د افغانستان او زمبابوې ملي لوبډلو ترمنځ لومړۍ ټېسټ لوبه بې پایلې پای ته ورسېده.

0 31

د افغانستان او زمبابوې د کرېکټ ملي لوبډلو ترمنځ لومړۍ ټېسټ لوبه، له پنځو ورځو سیالۍ وروسته، بې پایلې پای ته ورسېده.

د افغانستان کرېکټ بورډ ویلي، زمبابوې په لومړۍ پاڼۍ کې ۵۰۴ منډې جوړې کړې، خو افغان لوبډلې په ځواب کې ۵۱۴ منډې وکړې او لس منډې مخکې شوه.

Related Posts
1 of 63,577

د کرېکټ بورډ په وینا، رحمت شاه ۱۷۳، رحمان‌الله ځدراڼ ۱۱۳ او صدیق‌الله اتل ۱۰۵ منډې جوړې کړې. زمبابوې په دویمه پاڼۍ کې تر وروستۍ ورځې توپوهنه وکړه او لوبه بې پایلې پای ته ورسېده.

د دواړو لوبډلو ترمنځ د دوو ټېسټ لوبو د لړۍ دویمه لوبه به د نومبر په ۱۳مه په شارجه کې پیل شي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply