د اقتصاد علم ۹ اصول

ژباړه: صلاح الدين حمید

0 2
د اقتصاد علم کې یو شمېر داسې نظریات شته چې ډېر زیات اهمیت لري. په ډېرو مقدماتي اقتصادي کتابونو کې د «اقتصاد اصول»، «لسو سترو افکارو» یا «لسو مهمو اقتصادي عواملو» تر سرلیکونو لاندې پر دغو نظریاتو بحث شوی دی. دلته زه د «د اقتصادي فکر کولو طریقه» کتاب د لومړي فصل پر بنسټ خپله نسخه وړاندې کوم.
۱- انسانان عمل کوي.
انسانان د ځان لپاره موخې ټاکي او دغو موخو ته د رسېدو لپاره لارې غوره کوي. د بېلګې په توګه، ستاسو له موخو څخه یوه دا ده چې لوړې زده‌کړې په مناسبه کچه بشپړې کړئ. په اقتصاد مضمون کې د ۱۰۰ نمرو ترلاسه کول، د دې موخې د ترلاسه کولو له لارو څخه یوه ده. د دې موخې د ترلاسه کولو لپاره بیا ګڼې فرعي موخې او لارې شته. فرض کړئ چې ستاسو یوه موخه په اقتصاد مضمون کې د ۱۰۰ نمرو ترلاسه کول دي. د کتاب لوستل، د کورنیو دندو ترسره کول، په ټولګي کې ګډون، له استاد سره لیدنه او د استاد له همکارانو سره لیدنه، هغه فرعي لارې دي چې تاسو د خپلې موخې د ترلاسه کولو لپاره کاروئ.
۲- هر کار یو لګښت لري.
کله چې تاسو یو کار ترسره کوئ، د نورو کارونو د ترسره کولو فرصت له لاسه ورکوئ. د بېلګې په توګه، اوس مهال تاسو د انتخابونو له پراخې لړۍ سره مخ یاست. تاسو کولی شئ خواړه وخورئ، ویده شئ، کار وکړئ یا حتی له خپل ملګري سره خبرې وکړئ؛ خو تاسو د دې ټولو پر ځای د دې ليکنې لوستل غوره کړي دي. په دې حالت کې، ستاسو بل تر ټولو غوره انتخاب په حقیقت کې هغه لګښت دی چې تاسو یې د دې مطلب د لوستلو لپاره پرې کوئ. که تاسو غواړئ په داسې یوه ټولګي کې ګډون وکړئ چې په اونۍ کې پنځه ساعته وخت ونیسي، او ستاسو بل تر ټولو غوره انتخاب کار کول وي چې په هر ساعت کې ۸ ډالر عاید درکوي، نو په دغه ټولګي کې د ګډون لګښت د ۴۰ ډالرو عاید له لاسه ورکول دي. (په لنډ ډول ویلای شو چې په ټولګي کې ګډون ستاسو لپاره ۴۰ ډالر لګښت لري.)
تاسو به خامخا دا خبره اورېدلې وي چې «هیڅ شی وړیا نه دی». په حقیقت کې، حتی وړیا توکي هم په بشپړه توګه وړیا نه دي. که تاسو د وړیا پیزا لپاره نیم ساعت په کتار کې ودرېږئ، په داسې حال کې چې کولی شئ په همدې وخت کې داسې کار وکړئ چې په هر ساعت کې ۸ ډالر عاید درکړي، نو د هغې پیزا اصلي لګښت ستاسو لپاره د ۴ ډالرو له لاسه ورکول دي.
۳- انسانان انګېزو ته ځواب وایي.
انګېزې انسانان هڅوي چې عمل وکړي. که د یوه کار لګښت راکم شي، انسانان هغه کار ډېر ترسره کوي او که لګښت یې لوړ شي، لږ یې ترسره کوي (د تقاضا قانون). په ورته ډول، انسانان هغه کارونه چې زیاته ګټه یا انعام ولري، د هغو کارونو په پرتله ډېر ترسره کوي چې لږه ګټه یا انعام لري (د عرضې قانون).
له لګښت څخه موخه د هغو پیسو اندازه ده چې د یوه شي د ترلاسه کولو لپاره یې باید ورکړو‌. د بېلګې په توګه، د یوې پیالې قهوې لپاره دوه ډالر.
د بازار بیې د پېرېدونکو او پلورونکو ترمنځ د راکړې ورکړې له لارې رامنځته کېږي.
۴- انسانان د انتخاب او بدیل ترمنځ معامله کوي.
اقتصادي تحلیل د ګټې پر محور ولاړ دی. یعنې کله چې انسانان غواړي یوه پرېکړه وکړي، د هر انتخاب د لږ زیاتوالي یا کموالي ګټه او لګښت ارزوي. تاسو معمولاً په دې اړه مطلقه پرېکړه نه کوئ چې یو کار ښه دی که بد، بلکې د هغه د لږ زیاتولو یا کمولو ګټه او لګښت سره پرتله کوئ. د بېلګې په توګه، تاسو دې پایلې ته نه رسېږئ چې د اقتصاد لوستل تل ښه دي، ځکه که داسې وای، نو تاسو به په ورځ کې ۲۴ ساعته اقتصاد لوستلی. همدارنګه دې پایلې ته هم نه رسېږئ چې د اقتصاد لوستل تل بد وي، ځکه که داسې وای، نو تاسو به هېڅکله اقتصاد نه لوستلی.
د بېلګې په توګه، تاسو د فزیک د لږ زیات لوستلو لګښت د اقتصاد د لږ زیات لوستلو له ګټې سره پرتله کوئ. په اصل کې، انسانان هغه کار ترسره کوي چې وروستۍ ګټه یې له وروستي لګښت څخه زیاته وي. له همدې امله له هغو کارونو څخه ډډه کوي چې وروستی لګښت یې له وروستۍ ګټې څخه زیات وي.
هغه پرېکړه چې تاسو یې په پای کې کوئ، ستاسو په موخو او ارزښتونو پورې تړلې ده. اقتصاد علم نه شي کولای تاسو ته ووایي چې راتلونکې یوه دقیقه، یو ساعت یا یوه ورځ په اقتصاد لوستلو، فزیک لوستلو یا خپل فېسبوک تازه کولو او ویده کېدو تېره کړئ. اقتصاد یوازې دومره روښانه کوي چې تاسو باید د بېلابېلو انتخابونو او بدیلونو ترمنځ د ګټې او لګښت د پرتله کولو له مخې پرېکړه وکړئ.
۵- راکړه ورکړه یو ډول داوطلبانه همکاري ده او زمونږ هوساینه زیاتوي.
راکړه ورکړه زموږ هوساینه له دوو لارو زیاتوي. لومړی، موږ پوهېږو چې انسانان هغه کارونه ترسره کوي چې تمه لري له هغو څخه به ګټه ترلاسه کړي یا به یې وضعیت ښه شي. که تاسو د کنسرت د ټکټ لپاره ۱۰۰ ډالر ورکړئ، نو موږ دې پایلې ته رسېږو چې تاسو له کنسرت څخه ترلاسه کېدونکې ګټه د هر هغه بل کار له ګټې څخه زیاته ګڼئ چې تاسو له دغو ۱۰۰ ډالرو سره ترسره کولی شوای.
زموږ موخه دا نه ده چې انسانان په خپلو انتخابونو کې هېڅکله تېروتنه نه کوي. د بېلګې په توګه، ډېر ځله داسې کېږي چې موږ یو نامناسب فلم واخلو یا په رستورانت کې بې‌خونده خواړه وخورو‌. بلکې موخه دا ده چې په عمومي ډول راکړه ورکړه زموږ وضعیت ښه کوي.
دویم، راکړه ورکړه د تولیدي وړتیا د زیاتوالي له لارې زموږ وضعیت ښه کوي. د نسبي برترۍ د قانون له مخې، کله چې انسانان تخصص پیدا کوي او راکړه ورکړه کوي، کولی شي له هماغه مقدار ورودي څخه زیاته خروجي ترلاسه کړي، یا هماغه اندازه خروجې د لږې ورودي په کارولو سره ترلاسه کړي. په دواړو حالتونو کې انسانان د خپلو موخو د ترلاسه کولو لپاره له ډېرو سرچینو څخه برخمن کېږي.
دا د ادم سمیت د هغه فکر څرګندونه کوي چې وايي انسانان هغه وخت ستاسو د موخې په ترلاسه کولو کې له تاسو سره مرسته کوي چې تاسو هم له هغوی سره د هغوی د موخې په ترلاسه کولو کې مرسته وکړئ.
۶- انسانان په عاقلانه ډول پرېکړې کوي.
دا اصل تر هغه څه ډېر بحث‌پارونکی دی چې په لومړي نظر کې ښکاري. کله چې وایو انسانان په عاقلانه ډول پرېکړې کوي، موخه مو دا ده چې هغوی هڅه کوي داسې کار ترسره کړي چې خالصه ګټه ورته ولري.
