټکرونو، نړیوالو سیالیو، قومي او سیاسي بې‌باوریو، بهرنیو لاسوهنو، کورنیو جګړو او د ټولنیز جوړښت د ژورو بدلونونو شاهد پاتې شوی دی.

خو که د دې پنځوس کلن تاریخ له سیاسي شعارونو، پوځي اعلامیو او د فاتحانو له روایتونو ورهاخوا وګورو، نو یوه ترخه پوښتنه راولاړېږي:

ولې په افغانستان کې د واکمنۍ د هر بدلون لپاره تاریخ لیکل شوی، خو د عادي انسان د وران شوي ژوند په هیڅ شمېرل شوی دی؟

کله چې د تاریخ ساعت په بل لوري وګرځېد

د شلمې پېړۍ په اویایمه لسیزه کې افغانستان د بدلونونو پر یوه حساس پړاو ولاړ و.

په ۱۳۵۲ لمریز کال کې د محمد داود خان له خوا د سلطنت پای ته رسول او د جمهوریت اعلان د افغانستان په معاصر سیاسي تاریخ کې یوه مهمه پېښه وه. له دې سره د هېواد د سیاسي نظام بڼه بدله شوه، خو د واک د مشروعیت، سیاسي مشارکت، اقتصادي پرمختګ او ټولنیز عدالت بنسټیزې پوښتنې لا هم بې‌ځوابه پاتې وې.

افغانستان د دودیزې ټولنې، نوې سیاسي مفکورې، دولتي عصري کولو او نړیوالو ایډیالوژیکو سیالیو ترمنځ ولاړ و.

په ښارونو کې د نوي فکر، پوهنتوني بحثونو، سیاسي سازمانونو او ټولنیزو بدلونونو څپې راټوکېدلې وې؛ خو په کلیوالو سیمو کې د ژوند جوړښت تر ډېره د دود، دین، کرنې، قبیلوي اړیکو او سیمه‌ییزو ارزښتونو پر محور ولاړ و.

دا توپیر په خپله د جګړې حتمي لامل نه و؛ خو کله چې سیاسي اختلاف د زغم، خبرو او تدریجي اصلاحاتو پر ځای د زور او انحصار له لارې حل کېده، د ټولنې درزونه ژورېدل.

په ۱۳۵۷ کال کې د ثور کودتا وشوه.

د محمد داود خان حکومت نسکور شو او د افغانستان د خلق دموکراتیک ګوند واک ته ورسېد.

د سور انقلاب شعارونه پورته شول. هر څه په سره رنګ کې غوپه شول.

د بدلون، مساوات، عدالت او پرمختګ ژمنې وشوې.

خو ډېر ژر د سیاسي ځپنې، نیونو، اعدامونو، جبري اصلاحاتو او پراخې ټولنیزې بې‌باورۍ لړۍ پیل شوه. د نوي نظام د سیاستونو او د خلکو د باورونو ترمنځ ټکرونه زیات شول او وسله‌وال مقاومت پراخ شو.

تاریخ دلته یوه ژوره فلسفي پوښتنه مطرح کوي:

آیا هغه انقلاب چې د انسان د آزادۍ لپاره پیل شي، خو د انسان د ارادې د ځپلو وسیله وګرځي، لا هم د آزادۍ انقلاب بلل کېدای شي؟

انقلاب په اصل کې باید د انسان د ژوند د ښه کولو وسیله وي؛ خو کله چې انسان د ایډیالوژۍ د پلي کولو په لاره کې یوازې یوه شمېره شي، انقلاب خپل اخلاقي مفهوم له لاسه ورکوي.

د افغانستان د اوږدې غمیزې یو مهم باب همدلته پیل شو.

د سرې امپراتورۍ سیوری او د جهاد اور

د ۱۳۵۸ لمریز کال په وروستیو کې شوروي اتحاد پر افغانستان پوځي یرغل وکړ.

له دې سره افغانستان د سړې جګړې د نړیوالې سیالۍ پر یوه مهم ډګر بدل شو.

له یوې خوا د شوروي پوځونو او د هغوی د ملاتړي افغان حکومت پوځي ځواک و، او له بلې خوا د افغان مقاومت بېلابېلې ډلې وې چې د پاکستان، متحده ایالاتو، سعودي عربستان، ایران او نورو بهرنیو ملاتړو له مرستو برخمنې شوې.

جهاد د میلیونونو افغانانو لپاره د بهرني اشغال پر وړاندې د مقاومت، د دیني باورونو د ساتنې او د ملي خپلواکۍ د دفاع معنا لرله.

خلکو خپل کورونه پرېښودل، ځوانان غرونو ته وختل، کورنۍ مهاجرې شوې او د وطن کلیو او بانډو د جګړې دروند بار پر اوږو واخیست.

د افغانستان غرونه چې پخوا د طبیعت د ښکلا، د کوچي د سفر او د شپانه د شپېلۍ نښې وې، د توپونو، الوتکو او چاودنو په غږونو وپېژندل شول.

په هغو لارو کې چې پخوا به د ودونو کاروانونه تېرېدل، د جنازو کتارونه روان شول.

په هغو انګړونو کې چې د ماشومانو خندا به ترې پورته کېده، د ویر ټغرونه وغوړېدل.

د کلي هغه ښوونځی چې باید د سبا ډاکټر، ښوونکی، انجنیر او لیکوال یې روزلی وای، کله د جګړې په اور کې وسوځېد، کله وتړل شو او کله یې زده‌کوونکي د مهاجرت په لارو کې ورک شول.

د جګړې له امله میلیونونه افغانان پاکستان، ایران او نورو هېوادونو ته کډوال شول. بې‌شمېره انسانان ووژل شول، ټپیان شول، معلول شول او یا د خپلو کورونو او کروندو پرېښودو ته اړ شول.

جګړې یوازې ودانۍ نه ورانولې؛ د ټولنې حافظه یې هم ټپي کوله.

