د کتاب نوم: ورک تاج لیکوال: حکیم فیضان
«ورک تاج» تاریخي ناول مي ولوست. په رښتیا هم ډېر یي متأثر کړم. په دې کتاب کي مي هغه تاریخي پېښي او دردونه ښه درک کړل چي د افغانستان په خاوره کښي د پخواني شوروي اتحاد د یرغل پر مهال افغانانو تېر کړي دي.
شوروي اتحاد په ډېر غرور د افغانانو د ماتولو په نیت زموږ پر خاوره قدم کښېښود، خو د افغانانو د آزادۍ میني او نه ماتېدونکي هوډ د هغه ځواک غرور مات کړ. هغه متل ده وایي: څه چي کري، هغه به رېبي.
زموږ پر خاوره یرغل، د خلکو پر دین او مذهب تېری، د مظلومانو پر ژوند ظلم او د افغانانو پر خپلواکۍ برید هغه څه وو چي زموږ ملت ته هېڅکله د منلو وړ نه وو او نه به وي. افغانانو د خپل وطن د آزادۍ لپاره درنې قربانۍ ورکړې، مهاجرتونه یې وکړل، بې کوري، بې خوبي، وېرې او غمونه یې وزغمل، خو دا یې ونه منله چي راتلونکي نسلونه یې د پردیو تر واک لاندي د غلامۍ ژوند وکړي.
د دې ناول یوه مهمه برخه د منان په نوم د یوه ځوان د ژوند کیسه ده. هغه چي یو وخت یې ښکلی کور، مینه ناکه کورنۍ او ښه ژوند یي درلودلۍ، د جګړې د وحشتونو ښکار کېږي. د کورنۍ غړي یې قرباني کېږي، شتمني او کور یې له لاسه وځي او د پردي وطن مهاجرت ته اړ کېږي. د منان کیسه یوازې د یوه ځوان کیسه نه ده، بلکي د هغو زرګونو افغانانو د ژوند انځور ده چي جګړې یې ژوندونه ور تباه کړل، کورونه یې ور وران کړل او له خپلو خپلوانو یې جلا کړل.
د شوروي یرغل پر مهال د افغانانو پر وړاندي بېلابېل ظلمونه او وحشتونه ترسره سول. په دې جګړه کي نه پر ماشومانو رحم وسو، نه پر ښځو، ځوانانو او سپین ږیرو. کورونه وران سول، بې ګناه انسانان ووژل سول او د خلکو ژوندونه له کړاوونو ډک سول. د جګړې هره پېښه د یوه انسان د ژوند یوه غمجنه کیسه وه.
خو د افغانستان غمیزه یوازې د یوه یرغل تر کیسې محدوده نه ده. زموږ خاوره د بېلابېلو نړیوالو او سیمه ییزو سیالیو په ډګر بدله سوې ده. روسانو، امریکایانو، برتانویانو او نورو قدرتونو په بېلابېلو وختونو کي دلته خپل سیاسي او پوځي اهداف تعقیب کړي دي. په دې منځ کي پاکستان هم د افغانستان په چارو کي خپل اغېز او لاسوهنه لرلې ده او د جګړو او بې ثباتۍ په دوام کي یې رول د جدي بحث موضوع ده.
د «ورک تاج» بله مهمه موضوع هغو کسانو ته ده چي د جهاد او دین تر نامه لاندي یې د خلکو له احساساتو ګټه پورته کړې موږ ته یې وښودل هغه خاینان کوم چي اوس هم ځان جهادي رهبران بولې چي یو وخت یي دلته شور جوړاوه دڅو ډالرو په بدل کي او د خپلو شخصي ګټو لپاره یې د ملت له برخلیک سره لوبي کړي دي. د آزادۍ لپاره د خلکو قربانۍ باید د هغو کسانو د شخصي واک، شتمنۍ او سیاسي ګټو وسیله نه سي. څوک چي د خلکو د قربانیو په نوم ځانونه مشران بولي، باید د خپلو کړنو او د ملت د دردونو حساب هم ورکړي.
زما په اند، د «ورک تاج» تر ټولو مهم پیغام دا ده چي د جګړې تر شا یوازې وسلې او پوځونه نه وي، بلکي د انسانانو مات سوي زړونه، ژوندونه، وراني سوي کورنۍ، له لاسه وتلي خوبونه او د یوه ملت نه هېرېدونکي دردونه هم پراته وي.
دا ناول موږ ته راښيي چي د وطن آزادي په ډېرو درنو قربانیو ترلاسه کېږي، خو د خپلواکۍ ساتل، د خلکو تر منځ یووالی، د ملي ګټو پېژندل او د تېر تاریخ له تېروتنو څخه زده کړه هم زموږ ستر مسؤلیت دی.
تاریخ باید یوازې د تېر وخت د پېښو د یادولو لپاره ونه لوستل سي، بلکي باید د راتلونکي د سمولو لپاره ورڅخه درس واخلو. که موږ د خپلو تېروتنو له تکرار څخه ځانونه ونه ساتو، نو راتلونکي نسلونه به هم د همدې غمیزو قربانیان وي.
«ورک تاج» یوازې یو تاریخي ناول نه دی، بلکي د قربانیو، آزادۍ، ظلم، خیانت او د یوه ملت د نه ماتېدونکي هوډ کیسه ده.
ورک تاج تاریخي ناول:
د شپې چوپه چوپتیا ده، یوازي دڅراغ کمزورې رڼا دخوني کونجونه لمسوي. دستړي ورځي بوج، دمنان پر اوږو دروند پروت دئ.
دبدن هر رګ ئې ستومانه او د ارمۍ تنده اظهاروي.
هغه دبوټو داور په ګرمه صندلي کي کښېناست.
دلرګیو څخه جوړي صندلۍ دخپلي زوړتیا زګېروی زمزمه کړ.
منان دصندلي له سره راډیو را واخستل، دګوتو په یو نرم حرکت سره ئې د راډیو تڼۍ وڅرخوله او
دبي بي سي راډیو ځانګړي اواز دفضا سکوت مات
کړ:
ـ”داد بي بي سي ماښامنۍ خپرونه ده.”
زړه ئې ناڅپه لکه دطوفان څپې وځنګېد. لږ دځایه راپورته سو، سترګي ئي پټي کړې اوغوږ ئې دهري خبري داورېدو لپاره تیار کړ.
ـ”دشوروي اتحاد وروستی عسکر نن له افغانستانه ووت.”
داڅو ټکي د راډیو په ژور اواز کي خپاره سول او دهغه زړه ئې لکه دبرېښنا په څېر ولړزاوه. دورځي ټوله ستړیا ئې په یوه لحظه کي هېره سوه د دې خبري وزن لکه دغرونو په څېر دروند وو، خو زړه ئې سپک احساس وکړ. د راډیو اواز روان دئ، خو هغه لا دمخه په خپل ذهن کي د روسانو په ماتي پسې اوږدې کيسې جوړولې.
دنړۍ نقشه ئې په خیال کي انځور کړل، په داسي شکل چي دې ماتي یو نوي تاریخ ته لار پرانیستله. دهغه سترګي دڅراغ په رڼاکي ځلېدلې، لکه د تاریخ دیو ځانګړي شیبې شاهد چي پاته کېږي.
منان بالښت ته تکیه وکړل، د شپې د راډیو نري او ماتیدونکي اواز ته غوږ ایښی دئ، دزړې راډیو اواز د سیخ اړولو سره هر ځل قطع او وصل سي. د راډیو سپیکر د جګړې ویرجن خبرونه خپروي.
خبریال دیوې خونړۍ لسیزي حساب وړاندي کوي، داسي حساب چي هره شمېره ئې لکه پر پرهر چي مالګه شیندې:
ـ” په دې جګړه کي په تېرو لسو کلونو کي له یونیم څخه تر دوه میلیونه پوري افغان ملکي وګړي وژل شوي…”
منان د راډیو په سپیکر کي خپلي سترګي ټینګي ګنډلي وې، ګوتي ئې کرار کرار ښوریدې، لکه هڅه چي ئې کول دلاسه وتلي څه بیرته لاسته راوړي. دخبریال اواز بیا راووت :
ـ” یو اعشاریه دوه میلیونه انسانان د جګړې په اور کي دتل لپاره معیوب شول، داسي چي د دوی هر ګام هره ساه او هره ورځ دناهیلۍ او بې وسۍ په ژوند کي بند پاتي دي”.
