– مارکسیزم او د انسان اداره کول
لیکوال: لودویګ فون میزس/ ژباړه: صلاح الدين حمید
که وڅېړو چې مارکسیزم څنګه زموږ د زمانې په یوه مخکښه او اغېزناکه فلسفه بدل شو، نو باید پوزیتیویزم او اوګست کنت مکتب یادونه وکړو. کنت، د کارل مارکس په څېر یو سوسیالیست و. چې ځوانۍ کې د سن سیمون منشي و. سن سیمون ټولواک پال و، او غوښتل یې چې د یوې نړیوالې شورا له لارې پر ټوله نړۍ حکومت وکړي؛البته باور یې درلود چې خپله باید د همدې نړیوالې شورا مشر وي.
د کنت د تاریخ د نظریې له مخې، پخوا د حقیقت موندلو هڅه اړینه وه. هغه به ویل: «خو اوس ما، اوګست کنت، حقیقت موندلی دی. نو له دې وروسته د فکر او مطبوعاتو ازادۍ ته هېڅ اړتیا نشته. زه غواړم پر ټولو هېوادونو حکومت وکړم او ټولې چارې یې تنظیم کړم.»
د ځینو هغو ځانګړو مفاهیمو د ریښو موندل، چې موږ فکر کوو ښایي له پخوا راهیسې زموږ په ژبه کې موجود وي، ډېر په زړه پورې دي. په فرانسوي ژبه کې د «سازماندهي» او «سازمانورکوونکي» کلمې د اتلسمې پېړۍ تر وروستیو او د نولسمې پېړۍ تر لومړیو پورې هېڅ نه کارېدې. اونوره دو بالزاک د «سازماندهي» د مفهوم په اړه ویلي و.«دا د ناپلیوني دورې یو نوی راټوکېدلی مفهوم دی؛ یعنې داسې چې یو دیکتاتور شتون لري او له انسانانو سره هماغسې چلند کوي، لکه یو معمار چې له ډبرو سره یې کوي.»
بل نوی مفهوم «ټولنیزه انجینري» ده، چې له ټولنیز جوړښت سره تړاو لري. ټولنیز انجینرۍ ، لکه یو ماهر معمار چې له خښتو سره کار کوي، له ټولنیز جوړښت او خپلو همنوعانو سره کار لري. د همدې منطق پر بنسټ، بلشویکانو هغه کسان له منځه وړل چې د دوی په اند بېګټې وو.
د «ټولنیزې انجینرۍ» د مفهوم بنسټ د پلانجوړونې پر مفکوره ولاړ دی؛ یعنې هماغه د سوسیالیزم مفکوره. نن ورځ سوسیالیزم په بېلابېلو نومونو یادېږي. پلانجوړونکي د خپلو نظریاتو د دفاع لپاره وایي: «تاسو باید چارې پلان کړئ؛ نه شئ کولای، پرېږدئ چې چارې “په خپله” پرمخ ولاړې شي.
کله ناکله د «خپلکار» یا «اتومات» اصطلاح په استعاري ډول د هغو پېښو لپاره کارول کېږي چې په بازار کې رامنځته کېږي. که د یوه توکي عرضه کمه شي، ویل کېږي چې بیه یې «په خپله» لوړېږي. خو دا په دې معنا نه ده چې دا کار د انسان له ارادې، پرېکړې او بیه ټاکلو پرته ترسره کېږي. بیې ځکه لوړېږي چې خلک د دغو توکو د ترلاسه کولو لېوالتیا او اندېښنه لري. په اقتصادي نظام کې هېڅ شی «په خپله» نه پېښېږي؛ هر څه ځکه رامنځته کېږي چې مشخص کسان مشخصې کړنې ترسره کوي.
همدارنګه، پلانجوړونکي وایي: «څنګه دومره احمق کېدای شئ چې د پلان نه جوړولو دفاع کوئ؟» خو هېڅوک د پلان نه جوړولو دفاع نه کوي. خبره دا نه ده چې «پلان شته که نه»؛ اصلي پوښتنه دا ده چې «پلان د چا دی؟ یوازې د یوه دیکتاتور پلان، که د ډېرو کسانو پلانونه؟»
هر څوک پلان جوړوي. یو څوک پلان جوړوي چې کار ته لاړ شي؛ بل غواړي کور ته لاړ شي؛ یو څوک پلان جوړوي چې کتاب ولولي؛ په دې توګه، هر انسان د زرګونو کارونو لپاره خپل پلانونه لري. یو «لوی» پلان د ټولو خلکو پلانونه له منځه وړي او په پایله کې یوازې هماغه یو پلان د پلي کېدو امکان لري. که د «لوی» پلان او د افرادو د پلانونو ترمنځ ټکر او شخړه رامنځته شي، نو د چا پلان به عملي کېږي؟ څوک به په دې اړه پرېکړه کوي؟ پولیس به پرېکړه کوي؛ او د هغوی پرېکړه به د «لوی» پلان په ګټه وي.