یو ماشوم چې د ښوونځي پر ځای د ټوپک غږ اوري، د نړۍ په اړه یې تصور بدلېږي.

هغه ماشوم چې د لوبو پر ځای د ماینونو له وېرې ژوند کوي، د آزادۍ معنا له نورو ماشومانو سره یو شان نه زده کوي.

او هغه نسل چې د سولې پر ځای د جګړې په چاپېریال کې لوی شي، د جګړې له پای وروسته هم د هغې رواني سیوري له ځانه سره وړي.

د ۱۳۶۷ کال په وروستیو کې شوروي ځواکونه له افغانستانه ووتل.

د اشغال پر وړاندې د مقاومت یو مهم تاریخي پړاو پای ته ورسېد.

خو جګړه پای ته ونه رسېده.

همدلته د افغانستان د تاریخ یوه بله دردناکه معما راڅرګندېږي:

د بهرني پوځ وتل د خپلواکۍ لپاره مهمه لاسته راوړنه کېدای شي، خو د تلپاتې سولې ضمانت نه شي کېدای، که د هېواد دننه د واک، عدالت او ګډ ژوند پر اصولو توافق نه وي شوی.

د بریا له نغمو څخه د کابل تر کنډوالو

په ۱۳۷۱ لمریز کال کې د ډاکټر نجیب‌الله حکومت سقوط وکړ او د مجاهدینو بېلابېلې ډلې واک ته ورسېدې.

د اوږدې جګړې له ستړیا وروسته خلکو د سولې تمه لرله.

دوی فکر کاوه چې نور به د بمبارۍ غږونه چوپ شي، کډوال به خپلو کورونو ته راستانه شي، ښوونځي به بېرته پرانیستل شي او د جګړې د کلونو دردونه به ورو ورو هېر شي.

خو د تاریخ بهیر بل لوري ته ولاړ.

د مجاهدینو د بېلابېلو تنظیمونو ترمنځ د واک پر سر سیاسي او پوځي اختلافونه په خونړیو جګړو بدل شول.

کابل، چې د افغانستان د فرهنګي، اداري او علمي ژوند مهم مرکز و، د تنظیمي جګړو په ډګر بدل شو.

د ښار پر بېلابېلو سیمو توغندي ولګېدل، کورونه ونړېدل، بازارونه ویجاړ شول او زرګونه ملکي وګړي ووژل شول.

د افغانستان د معاصر تاریخ له تر ټولو دردناکو انځورونو څخه یو دا و چې هغه ښار چې د پردیو پوځونو له جګړې وروسته یې د آرام ساه غوښتله، د خپلو سیاسي او پوځي ډلو د جګړې قرباني شو.

دلته د سیاست او اخلاقو ترمنځ یو بنسټیز تضاد راڅرګند شو.

کله چې یو څوک د عدالت لپاره جګړه کوي، نو د بریا تر لاسه کولو وروسته یې د عدالت د پلي کولو مسئولیت لا درنېږي.

خو که بریا یوازې د واک د نیولو وسیله شي، نو د جګړې اخلاقي ادعا تر پوښتنې لاندې راځي.

د افغانستان خلکو له دې پړاو څخه یو تریخ درس واخیست:

هر هغه څوک چې د آزادۍ شعار ورکوي، ضرور نه ده چې د واک پر مهال د نورو آزادۍ ته هم درناوی وکړي.

د کابل کنډوالو یوازې د خښتو او کانکریټو د ورانېدو کیسه نه کوله.

هلته د یوې ټولنې ګډ باور هم مات شوی و.

ګاونډي له ګاونډي وېرېده، د سیمو ترمنځ د تګ راتګ لارې د خطر نښې شوې وې، او د خلکو په ذهنونو کې د سیاسي او قومي بې‌باورۍ زخمونه ژورېدل.

جګړه یوازې د انسان ژوند نه اخلي؛ کله ناکله د انسان پر انسان باور هم وژني.

او د باور بیا رغول د وران شوي پل تر جوړولو ډېر وخت غواړي.

د نظم ژمنه، د محدودیتونو سیوری

د ۱۳۷۰مو لمریزو کلونو په منځنیو کلونو کې د طالبانو تحریک د کورنیو جګړو، ناامنۍ او د وسله‌والو ډلو د خپلسریو په چاپېریال کې راڅرګند شو.

د طالبانو د ظهور یوه مهمه زمینه د خلکو هغه ستړیا وه چې له دوامدارو جګړو، پاټکونو، زورواکۍ او بې‌ثباتۍ څخه پیدا شوې وه.

په ۱۳۷۵ کال کې طالبانو کابل ونیو او د افغانستان اسلامي امارت یې اعلان کړ.

په ځینو سیمو کې د جګړو او وسله‌والو پاټکونو کمېدل د خلکو لپاره د نسبي امنیت احساس رامنځته کړ.

خو له دې سره د ښځو پر زده‌کړو، کار او ټولنیز حضور سخت محدودیتونه ولګېدل؛ د سیاسي او مدني آزادیو ساحه تنګه شوه، او جګړه د طالبانو او د هغوی د مخالفو ځواکونو ترمنځ روانه پاتې شوه.

افغانستان یو ځل بیا د امنیت او آزادۍ ترمنځ له یوې سختې تاریخي پوښتنې سره مخامخ شو:

آیا هغه امنیت بشپړ امنیت دی چې انسان پکې له غله او وسله‌واله خوندي وي، خو د خپلې ارادې، فکر او راتلونکي د ټاکلو بشپړه آزادي ونه لري؟

امنیت د انسان اساسي اړتیا ده؛ خو انساني کرامت، زده‌کړه، عدالت او د ژوند د فرصتونو برابري هم د یوې سالمې ټولنې بنسټونه دي.

