د مخدره توکو کر، تولید او استعمال
(دویمه برخه)

درنو لوستونکو د ځینو منابعو نه د راټول شوو معلوماتو په نظر کې نیولو سره دلته غواړم د مخدره توکو پر لغوي او اصطلاحي معنا او مفاهیمو لنډ معلومات وړاندې کړم.
د (مخدر) کلمه له خدر څخه اخيستل شوي چې د ضعف، تنبلي او سستي په معنا استعمال شوې ده.
د لغوي او اصطلاحي معناګانو ترمنځ اړېکه له ورايه ليدل کيږي، ځکه په لغوي معنی کې ضعف، سستي، تياره ټول شتون لري او په اصطلاحي معنی کې هم نوموړی مفهوم نغښتی دی چې په لاندې کرښو کې به څرګند شي.
په لنډه توګه ویلای شو چې (مخدر) عربي لفظ او د اسم فاعل صیغه ده، جمع يې مخدرات راځي، هغه شي ته ويل کيږي چې انساني عقل په موقت او يا دايمي توګه تر پوښښ لاندې راولي او په يوه شکل د اشکالو سره عقل له فعاليت څخه غورځوي، په اسلامي فقه کې د همدې ډول توکو لهپاره د مسکر کلمه زياته کارول کيږي، ځکه د مسکر کلمه په شرعي نصوصو کې راغلي ده، له همدې کبله يو شمير فقهاء د مخدراتو پر ځای د مسکراتو کلمه په خپلو بحثونو کې استعمالوي، اما د دواړو کلمو ترمنځ مشترکات او متفرقات شتون لري.
په لغوي لحاظ مسکرات پر هغو نشه لرونکو توکو باندې ښه صدق کوي چې مست کونکي وي، اما کيدای شي مخدر مست کونکی هم وي او یا تنها د اعضا وو د ضعف او سستې باعث کیدونکی وي.
همدا ډول د مخدره توکو لهپاره مختلف اصطلاحي تعریفونه پوهانو وړاندې کړي دي، چې هر تعریف له معينې زاويې څخه دغو توکو ته نظر وړاندې کړی دی.
په شرعي لحاظ د مخدر تعريف: «هر هغه توکي چې د الله تعالی د مکرم انسان د شخصيت په تفکير کې بدلون پيدا کوي، عقل يې تر پوښښ لاندې راولي، تشويشونه ورته پيښه وي او بدلون ورکوي مخدر بلل کيږي».
يو شمیر پوهانو مخدره توکې داسې معرفي کړي دي:« مخدر هغه توکي دي چې پرته له نشاط او خوشحالۍ څخه عقل او حواس پټوي».
په شرعي لحاظ هر ډول نشه لرونکې مادې ته (خمر) ويل کيږي، خمر د قرآني نصوصو او نبوي احادیثو، د اجماع او قياس په اساس حرام بلل شوی نشه يي توکي دي.
په شرعي لحاظ مخدره توکې په دوه برخو باندې ویشل کیدای شي:
ـ لومړی هغه مخدر چې هغو ته شراب ویل کیږي د حرامو ترڅنګ څښونکي باندې يې شرعي حد لازميږي.
ـ دویم له شرابو پرته نور نشه يې توکي دي چې د حرامو له نظره ثابت او جزايې تعزیري دي، د هر هيواد مقننه قوه د هغې د شدت او خفت په اړه تصمیم نیولی شي.
په علمي لحاظ: «هغه مواد او مرکبات چې انسان معتاد کوي او ضرر ورته رسوي مخدر بلل کيږي».
يو شمير نور پوهان مخدره توکې په لاندې توګه معرفي کوي:
«مخدر هغه کیمياوي ماده ده چې له ګنګستوب، خوب او بيواکۍ سره مل دردونه آرامه وي».
په لومړي علمي تعریف کې مختلفو نقطو ته پاملرنه شوي ده، د اعتیاد باعث کيدلو او انسان ته د ضرر رسولو پر نقطه باندې زيات ټينګار شوی دی.
په دویم علمي تعریف کې د دردونو د آرامتیا چې له ګنګستوب، خوب او بېواکۍ سره مل وي ښودل شوی دی، دغه تعریف په حقیقت کې زيات پر هغو مخدره توکو صدق کوي چې هغه مسکن دي او په طبې چارو کې په زیاته پيمانه کارول کيږي.
نړيوال صحي سازمان بیا مخدره توکې داسي معرفي کوي:
هرې هغې خامې يا جوړې شوې مادې ته ويل کيږي چې له ځان سره خوب ورکونکي، تسکينونکي او يا سستونکي عناصر ولري، کله چې د غير طبي غرضونو لهپاره وکارول شي د معتاد کيدو باعث کيږي.
په افغانستان کې د مخدره توکود قوانينو په اړه څو ځله تغیرات راوستل شوي دي، چې له همدې کبله اړوند قوانین هم ځانګړې بڼې لري؛ له ټولو تعریفونو څخه لاندينی تعریف غوره دي:
«هر هغه توکې چې استعمال يې اعتياد رامنځته کوي، فکري، عصبي تشوشات پيښوي، اخلاقي انحطاط ايجادوي، سبب د صعب العلاجه امراضو ګرزي او یا نور صحي او اجتماعي مشکلات رامنځته کوي مخدر بلل کيږي».
نور بیا
زموږ انګلیسي ویبپاڼه:
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
