پرښځو او نجونو باندې د اسلامي‌حقونو محدودیتونه (لومړۍ‌برخه)

شاه‌ولی ارین

59

پرښځو او نجونو باندې د اسلامي‌حقونو محدودیتونه

(لومړۍ‌برخه)

ښځې د یوې ټولنې نیمایې برخه جوړوي، که چېرې دغه د ټولنې نیمایې برخه د همدې ټولنې په ټولنیزو، سیاسي، اقتصادي او خدماتي چارو کې برخه ونه لري، طبعی ده چې دغه ټولنه به نیمګړې او وروسته پاتې ټولنه وي.

د اسلام په مقدس دین کې هم دغه اصل ته کاملا پاملرنه شوي ده، غواړم د حضرت محمد (ص) په وخت کې د ښځو په هکله چې په کور دننه او بهر کې په بیلا بیلو چارو بوختې وې لنډه رڼا واچوم:

د رسول الله (ص) په وخت کې ښځو په بېلابېلو دیني، ټولنیزو، اقتصادي او جهادي خدمتونو او د ټولنې په جوړولو کې فعاله ونډه لرله.

مثلاً د درملنې په برخه کې حضرت رفیدة الاسلمية چې لومړنۍ مسلمانه نرسه (طبیبه) وه. همدا ډول ښځو په ځینو غزواتو لکه د احد، خیبر او حنین غزاوو کې ګډون کاوه؛ دوې به جنګیالیو ته اوبه رسولې، وسلې به یې پاکې کړې او د ضرورت په وخت کې به یې د ځان دفاع هم کوله.

ډېری ښځو لکه (ام المؤمنین حضرت عایشې) او داسې نورو د اسلامي احکامو، حدیثو او فقهې په زده کړه او خلکو ته په رسولو کې لویه ونډه درلودې.

د اقتصادي او کورنیو کارونو په برخه کې هم ښځو د کورنیو چارو ترڅنګ په سوداګرۍ، کرنې، مالدارۍ او لاسي صنایعو (لکه اوبدلو، ګڼدلو) او داسې نورو چارو کې کار کاوه. خپله د حضرت محمد (ص) لومړۍ مېرمن حضرت خدیجه (رض) یوه وتلې او بریالۍ سوداګره وه.

د سیاسي او ټولنیز نظر په برخو کې ښځو په ټولنیزو پرېکړو او غونډو کې حق درلود چې خپل نظر څرګند کړي او پېغمبر (ص) به د هغو مشورو ته اهمیت ورکاوه.

زموږ په ګران هېواد افغانستان کې له څلورو لسیزو راهیسې روانې جګړې د نورو افغانانو په شان د ښځو پر ژوند او وضعیت هم خورا منفي اغېز کړی دی؛ جګړې لسګونه زره ښځې کونډې او بورې کړې، خپل کورونه او هستۍ یې ترې واخیستې، د خپل ځان او بچو له‌پاره د یوې مړۍ ډوډۍ پیدا کولو په خاطر یې د هېواد دننه او بهر په ګاونډیو هېوادو پاکستان او ایران کې خیرات غوښتلو او سختو کارونو ته مجبوره کړې.

لیدل کېږي چې د افغانستان په جګړه‌ځپلې ټولنه کې، ښځو ته د اسلام په سپېڅلي دین کې له ورکړل شوو حقونو څخه ناخبري، جهالت او ناپوهي، پر ټولنه د پردیو فرهنګونو اغېزو، فساد، قانون ته نه درناوی او دې ته ورته نور هغه څه دي، چې په افغانستان کې یې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي پېښې زیاتې کړې دي.

د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۵مه، د طالبانو له بیا واک ته رسېدو وروسته، په افغانستان کې د ښځو او نجونو د زده‌کړو، کار، ټولنیز حضور او اساسي حقونو وضعیت په بنسټیز ډول بدل شو. هغه ډله چې د دوحې د سولې خبرو او د واک د ترلاسه کولو په لومړیو ورځو کې یې ژمنه کوله چې ښځې به د اسلامي اصولو په چوکاټ کې د کار، زده‌کړو او ټولنیز فعالیت حق ولري، د واکمنېدو سره یې د ښځو او نجونو پر ژوند تر ټولو پراخ محدودیتونه ولګول.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۷مه په خپل لومړني خبري کنفرانس کې وویل چې:

«ښځې به د اسلامي شریعت په چوکاټ کې د کار او زده‌کړو حق ولري او د دوي په وینا، هغه اندېښنې چې افغانان او نړیوال یې د ښځو په اړه لري، حل به شي».

تر دې وړاندې، د دوحې د سولې خبرو پر مهال د طالبانو استازو په وار ـ وار ویلي وو چې افغان ښځې د اسلامي ارزښتونو په چوکاټ کې د کار او زده‌کړو حق لري او حتی د طالبانو د مذاکراتي پلاوي غړي، شیخ شهاب‌الدین دلاور، ویلي وو چې:

«ښځې تر دوکتورا پورې د زده‌کړو، کار او ټولنیز فعالیت بشپړ حق لري». خو د طالبانو د دغو ژمنو او عملي سیاستونو ترمنځ ډېر ژر څرګند واټن رامنځ‌ته شو، سره له دې چې په ځینو برخو کې د طالبانو له خوا د اسلامی شریعیت له حکمونو سره سم ځنی حقونه ښځو او ځوانو نجونو ته ورکړ شوي دي، خو بیا هم د طالبانو له بیا واکمنېدو څو اوونۍ وروسته د نجونو له شپږم ټولګي پورته ښوونځي پرې وتړل شول.