د فلسفې له نظره، د دولت ارزښت یوازې په دې نه سنجول کېږي چې څومره ځواک لري، بلکې په دې هم سنجول کېږي چې د خپل ځواک تر سیوري لاندې انسان ته څومره عزت، حق او فرصت ورکوي.

د افغانستان د دې دورې غمیزه دا وه چې د جګړې د پای ته رسېدو هیله د ټولو افغانانو لپاره د پراخې آزادۍ او ګډې سیاسي روغې جوړې په واقعیت بدله نه شوه.

د نوي نړیوال نظم په نوم بله جګړه

د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر د یوولسمې له بریدونو وروسته، متحده ایالاتو او متحدینو یې په افغانستان کې پوځي عملیات پیل کړل.

د طالبانو لومړنۍ واکمني نسکوره شوه.

یو نوی سیاسي بهیر پیل شو.

د بن له ګډې وډې هوکړې وروسته د نوي دولت د جوړولو، اساسي قانون، ټاکنو، نړیوالو مرستو، بیارغونې او د دولتي بنسټونو د پیاوړتیا لپاره هڅې وشوې.

ښوونځي او پوهنتونونه جوړ او پراخ شول، رسنۍ زیاتې شوې، د ښځو د زده‌کړو او کار فرصتونه ډېر شول، سړکونه، روغتیايي مرکزونه او ځینې نور بنسټونه جوړ شول.

د افغانستان په ښارونو کې د یوې نوې زمانې نښې راڅرګندې شوې.

یو نسل د کمپیوټر، انټرنېټ، رسنیو، پوهنتونونو او نړیوالو اړیکو په چاپېریال کې لوی شو.

نجونو د ډاکټرې، ښوونکې، قاضیې، خبریالې او څېړونکې کېدو خوبونه لیدل.

هلکانو د ساینس، اقتصاد، انجنیري او ټکنالوژۍ د راتلونکي په اړه فکر کاوه.

خو د دې پرمختګونو تر څنګ خونړۍجګړه هم روانه وه.

د طالبانو وسله‌وال مقاومت بیا پراخ شو، د نړیوالو ځواکونو پوځي عملیات دوام درلود، او ملکي خلکو د بریدونو، بمباریو، چاودنو، هدفي وژنو او بې‌ځایه کېدو دروند قیمت پرې کاوه.

فساد، د واک انحصار، کمزورې ادارې، د بهرنیو مرستو پر وړاندې اقتصادي وابستګي او د خلکو او دولت ترمنځ د باور ستونزې د نوي سیاسي نظام بنسټونه کمزوري کول.

د افغانستان د دې شلو کلونو یوه لویه تاریخي ځانګړنه دا وه چې پرمختګ او ویجاړۍ په یوه وخت روان وو.

په یوه ښار کې به نوی پوهنتون جوړېده، خو په بل ولایت کې به ښوونځی سوځېده.

په یوه کور کې به د فراغت جشن و، خو په بل کور کې به د جنازې مراسم.

په یوه کوڅه کې به د راتلونکي د جوړولو خبرې کېدې، خو په بله کوڅه کې به د چاودنې له امله د ژوند ټولې هیلې خاورې کېدې.

دا د متضادو واقعیتونو زمانه وه.

نه یې ټولې لاسته راوړنې انکارېدلی شي او نه یې ټولې ناکامۍ پټېدای شي.

تاریخ هغه وخت علمي او عادلانه لیکل کېږي چې نه د یوې دورې ټولې بریاوې یوازې د یوه لوري په نوم ثبت کړي، او نه د هغې ټولې ناخوالې یوازې د یوه عامل پایله وبولي.

د جمهوریت سقوط او د تاریخ تکرار

د ۲۰۲۱ کال د اګست په پنځلسمه د افغانستان جمهوري نظام سقوط وکړ او طالبان یو ځل بیا کابل ته ننوتل.

د شلو کلونو سیاسي، پوځي او اداري جوړښت په حیرانوونکې چټکتیا ونړېد.

د نړۍ ستر پوځي ائتلاف له افغانستانه ووت.

د جمهوریت مشران تیت شول.

د دولتي ځواکونو ډېری جوړښتونه له منځه ولاړل.

او یو ځل بیا د افغانستان د سیاسي تاریخ په کتاب کې د واکمنۍ نوی فصل پرانیستل شو.

د طالبانو لپاره دا یوه ستره پوځي او سیاسي بریا وه.

خو د افغانستان د خلکو لپاره د دې بدلون معنا یو شان نه وه.

ځینو د اوږدې جګړې او د پخواني حکومت او طالبانو ترمنځ د وسله‌والو نښتو پای ته رسېدل د آرامۍ فرصت وباله.

نورو د سیاسي آزادیو، د ښځو د حقونو، د زده‌کړو، د کار، د مدني فعالیتونو او د راتلونکي په اړه ژورې اندېښنې تجربه کړې.

د نجونو د ثانوي او لوړو زده‌کړو محدودیتونه، د ښځو پر کار او عامه ژوند بندیزونه، اقتصادي ستونزې، کډوالي او د سیاسي مشارکت نشتوالی د نوې دورې له مهمو ننګونو څخه وګرځېدل.

دا ځل د افغانستان د تاریخ پوښتنه یوازې دا نه وه چې څوک بریالي شول او څوک مات شول.

اصلي پوښتنه دا وه:

کله چې یوه جګړه پای ته ورسېږي، آیا د جګړې پای په خپله د عدالت، آزادۍ، هوساینې او ملي روغې جوړې پیل هم وي؟

ځواب یې د تاریخ په تجربه کې ساده نه دی.

ځکه سوله یوازې د ټوپک چوپتیا نه ده.

سوله هغه وخت ژوره معنا پیدا کوي چې انسان له وېرې پرته ژوند وکړي، ماشوم د زده‌کړې فرصت ولري، ښځه د خپل انساني کرامت او حقونو خاونده وي، ځوان د کار او پرمختګ هیله ولري، او د ټولنې بېلابېل وګړي د خپل ګډ راتلونکي په ټاکلو کې د ګډون احساس وکړي.