منان سترګي پټي کړې . دهغه فکر ته دخپلي معیوبي خور ترڅنګ، دهغو خلګو انځورونه راغلل چي په ښارکي به ئې لیدل، چا به دیوې پښې له لاسه ورکولو سره پر لکړه تکیه کول اوچا به بې لاسو یابې سترګو په ښار کي د سوال په پیسو ځان یاخپلو بچیانو ته یوه ګوله ډوډۍ پیداکوله .
راډیو چالانده وه، خبریال وویل:
ـ”پنځه ویشت زره افغانان دځمکنیو ماینونو ښکار شول، داسي چي د دوی د بدن غړي د جګړې پر غاړه قرباني شول”.
دمنان ذهن ته د ماشومانو خنداوي انځور سوې، چي دکلیو او بانډو په شاوخوا کي به ئې لوبي کولې، خو اوس دا انځور یوازي د وینو په پرده پټ ښکارېده. داټول دجګړې دلاسه.
دخبریال اواز کرار کرار دروند سو :
ـ” په دې جګړه کي د افغانستان دکلیو او بانډو ۷۰ سلنه بمبار شوې، د دې خاوري ۸۰ سلنه زیربناوي له منځه تللي دي. هغه خاوره چي یو وخت ئې د خپلو خلګو دژوند شاهدي ورکوله، اوس دلوېدلو دیوالونو، نړېدلو پُلونو او ماتو سړکونو د ویجاړۍ انځور ګرځېدلې ده”.
منان آه ویست.
په دې وخت کي دپتنوس کړپ دخوني سکوت مات کړ او دچایو د ګیلاسونو نري اواز دهغه توجو بلي خوا ته واړول.
دشنو چایو لوګی په هوا کي ګډ سو او منان په کراره له ګیلاسه سوغ وکړ، خو دچایو ګرمي ئې پریخ زړه هیڅ اغېز ونه کړ.
هغه خپله توجو بیرته خبرونو ته را واړول:
ـ” دجګړي له امله دوه میلیونه افغانان دهیواد دننه بې کوره شول او له پنځو څخه تر شپږ میلیونه نور له خپل هیواد څخه بهر دپردیو وطنونو ته کډوال شول.
په دې جګړه کي دافغانستان یو پر دریمه برخه خلګ له خپلو ټاټوبو بې برخي شول”.
دمنان په فکر کي دکډوالو کاروانونه ور وګرځېدل خلګو به دخپلو کورونو دروازې پرېښوولې، ماشومان به ئې پر اوږو بار کړل او دغرونو دخړو او اغزنو لارو په اوږدو کي به ئې دیو ناڅرګنده ژوند په لوري سترګي ګنډلي وې.
خبرونه لاهم روان وه، خبریال د جګړي بل اړخ وڅېړه:
ـ” سره له دې، شوروي ځواکونو په پرلپسې توګه ۶۲۰زره سرتېري دجګړې میدان ته واستول.
په دي جګړه کي دهغوی ۱۴۴۵۳ وژل شوي، ۵۷۷۵۳ تنه زخمیان شوي او له ۴۱۵ زره ډېر دناروغیو ښکار شوي دي. همدارنګه ۱۱۶۵۴ تنه پوځیان ئې دجګړې په ډګر کي دمعیوبو کسانو په ډله کي وشمېرل شول”.
منان خپل سر ټیټ کړ، راډیو ئې پرمځکه کښېښول. دخبرو پای ورته دیوې له ځان ئې وویل:
ـ یا الله! نور زموږ خاوره دپردیو جګړو دمقابلې څخه خلاصه کړې. موږ ستړي یو…
هغه خپل سر پورته کړ : په دې هیله چي داشپه به یو وخت په یو روڼ سهار بدلېږي.
په سترګو کي ئې د اوښکو سمندر دڅراغ په رڼا کي له لیري ځلېده.
دخپل ځای څخه پورته سو، دلمانځه لپاره ئې څادر هوار کړ او دخپل رب سره ئې ژوره رابطه ټینګه کړه.
زموږ انګلیسي ویبپاڼه:
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
