د مخدره توکو کر، تولید او استعمال
(لومړۍ برخه)

دا یو عیني واقعیت دی چې زموږ په هېواد افغانستان کې د مخدره توکو کر، تولید او استعمال د هېواد پر اقتصاد، روغتیا او ټولنه خورا ژور او منفي اغېزې لرلی شي.
درنو لوستونکو دغه معلومات چې په پنځو برخو کې د خپریدو لهپاره جوړ شوي دي، د مطالبو د غنی کولو او لا پوره معلوماتو په خاطر له ګوګل او ځینو نورو منابعو نه استفاده شوي ده.
غواړم مخکې تر دې چې په هېواد کې د دغې خطرناکه او انسان وژونکې پدیدې پر مثبتو او منفي اړخونو بحث وکړم، لازمي یې بولم چې د مخدره توکو پر ډولونو لږه رڼا واچوم.
مخدره توکي بېلابېل ډولونه لري چې مشهور یې په لاندې ډول دي:
۱ـ طبعی مخدره توکي:
هغه توکي دي چې له بوټو څخه تر لاسه کېـږي لکه تریاک، چرس، بنګ، او کوکنار.
۲ـ مصنوعي مخدره توکي:
هغه مواد دي چې په لابراتورونو کې جوړېږي لکه هیروئین، شیشه، کوکاین او میتامفیتامین.
۳ـ درملیز مخدره توکي:
دغه درمل که د ډاکترانو له مشورې پرته او په زیاته اندازه وکارول شي اعتیاد رامنځته کوي، لکه مورفین، ټرامادول او خوب راوستونکې ګولۍ.
زموږ په ګران هېواد افغانستان کې د مخدره توکو کرکيله ډېر پخوانی تاریخ لري د کوکنارو او چرسو د کښت له امله افغانستان تر ډېره وخته په نړۍ کې د کوکنارو او تریاکو ترټولو لوی تولیدوونکی هېواد و.
له سړې جګړې وروسته، په افغانستان کې د کورنۍ جګړې پرمهال هم، افغانستان د نشهيي توکو یو له ډېرو توليدوونکو هېوادونو څخه شمېرل کېده. په (۱۹۹۷) کال کې په افغانستان کې د مخدره توکو پيداوار(۲۸۰۴) ټنه وو، چې بیا په (۱۹۹۹) کال کې (۴۵۶۵) ټنو ته ورسېدل؛ لیدل کېږی چې د افغان دښمنو تنظیمي ډلو (په نوم مجاهدینو) د واکمنۍ پر مهال د شوروي پر وړاندې د افغانانو د مقاومت او وروسته د کورنیو جګړو په لومړنيو کلونو ( ۱۹۷۹–۱۹۹۲) د مخدره توکو په ځانګړې توګه کوکنارو او تریاکو کښت او قاچاق په ځینو سیمو کې د جګړې د تمویل او اقتصادي اړتیاوو تر نوم لاندې د ځینو سیمهیزو قوماندانانو او په نوم جهادي کړیو له خوا د لګښتونو د پوره کولو لهپاره د کوکنارو له کښت او خپلو شخصي ګټو په خاطر د تریاکو له قاچاق څخه د عاید په توګه کار واخیستل شو، چې د یوه قوي او واحد مرکزي حکومت نهشتون او د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د سیمهیزو ځواکونو واکمني د دې لامل شو چې د مخدره توکو تولید او قاچاق ته پراخه زمینه برابره شي. له بله پلوه په سیمه کې د کړکېچونو او ناامنیو له امله د مخدره توکو نړیوالو قاچاقبرانو او شبکو هم له دې تشې څخه ناوړه ګټه پورته کړه او دغو دواړو مافیایې برخو د مخدره توکو د کر، تولید او قاچاق کچه نوره هم مخ په لوړیدو کړه.
په (۲۰۰۱) کال کې د طالبانو د مشر ملا محمدعمر د فرمان له امله، د نشهيي توکو پيداوار په خورا لوړ توپېر او بې سارې توګه له( ۳۲۷۶ )ټنوڅخه( ۱۸۵ )ټنو ته راکم شول او نور هم تر جدي کنترول لاندې ونیول شول.
له (۲۰۰۱ ) کال څخه تر ( ۲۰۰۷) کال د امریکایې استعمار په موجودیت کې د امریکایې قاجاقبرانومافیایې کړیو او د هغوي د محلي اجنټانو چې د سیمو په زورواکو بدل شوي وو، د مخدره توکو پيداوار یو ځل بیا کال په کال مخ پر زیاتیدو شول او له ( ۳۴۰۰ ) ټنو څخه ( ۸۲۰۰ ) ټنو ته ورسېدل. د مخدره توکو په پيداوارو کې د زياتوالي عمده لامل دا و، چې د هېواد په ډېری برخو کې يې کښت په بېمخينې ډول زيات شول. د مخدره توکو کښت په ( ۲۰۰۲ ) کال کې د ټول هېواد په کچه ( ۷۴ ) زره هکتاره و، خو په ( ۲۰۰۷ )کال کې ( ۱۹۳ ) زره هکتارو ته زیات شو.
له ( ۲۰۰۷ ) کال څخه بیا تر ( ۲۰۱۰ ) کال پورې د مخدره توکو پيداوار له ( ۸۲۰۰ ) ټنو څخه ( ۳۶۰ ) ټنو ته راکم شول. خو په ۲۰۱۱، ۲۰۱۳ او ۲۰۱۴ کال کې دا کچه يو ځل بيا لوړه شوه.
لیدل کېږي چې د طالبانو د واکمن کیدو سره سم بیا د مخدره توکو پر کر جدي بندیز ولګید او په دغه برخه کې هر اړخېزې هلې ځلې تر سره کېږي. سره له دې چې سرپرست حکومت د مخدره توکو پر کر د بندیز خبر ورکړی, خو نړيوال راپورونه ښيي چې لا هم په ځینو برخو کې د چرسو او نورو نشهيي توکو کر او کارونه د حکومت له لورې د بدیل د مرستو د نشته والي له امله شتون لري.
زموږ په هېواد کې بې وزلي، د عایداتو نه شتون او په کورنیو چارو کې اقتصادي ستونزې بزګران دې ته اړ باسي چې د نورو کښتونو پر ځای د مخدره توکو کر ته مخه کړي، یو ځل بیا د یادولو وړ ګڼم که چېرې بزګرانو ته ښه بدیل او نورې مرستې په لاس ورکړ شي او د تبلیغاتي کمپاینونو او ورکشاپونو له لارې د مخدره توکو پر زیانونو پوهاوی ورکړ شي دا هم د دغې شومې پدیدې د مخنیوی غوره لار ده.
نوربیا
پر ښځو او نجنو باندې د اسلامي حقونو محدودیتونه- (دویمه او وروستۍ برخه)
زموږ انګلیسي ویبپاڼه:
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
