نئولیبرال اقتصاد د معاصرې دورې له مهمو فکري او اقتصادي سیاستجوړونکو جریانونو څخه دی چې د ۱۹۷۰مې لسیزې وروسته، په ځانګړې توګه د ۱۹۷۰مې لسیزې له اقتصادي بحرانونو وروسته، په نړیوالو سیاستونو کې ځانګړی ځای پیدا کړ. نئولیبرالیزم په اصل کې د ادم سمیت د کلاسیک اقتصادي لیبرالیزم اصولو ته بېرته ستنېدل دي، خو د مدرن اقتصاد پر شرایطو او اړتیاوو ټینګار کوي. د دې لیدلوري بنسټیز باور پر اقتصادي آزادۍ، د دولتي تصديو خصوصي کولو، په اقتصاد کې د دولت د رول کمولو او د آزادو بازارونو پر پراختیا ولاړ دی.
په دې چوکاټ کې دولت باید د اقتصادي فعالیتونو په برخه کې د مستقیمې مداخلې پر ځای، یوازې د بازار د فعالیت لپاره اړین حقوقي او بنسټیز چاپېریال برابر کړي. نئولیبرالان باور لري چې بازار د آزادې سیالۍ له لارې د سرچینو د تخصیص او اقتصادي ودې لپاره تر ټولو اغېزمن میکانیزم دی. له همدې امله، د مالیاتو کمول، د سبسایډیو لرې کول، د مقرراتو کمول او د سوداګرۍ لپاره د پولو پرانیستل، د دې مکتب له مهمو اصولو څخه دي.
د دې جریان له نوموتو متفکرینو څخه فریدریش هایک او میلتون فریدمن یادولای شو. هایک د فردي آزادۍ پر اهمیت او د دولت د مداخلې پر خطرونو ټینګار کاوه او په خپل کتاب «د غلامۍ لار» کې یې د دولتي کنټرول د پراختیا په اړه خبرداری ورکړی و. فریدمن هم د خپلې «پيسهپالنې» (Monetarism) نظریې له لارې په اقتصادي ثبات کې د پولي سیاست او د انفلاسیون د کنټرول رول مهم وباله.
نئولیبرالیزم د یوه فکري او سیاسي خوځښت په توګه په ۱۹۴۷ کال کې د مون پلهرَن بنسټ له خوا منظم شو، دغه بنسټ چې هایک او فریدمن په څېر متفکرینو پکې ګډون درلود، د آزاد اقتصاد دودول یې خپل هدف وګرځاوه. د شلمې پېړۍ په وروستیو لسیزو کې، په بریتانیا کې د مارګریټ تاچر او په آمریکا کې د رونالډ ریګن حکومتونو دغه نظریات په عملي توګه پلي کړل.
که څه هم نئولیبرالیزم د اقتصادي ودې او د نړیوالې سوداګرۍ د پراختیا لامل شو، خو منتقدین یې پر هغو پایلو ټینګار کوي لکه د نابرابرۍ زیاتېدل، د عامه خدمتونو کمزوري کېدل او د شتمنۍ تمرکز.
زموږ انګلیسي ویبپاڼه:
![]()
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.