دو امریکایي اقتصادپوهانو د ۲۰۲۶ کال د اقتصاد په برخه کې د نوبل جایزه د هغو ماډلونو د رامنځته کولو په برخه کې د خپلو څېړنو له امله وګټله چې له مرکزي بانکونو او د مالیې له وزیرانو سره مرسته کوي څو د خپلو هېوادونو اقتصاد باثباته وساتي، د اوږدمهاله اقتصادي رکودونو او له کنټرول وتونکي انفلاسیون مخه ونیسي.
د سټنفورډ پوهنتون اقتصادپوه رابرټ هال او د کولمبیا پوهنتون اقتصادپوه مایکل ووډفورډ د «لوی اقتصاد د ثبات لپاره د کوچني اقتصاد د بنسټونو» د رامنځته کولو له امله وستایل شول. د دوی دغو څېړنو د پالیسۍ جوړونکو لپاره داسې وسایل برابر کړل چې په مرسته یې د خپلو اقتصادونو د لوړو ژورو او د اقتصادي فعالیتونو د نوساناتو شدت راکم کړي.
د سویډن د علومو شاهي اکاډمۍ وویل چې دغه دواړه اقتصادپوهان یې د «ثبات راوستونکې پالیسۍ په برخه کې د فکري الګو د بدلون» د رامنځته کولو له امله وپېژندل. دغو دواړو ته په ګډه د ۱.۲ میلیونه ډالرو په ارزښت جایزه ورکړل شوه.
اکاډمۍ وویل: «د نیوکینزي ماډلونه چې د دوی د څېړنو پایله ده، موږ ته دا وړتيا راکوي چې تشریح کړو چې د اقتصادي ثبات پالیسۍ د تجاري دورو پر بهیر څه اغېز کوي. اوس مهال د نړۍ مرکزي بانکونه او د مالیې وزارتونه له دغو ماډلونو څخه کار اخلي.»
دغو ماډلونو د جان مېنارډ کېنز د اقتصادي ثبات ماډلونه اصلاح کړل. د کېنز پخوانیو ماډلونو د ۱۹۷۰مې لسیزې د تېلو د بحران د اغېزو په تحلیل کې ستونزې لرلې. هغه مهال هېوادونه په عین وخت کې له لوړ انفلاسیون، کمزورې اقتصادي ودې او لوړې بېکارۍ سره مخ ول.
هال او ووډفورډ وښودله چې دودیز اقتصادي ماډلونه څنګه د هغو پرېکړو او کړنو پر بنسټ بیا جوړېدای شي چې انفرادي کورنۍ او سوداګریز بنسټونه یې ترسره کوي او په ټولیز ډول د همدې کړنو له لارې پر اقتصاد اغېز کوي.
د هال څېړنې د مصرفوونکو پر راتلونکيمحوره چلند ولاړې وې، نه د کېنز پر هغو نسبتاً میخانیکي او تجربي قواعدو چې د اټکل او عادت پر بنسټ کارول کېدل. د کېنز دغو قواعدو د انفلاسیون، بېکارۍ او ناخالص کورني تولید (GDP) په څېر مهم اقتصادي متغیرونه له یو بل سره تړل.
ووډفورډ د هال پر څېړنو تکیه وکړه او د نیوکینزي ماډل رامنځته کولو کې ته یې پراختیا ورکړه. دا د لویاقتصاد یو بشپړ چوکاټ دی چې د اقتصادي ثبات د تأمین لپاره کارول کېږي او نن ورځ د پالیسۍ جوړونکو له مهمو او اساسي وسایلو څخه شمېرل کېږي.
د ۲۰۰۸ کال له مالي بحران وروسته پالیسۍ جوړونکو له همدې ماډل څخه کار واخیست، څو نړیوال اقتصاد له دې خطر څخه لرې وساتي چې نړۍ یو ځل بیا د ستر اقتصادي رکود له دویمې پېښې سره مخ شي.
