د افغانستان کرېکټ ملي لوبډله یو ځل بیا د یو ورځنیو لوبو په نړیواله درجهبندۍ کې اووم مقام ته پورته شوه
د افغانستان کرېکټ ملي لوبډله یو ځل بیا د یو ورځنیو لوبو په نړیواله درجهبندۍ کې اووم مقام ته پورته شوه
د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې د متحده عربي اماراتو په درې اړخیزو سیالیو کې د غوره لوبو او اتلولۍ ګټلو وروسته، یو ځل بیا د یو ورځنیو نړیوالو لوبو په درجهبندۍ کې اووم مقام خپل کړ.
د نړیوال کرېکټ شورا د خپرو شویو معلوماتو له مخې، افغانستان د ۹۴ امتیازونو په ترلاسه کولو سره اووم مقام ته رسېدلی، په داسې حال کې چې انګلستان د ۹۳ امتیازونو په لرلو اتم مقام ته ښکته شوی دی.
په دې درجهبندۍ کې هند لومړی مقام لري او نیوزیلنډ، سویلي افریقا، پاکستان، اسټرالیا او سریلانکا په ترتیب له دویم څخه تر شپږم مقامونو پورې ځای لري. سریلانکا د ۹۵ امتیازونو په لرلو سره یوازې یو امتیاز له افغانستان څخه مخکې ده.
له سریلانکا سره د امتیازونو دغه لږ توپیر د افغانستان د ملي لوبډلې لپاره د شپږم مقام د ترلاسه کولو هیله پیاوړې کړې ده؛ خو د لوبډلو په درجهبندۍ کې بدلون د راتلونکو سیالیو په پایلو او د سیالو لوبډلو په امتیازونو پورې هم تړاو لري.
د افغانستان پرمختګ د متحده عربي اماراتو په درې اړخیزو سیالیو کې د دې لوبډلې د غوره لوبو په پایله کې رامنځته شوی دی. په دغو سیالیو کې د افغانستان، زیمبابوې او بنګلهدېش لوبډلو ګډون کړی و.
د افغانستان ملي لوبډلې په دې سیالیو کې ماتې ونه خوړه او په پایلوبه کې یې زیمبابوې ته په ماتې ورکولو سره د اتلولۍ جام وګاټه.
دې پایلې یو ځل بیا په نړیوالو سیالیو کې د افغانستان د ملي لوبډلې وړتیا وښوده او د نړیوالې درجهبندۍ په ښه کېدو کې یې رول درلود.
بل لور ته، انګلستان له سریلانکا څخه تر ماتې خوړلو وروسته په نړیواله درجهبندۍ کې یو مقام له لاسه ورکړ. د دې لوبډلې د امتیازونو کمېدل او د افغانستان غوره لوبې هغه عوامل وو، چې افغان لوبډلې ته یې د انګلستان د مخکې کېدو زمینه برابره کړه.
افغانستان تر دې وړاندې هم د ۲۰۲۵ کال په مې میاشت کې د لومړي ځل لپاره د یو ورځنیو نړیوالو لوبو په درجهبندۍ کې اووم مقام خپل کړی و او اوس یې یو ځل بیا دغه مقام ترلاسه کړی دی.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320