که د جګړې غږ چوپ شي، خو د خلکو په زړونو کې وېره، بې‌باوري او د سبا ناڅرګندتیا پاتې وي، نو د سولې کار لا نیمګړی دی.

د جګړې تر ټولو ستر قرباني؛ هغه انسان چې تاریخ یې نوم نه اخلي

د افغانستان د پنځوس کلنې غمیزې په اړه ډېر کتابونه لیکل شوي دي.

د ولسمشرانو نومونه پکې شته.

د پاچاهانو، جنرالانو، قوماندانانو، تنظیمونو، ګوندونو، نړیوالو قدرتونو او سیاسي تړونونو نومونه پکې ثبت دي.

خو د تاریخ په ډېرو پاڼو کې د هغې مور نوم نشته چې خپل درې زامن یې په درېیو بېلابېلو جګړو کې له لاسه ورکړي دي.

د هغې کونډې نوم نشته چې د مېړه له مرګ وروسته یې د خپلو ماشومانو د روزلو لپاره د ژوند ټولې سختۍ ګاللې دي.

د هغه یتیم نوم نشته چې د پلار څېره یې یوازې په یوه زاړه عکس کې لیدلې ده.

د هغه ښوونکي نوم نشته چې د جګړې له امله یې ښوونځی پرېښود.

د هغه بزګر نوم نشته چې ځمکه یې په ماینونو ډکه شوه.

د هغه کډوال نوم نشته چې د پردي وطن په یوه کوچني کور کې زوړ شو، خو د خپل کلي د توت د ونې بوی یې هېڅکله هېر نه کړ.

دا د تاریخ د لیکلو یوه ژوره اخلاقي نیمګړتیا ده.

موږ ډېر ځله د جګړې تاریخ د قوماندانانو له نقشو، د سیاستوالو له پرېکړو او د دولتونو له سقوطونو پیلوو.

خو د جګړې ریښتینی انساني تاریخ باید د هغه ماشوم له سترګو پیل شي چې د یوې چاودنې له امله یې د ژوند مسیر بدل شوی وي.

تاریخ یوازې د واکمنانو د کړنو ثبت نه دی.

تاریخ د انسانانو د ګډ ژوند حافظه ده.

که په دې حافظه کې د بې‌وسه انسان درد ځای ونه لري، نو دا حافظه نیمګړې ده.

د افغانستان د جګړو قربانیان یوازې هغه نه دي چې وژل شوي دي.

قربانیان هغه هم دي چې ژوندي پاتې شوي، خو د ژوند فرصتونه ترې اخیستل شوي دي.

هغه ځوان چې د جګړې له امله یې زده‌کړې نیمګړې شوې، د خپل ژوند یوه برخه یې بایللې ده.

هغه نجلۍ چې ښوونځي ته له تګ څخه محرومه شوې، یوازې له یوې درسي خونې نه ده بې‌برخې شوې؛ د هغې د راتلونکي د انتخابونو ساحه هم تنګه شوې ده.

هغه کډوال چې له خپل وطنه لرې زړېږي، یوازې د جغرافیې فاصله نه زغمي؛ د هویت، تعلق او کور د احساس د ماتېدو درد هم ورسره وي.

او هغه مور چې د خپل ورک زوی د راتګ انتظار باسي، د جګړې له رسمي پای وروسته هم په خپل شخصي ژوند کې د جګړې بندۍ پاتې کېږي.

د فتحې او ماتې فلسفه

د افغانستان د تېرو پنځوسو کلونو د تاریخ تر ټولو مهمه فلسفي پوښتنه ښايي دا وي:

په یوه جګړه کې څوک رښتیا بریالي کېږي؟

آیا هغه څوک چې پلازمېنه ونیسي؟

هغه څوک چې د واک پر څوکۍ کېني؟

هغه څوک چې خپل بیرغ د یوې ودانۍ پر سر پورته کړي؟

او که هغه ولس چې له جګړې وروسته په امن، عزت او هوساینه کې ژوند پیل کړي؟

د پوځي علومو له نظره، فتحه د یوه لوري د ستراتیژیکو یا پوځي موخو د ترلاسه کولو معنا لرلی شي.

خو د اخلاقو او سیاسي فلسفې له نظره، د یوې جګړې د پایلو ارزونه یوازې د فاتح او مغلوب په نومونو نه بشپړېږي.

د جګړې انساني قیمت، د عدالت تحقق، د خلکو رضایت، د قانون حاکمیت او د راتلونکي نسلونو فرصتونه هم د هغې د ارزونې اساسي معیارونه دي.

په افغانستان کې د تېرو پنځوسو کلونو په اوږدو کې بېلابېلو لورو په بېلابېلو وختونو کې د بریا اعلان کړی دی.

خو د دغو بریاوو تر څنګ د ملت د اوږدمهاله هوساینې او ثبات ستونزه لا هم پاتې شوې ده.

دلته د شاعر هغه لنډه جمله د فلسفې په یوه ستره پوښتنه بدلېږي:

«ماته وشوه، فتحه وشوه!»

ماته د چا وه؟

فتحه د چا وه؟

که یوه مور خپل زوی له لاسه ورکړي، د هغې لپاره د جګړې د پای نوم څه اهمیت لري؟

که یو ماشوم د خپل پلار له سیوري بې‌برخې شي، د فاتح د بیرغ رنګ به د هغه د یتیمۍ درد څومره کم کړي؟

که د وطن یوه برخه له جګړې خلاصه شي، خو د بلې برخې انسانان د محرومیت احساس وکړي، آیا دا د ګډې ملي بریا بشپړ تصویر دی؟

په دې ځای کې باید د دوو حقیقتونو ترمنځ توپیر وشي.

