لنډۍ، د ثبتولو ستونزه = ۳۹۸مه برخه

آصف بهاند

27

د لنډیو اصلي منابع خلک دي

۴۸مه‌برخه

لنډۍ، د ثبتولو ستونزه

۳۹۸مه برخه

دا دی بیا د «سروکي یا نیمکۍ» په ملتیا، د همدې بحث څلورمه برخه تاسو درنو لوستونکو ته وړاندې کوم. تر دې برخې وروسته به گورم چې که وتوانېـږم نورې سروکۍ پیدا کړم، نو به یې د همدې بحث په پنځمه برخه کې درسره شریکې کړم:

۱۹:

پري جانه

مه‌ځه له میدانه جانانه

یواوارې بیا پر دې لار راسه

پر پخوانوپلونو دې پرېوتل گردونه

پري جانه

مه‌ځه له میدانه جانانه

؟؟؟

چې سالوواله دې زړه غواړي

د قدو ښار په اجاره واخله میٔنه

پري جانه

مه‌ځه له میدانه جانانه

له تا دې غم لا وفادار دی

ته کله ـ کله، غم دې تل راسره‌وینه

پري جانه

مه‌ځه له میدانه جانانه

گل مې په لاس درته نیولی

یا مې گل واخله، یا رخصت راکه چې ځمه

پري جانه

مه‌ځه له میدانه جانانه

چې خوله مې خورې، دغونه‌یی وخوره

شکره نه‌ده چې په تول به کمه‌شینه

پري جانه

مه‌ځه له میدانه جانانه

د سندرې په وروستۍ نیمايي کې سندرغاړی بل سرله دوولنډیو سره زمزمه کوي:

اورولگېدنه

تا په اوربل کې چې ټومبلي زیړگلونه مازدیگر

پله؟ ګې د رورد‌غاړه راوخله

زه به گړی په لپه ورور ـ ورو ډکومه

اورولگېدنه

تا په اوربل کې چې ټومبلي زیړگلونه مازدیگر

ته دې اختر په سبا راسه

زه به درووزم تورې سترگې سره‌لاسونه

اورولگېدنه

تا په اوربل کې چې ټومبلي زیړگلونه مازدیگر

دا سر او دا لنډۍ د یوې منظمې ثبت‌شوې سندرې په ډول ما په کوچنیواله کې د رادیو کابل له څپو نه اورېدلې وه، اوس دا دی هماغه پخوانی متن یې په ټولنیزه میډیا کې هم راښکاره شو. دا لاندې یې لینک دی:

https://www.facebook.com/reel/1555300956639355

۲۰:

بیا هم شفیع او بل سروکی او نورې لنډۍ، خو دا ځل ارمونیم غږونکی چې ما ونه‌پېژاند هم سروکی ورسره ورغبرگوي او هم په خپل وار سره لنډۍ اچوي:

گله څنگ له دې درځم

جیب دې لټوم

تا له خیالي بازاره څه راوؤي دینه

کرار به کېنم، څه به نه‌ویم

د سوال یاري ده اوس به گډه‌وډه‌شینه

گله څنگ له دې درځم

جیب دې لټوم

تا له خیالي بازاره څه راوؤي دینه

مازدیگری به دې په غم شي

نیم‌زالې مه‌وړه د منگي خوله کې گلونه

گله څنگ له دې درځم

جیب دې لټوم

تا له خیالي بازاره څه راوؤي دینه

د جینکو مټاغې سترگې

چې په پردۍ مټه به خوب څنگه ورځینه

گله څنگ له دې درځم

جیب دې لټوم

تا له خیالي بازاره څه راوؤي دینه

امریکني‌گلان به کېـږدم

چې موټروان لالی مې سیټ کې کېنوینه

گله څنگ له دې درځم

جیب دې لټوم

تا له خیالي بازاره څه راوؤي دینه

هندوستانی میـړه به وکم

د پښتونخوا په خاوره درې‌ځل کونډه‌شومه

گله څنگ له دې درځم

جیب دې لټوم

تا له خیالي بازاره څه راوؤي دینه

سړی په نیمه‌لار کې پرېـږدي

ملا په پردو راوړو څنگه وتړمه

گله څنگ له دې درځم

جیب دې لټوم

تا له خیالي بازاره څه راوؤي دینه

کاغذ لیکلی ترینه واخلئ

خلکه د دې زمانې یار دی ټگ به وینه

گله څنگ له دې درځم

جیب دې لټوم

تا له خیالي بازاره څه راوؤي دینه

دا ویدیو څلور دقیقې او لس‌ثانیې ده، دا لاندې یې لینک دی:

https://www.facebook.com/reel/953279600065300

۲۱:

دا هم د شفیع صافي او شمس په غبرگو اوازونو کې یوه بله ویدیو چې په پیل کې سروکی او ورپسې په وار سره لنډۍ زمزمه کوي:

او نیمه شپه ده، غله لگېـږي

لونگین رانه ورکیـږي په ما گرانه

یوه د افسوس چیغه به وکم

لونگین رانه ورکیـږي په ما گرانه

ویده به ویښ کم، ویښ به خوب وزنگوینه

لونگین رانه ورکیـږي په ما گرانه

ځنگه کراره به ویده وي

لونگین رانه ورکیـږي په ما گرانه

پر زړه بې نه‌وي د یارۍ سوي داغونه

لونگین رانه ورکیـږي په ما گرانه

که اسویلی کم، اور به واخلي

لونگین رانه ورکیـږي په ما گرانه

د لونگین مېرمنې صبر مې دې وینه

لونگین رانه ورکیـږي په ما گرانه

د دیدن وږي به ماړه کم

لونگین رانه ورکیـږي په ما گرانه

(؟)

لونگین رانه ورکیـږي په ما گرانه

د جنکو یاري مې وکړه

لونگین رانه ورکیـږي په ما گرانه

(؟)

لونگین رانه ورکیـږي په ما گرانه

لیلا زړه‌شوه، وار یې تېرشو

لونگین رانه ورکیـږي په ما گرانه

(؟)

لونگین رانه ورکیـږي په ما گرانه

په تول مې یوپاو زهر ورکړه

لونگین رانه ورکیـږي په ما گرانه

دله مړ نه‌شو دوکاندار قرضدار یې کړمه

لونگین رانه ورکیـږي په ما گرانه

او نیمه شپه ده، غله لگېـږي

لونگین رانه ورکیـږي په ما گرانه

دا ویدیو چېرې د چا د خوښۍ محفل دی، گڼ‌شمېر خلک تر یوې لویې‌کېـږدۍ لاندې ناست دي او سندرغاړي سندرې وايي. ویدیو درې‌دقیقې او پنځوس‌ثانیې ده، دا یې لینک دی:

https://www.facebook.com/reel/3271107003064702

لنډۍ، د ثبتولو ستونزه / ۳۹۷مه‌برخه

زموږ انګلیسي ویبپاڼه: 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.