لنډۍ، د ثبتولو ستونزه ۴۰۷مه‌برخه

آصف بهاند

29

لنډۍ، د ثبتولو ستونزه

۴۰۷مه‌برخه

زړگیه څه درباندې وکړم

نه دې بلا خوري، نه دې پیغلې قبلوینه

له میٔنتوب مې ځان‌ساتلو

روغتون ته لاړم، پر ډاکترې میٔن‌شومه

مینه دې اور دی، پرما پور دی

رنگ مې تک‌تور دی، غم دې زور دی مړ به شمه

خدایه خارج ملکونه وران کړې

په شته‌خاوند کې ښځې کونډې ناستې وینه

د لنډیو د دې برخې له‌پاره دا لاندې لنډۍ راټولې شوې دي:

له مرچکي نه تنده یاره

زه به په کومه بانه تا رضاکومه

له میٔنتوب مې ځان‌ساتلو

روغتون ته لاړم، پر ډاکترې میٔن‌شومه

مسافر ته شوې، خواره زه شوم

خواره دې مور شه چې سفر ته دې لیـږینه

مینه دې اور دی، پرما پور دی

رنگ مې تک‌تور دی، غم دې زور دی مړ به شمه

خبر په خلاصو غوږو واوره

ورور دې په توت پورې تړم، تا تښتومه

خدایه خارج ملکونه وران کړې

په شته‌خاوند کې ښځې کونډې ناستې وینه

خبر یې کله ـ کله اخله

غُربت‌ځپلی یار دې ورک له مُلکه شونه

خدای‌پاماني هم لوی عذاب دی

لالی چې تللی، زړه مې ځای ته نه‌راځینه

چې پیغله‌لور یې په کاله وي

د هغه کور سابه جواري مزه‌کوینه

چې غنم‌لوشي، دیدن کم‌شي

پلار ته دې وایه چې لوگري واچوینه

سترگې مې بیا سم لیدل نه‌کا

پرون مې ستا لارو ته ډېـر کتـلي‌دینه

سونډې مې غوټې ـ غوټې پرې سوې

بې‌وفــا یــار په نـیـمـه‌لار کې پــرېښودمه

شونډې چیچي، رنگ یې الوتی

مسـافـــر یــار تــه د سـفــرِغـوټـه تـړیـنـه

ښکلي په ښکلو پسې ژاړي

ښکلي چې چیرته ښکلي ویني، هلته ځینه

بدن مې ټول په اورکې وسو

که څوک ټودیـږي، زما خوا له دې راځینه

بخت مې ویده، غم مې بیدار دی

د چـا ازار دی، هـمـیـشه مـې زورویـنـه

په نیمه‌شپه مې ازار وکه

تا ته مې نه که، یاره خپل‌ځان‌غرقومه

په نیمه‌لار کې سړی پرېـږدي

ملا په پردو راوړو څنگه وتړمه

په ونې‌دنگ لالی مې نه‌شته

چیرته چې دنگه ونه وینم، وژاړمه

ته لیونۍ، زه لیونی یم

چې لیوني سره یوځای‌شي، خوند کوینه

ټینگه مې مه نیسه جانانه

ټینگه مې مور تړلې نه‌یم، زړه مې چوینه

یارانه مه‌کوئ کرارشئ

یوکال مې کړې، رنگ‌زیـړی به گرځیدمه

هندوستانی میـړه به وکم

د پښتونخوا خاوره کې درې‌ځل کونډه‌شومه

یار مې په بنگو سترگې سرې کړې

مور یې نارې‌کړې: زوی مې ستا له غمه مرینه

د بېلتانه عذاب دې سخت دی

بلې‌سکروټې مې په زړه نیولې‌دینه

د جانان غم دې پرزړه پروت دی

د تـنـدي‌گـونځې دې صفا وايي حـالـونـه

ډاډ به په‌خپله زړه ته ورکړم

په دې دله مالت کې نه‌شـته ډاډگېرنه

راشه دا نښې دې درواخله

چې د یارۍ تمه دې سمه لنډه‌شینه

رنگ دې په نه خبره زیـړشو

هـلـه به څه‌کوې چې ټوله د بـل‌شمه

زړگیه دواړه کاره نه‌شي

يا به تعليم کړې، يا د خوږجانان غمونه

زما دې ټول عمر په ډار کړ

لکه هوسۍ په مېـږتون شپې تېرومه

زړگیه څه درباندې وکړم

نه دې بلا خوري، نه دې پیغلې قبلوینه

که باچا مړشي، باک یې نه‌شته
چې تعلیم مړ شي، ټول هېواد به جاهل شینه

کوکریه مه‌راپسې غاپه

ستا د مېرمنې په سلا راغلی‌یمه

که ته راځې بېگا ته راشه

ابۍ مې نه‌شته، دادا ژرندې ته لېـږمه

که چیرې لمر تادي ونه‌کړه

گمان مې کېـږي چې به وشي دیدنونه

غـږ مې د غره پرلور نیولی

د شپیلۍ غـږ دې ما ته تا رایادوینه

لنډۍ، د ثبتولو ستونزه – ۴۰۶مه‌برخه

Our Pashto-Dari Website

  Donate Here

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320