دا په دې معنا نه ده چې هغوی تل سمه پرېکړه کوي، یا دا چې د موضوع په اړه بشپړ معلومات لري، یا دا چې هېڅکله تېروتنه نه کوي. بلکې معنا یې دا ده چې هغوی موخې لري او هڅه کوي داسې لاره غوره کړي چې د دوی په نظر د خپلې موخې د ترلاسه کولو لپاره تر ټولو غوره لاره وي.
له همدې امله هغوی انګېزو ته ځواب وایي او له خپلو تېروتنو څخه زده‌کړه کوي.
۷- د بازارونو کارول لګښت لري، خو د دولت کارول ښایي لا ډېر لګښت ولري.
د راکړې ورکړې په لګښتونو کې د توکو او خدمتونو د ارزښت د ارزونې او همدارنګه د قرارداد د ترسره کولو اړوند لګښتونه شامل دی.
له دې امله چې راکړه ورکړه لګښت لري، ښایي داسې حالتونه رامنځته شي چې انسانان په هغو کې سره له دې چې ګټه شتون لري، له راکړې ورکړې څخه ډډه وکړي.
په اصل کې دولتونه دا وړتیا لري چې د بازار دغه نیمګړتیاوې اصلاح کړي. که څه هم هغه کسان چې د دولت لپاره کار کوي هم انګېزو ته ځواب وایي، خو دولتي سیاستونه لکه د بیو کنټرول، مالیات او بلاعوضه مرستې د انسانانو د راکړې ورکړې مخه نیسي.
۸- ګټورتیا تصدیو ته دا پیغام ورکوي چې هغوی له نورو سره مرسته کوي، او تاوان دا پیغام ورکوي چې هغوی سرچینې ضایع کوي.
په داسې شرایطو کې چې د شخصي ملکیت حقوق خوندي وي، ګټه او تاوان د بازار لپاره د ښه غبرګون یا فیډبک میکانیزم په توګه عمل کوي.
تاسو کولی شئ خلکو ته د هغوی د اړتیا وړ توکي او خدمتونه د هغې بیې په وړاندې کولو سره چې هغوی یې مناسبه ګڼي، ګټه ترلاسه کړئ. که تاسو هغه توکي او خدمتونه چې خلک یې نه غواړي، په نامناسبه بیه وړاندې کړئ، تاوان کوئ.
د بازار ناڅرګند یا نامرئي لاس هغه تصدی چې د خلکو د وضعیت د خرابېدو لامل کېږي، له بازار څخه وباسي. په بل عبارت، دغه ناڅرګند لاس ناکامو تصدیو ته دا پیغام ورکوي چې هغه سرچینې چې دوی یې ضایع کوي، ښایي په بل تصدی کې په ښه توګه وکارول شي.
سرچینې په خپله له تاواني تصدیو څخه ګټورو تصديو ته بهېږي.
۹- موږ باید د سیاستونو او کړنو اوږدمهاله او غیرعمدي پایلې له پامه ونه غورځوو.
مناسب اقتصادي تحلیل د هر سیاست او عمل په اړه د دې پوښتنې له مطرح کولو څخه عبارت دی چې: « له هغې وروسته څه پېښېږي؟»
په هغه کتاب کې چې د اقتصاد علم په اړه بحث کوي، توماس سویل هغه بهیر چې د سیاستونو او کړنو اغېزې تعقیبوي او څېړي، چې دا موارد د ټولنې پر بېلابېلو قشرونو څه اغېز کوي، «د تېر وخت په اړه فکر کول: لومړی پړاو» بولي.
هنري هازلیت هم په خپل کتاب (اقتصاد په یوه درس کې) کې دې ته «د اقتصاد هنر» وایي.
«د اقتصادي فکر کولو طریقه» کتاب د اقتصاد علم داسې تعریفوي: «د انتخاب کولو او د هغه د غیرعمدي پایلو په اړه یوه نظریه ده.» او په اصل کې له اقتصادي تحلیلونو څخه، چې د سیاستونو او کړنو د غیرعمدي پایلو (که هغه ښې وي او که بدې) له بېلولو او تعقیبولو څخه عبارت دي، ګټه اخلي.
لیکوال: آرت کاردن/ ژباړه: صلاح الدين حمید
سرچینه: د افغان اقتصاد پوهانو ټولنه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply