لنډۍ، د ثبتولو ستونزه
۴۰۶مهبرخه
تر خپله ځانه تاو راتاو شوم
لاليه ستا په رقم غږ مې واوریدنه
ښيرا به ولې درته نهکړم
توره ټوپکه ورانوي ودان کورونه
څلور پینځه زنگه دی وکڔل
صبر دی وشه، په لمانځه ولاڔه یمه
د لنډیو د دې برخې لهپلره دا لاندې لنډۍ راټولې شوې دي:
که زه خنديـږم، که ژړيـږم
تا به همځولو سره سیاله گرځؤمه
لکه د واورې ویلېکېـږم
د وطن غم مې، د ژوند ورزی لندهوینه
د نیمې شپې رباب غږيـږي
د بام پر سر ورته يوازې ناستهيمه
ادکې بیا ـ بیا دوعا وکړه
نور له ترخه سفر نه وینی قیکومه
دا نیمه شپه، بوی د لونگو
چیرته د پیغلو اتڼونه سوي دینه
په ډک محفل کې را پهزړه شوې
خلک را گوري، سترگې ډنډ، ډنډ اړومه
په زړه می داسی مار لگیا دی
د خوشالۍ غوښې ترې خوري، د غم پریـږدینه
د پټو سترگو قسم نهخورمه
څومره چې سترگې غړوم، تا یاد ومه
وعده دې وکړه، بیا رانهغلې
بیگا مې ټولهشپه نوکان خوړليدینه
اول مې نهغوښتل گلونه
اوس په تالاباغچو کې پاڼې ټولومه
د لیوني جانان خاطر دی
ځکه د ټول کلي منگي راډکوومه
ازاروهمېمه جانانه
څوک به دې خوښشي، بیا به تا ازاروینه
زما د زړه سلا رانغله
د دروازې ملنگ ته ورکړئ رخصتونه
زما دې زړه له ځانه تور کړ
په لڼد کمیس باندې دې پورېشه اورونه
لاړمه بل درنه واده کړم
مور ته دې وایه چې بنگړي درواچوینه
په تناره ولاړې پیغلې
ډوډۍ دې نهخورم، د دیدن وږی دې یمه
چې لیک مې درشي ورته ژاړه
ما چې لیکه ورته مې ډېرژړلي وونه
غمونه دوه ـ دوه راروان دي
دا زه بـدمـرغـه ورتـه چـا ښـودلییـمـه
د نفرتونو بازار تود دی
جانان ته وايه خوله دې چوپه گرځوينه
که پښتانه پېغورجن نه وای
په تش اواز به تر درشل دررسېدمه
د زړگي ټول زور به اوبه کړم
یوه گیله به خدای ته وکړم، بیا به ځمه
کوژدن پرې شې، واده پرې نهشې
په کور زړه شې، گور ته یوسې ارمانونه
ته به مې هلته ارمان وکې
چې درنه لاړشم، کلی خړ درپاتېشینه
زړه مې نريدرزونه کړي
لکه دیوال چې زلزلې وهلیوینه
تر خپله ځانه تاو راتاو شوم
لاليه ستا په رقم غږ مې واوریدنه
ماتا دې کور نه مالومېـږي
پر دیوال شنهلوپټه کېده، دربه شمه
ښيرا به ولې درته نهکړم
توره ټوپکه ورانوي ودان کورونه
انگار می بیا د زړه تازه شو
څه موده پس می د یار وکړل دیدنونه
څلور پینځه زنگه دی وکڔل
صبر دی وشه، په لمانځه ولاڔه یمه
که یادول دې په پیسو واي
له پاکستانه به دې زیات پوروړی ومه
د پلار وطن مې کابل جان دی
په پېښور د کډوالۍ ژوند تېرومه
د تا یاري نه ده، بلا ده
چې نوی یار کي، زوړ ته ورکي ځوابونه
زموږ انګلیسي ویبپاڼه:
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
