ځان به بیخي درنه راټولکړم
له ما نه تنگه یاره، نه دې تنگومه
د یار شه دواړه برخې خوارې
دلته بېیاره، هلته واړه دوزخونه
د مسیجونو یار دې زه یم
په روحافزا شونډو دې بل مزېکوینه
د لنډیو د دې برخې لهپاره دا لنډۍ برابرې شوې دي:
چې د چا خپلیار بېوفا وي
څه به ملا وي، څه د غاړې تاویزونه
Set featured imageچې ماخوستن شي، زړه مې تنگشي
کټ مې کفن شي، غم مې خوب ته نهپرېـږدینه
خلک به وایي چې ویده دی
ما به د یار کوڅې ځان وژلیوینه
ځان به بیخي درنه راټولکړم
له ما نه تنگه یاره، نه دې تنگومه
څه نازولي یې کرار کړل
په هدیرو کې زولنې دي، که میخونه
که راته گورې، درته گورم
که راته نهگورې، پروا دې نهساتمه
کوژده مې نه ده، ولې ژاړې
موږ کره هسې میلمانه راغليدینه
کلي ته درغلم، ته نهوې
خړو کوڅو کې دې یوازې گرځیدمه
بلۍ ته راغله، مور ته ژاړي
رانجه ترې غواړي، یار ته سترگې توروینه
پرغټوسترگو یې میٔن شوم
ځکه مې غټې ـ غټې اوښکې پرمخځینه
په انتظار مې اوسه يار ه
که مرگ رامخکی نه شو، تاله به درځمه
پر ما به غبرگې بنې راشي
لالی دې نورې پیسې نهگټي مینه
دغه عادت راته سوراور شو
چې ویې نهوینم، نرۍ تبه مې شینه
د سرهټیکري پیڅکه مې نیسه
بدنامه ښهیم چې تاوان درباندې شمه
د یار شه دواړه برخې خوارې
دلته بېیاره، هلته واړه دوزخونه
د مسیجونو یار دې زه یم
په روحافزا شونډو دې بل مزېکوینه
د ډیرانه پرسرمې شپه وای
یار راسره وای، خیر به خلکو راکاونه
د ببلتانه زور مي ليدلي
په ميـږي پښه نهږدم چي يار بي پاتيشينه
د هـيريـدو نۀ ئې جانانـه
له جــداۍ سره دې ځان عادتومـــــــه
د زړه پرسرمې اور بلیـږي
که څوک تودیـږي، زما خوا له دې راځینه
داسې دله باندې میٔن شوم
چې ټوله ناسته یې د ښځو منځ کې وینه
د زړگي زور مې ویلېشوی
ژونده مزل دې لڼدوه، ستړی دې کړمه
د پېغلو زړونه فولادي دي
يو يار یې مړ وي، بل ته سترگې توروينه
زړگیه څهدرباندې وکړم
نه دې بلا خوري، نه دې پیغلې قبلوینه
زما یو تهوې، بل مې خدای و
خدای خو مې شته او تا یوازې پرېښودمه
زما قسمت په خوب ویده ده
د خلکو وختل اسمان ته قسمتونه
زما تصویر ټوټې، ټوټې کړه
په زور نارې کړه چې یاري دې نهکومه
زما یارۍ ته به ټینگ نهشې
زه له اتیاگزو نه یو کمیس کومه
راځه ـ راځه کلي تا راشه
ته به توتان خورې زه به ستا ديدن کومه
ستا د دیدن باران دې وشي
که لارې خټې شوې، موزې به پښوکومه
سترگې رنجو باندې توریـږي
د ظالم لور پهکې کڅوړې تشوینه
سپرلی به څوځلې بیا راشي
راخوبه نهشي مرگ خوړلي صورتونه
ښکاره دې نوم اخیستی نهشم
د زړه له سوخته دې ټپو کې یادومه
لاس په ولاړې راچاپیر که
تر کېنتستوپورې مې صبر رانهځینه
له بېلتانه نه دې خوند اخلم
چې چېرته ځانتهشم، په چغو وژاړمه
وطن او موروپلار خواږه دي
زه دغه درېواړه پرېـږدم، تا سره ځمه
نن مې ترسترگو ـ سترگو کېـږي
خدای دې په خوب کې راته راوله میٔنه
ته بېوفا شوې، زه دې هیرکړم
زه بېوفـا نـهیـم چـې تـا بـه هـېـرومه
یا به زما نصیب خراب وي
یا به دا ټولې یارانې همداسېوینه
زموږ انګلیسي ویبپاڼه:
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