د سوسیالیزم د لومړیو پړاوونو پر مهال، ځینو منتقدینو سوسیالیستان د انساني طبیعت د له پامه غورځولو له امله غندل. د دوی په باور، هغه انسان چې باید د نورو خلکو پلانونه عملي کړي، نور به هغه انسان نه وي چې موږ یې پېژنو. سوسیالیستانو دې نیوکې ته داسې ځواب ورکاوه: «که انساني طبیعت د سوسیالیزم مخالف وي، نو باید د انسان طبیعت بدل شي.» کارل کائوتسکي دا خبره څو کاله وړاندې کړې وه، خو په دې اړه یې ډېر جزئیات نه وو وړاندې کړي.
دغه جزئیات وروسته د رفتارپالنې د مکتب او ایوان پاولوف له خوا وړاندې شول؛ پاولوف هغه ارواپوه و، چې په ډېرو مارکسیستي کتابونو کې یې یادونه شوې ده. د دې موضوع د تشریح لپاره د پاولوف د «کلاسیک شرطی کېدو» نظریه وړاندې شوه. پاولوف د تزاري نظام پلوی و، او خپلې تجربې یې د تزار د واکمنۍ پر مهال ترسره کړې.
د رفتارپالنې فلسفه له انسان سره داسې چلند کوي، لکه انسان چې هېڅ فکر، نیمګړتیا او عیب ونه لري. رفتارپالنه هره انساني کړنه د یوه محرک په وړاندې د یوه غبرګون په توګه تشریح کوي. په فزیکي او فزیولوژیکي نړۍ کې هر څه د ځانګړو غیرارادي محرکاتو په وړاندې د ځانګړو غبرګونونو په توګه راڅرګندېږي. رفتارپالان وایي: «انسان د حیواناتو له نړۍ سره تړاو لري؛ نو ولې باید توپیر ولري؟ ځانګړي غیرارادي غبرګونونه او ځانګړي غرایز شته چې انسانان د ځانګړو موخو پر لور رهبري کوي. ځانګړي محرکات د ځانګړو غبرګونونو لامل کېږي.»
️ هغه څه چې رفتارپالانو او مارکسیستانو له پامه وغورځول، دا وو چې حتی د محرکاتو په اړه د دوی نظریه هم نه شي منل کېدای؛ ځکه انسانان خپله محرکاتو ته معنا ورکوي. د بېلګې په توګه، د کور مېرمن چې د یوه توکي بیه ویني او غواړي هغه واخلي، د پنځو ډالرو بیې ته به یو ډول غبرګون وښيي او د شپږو ډالرو بیې ته بل ډول. نو محرک له هغې معنا پرته نه شي ټاکل کېدای چې انسان ورته ورکوي. او معنا په خپله یوه مفکوره ده.
د رفتارپالنې تګلاره وایي: «موږ به نور افراد شرطي کړو.» خو «موږ» څوک دي؟ او «نور افراد» څوک دي؟ د دوی په وینا، «نن ورځ خلک د بېلابېلو عواملو له امله، لکه تاریخ، ښو خلکو، بدو خلکو، کلیسا او نورو، د پانګوالۍ په ملاتړ شرطي شوي دي.»
️ دغه فلسفه موږ ته له هغه څه پرته چې مخکې مو ولیدل، بل هېڅ ځواب نه لري. د دې فلسفې ټوله مفکوره پر دې ولاړه ده چې موږ باید هغه څه ومنو چې کارل مارکس ویلي دي؛ ځکه هغه یو ستر استعداد و. د دوی په باور، هغه پوهېږي چې د بشري تاریخ بهیر کوم لوري ته روان دی.
په پای کې، خبره دې ځای ته رسېږي چې موږ باید دا ومنو: هغه ګوند، ډله یا ټولګی چې نور یې په زور مات کړي دي، د واکمنۍ حق لري ځکه د تولید د مادي ځواکونو له لارې نور خلک شرطي کوي.
تر ټولو حیرانوونکې خبره دا ده چې هغه مکتب چې دا فکر خپروي، خپل ځان «لیبرال» بولي او خپل نظام ته «د خلکو دموکراسي»، «رښتینې دموکراسي» او ورته نور نومونه ورکوي.
دا هم په زړه پورې ده چې د متحده ایالاتو د ولسمشر مرستیال [هنري والاس] یوه ورځ وویل: «موږ په متحده ایالاتو کې یوازې یوه مدني دموکراسي لرو، خو په روسیه کې اقتصادي دموکراسي شتون لري.»
https://af.dawatmedia24.com/?p=188662
زموږ انګلیسي ویبپاڼه:
![]()
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.