د اقتصاد په برخه کې د نوبل جایزې د کمېټې مشر، جان هاسلر وویل: «د دغو اقتصاد پوهانو کار موږ ته د هغو ماډلونو لپاره یو باثباته نظري بنسټ برابر کړ چې اوسمهال د نړۍ مرکزي بانکونه او حکومتونه ترې کار اخلي. د دغو ماډلونو په مرسته موږ د اقتصادي ټکانونو او ناڅاپي بدلونونو د مدیریت لپاره ښه چمتووالی لرو، لکه د انرژۍ بحرانونه یا د کورنیو د مصرف په کچه کې ناڅاپي بدلونونه.»
د هال او ووډفورډ څېړنو د راتلونکو پاليسيو په اړه د لارښوونې د تګلارې په رامنځته کولو کې هم مرسته وکړه. په دې تګلاره کې د مرکزي بانکونو چارواکي خلکو او بازارونو ته څرګندوي چې د دوی د تمې له مخې به په راتلونکي کې د سود کچه په کومه کچه وي.
دغه تګلاره د ۲۰۰۸ کال له مالي بحران او د کووېډ وبا وروسته په یوې مهمې اقتصادي وسیلې بدله شوه. ځکه په دغو دورو کې د اقتصادي فعالیتونو د ملاتړ لپاره د سود کچه تر تاریخي ټیټو کچو پورې راکمه شوه.
خو د راتلونکو پاليسيو په اړه دغه لارښوونه منتقدین هم لري. د امریکا د فدرال ریزرو اوسني رئیس کېون وارش استدلال کړی چې په عادي شرایطو کې باید د دې تګلارې رول یوازې «محدود او په روښانه ډول ټاکل شوی» وي څو د «روښانتیا د رامنځته کولو په نوم د ابهام» له رامنځته کېدو څخه مخنیوی وشي.
ووډفورډ وویل چې هغه «له ډېرې خوښۍ او خوشحالۍ په وجد کې دی.» هغه د دې خبر له ترلاسه کولو وروسته په سټاکهولم کې خبریالانو ته د ټیلیفون له لارې وویل: «دا یو ستر ویاړ دی. دا یو ناڅاپي خبر دی او زه له دې امله ډېر ښه احساس لرم.»
هال د دې نظریې د رامنځته کولو له امله هم پېژندل کېږي چې له مخې یې امریکایي اقتصادپوهان په دوو ډلو وېشلي دي: د خوږو اوبو اقتصادپوهان او د مالګینو اوبو اقتصادپوهان
د خوږو اوبو د اقتصادپوهانو ډله، چې ډېری یې لویو جهیلونو ته څېرمه په داخلي سیمو کې پراته پوهنتونونو کې فعالیت کوي، لکه د شیکاګو پوهنتون پر ازاد بازار، د بیو نیوکلاسیکه تیوري، منطقي تمو او پيسهپالنه باور لري.
خو د مالګینو اوبو اقتصادپوهان تر ډېره په ساحلي پوهنتونونو کې راټول شوي دي؛ لکه هارورډ، MIT، د کالیفورنیا پوهنتون، ییل، پرنسټن، UCLA او کولمبیا پوهنتونونه. دوی عموماً کېنزي او نیوکینزي اقتصادپوهان دي او باور لري چې حکومتونه او مرکزي بانکونه کولای شي د خپلو اقتصادونو پر ټولیزه تقاضا اغېز وکړي.
نوت: د اقتصاد په برخه کې د نوبل جایزه د هغو پنځو اصلي نوبل جایزو له ډلې څخه نه ده چې د الفریډ نوبل له خوا رامنځته شوې وې. بلکې دا جایزه د سویډن مرکزي بانک رامنځته کړې ده او رسمي نوم یې «د الفریډ نوبل په یاد کې د اقتصادي علومو په برخه کې د سویډن د مرکزي بانک جایزه» دی.
د اقتصادي نظریو مخکښان
زموږ انګلیسي ویبپاڼه:
![]()
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320