د وطن د دفاع لپاره قرباني، د اشغال پر وړاندې مقاومت او د انسان د خپلواکۍ غوښتنه خپل تاریخي او اخلاقي ارزښت لري.

خو د دې ارزښتونو منل باید د جګړې د انساني لګښتونو له ارزونې، د تېروتنو له نقد او د قربانیانو د حقونو له یادولو څخه موږ منع نه کړي.

یو ملت هغه وخت له خپل تاریخ څخه زده‌کړه کوي چې وکولای شي هم د خپلو خلکو زړورتیا وستايي او هم د خپلو سیاسي او پوځي پرېکړو پایلې په انتقادي سترګه وڅېړي.

د تاریخ درناوی د تاریخ له سپېڅلي کولو سره توپیر لري.

تاریخ باید وپېژندل شي، نه دا چې یوازې وستایل شي یا وغندل شي.

ولې جګړه د جګړې مور شوه؟

د افغانستان د نیمې پېړۍ تاریخ ته په ژوره کتنه کې یوه تکرارېدونکې ستونزه لیدل کېږي:

د واک د انتقال لپاره د پراخ، سوله‌ییز او ټول‌منلي سیاسي میکانیزم کمزورتیا.

کله چې سیاسي اختلافونه د خبرو، قانون، استازیتوب او تفاهم له لارې نه حل کېږي، د زور د کارولو احتمال زیاتېږي.

کله چې یو سیاسي لوری ځان د ټول حقیقت یوازینی استازی وبولي، د نورو د مشروع حضور لپاره ځای تنګېږي.


او کله چې د واک د ساتلو یا ترلاسه کولو لپاره پر بهرنیو قدرتونو زیاته تکیه وشي، کورنۍ سیاسي سیالۍ د نړیوالو ګټو له ټکرونو سره تړاو پیدا کوي

افغانستان د خپل جغرافیایي موقعیت له امله د سیمه‌ییزو او نړیوالو قدرتونو د سیالیو له اغېزو څخه ډېر زیانمن شوی دی.

خو د افغانستان د غمیزې ټول مسئولیت یوازې پر بهرنیو لاسوهنو اچول هم د تاریخ بشپړ تفسیر نه دی.

کورنیو سیاسي مشرانو، وسله‌والو ډلو، واکمنو بنسټونو او د پرېکړو خاوندانو هم په بېلابېلو پړاوونو کې داسې انتخابونه کړي چې د جګړو په دوام، د فرصتونو په ضایع کېدو او د ملي باور په کمزورۍ کې یې رول لرلی دی.

علمي تاریخ‌لیکنه د یوه واحد مجرم په لټون نه بشپړېږي.

Related Posts
1 of 63,662

دا د لاملونو، جوړښتونو، ګټو، باورونو، پرېکړو او پایلو د اړیکو څېړنه غواړي.

د افغانستان جګړې هم یوازې د یوه عامل پایله نه وې.

د سړې جګړې نړیوال رقابت، د دولت او ټولنې ترمنځ بې‌باوري، ایډیالوژیک افراط، د واک پر سر سیالۍ، بهرني ملاتړ، اقتصادي کمزورتیا، د بنسټونو ناپایداري او د ټول‌منلي سیاسي توافق نشتوالي د بېلابېلو دورو په کړکېچونو کې ونډه لرلې ده.

خو تر ټولو دردناک حقیقت دا دی چې د جګړې په اوږدېدو سره د تاوتریخوالي فرهنګ هم ژورېږي.

هغه ټولنه چې څو نسلونه یې د جګړې تر سیوري لاندې ژوند کړی وي، یوازې د ودانیو بیا رغونې ته اړتیا نه لري.

هغې ته د باور بیا رغونه، د عدالت احساس، د رواني زخمونو درملنه، د ښوونې او روزنې پراختیا او د ګډ ژوند د اصولو پیاوړتیا هم پکار ده.

له همدې امله، د جګړې پای یو پوځي اقدام کېدای شي؛ خو د سولې جوړول یو اوږد ټولنیز، سیاسي، اقتصادي او اخلاقي بهیر دی.

د افغانې مور خاموشه محکمه

که د افغانستان د تېرو پنځوسو کلونو ټول مشران، قوماندانان، سیاستوال او د جګړو پرېکړه کوونکي د تاریخ یوې خیالي محکمې ته ودرول شي، نو ښايي تر ټولو دروند شهادت به د یوې افغانې مور وي.

هغه مور چې د خپلې کورنۍ د غړو په ژوند کې یې د څو سیاسي نظامونو بدلونونه لیدلي دي.

هغه به ووایي:

زما د ځوانۍ پر مهال انقلاب وشو.

راته وویل شول چې نوی سباوون راځي.

خو زما د کور دروازه د وېرې له امله وتړل شوه.

وروسته جګړه راغله.

راته وویل شول چې د آزادۍ لپاره قرباني پکار ده.

ما خپل زوی د وطن د راتلونکي په هیله رخصت کړ.

بیا د بریا اعلان وشو.

ما فکر وکړ چې نور به زموږ کور ته د غم خبر نه راځي.

خو زموږ پر ښار توغندي وورېدل.

بیا د نظم او امنیت وعده وشوه.

بیا نوې واکمني راغله.

بیا د آزادۍ، پرمختګ او دیموکراسۍ خبرې وشوې.

بیا جګړه اوږده شوه.

بیا د سولې تړونونه وشول.

بیا د فتحې اعلان وشو.

او زه لا هم د خپل کور د ورکې شوې خوښۍ په لټه کې یم.

دا خیالي مور د افغانستان د میلیونونو واقعي انسانانو د ګډ درد یو ادبي سمبول دی.

هغې ته د تاریخ د پړاوونو نومونه دومره مهم نه دي لکه د هغو پړاوونو پایلې.

هغې ته د حکومتونو د بیرغونو رنګونه دومره ارزښت نه لري لکه دا چې د هغې لمسی یا لمسۍ ښوونځي ته تللی شي که نه.

هغې ته د سیاسي اعلامیو ښکلي عبارتونه دومره مهم نه دي لکه دا چې په کور کې یې ډوډۍ شته که نه، ناروغ یې درمل مومي که نه او ماشوم یې له وېرې پرته خوب کولای شي که نه.

د هغې په خاموشه محکمه کې د واکمنۍ د مشروعیت معیار د انسان ژوند دی.

او ښايي دا د سیاست تر ټولو ژوره اخلاقي فلسفه وي:

دولت باید د انسان لپاره وي، نه انسان د دولت د بقا، د ایډیالوژۍ د بریا او د واک د دوام لپاره.

هغه نسلونه چې د جګړې په منځ کې ورک شول

د افغانستان د تېرو پنځوسو کلونو یوه بله ستره ضایعه د نسلونو د فرصتونو له منځه تلل دي.

یو نسل د انقلابونو او سیاسي ځپنو په چاپېریال کې ځوان شو.

بل نسل د شوروي جګړې، جهاد او مهاجرت په منځ کې لوی شو.

درېیم نسل د کورنیو جګړو او د طالبانو د لومړۍ واکمنۍ سختۍ تجربه کړې.

څلورم نسل د نړیوالو ځواکونو د حضور، جمهوریت، بیا رغونې او دوامدارې جګړې ترمنځ را لوی شو.

او نوی نسل د ۲۰۲۱ کال له سیاسي بدلون وروسته د خپل راتلونکي له نوو پوښتنو سره مخامخ دی.

په دې اوږده موده کې د افغانانو میلیونونه شخصي خوبونه د لویو سیاسي پېښو تر سیوري لاندې پاتې شوي دي.

څومره ځوانان به وو چې غوښتل یې ساینسپوهان شي، خو مهاجر شول؟

څومره نجونې به وې چې غوښتل یې ډاکټرانې شي، خو د زده‌کړو لارې یې بندې شوې؟

څومره ماشومان به وو چې د جګړې پر ځای یې د کتاب، لوبو او هنر نړۍ غوښتله؟

څومره کورنۍ به وې چې د خپلو پلرنیو ځمکو، کورونو او خاطرو پرېښودو ته اړې شوې؟

دا پوښتنې یوازې ادبي احساسات نه دي.

دا د بشري پانګې، ټولنیز پرمختګ او اقتصادي فرصتونو د ضایع کېدو ژورې مسئلې دي.

کله چې یو هېواد څو لسیزې له جګړې سره مخ وي، د ښوونې او روزنې تسلسل یې زیانمنېږي، د مسلکي کادرونو یوه برخه یې مهاجرت کوي، د پانګونې چاپېریال یې کمزوری کېږي او د اقتصادي پرمختګ لپاره اړین بنسټونه یې له ستونزو سره مخ کېږي.

د دې ټولو زیانونو قیمت یوازې د یوې بودیجې په حساب نه شي معلومېدای.

ځکه د یوه انسان هغه ژوند چې د جګړې له امله یې د ودې فرصت له لاسه ورکړی، په پیسو نه شي بېرته اخیستل کېدای.

یو وران پل بیا جوړېدای شي.

یو سوځېدلی کور بیا آبادېدای شي.

یو ویجاړ سړک بیا رغېدای شي.

خو د هغه ماشوم له لاسه تللی ماشومتوب څوک بېرته راګرځولای شي؟

د هغې مور د انتظار کلونه څوک ورستنولی شي؟

د هغې نجلۍ د نه لوستل شویو کتابونو وخت څوک جبرانولای شي؟

همدا د جګړې هغه نه لیدل کېدونکی زیان دی چې د رسمي احصایو له شمېرونو ډېر ژور دی.

د چوپتیا فلسفه؛ آیا جګړه رښتیا پای ته رسېږي؟

د شاعر وروستۍ کرښه د ټولې لیکنې تر ټولو درنه فلسفي معنا لري:

«بیا چوپتیا شوه، او… د بل جنګ اوازه شوه!»

دا چوپتیا عادي چوپتیا نه ده.

دا د یوې ستړې ټولنې چوپتیا ده.

هغه چوپتیا چې کله د سولې نښه وي، خو کله د وېرې، بې‌وسۍ، انتظار او ناویلو دردونو څرګندونه هم کوي.

په افغانستان کې د جګړو ترمنځ وختونه تل د بشپړې سولې پړاوونه نه وو.

ځینې وختونه جګړه له یوه ولایت څخه بل ولایت ته تللې ده.

ځینې وختونه یې بڼه بدله کړې ده.

ځینې وختونه یې د نړیوالې سیالۍ رنګ اخیستی دی.

ځینې وختونه یې د کورنیو سیاسي اختلافونو بڼه خپله کړې ده.

او ځینې وختونه یې د وسلو له ډګره د بې‌باورۍ، محرومیت او ټولنیزو وېشونو ډګر ته ځان رسولی دی.

خو دا هم مهمه ده چې د افغانستان راتلونکی د جګړې په تکرار محکوم ونه ګڼل شي.

تاریخ د تقدیر نه بدلېدونکی فرمان نه دی.

تاریخ د انسانانو د پرېکړو، شرایطو، فرصتونو او تېروتنو بهیر دی.

که انسانانو په خپلو انتخابونو سره جګړې اوږدې کړې دي، نو د خپلو انتخابونو په بدلون سره د سولې بنسټونه هم پیاوړي کولای شي.

د سولې لپاره یوازې د وسلو چوپتیا بسنه نه کوي.

د سولې لپاره د عدالت احساس، د خلکو ترمنځ باور، د انساني حقونو درناوی، د زده‌کړې فرصتونه، اقتصادي هوساینه، د اختلاف د سوله‌ییز حل فرهنګ او د ټولنې د بېلابېلو برخو د ګډون امکان ضروري دی.

هغه سوله چې یوازې د فاتح د ارادې پر بنسټ ولاړه وي، د دوام له ستونزو سره مخ کېدای شي.

خو هغه سوله چې د خلکو په عزت، رضایت، حقونو او ګډو ګټو کې ریښې ولري، د اوږدمهاله ثبات لپاره ډېرې پیاوړې زمینې جوړوي.

افغانستان د جګړې له اوږدې تجربې وروسته تر هر څه زیات د داسې سولې مستحق دی چې د یوې ډلې د بریا پر ځای د ټول ملت د ګډ ژوند بریا وي.

د تاریخ له وینو څخه د راتلونکي د رڼا تر لټون پورې

د افغانستان د پنځوسو کلونو د تاریخ مطالعه باید یوازې د غمونو د یادولو لپاره نه وي.

که تاریخ یوازې د دردونو د تکرار وسیله شي، نو د راتلونکي په جوړولو کې به یې رول نیمګړی وي.

تاریخ باید د زده‌کړې سرچینه وي.

موږ باید وپوښتو چې ولې د سیاسي اختلاف د حل لپاره د وسلو لاره غوره شوې ده.

ولې د واک د انحصار هڅو د ټولنیز باور بنسټونه کمزوري کړي دي.

ولې بهرنیو قدرتونو وکولای شول چې د افغانستان په کورنیو شخړو کې دومره پراخ اغېز ولري.

ولې د خلکو د ژوند اړتیاوې ډېر ځله د لویو سیاسي او پوځي موخو تر سیوري لاندې پاتې شوې دي.

او تر ټولو مهمه دا چې څنګه کولای شو راتلونکي نسلونه له دې تکرار څخه وژغورو.

د افغانستان راتلونکی یوازې د سیاسي واک په بدلون نه جوړېږي.

دا راتلونکی د ښوونځي په پرانیستې دروازه کې جوړېږي.

د پوهنتون په څېړنیز مرکز کې جوړېږي.

د بزګر په آباد پټي کې جوړېږي.

د کارګر په باعزته مزدورۍ کې جوړېږي.

د ښځې او سړي په انساني کرامت کې جوړېږي.

د ماشوم په خوندي ماشومتوب کې جوړېږي.

د بېلابېلو قومونو، ژبو، سیمو او فکرونو ترمنځ د متقابل احترام په فرهنګ کې جوړېږي.

او د داسې سیاست په رامنځته کولو کې جوړېږي چې اختلاف پکې د دښمنۍ معنا ونه لري.

افغانستان د یوې ژبې، یوه قوم، یوې سیمې، یوه سیاسي فکر او یوه تاریخي روایت په چوکاټ کې نه شي راټولېدای.

دا هېواد د خپلو ټولو وګړو ګډ کور دی.

د دې کور د دوام لپاره اړینه ده چې هېڅوک د بل د محرومیت پر بنسټ خپل عزت او امنیت ونه لټوي.

د افغانستان تاریخ د مقاومت، زړورتیا، مېړانې، فرهنګي بډاینې او ژوندي پاتې کېدو ډېرې کیسې لري.

خو اوس اړتیا ده چې د دې تاریخ تر څنګ د تفاهم، علم، زغم، عدالت، تولید او سوله‌ییز ګډ ژوند کیسې هم ولیکل شي.

ځکه د یوه ملت عظمت یوازې په دې کې نه دی چې څومره جګړې یې ګټلې دي.

د ملت ستر عظمت په دې کې هم دی چې څومره ژوندونه یې ژغورلي، څومره ذهنونه یې روزلي، څومره کورونه یې آباد کړي او څومره نسلونو ته یې د امن راتلونکی پرېښی دی.

ای وطنه! تر کومه به دې د بچیانو وینې د تاریخ رنګ وي؟

ای افغانستانه!

ته د غرونو وطن یې، خو ستا د خلکو پر اوږو د غمونو غرونه ایښودل شوي دي.

ته د سیندونو وطن یې، خو ستا د میندو اوښکو د درد بې‌شمېره ویالې جوړې کړې دي.

ته د مېړانې وطن یې، خو ستا مېړانه ډېر ځله د جګړې په میدانونو کې ازمویل شوې، نه د علم، صنعت او آبادۍ په ډګرونو کې.

ستا پر خاوره د تاریخ ډېر کاروانونه تېر شوي دي.

ځینې د انقلاب بیرغونه ورسره وو.

ځینې د جهاد شعارونه.

ځینې د عدالت وعدې.

ځینې د آزادۍ خبرې.

ځینې د دیموکراسۍ پیغامونه.

او ځینې د فتحې نغمې.

خو ستا د یوه بې‌وسه بزګر د زړه غوښتنه له نیمې پېړۍ راهیسې ډېره ساده پاتې شوې ده:

هغه غواړي خپل پټی وکري، خپل اولاد وروزي، خپل کور آباد کړي او د شپې له دې وېرې پرته ویده شي چې سبا به یې د ژوند پر دروازه کومه نوې غمیزه ودرېږي.

ستا مور د سیاست د فلسفې لوی کتاب نه غواړي.

هغه غواړي خپل زوی ژوندی وویني.

ستا ماشوم د جګړې د ستراتیژۍ نقشه نه غواړي.

هغه غواړي د خپل ښوونځي لاره وپېژني.

ستا ځوان د تشو شعارونو تکرار نه غواړي.

هغه غواړي د خپل استعداد، کار او زیار په مټ خپل راتلونکی جوړ کړي.

ستا لور نه غواړي چې د تاریخ د قربانیانو په نوملړ کې یوه بله شمېره شي.

هغه غواړي د خپل ژوند د کیسې لیکواله وي.

ای وطنه!

پنځوس کاله د یوه انسان د عمر لویه برخه ده.

په پنځوسو کلونو کې یو ماشوم سپین‌ږیری کېږي.

یوه پېغله نیا کېږي.