د ۲۰۲۲ کال د مارچ په ۲۳مه، هغه مهال چې د نوي تعلیمي کال د پیل له‌پاره د هېواد په ډېرو ولایتونو کې د نجونو ښوونځي د پرانیستې له‌پاره چمتو شوي وو او زدکوونکې ټولګیو ته تللې وې، طالبانو په وروستۍ شېبه کې د ښوونځیو د تړل کېدو امر وکړ.

د طالبانو د پوهنې وزارت د تعلیمي کال د پیل له‌پاره په راغوښتل شوي خبري کنفرانس کې اعلان وکړ چې د دوي د حکومت د مشرتابه، ملا هبت‌الله اخندزاده د حکم له مخې، د نجونو له شپږم ټولګي پورته ښوونځي تر امر ثاني پورې تړلي پاتې کېږي.

وروسته د طالبانو چارواکو وویل چې د نصاب، اسلامي چاپېریال، د ښځینه ښوونکو د برابرولو او نورو اداري ترتیباتو پر بشپړېدو کار روان دی او له بشپړېدو وروسته به ښوونځي بېرته پرانیستل شي.

خو له پنځو کلونو وروسته هم نه نصاب بدل شو، نه نوی تعلیمي میکانیزم اعلان شو او نه هم ښوونځي بېرته پرانیستل شوي، که څه هم راپورونه وايي چې طالبانو د نصاب په بدلون کې یو څه ګوتې وهلې دي، خو شواهد ښيي چې دا بدلون یوازې په هغو برخو کې راغلی چې ولسواکي، مدنيت او د جمهوري نظام ارزښتونه ښيي.

ملګرو ملتونو افغانستان د نړۍ یوازینی هېواد بللی چې نجونې پکې له شپږم ټولګي پورته له رسمي زده‌کړو محرومې دي.

د ۲۰۲۲ کال د دیسمبر په ۲۰مه د طالبانو د لوړو زده‌کړو وزارت ټولو دولتي او خصوصي پوهنتونونو ته امر وکړ چې د ښځینه محصلینو زده‌کړې تر بل امر پورې وځنډوي، دغه پرېکړه نه یوازې د ملګرو ملتونو، اسلامي همکاریو سازمان، یونیسکو، یونیسف، اروپایي ټولنې او لسګونونورو هېوادونو له غبرګون سره مخ شوه، بلکې ګڼو علماوو هم وویل چې د ښځو د زده‌کړو له‌پاره په اسلام کې مطلق بندیز شرعي بنسټ نه لري.

د ښځو د زده‌کړو موضوع د طالبانو حکومت کې هم د اختلاف سبب شوه. د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال، شیرمحمد عباس ستانکزي، چې اوس د خپلو څرګندونو له امله له هېواده بهر دی، په ګڼو ویناوو کې وویل چې د ښځو او نجونو زده‌کړې په اسلام کې فرض دي.

هغه وویل:

«د علم زده‌کړه پر نارینه او ښځه دواړو فرض ده. هېڅوک د کوم شخصي نظر یا شخصي خوښې له مخې له دې فرضیت انکار نه شي کولای او که وي هم، دا یې شخصي نظر دی».

ستانکزي څو ځله وغوښتل چې نجونو ته ښوونځي او پوهنتونونه پرانیستل شي، خو د طالبانو په حکومت کې ټول چارواکي دا نظر نه لري.

د طالبانو د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزیر، شیخ خالد حنفي، په خپلو ویناوو کې ویلي چې:

«لوړې زده‌کړې د شرعي اصطلاح له مخې مباح دي».د هغه استدلال دا دی:

«کله چې د مباح عمل او د امیر له حکم سره ټکر پیدا شي، د امیر اطاعت واجبېږي».

د طالبانو د مشر ملا هبت‌الله اخوندزاده نږدې ملګري او حلقه چې ډېری وزیران یې سخت دریځه ګڼل کېږي، هم ټینګار کوي چې د امیر حکم د ټولو ادارو له‌پاره لازم الاجرا دی.

په همدې حال کې د طالبانو د لوړو زده‌کړو وزیر، ندا محمد ندیم، په ۲۰۲۵ کال کې په یوه خبري کنفرانس کې وویل:

«له دې وروسته هېڅوک د تعلیم په اړه د پوښتنې حق نه لري.هغه زیاته کړه چې د نجونو د زده‌کړو په اړه بحث او پوښتنې هم د امر ثاني تر صدور پورې پای ته رسېدلې دي».

دغه څرګندونې د طالبانو د لومړنیو ژمنو او د دوي د ځینو نورو چارواکو له دریځونو سره ښکاره توپیر لري.

طالبانو یوازې زده‌کړې محدودې نه کړې، بلکې په ۲۰۲۲ کال کې یې په نادولتي مؤسسو کې د افغان ښځو پر کار هم بندیز ولګاوه. یو څه موده وروسته یې د ملګرو ملتونو په اړوند مؤسساتو کې هم د ښځو په کار د بندیز تر څنګ، د ښځو پر ورځني ژوند هم ګڼ شمېرمحدودیتونه وضع کړل.

له طالبانو نه هېله دا ده چې دغه قشر چې د هېواد نیمایې برخه جوړوي او کولای شي د هېواد په اقتصادي پیاوړتیا کې اساسي نقش ولوبوی، باید جدي پاملرنه ورته وشي.

نور بیا

د ځوانان ځواک (پنځمه او وروستۍ برخه)

زموږ انګلیسي ویبپاڼه: 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320