یو پلار د خپلو لمسیانو د لوبو ننداره کوي.

خو ستا په دې پنځوسو کلونو کې ډېر ماشومان تر ځوانۍ ونه رسېدل، ډېر ځوانان تر سپین‌ږیرتوبه ونه رسېدل او ډېرې میندې د خپلو زامنو د راستنېدو په انتظار له نړۍ لاړې.

څومره ودونه د ویر په مراسمو بدل شول!

څومره د خوښۍ سندرې د ماتم په سلګیو کې ورکې شوې!

څومره کورونه چې باید د ماشومانو په خندا آباد وای، د کډوالۍ په اوږدو لارو کې د خاطرو په نوم پاتې شول!

او څومره انسانان چې باید د ژوند د ښکلاوو کیسې یې لیکلې وای، د جګړې د قربانیانو په بې‌نومه تاریخ کې ورک شول!

خو له دې ټولو دردونو سره سره، افغانستان لا ژوندی دی.

د هغه د خلکو د زغم، هڅو، استعداد او د بیا راپاڅېدو د ارادې نښې لا هم شته.

لا هم داسې ښوونکي شته چې د پوهې څراغ بل ساتي.

لا هم داسې میندې شته چې د خپلو ماشومانو د روښانه راتلونکي خوب ویني.

لا هم داسې ځوانان شته چې د جګړې پر ځای د علم او آبادۍ لاره غواړي.

او لا هم داسې زړونه شته چې د نفرت پر ځای د مینې او تفاهم ژبه پېژني.

ښايي د افغانستان د راتلونکي تر ټولو ستره هیله همدا وي چې یوه ورځ د تاریخ نوی فصل د کودتا، انقلاب، یرغل، جهاد، کورنۍ جګړې، سقوط او فتحې په نومونو پیل نه شي.

بلکې داسې ولیکل شي:

سوله وشوه!

ښوونځي پرانیستل شول.

کډوال خپلو کورونو ته راستانه شول.

کروندې آبادې شوې.

کارخانې جوړې شوې.

نجونو او هلکانو د علم او ژوند فرصتونه وموندل.

میندو د خپلو اولادونو د راتګ په انتظار د ویر پر ځای د خوښۍ اوښکې تویې کړې.

او د افغانستان ماشومانو د ټوپک له غږ سره نه، بلکې د ښوونځي له زنګ سره خپل سهار پیل کړ.

هغه ورځ به د افغانستان د تاریخ تر ټولو لویه فتحه وي.

نه به د یوه ګوند فتحه وي.

نه به د یوه تنظیم فتحه وي.

نه به د یوه قوم، یوې ډلې یا یوه واکمن فتحه وي.

هغه به د افغان انسان فتحه وي.

د ژوند فتحه.

د علم فتحه.

د عدالت فتحه.

د سولې فتحه.

او د هغه افغانستان فتحه چې د نیمې پېړۍ د جګړو له ایرو څخه یې د انسانیت، عزت او آبادۍ نوی سباوون راټوکېدلی وي.

تر هغې ورځې پورې به د تاریخ په غوږونو کې د همدې څو کرښو انګازې پاتې وي:

«جنګ وشو، جهاد وشو، دفاع وشوه، ماته وشوه، فتحه وشوه!

بس! ښار وسو، کلی وران شو، غر لوګی شو، سمه وسوه!

پېغله کونډه، مور بې‌زویه، لور یتیمه او غم‌خور شو!

بیا چوپتیا شوه، او… د بل جنګ اوازه شوه!»

خو کاشکې د افغانستان راتلونکی نسل د دې مرثیې وروستۍ کرښه بدله کړي او ولیکي:

«بیا چوپتیا شوه، خو دا ځل د بل جنګ اوازه نه شوه؛

د سولې سهار رڼا خوره کړه، او د وطن ورانه غېږه بیا آباده شوه،

مور له زوی سره، لور له کتاب سره او ولس له خپل برخلیک سره یو ځای شو،

او افغانستان، له نیمې پېړۍ ژړا وروسته، بالاخره د ژوند په خندا بوخت شو!»

وروستۍ خبره

د افغانستان د تېرو پنځوسو کلونو تاریخ موږ ته دا درس راکوي چې د جګړې ګټل او د سولې ګټل دوه بېل حقیقتونه دي. جګړه ښايي د ځواک په وسیله پای ته ورسېږي، خو سوله د عدالت، باور، انساني کرامت، پوهې او ګډ مسئولیت له لارې ټینګېږي.

د تاریخ تر ټولو ستره بریا دا نه ده چې څوک پر چا غالب شو؛ بلکې دا ده چې انسان نور د انسان د نابودۍ اړتیا ونه ویني.

او د افغانستان تر ټولو ستره تاریخي اړتیا دا ده چې راتلونکي نسلونه یې د خپلو پلرونو د جګړو وارثان نه، بلکې د هغوی له دردونو څخه د زده‌کړې، تفاهم او آبادۍ وارثان شي.

ځکه وطن یوازې خاوره نه ده؛ وطن هغه انسانان دي چې پر دې خاوره ژوند کوي. که انسان وژغورل شي، وطن ژغورل کېږي؛ او که انسان قرباني شي، د هرې فتحې تر شا یوه ناتمامه ماته پاتې کېږي.

د لیکوال یادونه: دا یوه تاریخي ـ ادبي او فلسفي تأملي لیکنه ده. تاریخي پېښې یې د افغانستان د معاصر تاریخ پر پېژندل شوي عمومي بهیر ولاړې دي، خو ادبي تصویرونه، خیالي مکالمې او فلسفي تعبیرونه د لیکوال د بیان هنري برخه ده، نه د عیني شهادتونو یا مستندو نقل‌قولونو ادعا.

پوهه، ښوونځی او پوهنتون؛ د افغانستان د سبا ساه

Our Pashto-Dari Website

  Donate Here

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply